Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۱)
فراماسونري چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱)
لنډیز
په دې څېړنه کې د «فراماسونري» په نوم د یوه پټ او له رازه د ډک خوځښت څېړنه ترسره کېږي. یاد خوځښت چې د یهودیت پیاوړې مټې بلل کېږي، د دقیقو، منظمو او محرمو پلانونو له لارې يې په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې نفوذ کړی دی. هغوی د بشردوستانه فعالیتونو، د مهربانۍ او خیرخواهۍ احساس د القا تر پردې لاندې هڅه کړې ده چې اسلامي عقاید او د اسلامي تعلیماتو اصول تر برید لاندې راولي.
د دې  څېړنې مواد د کتابتوني مېتود پر اساس را ټول شوي او د مروري– تحلیلي سبک له مخې تحلیل شوي دي او دې پایلې ته رسېدلي يوو چې فراماسونري د ادیانو، په ځانګړي ډول د اسلام سپېڅلي دین خطرناک او پټ دښمن دی. د دې خوځښت پروګرامونه په سیستماتیک ډول هڅه کوي چې د خلکو پر عقایدو، افکارو، د ژوند پر سبک او د ټولنې پر عمومي چلند وکمن شي.
بېلابېلو لیکوالانو او څېړونکو د دې خوځښت په اړه لیکنې کړې دي او له بېلابېلو اړخونو او زاویو څخه یې ارزولی دی، چې ډېری یې د دې خوځښت مخالف او متضاد نظرونه لري او یوازې کم شمېر کسانو يې ملاتړ او دفاع کړې ده.
اړین کلمات: فراماسونري، صهیونیزم، پټ شیطان، ازاد کارګران.
فراماسونري او د فرماسونرۍ پټ اهداف او پلانونه
سریزه
داسلام مبین دین تل د دښمنانو، ملحدینو او منکرینو له لوري د بېلابېلو بریدونو او یرغلونو هدف ګرځېدلی دی؛ کله د پوځي تحرکاتو او نظامي بریدونو له لارې، کله د سیاسي دسیسو او ناوړه پلانونو په وسیله او کله هم د فکري او ایډیالوژیکو یرغلونو په بڼه. دې کې شک نشته چې د یادو ټولو بریدونو له منځه فکري یرغل او فکري جګړه تر ټولو مهمه او ویجاړوونکې ده؛ ځکه دښمنان د همدې جګړې د وسایلو له لارې خپل زهرجن او ګمراه کوونکي افکار او عقاید د اسلام سپېڅلي دین د پیروانو ذهن او روان ته تزریقوي او د دین د اساسي او بنسټیزو اصولو پر وړاندې شک او تردید رامنځته کوي، چې په پایله کې یې د کفر او الحاد پر لور ټېل وهي.
د حق او باطل ترمنځ د جګړې تاریخ ته په کتو، د حق او باطل تر منځ جګړې تل شتون درلود او باطل تل هڅه کړې ده چې د بېلابېلو نومونو او وسایلو په مرسته د حق رڼا تر خپلې سیوري لاندې راولي او خلک بدګمانه او منحرف کړي. قران کریم همدې حقیقت ته اشاره کړې ده: ﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.﴾[۱] ژباړه: « دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى، که څه هم كافران (دا كار) بد ګڼي.
له دې الهي ایت څخه څرګندېږي چې د باطل او الحاد پیروان تل هڅه کوي چې د حق او هدایت رڼا، چې هماغه د اسلام نجات ‌بښونکی او سپېڅلی دین دی، مړه کړي او خلک د کفر او بې ‌دینۍ پر لور وهڅوي، خو الله تعالی تل د دوی ناوړه غوښتنې او مردار نیتونه شنډ کړي دي او د دوی پټې او شومې دسیسې یې ښکاره کړې دي.
