لیکوال: محمدعاصم اسماعیلزهي
اومانیزم «انسانپالنه» (دویمه برخه)
د اومانیزم «انسانپالنې» تعریف
کله چې د انسانیت اصطلاح ذکر کېږي، د معناوو یوه ټولګه ذهن ته، راځي چې له انسانانو سره نېکي کول، د انساني کرامت لوړول او په عام ډول د انسانانو پاملرنه پهکې شاملېږي. دا معناوې تر ډېره د ټولو انسانانو له خوا د یوې ښې مفکورې په توګه منل شوې دي؛ خو د «انسانپالنې» یا «اومانیزم» اصطلاح یو جلا مفهوم دی. هغه کسان چې نن د انسان پالنې تر بیرغ لاندې راغونډ شوي دي، عموماً د یوې مشخصې موخې په لټه کې دي او نړۍ ته ځانګړی لیدلوری لري، چې بې له شکه ټول خلک یې نه مني.
انسانپالنه (Humanism) د مصدر په بڼه د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د لوېدیځ په کلتور کې څرګنده شوه، یعنې په ۱۸۰۸ ز کال کې. دې کلمې له ډېر پخوا خپل مفهوم درلود او د «فردریک نیتامر»[1] له خوا کارول شوی و. ده په پیل کې د یوه نوي ښوونیز او روزنیز سیسټم په اړه یوه موخه درلوده، چې باید د لرغوني کلتور او دودونو له لارې ماشومانو ته روزنه ورکړل شي، په ځانګړې توګه د لاتیني او یوناني دودونو له لارې، ترڅو د انسان ارزښت او د هغه حیثیت لوړ شي؛ خو د دې کلمې لاتیني ریښه پخوا او په نورو شرایطو کې عامه وه.[2]
انساني یا انسي صفت له شپاړسمې پېړۍ راهیسې په ځانګړي ډول په ۱۵۳۹ کال کې په اروپايي ژبو کې وکارېده.[3]
د انسان (Human) کلمه له لغوي پلوه د (Humus) له کلمې سره تړاو لري چې د «ځمکه (Earth)» یا «خاوره (Soil)» معنا لري. موخه یې هغه انسان دی چې پر ځمکه ولاړ وي.[4]
خو انسانپالنه (Humanism) لکه څنګه چې په نوې طرېقې او چوکاټ کې کارول کیږي، د Mariam-Webster له مخې په لاندې ډول تعریف شوې ده: «باور، د چلندونو ټولګه یا د ژوند طریقه چې د انسان پر پامونو او ارزښتونو تمرکز لري؛ د یوې فلسفې په توګه هغه څه چې له طبیعت څخه پورته دي نه یې مني.
دا طریقه انسان د یوه طبیعي موجود په توګه پېژني او د انسان د بنسټیز کرامت، انساني ارزښت، د عقل او علمي (تجربوي) میتود له لارې د ځان ثابتولو پر وړتیا یې ټینګار کوي.»[5]
انسانپالنه دغه راز داسې هم تعریف شوې ده: « یو منطقي چلند چې انسان د ټولو پامونو مرکز ګرځوي.»[6]
انسانیت، انسانپالنه، انساني تمایل، د انسانیت مذهب، د انسان دین، اومانیزم دا ټولې اصطلاحګانې له ډېرو معناوو ډکې دي، تر دې چې ځینو «انساني تمایل» د لوېدیځ د نوي کلتور له پېچلو او ګونګو اصطلاحګانو څخه ګڼلی دی، ځکه چې د انسانیت مذهب لپاره هېڅ دقیق تعریف شتون نه لري؛ خو دا اصطلاحګانې ډېر وخت له یو بل سره په مترادف ډول، د یوې مانا د څرګندولو لپاره کارول کېږي؛ که څه هم ځینې یې له یو بل جلا هم ګڼي. له دې «د اصطلاحاتو کورنۍ» څخه موخه په عام ډول د انسان ارزښت لوړول (او کله ناکله خدایي مقام ته د انسان رسول) او د هستۍ په مرکز کې ځای پر ځای کول دي. [7]
دلته موږ د دې تمایل د څرګندولو لپاره د «انسانپالنې» کلمه وکاروله، نه د «انسانیت»، ځکه دا په خپل لویدځ سټایل کې د دې مذهب د مبالغې او غلو څرګندونه کوي؛ خو د «انسانیت» کلمه په یوازې ځان د «انسانپالنې» یا انساني تمایل مانا نه لري، بلکې یوازې د دې مانا یوه برخه په ځان کې لري. ځکه چې په انګلیسي کې د (Ism)وروستړی او په فرانسوي کې (Isme) د مذهب یا نظریې مانا ته اشاره کوي.
