لیکوال: ابو ‌رائف
فراماسونري (برخه: ۲)
د فراماسونرۍ تعریف او د دې خوځښت د ماهیت څېړنه
د یاد خوځښت په اړه بېلابېل او مختلف تعریفونه او توضیحات وړاندې شوې دي. د دې لامل دا دی چې ځینو پوهانو دا خوځښت د علمي کړنو له مخې څېړلی او ځینو نورو بیا د عقایدو له اړخه کتنه ورته کړې ده او یوې بلې ډلې د دې لپاره چې د يادحرکت پلویان او تاییدونکي دي، د نوموړي خوځښت مثبته پېژندنه وړاندې کړی دی.
هغه څه چې په ډېرو تعریفونو کې پرې په يوه خوله دي، هغه د دې حرکت پټ او له رازه ډک اړخ دی او دا هغه ځانګړنه ده چې د یاد خوځښت د ماهیت درک یې ستونزمن کړی دی. دلته د دغو تعریفونو یوې برخې ته اشاره کوو.
د فراماسونرۍ لغوي او اصطلاحي پېژندنه
د اسلامي نړۍ څېړونکی ډاکټر حمد صالح الحمیده لیکي: فراماسونري کلمه د لغت له مخې د «ازاد بنایانو» په معنا کارول کېږي او له ازاد بنایانو موخه هغه کسان دي چې د «سلیمان کلبد[۱]» یې جوړ کړی دی.
فراماسونري په اصطلاح کې «هغه پټ او یهودي حرکت دی چې نړیوال ماهیت لري او موخه یې د مخالفو ادیانو، په ځانګړي ډول د اسلام او مسیحیت له منځه وړل دي، چې په ټوله نړۍ کې د یهودو موخې پلې کړي.»[۲]
ځینو تاریخ‌ لیکونکو د یاد حرکت د پېژندنې په اړه خپل نظر په لاندې ډول شريک کړی دی: «فراماسونري د یهودو د لاس هغه وسیله ده چې په مرسته یې لوی سیاستوال ښکار کوي او ناپوه ملتونه او ولسونه غولوي. دا خوځښت د ملتونو لپاره د ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ تر پردې لاندې يو لوی او پټ خطر دی او په اصل کې یې موخه د (دوی په باور) د “سلیمان د کلبد” بیا جوړول او د پوه او تجربه ‌کارو کسانو روزنه ده، چې په تدبیر او زړورتیا سره یې معبد بېرته ترلاسه کړي.»[۳]
په «الموسوعة المیسرة فی الأدیان والمذاهب المعاصرة» کې فراماسونري داسې تعریف شوې ده: «فراماسونري یو یهودي، پټ‌، ویجاړوونکی، ترهګریز او له رازه ډک سازمان دی، چې منظم او دقیق جوړښت لري او موخه یې په نړۍ کې د یهودو د واکمنۍ تضمینول دي. یاد سازمان بې ‌دینۍ، اباحیت او فساد ته خلک رابولي او د «ازادۍ»، «ورورولۍ» او «انساني برابرۍ» په څېر د غولوونکو شعارونو تر شا پټ وي. د دې سازمان ډېر غړي د نړۍ له مشهورو څېرو څخه دي؛ نوي کسان هغه وخت د دې سازمان غړي کېدلای شي چې د رازونو پر ساتنه يې لوړه وکړي، دوی په هغو غونډو کې چې «محافل» نومېږي سره راټولېږي، چې د نړیوال دیموکراتیک جمهوریت د جوړېدو لپاره پر پلان، پرېکړو او د دندو پر ټاکلو سلا مشورې او اقدامات وکړي. د دوی د کار بنسټ پر فرصت‌ طلبۍ او شخصي ګټو ولاړ دی، چې د یوه غیر دیني نړیوال حکومت د جوړولو هیلې ته ورسېږي.»[۴]
د اسلامي پوهانو یوه بله ډله فراماسونري داسې را پېژني: د «ماسون» کلمه د لغت له مخې د «فراماسون» له لفظه اخیستل شوې ده، چې له دوو فرانسوي کلمو څخه ترکيب شوې ده: لومړۍ کلمه «فرانک» (Franc) ده چې په فرانسوي ژبه کې د «رښتیني» معنا لري او دويمه کلمه «ماسون» (Mason) ده چې د «بناء» معنا ورکوي. له همدې امله د «ماسون» معنا «رښتینی بناء» ده او له «ماسوني جماعت» یا «الفراماسونية» څخه موخه هماغه «رښتیني بنایان» یا «ازاد بنایان» دي.
د «ازاد بنّاء» اصطلاح چې له دیارلسمې میلادي پېړۍ (شاوخوا ۱۳۰۰ز) راهیسې موجوده ده، په پیل کې « پر هغو کارګرو اطلاق کېده چې د ډبریرینو ودانیو په جوړولو کې يې کار کاوه.»[۵]
د فراماسونرۍ لغوي معنا
د «الماسونية» کلمه د ژبني جوړښت له پلوه له درېوو برخو څخه جوړه شوې ده:
 لومړۍ برخه: «فري» (Free) چې د «ازاد» معنا لري، یعنې هغه څوک چې هېڅ قید او بند یې نه محدودوي.
دويمه برخه: «ماسون» (Mason) چې د «حرفې» معنا لري او د «بنایۍ حرفه» هم ترې مراد ده.
درېیمه برخه: «ري» چې موخه ترې هماغه د «نسبت یا» ده.
د دغو دریو برخو له یوځای کېدو څخه د دې نوم عمومي معنا داسې راوځي: «د ازادو بنایانو ټولنه (جمعیت).»[۶] (Free Masonry)
د فراماسونرۍ ماهیت
هالنډی عالم «دوزي» وایي: «فراماسونري هغه لویه ډله ده چې د بېلابېلو مذهبونو خلک پکې شامل دي او د یوه ځانګړي هدف لپاره هڅه کوي؛ په داسې حال کې چې یوازې لږ شمېر کسان یې له هدف څخه خبر دي.»[۷] د دوی دا هدف د مسجد الاقصی پر کنډوالو د «سلیمان د کلبد» له بیا جوړولو پرته بل څه نه دی. د بېلا بېلو دینونو، مذهبونو، ملتونو او سیمو زرګونه کسان د ړندو په څېر د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.[۸]
دوام لري…

