لیکوال: شکران احمدي
د «خُلق عظیم» مظهر
لومړی برخه
لنډیز
الله تعالی د مخلوقاتو نړۍ خورا حیرانونکې او ښکلي پیدا کړې او بیا یې په ټولو مخلوقاتو کې انسانان ښکلي کړي دي: «لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ اَحْسَنِ تَقْوِیْمٍ»[۱] یعنې «یقینًا چې موږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى».
بیا یې په انسانانو کې پیغمبران غوره کړي او په ټولو صفاتو کې یې لاسبری وربښلی، ترڅو نړیوالو ته یوه بېلګه او نمونه واوسي. د ټولو پیغمبرانو له منځه یې د عظیمو اخلاقو څښتن حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم غوره کړی، چې د ټولو پخوانیو او راتلونکو رهبر او د ده سیرت او اخلاق یې د بشریت لپاره تر ټولو غوره نمونه ګرځولې ده. لکه څنګه چې فرمایي: «وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ»[۲] یعنې «او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې»
بېشکه، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر حقه رسول، د انسانیت بې مثاله ګل، د کایناتو جوهر، خاتم الرسل، د ټولو مولا، پر ټولو لارو پوه او د هدایت مشعلدار و. د هغه پاک او مبارک سیرت د هرې ستونزې د حل لاره، د لار ورکو لارښود، د هرې بریا راز او د هرې واقعي نېکمرغۍ کلي ده: «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ»[۳] یعنې «یقینًا تاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده».
بویه چې ټول بشریت په عام او ټول مسلمانان په خاصه توګه د عطوفت او مهرباني پیغمبر سیرت ته ورستانه شي او په دې توګه خپل وجود او شخصیت ته له سره ارزښت، لوړوالی او ثبات وروبښي، تر څو ابدي نېکمرغي او تلپاتې پاکي یې په برخه شي.
غنچهای از شاخسار مصطفی
گل شو از باد بهار مصطفی
از بهارش رنگ و بو باید گرفت
بهرهای از خلق او باید گرفت
مرشد رومی چه خوش فرموده است
آنکه یم در قطره اش آسوده است
مگسل از ختم رسل ایام خویش
تکیه کم کن بر فن و برگام خویش
آنکه مهتاب از سر انگشتش دو نیم
رحمت او عام و اخلاقش عظیم
آر ویونه: پیغمبر، اخلاق، عظیم، بېلګه
له الله تعالی سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم اړیکه:
سره له دې چې الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د رسالت، محبوبیت او غورهوالي لوړ مقام ورکړی و او د ده تېرې او راتلونکې ټولې خطاوې یې بښلې وې، خو بیا به یې هم په عبادت کې تر ټولو زیات هڅې او مجاهدې کولې، تل به یې د الله تعالی عبادت کاوه او پوره پوره مینه یې ورسره درلوده.
حضرت مغیرة بن شعبه رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسې شپه په ویښه تېروله او عبادت به یې کاوه چې مبارکې پښې به یې په کې پړسېدې. ورته ویې ویل: اې د الله رسوله! الله تعالی ستا ټول تېر او راتلونکي ګناهونه معاف کړي دي؟ نو ورته ویې فرمایل: «أَفَلاَ أَكُونُ عَبْدًا شَكُورًا؟»[۴] یعنې«آیا د الله تعالی شکر کوونکی بنده نهشم؟»
امالمؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي: «قَامَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِآيَةٍ مِنَ الْقُرْآنِ لَيْلَةً».[۵]
یعنې «نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په یوه آیت ټوله شپه قیام وکړ».
ابوذر رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر سهاره په یوه آیت قیام وکړ او هغه آیت دا و: «إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَ إِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمِ».[۶]
«عن عائشة رضی الله عنها قالت: «کَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم یَصُومُ حَتَّى نَقُولَ لَا یُفْطِرُ وَیُفْطِرُ حَتَّى نَقُولَ لَا یَصُومُ».[۷] یعنې «رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسې روژه نیوله چې موږ به ګڼله نوره روژه نه ماتوي او کله به یې چې افطار کاوه، نو ویل به مو چې نوره روژه نه نیسي.»
عبدالله بن شخیر رضی الله عنه وایي: «زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، په داسې حال کې چې په لمانځه بوخت و او د ژړا له امله یې له سینې څخه د خوټېدونکي دیګ په څېر غږ اورېدل کېده».[۸]
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له لمانځه پرته په بل هېڅ شي نه آرامیده او تل به تر یوه لمانځه وروسته بل لمانځه ته لېواله و. او فرمایل به یې: «وَجُعِلَت قُرَّةُ عَيْنِي فِي الصَّلَاةِ».[۹] یعنې«د سترګو رڼا مې په لمانځه کې ده».
صحابه کرام رضی الله عنهم به فرمایل: «كَانَ إِذَا حَزَبَهُ أَمْرٌ صَلَیّ».[۱۰] یعنې «کله به چې کومه ستونزه پېښه شوه، نو لمونځ به یې کاوه».
رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمانځه سره ژوره مینه درلوده او انتظار به یې ورته کاوه. تر هغو به بېقراره و، ترڅو به چې د لمانځه وخت نه و رارسیدلی. کله به یې خپل مؤذن حضرت بلال رضي الله عنه ته فرمایل: «يَا بِلَالُ! أَقِمِ الصَّلَاةَ أَرِحْنَا بِهَا». یعنې «اې بلاله، د لمانځه لپاره – اذان او – اقامت وکړه او موږ پرې راحت کړه».
دوام لري…
| وروستۍ برخه
[1]. سورة التین: ۴.
[2]. سورة القلم: ۴.
[3]. سورة الاحزاب: ۲۱.
[4]. رواه البخاري في تفسير سورة الفتح: ۳۸۰ / ۱. و مسلم و الترمذي و نسائي في باب احياء الليل.
[5]. رواه الترمذي: ۴۹۴/۱.
[6]. رواه النسائي في باب ترديد الاية: ۳۰۵/۲. و ابن ماجة في باب ماجاء في القراءة في الليل.
[7]. صحیح البخاری: ۳/۳۸.
[8]. رواه الترمذی فی الشمائل.
[9]. رواه النسائی فی کتاب عشرة النساء، باب حب النساء: ۱۱۹/۷.
[10]. رواه أبو داوود: ۴۸۵/۲.
[11]. رواه ابو داوود: کتاب الادب، باب في صلا الجمعة: ۳۸۸/۷.