لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (درې پنځوسمه برخه)
اتم بحث: د شمولیت پر اساس د مقاصدو بڼې
د اسلامي شریعت مقاصد د شمولیت له اړخه په دریو بڼو وېشل کیږي؛ عمومي، خصوصي او جزيي مقاصد، چې بیا هر یو یې ځانګړې بڼې لري، په دې بحث کې به د عمومي مقاصدو په بحث څېړنه وکړو.
-
عمومي مقاصد
عمومي مقاصد د شریعت هغه مقاصد دي، چې ټول احکام په ځان کې رانغاړي او یوه باب یا حکم ته ځانکړې شوې نه دي.
دلته به یې شرحه وکړو.
الف) عمومي مقاصد هغو چارو ته ويل کېږي چې حکيم شارع په ټولو يا ډېریو خپلو احکامو کې په پام کې نيولي وي. دا مقاصد داسې بنسټيز اصول رانغاړي لکه ضروري امور او د اسلامي شريعت ځانګړنې، چې پکې فطرت، نرمي، توازن او اسانتيا شامل دي. د دغو مقاصدو اصلي موخه د مفاسدو مخنيوی او د مصالحو تر لاسه کول دي او همدارنګه د هغو حکمتونو او اسرارو مراعت کول دي چې شريعت پرې ولاړ دی؛ لکه د سختۍ ليرې کول، د زيان دفعه او ورته نور موارد.
فطرت د اسلامي شریعت له بنسټېزو ځانګړونو څخه دی او دوه ډولونه لري؛ ۱- ذاتي فطرت ۲- عقلي فطرت
-
ذاتي فطرت؛ هغه چې انسان پرې پیدا شوی دی، خدای تعالی په قرانکریم کې وايي؛
«فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ»[1]
ژباړه: نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دي] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه باندي الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
په دې ایت کې خدای تعالی دا څرګنده کړې؛ انسانان خدای تعالی په اسلامي فطرت خلق کړي او که چېرته بهرني لاملونه (محیطي اثرات او باطل تقلیدونه) یې اغېزمن نکړي، نو په همدې فطرت پاته کیږي. په دې اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې ابوهریره روایت کړی، په حدیث کې راځي؛
( هر نوی زېږېدونکی فرد په اسلامي فطرت زېږي، هو پلار او مور یې یهودي، نصراني یا مجوسي ترې جوړوي.) همداشان په یوه بل قدسي حدیث کې راغلې؛
(ما مې ټول بنده ګان حق پاله او حنیف پیدا کړي، خو شیاطین یې لوري ته ورځي او دوی له خپل دین څخه بې لارې کوي او هغه څه چې ما ورته حلال کړې وه، پر دوی یې حرام کړل.
دا ایتونه او احادیث دا څرګندوي، چې توحیدي باور او عقیده د انسان له لومړي جوړښت او فطرت سره برابره ده او په دې کې هر ډول کوږوالی د چاپیریالي اغېزو، ارثي مواردو او باطلونو تقلیدونه له امله راځي، چې د انسان پر سپېڅلې نظریې اثر کوي.
-
عقلي فطرت؛ د اسلامي شریعت بله ځانګړنه عقلي فطرت دی او دا په دې دلالت کوي، چې اسلامي احکام او عقاید له عقل سره سمون لري. اسلام هېڅکله هم د عقل او منطق په خلاف خبرې نه دي کړي، بلکې عقل یې د احکامو د درک او فهم لپاره مهمه وسیله بللې او استفاده کوي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. سورۀ روم: ۳۰.