مخکینۍ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] «کلبد» عبري کلمه ده، چې د ماڼۍ یا لوی کور په معنا راځي او موخه ترې د حضرت سلیمان علیه‌السلام کلبد دی، چې په قدس کې موقعیت لري؛  یهودان یې تعظیم او عبادت کوي او په اړه یې عجیب او غریب عقاید لري.

[۲]. الحمیده، حمد صالح، الماسونية نشأتها وخطرها علی العالم الإسلامی، مخ: ۳۵۲، د اصول‌الدین او دعوت د پوهنځي مجله، ۳۹مه ګڼه، جامعۀ الازهر، قاهره، مصر.

[۳]. هماغه منبع، د المذاهب المعاصرة وموقف الإسلام منها له عبدالرحمان العمیرة څخه په نقل.

[۴]. الجهینی، مانع بن حماد، الموسوعة المیسرة فی الأدیان والمذاهب المعاصرة، ج ۱، مخ: ۴۹۲، څلورم چاپ، دارالندوة، ریاض.

[۵]. العملة، علا خالد، الرموز والأفکار الماسونية فی برامج الرسوم المتحرکة، مخ: ۱۶، جامعۀ الشرق الأوسط، ۲۰۱۵م.

[۶]. الشثری، محمد بن ناصر، دسائس الماسونية بین المسلمین، مخ: ۷، دوهم چاپ، ۱۴۲۴هـ.ق، دارالحبیب، ریاض.

[۷]. الزعبی، محمد علي، الماسونية فی العراء، مخ: ۲۲، لومړی چاپ، ۱۳۹۳هـ.ق، بې‌ځایه.

[۹]. دسائس الماسونية بین المسلمین، مخ: ۷

Leave A Reply

Exit mobile version