لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)
د ځینو شکونو ځواب
(۱) شک
کېدای شي د ځینو لوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه را پیدا شي چې د یلدا شپې په څېر مراسمو په پلمه خو د صله رحمۍ او خپلوانو د یو ځای کېدو لپاره ښه فرصت برابرېږي!؟
(۱) ځواب
باید وویل شي چې اسلام خلک د کال په ټولو ورځو کې صله رحمۍ او د خپلوانو لیدنې او پوښتنې ته هڅولې دي، نه دا چې انسانان ټول کال له یو بل څخه لرې وي او بیا یوازې یوه شپه سره د دومره ناسمو رواجونو او درنو لګښتونو په بیه راټول شي. په اسلام کې پر هر مسلمان لازمه ده چې تل د خپلې کورنۍ، خپلوانو او نږدې کسانو خیال وساتي او تل یې لیدو ته ورشي.
(۲) شک
یلدا نه کوم اختر دی، نه پکې حیوان حلالېږي او نه انسان پکې پر ځمکه پرېوځي؛ د نوروز په څېر یوازې له یو بل سره په مهربانۍ چلند پکې کېږي، خلک د خوښی لپاره سره یوځای کېږي، چې دا د انسانیت ستاینه ده او بل دا چې موږ یواځې د خپلو نیکونو میراث نمانځو.
(۲) ځواب
(الف) د قربانۍ له اختر سره د یلدا شپې پرتله کول
د یلدا په شپه هغه څه چې تاسو چمتو کوئ په خپله یې خورئ؛ خو د لوی اختر (عید قربان) په ورځ هغه څه چې مسلمانان یې برابروي پر فقیرانو او اړمنو وېشل کېږي.
زما په اند د انصاف خاوندانو ته همدا څو خبرې بس دي او په دې برخه کې نور وضاحت ته اړتیا نشته.
(ب) د لمانځه پر وړاندې د ترسره شوې نیوکې ځواب
زه دقیقا نه پوهېږم چې پر خارو له پرېوتو مو موخه څه ده؟ که موخه مو خرافاتي ایینونه وي، نو موږ هم هغه نه منو، خو که موخه مو لمونځ وي (او دلته په ځانګړي ډول د اختر لمونځ)، نو زموږ ځواک دا دی چې د هغه خالق پر وړاندې چې موږ یې پیدا کړي یوو پر خاورو پرېوتل چې زموږ له عبادت څخه بې نیازه دی او سجده ورته کول زموږ د خپل ځان په ګټه دي او د عزت وروستۍ درجه ده. یوازې څو شېبې «د ټولې هستۍ د پیدا کوونکي» په عبارت فکر وکړئ، چې د دې خبرو معنا ښه درک کړئ. ښکاري چې تاسو د قادر، مهربان او بې نیازه الله تعالی لپاره سجده کول د هغو کمزورو او ناقصو انسانانو له سجدو سره یو شان ګڼلې ده، چې د خدایۍ دعوه کوي.
(ج) د حیواناتو د قرباني کولو په اړه د شوې نیوکې ځواب
تاسو داسې خبرې کوئ، لکه مسلمانان چې حیوانات حلالوي، له منځه یې وړي او بیا پرې خاندي!
ګرانه ملګريه د دې کار پایله څه ده؟ ایا له دې کار پرته بل داسې څه شته چې د عاجزۍ، اخلاص او له استغفار څخه د ډکو زړونو له مخې ترسره کېږي او پاکه او سالمه غوښه بیا پر فقیرانو او اړمنو وېشل کېږي؟
یوه دوستانه غوښتنه لرم!
ورځئ له اړمنو وپوښتئ: ایا ستاسې خوښېږي چې شتمن خلک تاسو ته غوښه راوړي، که دا چې په خپلو کورونو کې کېني او وچې مېوې وخوري؟
او په پای کې تاسو انصاف ته رابولم.