د انسانیت ماده او د هغې تمایل د لالاند په اصطلاحي انتقادي فرهنګ کې د مانا له مخې څو بېلابېلې سطحې رانغاړي:
-
تاریخي مانا: هغه فکري خوځښت ته اشاره کوي چې د رنسانس په دوران کې په اروپا کې د انسانپالو تر منځ رامنځته شو. فرانچسکو پترارک (۱۳۰۴-۱۳۷۴ ز)، کولوچیو سالوتاتی (۱۳۳۱-۱۴۰۶ ز)، جووانی پیکو دلا میراندولا (۱۴۶۳ـ۱۴۹۴ ز)، اراسموس (۱۴۶۶-۱۵۳۶ ز) او گیوم بوده (۱۴۶۷-ز). د دې غوځښت غړي دي.
دا خوځښت د خپلو هڅو په وسیله وتوانېد چې د انساني فکر ارزښت لوړ کړي او د منځنیو پېړیو او د هغې تابعو دورو له لارې د نوي او زوړ کلتور تر منځ اړیکه رامنځته کړي. د «انسانیت» تر سرلیک لاندې د فرانسوي ژبې په لوی فرهنګنامه کې راغلي دي: «یو فکري خوځښت چې د پینځلسمو او شپاړسمو پېړیو په اروپا کې پراخ شو، چې موخه یې د تېر وخت ریښو ته ستنېدل، د انتقادي فکر او ذاتي تأمل بېرته راژوندي کول، د ښکلا او هنر نوې مفکورې جوړول وو. په اروپا کې غیر مذهبي څېړنې د انساني څېړنو په نوم یادېدې.» [8]
-
۲. فلسفي مانا؛ د لالاند د فرهنګ له مخې: «د انسانیت مانا د سیاسي، اقتصادي او اخلاقي ژوند یوې عمومي مفکورې ته اشاره کوي، چې بنسټ یې د انسان د ازادۍ پر باور ولاړ دی، هغه ازادي چې د انساني ځواکونو په وسیله رامنځته کېږي. دا باور په جدي ډول له مسیحیت سره په ټکر کې دی؛ ځکه چې د مسیحیت له مخې د انسان ازادي یوازې د خدای پر حقوقو او د ایمان پر ځواک ولاړه وه.» [9]
والټر لیپمن (۱۸۸۹–۱۹۷۴ زېږديز) په خپل د اخلاقو سریزه(A Preface to Morals) کې د انسانیت مانا داسې بیان کړې ده: یو مذهب چې خلک د هغه تر سیوري لاندې په دې باور ژوند کوي «چې د انسان دنده دا ده چې خپله اراده د خدای له ارادې سره نه ، بلکې د بشري خوشبختۍ د شرطونو له غوره پېژندنې سره برابره کړي.»[10]
مارتین هایدګر (۱۸۸۹–۱۹۷۶ زېږديز) انساني تمایل داسې تعریفوي: «… د انسان هغه فلسفي توضیحات، چې د انسان د اصل او د هغه په لارښوونه د وجود بشپړتیا تشریح او ارزښتناکه کوي.»