د هغو خوځښتونو او افکارو له ډلې یو چې پر اسلام او د اسلام پر نجات‌ بښونکو لارښوونو یې یرغل کړی، په اسلامي هېوادونو کې یې په پټه توګه نفوذ کړی دی او د عقیدتي خوځښتونو لامل شوی، د «فراماسونري» خوځښت دی. دا خوځښت چې له یهودیت او صهیونیزم سره ژوره اړیکه او نږدېوالی لري، هڅه کوي پر اسلامي هېوادونو فکري او عقیدتي واک ټینګ کړي؛ دا خوځښت د خورا پټو او محرمو پلانونو تر چوکاټ لاندې فعالیت کوي. خو لکه څنګه چې وړاندې وویل شول د اسلام د سپیڅلي دین د ساتنې الهي وعده، د بشریت د یوازیني خلاصون او هدایت د لارې په توګه، تل پر ځای پاتې شوې ده. الله تعالی اسلامي علماوو او مفکرینو ته توفیق ورکړی دی چې د دې خوځښت بېلابېلې زاویې وپېژني، د رد او باطلوالي لپاره یې بېلابېل کتابونه او مقالې ولیکي، دغو خطرونو ته د اسلامي امت پام ور واړوي او بیدار یې کړي. همدا لامل دی چې علماوو او مفکرینو د همت ملا تړلې ده او له دې خوځښت سره یې فکري او عملي مبارزه پیل کړې ده؛ د ټولنې بېلابېل قشرونه، په ځانګړي ډول لوستي ځوانان یې د دې خوځښت له خطرونو خبر کړي دي.
یاد خوځښت یوازې د اسلامي هېوادونو پر عقیدوي واک بسنه نه ده کړې، بلکې د ژوند په ټولو برخو او اړخونو کې یې نفوذ کړی دی او د ټولنې بېلابېل قشرونه او ډول‌ ډول کسبونه یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي. په همدې تړاو، ډاکټر «عصام بشیر العوف» چې د اسلامي نړۍ له نامتو لیکوالانو څخه دی، په خپل کتاب کې د فراماسونرۍ د پېژندنې او د هغې د فعالیتونو د پراختیا په اړه لیکي: «فراماسونري د اوږدې مودې لپاره د حقیقت او خیال تر منځ پاتې وه؛ ځکه چې پیروانو یې خپل فعالیتونه په خورا پټه او له راز څخه په ډکه بڼه تر سره کول، خو کله چې احساس وکړ چې ځواک یې ټینګ شوی او نفوذ یې پراخ شوی دی، نو له خپلو ځینو مفاهیمو یې پرده پورته کړه.) د دوی دا رسوايي او جنایتونه د دوی پر شهرت غالب شول؛ ځکه چې هغوی تل د نړۍ په کچه د ګډوډیو، جګړو، انقلابونو او کورنیو او نړیوالو شخړو په را پارولو کې رول درلود. هغوی پر فکري نخبګانو، د فکر، هنر او ورزش پر رهبرانو او ان د کمزورو هېوادونو پر واکمنانو (په ځانګړي ډول ظالمو دیکتاتورانو) او همدارنګه پر ځینو ټاکل شویو حاکمانو واک وموند. فراماسونري پر لویو هېوادونو هم واکمنه شوه؛ نړیوال تجارت یې تر خپل کنټرول لاندې راوست، د نفتو، وسلو او د صنعتي موادو د انحصار له لارې یې خپل واک لا پسې پراخ کړ او پر نړیوال مالي سیاست یې په منظم او دقیق ډول واک ټینګ کړ، تر دې چې د پانګې او شتمنۍ لېږد یوازې په سختو شرایطو او تر جدي څار لاندې ممکن شو. د دې هر څه پایله دا شوه چې په نړۍ کې فقر او وژونکې ساري ناروغۍ خپرې شوې. په پای کې په نړیواله کچه یوه پټه او نړیواله واکمني راڅرګنده شوه، چې په چل او زیرکتیا سره یې ټولې چارې د خبیثې فراماسونرۍ د غوښتنو له مخې اداره کولې.2]]»
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، فراماسونري د یهودي تخریبي خوځښتونو له جملې څخه ده او د دې خوځښت تر شا د یهودیانو او د هغوی د همفکره ډلو ناوړه ملاتړ ښکاري. همدا لامل دی چې د اسلامي نړۍ نامتو لیکوال ډاکټر «صابر طعیمه» په خپل مشهور کتاب کې د فراماسونرۍ د پېژندنې په اړه لیکي: «فراماسونري د بشریت پر ضد د یهودیانو يوه له تر ټولو مهمو او هوښیارانه طرحو او عملیاتو څخه ده؛ ځکه چې له پیل څخه د دقت، نظم او کره پلان‌ جوړونې پر بنسټ ولاړه وه او په دې لاره کې یې د خپلو پیروانو له تر ټولو مهمو لاسته راوړنو، افکارو او باورونو څخه ګټه واخیسته، چې هغوی یې د “کونډې زامن” بلل.