د اسلام له ځینو پروګرامونو سره د یلدا شپې پرتلنه
(الف) د زردشتي دین په پروګرامونو کې د صله رحمۍ او مهربانۍ یادونه
هغه «یو ځای کېدل» چې تاسو یې یادونه کوئ او د صله رحمۍ نوم ورکوئ؛ هو د خپلوانو لیدنه د ستایلو وړ کار دی، خو ایا تاسې فکر کوئ چې د خپلوانو لیدل او د دوی حال او احوال اخیستل په اسلام کې شتون نه لري؟
الله تعالی فرمایي: ﴿وَاتَّقُوا اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبا.ً﴾ ژباړه: «له هغه الله څخه ووېرېږئ چې د هغه په نوم له یو بل څخه غوښتنې کوئ او له خپلوانو سره اړیکې مه پرې کوئ؛ بېشکه الله پر تاسو څارونکی دی.»[۱]
تاسو مهربانۍ ته اشاره کړې ده، دا هم د ستایلو وړ کار دی، خو راځئ وګورو چې اسلام په دې اړه څه فرمایلي دي: ﴿فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ.﴾ ژباړه: «نو د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى واى، نو دوى ټول به دې له شاوخوا خواره شوي وو.»[۲]
اوس د دې هر څه په نظر کې نیولو سره چې رسول اکرم ﷺ زموږ لپاره د بېلګې په توګه معرفي شوی دی: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ.﴾ ژباړه: «بېشكه تاسې لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښايسته پېروي شته.»[۳]
نو ایا موږ هم مهربانۍ ته رابلل شوي یوو، که نه؟
له همدې امله د «اسلام» په نوم په دې بشپړ نظام کې ټول هغه څه شته چې د انصاف خاوندان یې د هدایت او نېکمرغۍ لپاره ښه او ګټور ګڼي. دا سمه نه ده چې داسې خبرې وشي، چې ګواکې دا ټولې ښېګڼې یوازې ستاسو په پروګرام کې شته دي او زموږ په پروګرام کې نشته!
د نیکونو د میراث موضوع مو راپورته کړې ده، دا خبره چې «زموږ نیکونه» او «ستاسو نیکونه» جلا دي، سمه نه ده. هغه خلک چې زرګونه کاله وړاندې د ځمکې پر یوه پراخه سیمه کې اوسېدل زموږ د ټولو نیکونه دي. په حقیقت کې همدا نیکونه وو چې د اسلام ښکلی نظام یې ومانه او د راتلونکو نسلونو لپاره یې د میراث په توګه پرېښود، نو موږ هم د هغوی له میراث څخه برخمن شوي یوو.
یوه وړاندیز لرم! د هغو ګڼو سرچینو په شتون کې چې موږ ورته لاسرسی لرو، ولې بنسټیزې او اصولي څېړنې نه کوئ، چې درته روښانه شي چې زموږ د نیکونو د کومې ډلې چلند سم و؟ د هغې اکثریت ډلې چلند چې اسلام یې ومانه او که د هغو لږکیو چې پر زردشتي دین ټینګ پاتې شول؟[۴]
مخکنئ برخه
سرچینې(۱)
[۱] د نساء سورت، ۱ آیت.
[۲] د آل عمران سورت، ۱۵۹ آیت.
[۳] د احزاب سورت، ۳۲ آیت.
[۴] احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ ۶۷، د خپرېدو کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.
سرچینې(۲)
۱. قرآن کریم.
۲. الدمشقي، أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير، تفسیر القرآن العظیم، دوهم چاپ: ۱۴۲۰هـ / ۱۹۹۹م، ناشر: دار طيبة للنشر والتوزيع – بیروت.
۳. النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ناشر: دار الجيل بیروت + دار الآفاق الجديدة – بیروت.
۴. النيسابوري، محمد بن إسحاق بن خزيمة، صحيح ابن خزيمة، ناشر: المكتب الإسلامي – بیروت.
۵. الآجري، محمد بن الحسین، الشريعة، شمېر: ۱۳۴، ناشر: مؤسسة قرطبة.