هغه په بل ځای کې دا داسې یوه فلسفه ګڼي چې انسان په قصدي او په شعوري ډول د هستۍ په مرکز کې ځای پر ځای کوي او د وجود د ځانګړو میټافزیکي تفسیرونو له لارې پر دې باور لري، چې د انسان د وړتیاوو د ازادولو، د ژوند د برابرولو او د برخلیک د ډاډمن کولو امکان شته.
په لنډه توګه: «په انساني تمایل کې … هرڅه د انسان شاوخوا ګرځي … په مدارونو کې چې په دوامداره توګه پراخیږي.».[11]
کالین ویلسون (۱۹۳۱–۲۰۱۳ زېږديز) وايي: «د انسانپالنې (هغه کلتوري خوځښت چې په دې نوم پېژندل کېږي) دنده دا ده چې هڅه وکړي هر هغه ځای کې چې بدبیني شتون ولري له منځه یې یوسي.»[12]
انساني تمایل د هوساینې، خوند اخیستنې، ژوند ته مخه کولو، د هنر او معمارۍ په خلاقیت کې د حیرانتیا په هڅونه کې څرګندېږي. د دې تمایل د پرې کېدو څرګندونه دمنځنیو پېړیو د پوهنو او د هغې له طریقو څخه په ښکاره ډول څرګند دي. [13]
په اجمالي ډول، هغه اصول چې د انسان تمایل تنظیموي دا دي:
ــ انسان ته بشپړه پاملرنه او له الهي قانون څخه جلاوالی
ــ په عقل باندې بشپړه تکیه او د وحی له لارښوونې څخه جلا کیدل.
له دنیاوي ژوند سره مطلق تړاو او له هر ډول اخروي ماناوو څخه جلا کېدل.[14]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. فردریک نیتامر (Friedrich Niethammer) از متخصصان آلمانی علم تربیت (۱۷۶۶ ۸۴۸ میلادی).
[2]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص۱۸۹، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.
[3]. مجموعة مؤلفین، الأنسنة العربية المعاصرة، رسول محمد رسول جذور النزعة الإنسية في القرن الأول الهجري، ص21، الناشر: دارالروافد الثقافیة، عام 2016م بیروت.
[4]. همان.
[5]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص190، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.
[6]. مجموعة مؤلفین، الأنسنة العربية المعاصرة، رسول محمد رسول جذور النزعة الإنسية في القرن الأول الهجري، ص23، الناشر: دارالروافد الثقافیة، عام 2016م بیروت.
[7]. رالف بارتون، بری، إنسانیت الإنسان، ص75، مترجم: جیوسی، سلمی خضراء، الناشر: مکتبة المعارف، عام 1961م بیروت. و المدنینی، زهیر، إنیة الإنسان ومنزلة الآخر، ص143، الناشر: مکتبة علاءالدین، عام 2010م، صفاقس تونس.
[8]. گودی، جک، سرقت تاریخ، ص352، مترجم: حسنلی، نرگس، انتشارات: امیر کبیر، سال انتشار: 1392هـ ـ تهران.
[9]. دیفیز، تونی، النزعة الإنسانية، ص۱۳-۱۶، مترجم: الشریف، عمرو، الناشر: المرکز القومی للترجمة، عام 2018م ـ بیروت. و لالاند، آندره، فرهنگ اصطلاحی و انتقادی فلسفه، ص ۵۶۸، مترجم، وثیق، غلامرضا، سال چاپ: 1377هـ، ناشر: فردوسی ـ ایران.
[10]. لالاند، آندره، فرهنگ اصطلاحی و انتقادی فلسفه، ص ۵۶۸، مترجم، وثیق، غلامرضا، سال چاپ: 1377هـ، ناشر: فردوسی ـ ایران.
[11]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص43، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.
[12]. قربان، ملحم، الحقوق الإنسانیت رهنا بالتباعدیة، ص252-253، دارالفکر، عام 2012م، بیروت.
[13]. السید ولد أباه، عبدالله، الفکر الأوروبي الحدیث والمعاصر. ضمن مدخل لتکون طالب العلم في العلوم الإنسانیت، ص117، داراحیاء التراث العربی، عام 2019م، لبنان.