موخه دا ده چې دا بهیر د یهودي افکارو پر یوې ټولګې ولاړ و، لکه د یهودي نسل د پاکوالي عقیده، د یهودیت د عقیدې رواجول، د دينونو او عقایدو په تاریخ کې د یهودي انسان غوره والی، د بني‌ اسرايیلو د پېغمبر ډوله پاچاهانو یاد او خاطرې ژوندۍ ساتل او نورې هغه ادعاوې او افسانې چې په یهودي عقایدو کې شتون لري.
د فراماسونرۍ د کار طریقه د انساني مهارتونو پر یوې ټولګې ولاړه ده؛کله ناکله په ښکاره ډول ځینې خیريه فعالیتونه هم تر سره کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ساده ‌زړي او په ظاهره خیرخواه څېرې د عامه چارو لپاره میدان ته راوباسي، دا کسان د ارام ‌بښونکو درملو په څېر عمل کوي، چې د ولس د دوکې او عامه افکارو د بې لارۍ لامل کېږي.
د دې یهودي سازمان (فراماسونري) لوی خطر او پراخ شر په دې کې دی چې د مسیحي عقایدو پر ضد د مبارزې تر پردې لاندې، په حقیقت کې د رښتیني اسلام د اصولو او بنسټونو د له منځه وړلو هڅه کوي، چې په دې وسیله مسلمانان د “توحیدِ الله ربّ العالمین” له عقیدې څخه منحرف کړي.
هغه اوږدمهاله پروګرام چې نن یې د فراماسونرۍ په چوکاټ کې او په موقتي ډول یهودیان، مسیحیان او ځینې مسلمانان په ټولنیزو، خیریه، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو کې سره راټول کړي دي؛ په حقیقت کې یو پټ هدف لري چې هغه له یهودیت پرته د ټولو ادیانو کمزوري کول او له منځه وړل دي، چې په پای کې یوازې اسلام (چې د حق دین او د یهودي نړیوالو هيلو پر وړاندې اصیل، ټولنیز او اقتصادي مخنیوی کوونکی ځواک دی) په ځانګړي ډول تر برید لاندې ونیول شي او نابود کړای شي.[۳] دا د دې پټ او له رازه د ډک خوځښت د شومو اهدافو او نیتونو یوه مهمه برخه ده، چې په نړۍ، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې یې نفوذ کړی دی. که څه هم یاد خوځښت د اصلاح‌ غوښتنې او خیرخواهۍ تر شعارونو لاندې راڅرګند شوی دی، خو په حقیقت کې د اسلامي او ديني عقیدې د له منځه وړلو په لټه کې دی او د همدې مهم هدف لپاره پلانونه جوړوي.
د دې خوځښت د پېژندنې او د هغه د اهدافو د درک د لوړ اهمیت او همدارنګه په ټولنو او ملتونو کې د هغه د ژور او بنسټیز نفوذ له امله، اړینه وګڼل شوه چې په دې اړه یوه څېړنه تر سره شي او د ځوان او لوستي نسل لپاره د دې خوځښت د پېژندنې او اشنایۍ یوه وسیله شي.
هیله ده چې دا څېړنه تر بشپړوالي او وروستي پړاو  پورې ورسېږي او د دې خوځښت د ښکاره او پټو اهدافو،  ډېرو پوښتنو او ابهامونو لپاره ځواب ويونکې شي. د دې څېړنې اساسي هدف د فراماسونرۍ له خوځښت سره اشنایي، دقیقه پېژندنه، د پیدایښت تاریخ، ډولونه او همدارنګه د بنسټ‌ اېښودونکو او د دې خوځښت د مبلغينو پېژندنه ده.
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. صف: ۸.

[2]. العوف، عصام بشیر، الماسونیة خطة إرهابیة عالمیة أم حرکة سریة صهیونیة، أم خزعبلات ساذجة؟، ص: ۳-۴، چاپ اول، ۱۴۴۳ه.ق.، بی‌جا.

[3]. طعیمه، صابر، الماسونیة ذاک العالم المجهول، ص: ۵-۶، چاپ ششم، ۱۴۱۳ه.ق.، دارالجیل، بیروت، لبنان.

Previous Articleد یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)
Next Article شېن تو دین (برخه: ۲۲)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴) د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD6 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.