۶. العباد، عبدالمحسن، شرح سنن أبي داود، ناشر: دار القلم – بیروت.
۷. السجستاني، أبو داود سليمان بن الأشعث، سنن أبي داود، ناشر: دار الفكر.
۸. النسائي، أحمد بن شعيب، سنن النسائي الكبرى، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ / ۱۹۹۱م، ناشر: دار الكتب العلمية – بیروت.
۹. تفسير ابن كثير، د احادیثو تخریج: هاني الحاج، المکتبة التوفيقية، مصر، د چاپ کال: ۲۰۱۳م.
۱۰. مدارك التنزيل وحقائق التأويل (تفسير النسفي)، تحقیق: شیخ زکریا عمیرات، جلد ۲، وحيدي کتابخانه، پېښور.
۱۱. البيهقي، أحمد بن الحسين بن علي، سنن البيهقي الكبرى، ناشر: مكتبة دار الباز – مکه مکرمه، ۱۴۱۴هـ / ۱۹۹۴م.
۱۲. العيني، بدر الدين، عمدة القاري شرح صحيح البخاري، دار الكتاب العربي – بیروت.
۱۳. النيسابوري، أبوالحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ناشر: دار الجيل بیروت + دار الآفاق الجديدة – بیروت.
۱۴. الزَّبيدي، محمد بن محمد بن عبد الرزاق الحسيني، تاج العروس من جواهر القاموس، دار إحياء التراث العربي – بیروت.
۱۵. الدمشقي، محمد أمين بن عمر، رد المحتار على الدر المختار، دار المعرفة – بیروت.
۱۶. الهروي، الملا علي القاري، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، پخوانۍ کتابخانه، کراچي.
۱۷. البخاري، محمد بن إسماعيل بن إبراهيم، صحيح البخاري، لومړی چاپ: ۱۴۲۲هـ، ناشر: دار طوق النجاة.
۱۸. النسائي، أحمد بن شعيب، سنن النسائي الكبرى، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ / ۱۹۹۱م، ناشر: دار الكتب العلمية – بیروت.
۱۹. ماوردي، علي بن محمد حبيب، أدب الدنيا والدين، ناشر: دار ومكتبة الهلال – ریاض.
۲۰. الترمذي، محمد بن عيسى، الجامع الصحيح (سنن الترمذي)، ناشر: دار إحياء التراث العربي – بیروت.
۲۱. الأصفهاني، حسين بن محمد، المفردات في غريب القرآن، ناشر: دار المعرفة – بیروت، لبنان.
۲۲. القزويني، محمد بن يزيد، سنن ابن ماجه، ناشر: دار الفكر – بیروت.
۲۳. النووي، الإمام الفقيه المحدث محيي الدين، الأذكار النووية، نوې سمسوره شوې چاپ، دار الفكر للطباعة والنشر والتوزيع.
۲۴. البيهقي، أبو بكر أحمد بن الحسين، شعب الإيمان، لومړی چاپ، ۱۴۱۰هـ، ناشر: دار الكتب العلمية – بیروت.
۲۵. ابوریحان بیروني، محمد بن أحمد، آثار الباقية عن القرون الخالية، ژباړن: اکبر داناسرشت، د نشر کال: ۱۳۸۶هـ، ناشر: امیرکبیر – تهران، ایران.
۲۶. فرهوشي، بهرام، جهان فروري، د چاپ کال: ۱۳۹۱هـ، ناشر: د تهران پوهنتون د چاپ او خپرونو مؤسسه.
۲۷. انصاري، بهمن، زرتشت او زرتشتیان، د خپرېدو نېټه: ۸ بهمن ۱۳۹۶هـ، تهران.
۲۸. شعباننژاد، افسانه، شب یلدا، د چاپ کال: ۱۳۷۷هـ، ناشر: محراب قلم، تهران.
۲۹. احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، د خپرېدو کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.


