لیکوال: شکران احمدي
د «خُلق عظیم» مظهر
دویمه برخه
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم زهد او دنیوي ژوند ته یې نظر:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نظره دنیوي شتمنیو او درهمونو او دینارنو څه ارزښت درلود؟ ښايي د کلمو تر ټولو لویه ټولګه او د بیان هیڅ ځواک ونه شي کړای چې واقعیت تعبیر کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مشهوره خبره چې دی یې پخپله عملي بېلګه وه او ژوند یې په همدې محور څرخېده، دا وه: «اللَّهُمَّ لَا عَيْشَ إِلَّا عَيْشُ الْآخِرَة» یعنې: «خدایه! ژوند [خو نو] یوازې د آخرت ژوند دی».
یوه ورځ عمر بن الخطاب رضیاللهعنه ولیدل چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم پر پوزي پروت دی او اثر یې د هغه په مبارک بدن کې لیدل کېږي، نو له سترګو یې اوښکې ورته روانې شوې. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: عمره! ولې ژاړې؟ عمر رضي الله عنه وویل: یا رسول الله! تاسو د الله تعالی په مخلوقاتو کې تر ټولو غوره یاست او حال مو دا دی؛ خو کسرا او قیصر په سوکالۍ کې ژوند کوي.
د عمر رضي الله عنه په دې خبره د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مبارکه څېره سره شوه، ویې فرمایل: «آیا ته په شک کې یې ای ابن الخطابه؟» بیا یې زیاته کړه: «أُولَئِكَ قَوْمٌ عُجِّلَتْ لَهُمْ طَيِّبَاتُهُمْ فِي حَيَاتِهِمُ الدُّنْيَا»[[1]] یعنې: «دوی هغه کسان دي چې د خوښیو برخه یې په دې دنیا کې ورکړل شوې ده (او په آخرت کې به بې برخه وي». رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند دا طرز نه یوازې د ځان لپاره خوښاوه، بلکې خوښول یې چې اهل او کورنۍ یې هم د ژوند همدا طرز ولري.
ابوهریره رضیاللهعنه وايي: «پر هغه مې دې قسم وي، چې د ابوهریره ساه یې په قبضه کې ده، چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او کورنۍ یې درې ورځې پرلهپسې د غنمو ډوډۍ په مړه خېټه ونه خوړه، تر دې چې له دنیا سره یې خدای پاماني وکړه.»[[2]]
حضرت عائشه صدیقه رضىاللهعنها وايي: «پر موږ یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر کورنۍ به یوه میاشت تېرېده؛ خو د پخلي لپاره به مو په کور کې اور نه بلاوه؛ بلکې یوازې په دوو شیانو به مو بسنه کوله، یوه خرما او بل اوبه.»[[3]]
د هغه صلی الله علیه وسلم جنګي زرې له یوه یهودي سره په ګرو کې ایښې وه، څه په لاس نه ورتلل، چې بېرته یې له یهودي څخه واخلي. تر دې چې له دنیا څخه وکوچېد»[[4]]
په حجة الوداع کې له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سره د سترګو تر لیده مسلمانان ملګري وو، د عربو ټوله جزیره د پېغمبر صلی الله علیه وسلم تر فرمان لاندې وه؛ خو سربېره پر دې یې په هغه زړه کته سفر وکړ، چې د څلور درهمو په ارزښت څادر یې پرې اچولی و او داسې دعا یې وکړه:
«اللَّهُمَّ اجْعَلْهُ حَجًّا لَا رِيَاءَ فِيهِ وَلَا سُمْعَةَ»[[5]] یعنې:«اې خدایه! دا حج له هر ډول ریا او تظاهر څخه خالي کړه».
له خلکو سره د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم اړیکه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عبادت او زهد، الله تعالی ته یې هر اړخیزه توجه او له خپل رب سره بوختیا او مناجات هیڅکله له خلکو سره په ښه چلند کې خنډ نه شول، بلکې پر دې ټولو سربېره یې د خلکو د حال پوښتنه کوله. له هغوی سره یې خواخوږي کوله، په مهربانۍ یې ورسره چلند کاوه، د هر حقدار حق یې ادا کاوه او دا هغه کار دی چې د هر چا په وس کې نه دی. په هغه صورت کې چې فرمایل به یې: «که په هغه څه پوهېدلی، چې زه پرې پوهېږم، نو کم به مو خندل او ډېر به مو ژړل».[[6]]
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د سینې په پراخۍ کې تر هر چا غوره، نرمخویه او د ښه چلند لرونکی و. له خپلو اصحابو سره به یې ټوکې کولې او له هغوی سره به یې ناستې پاستې او خبرې کولې. د هغوی له ماشومانو سره به یې خوش طبعي کوله او په غېږ کې به یې کېنول. د آزادو، غلامانو او کنیزانو دعوت به یې مانه. د ښار ګوټ ګوټ ته به د ناروغانو پوښتنې ته ورته. د معذرت غوښتونکو عذر یې مانه او هیڅکله نه دی لیدل شوی چې مبارکې پښې یې د اصحابو ترمنځ غزولې وي، چې هسې نه د چا د ناراحتۍ لامل شي.
عبدالله بن حارث رضیاللهعنه وايي: «مَا رَأَيْتُ أَحَدًا كَانَ أَكْثَرَ تَبَسُّمًا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ».[[7]] یعنې: «تر رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات متبسم کس مې نه دی لیدلی».
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ډېر مینهناک او مهربان و. نرم بشري عواطف او احساسات یې په ډېره ښکلې بڼه د محمد صلی الله علیه وسلم په وجود کې ځلېدلي وو.
حضرت انس بن مالک رضیاللهعنه وايي: رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فاطمې رضیاللهعنها ته وفرمایل: «اې فاطمې، دواړو زامنو ته مې (حسن او حسین) ورغږ کړه، هغوی به یې بویول او ځان ته یې ورنږدې کول».[[8]]
یو ځل یې لمسي حسن بن علي رضیاللهعنهما ته ورغږ کړل: حضرت حسن رضیاللهعنه په چټکۍ راغی، د هغه صلی الله علیه وسلم په غېږ کې کېناست او لاسونه یې په مبارکه ږیره کې ورته وهل.[[9]]
اسامه بن زید رضیاللهعنه روایت کړي چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم لور حال ورکړ، چې زوی یې د مرګ په حال کې دی، تشریف راوړئ. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یو څوک ورولېږه، چې هغې ته سلام ورسوي او ورته ووايي: «إِنَّ لِلَّهِ مَا أَخَذَ وَمَا أَعْطَى وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمًّى فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ» یعنې: «بايد صبر وکړي او اجر او بدلې ته هیلهمنه اوسي، د الله تعالی مال دی، څه چې اخلي او ورکوي یې او هر څه د هغه په نزد ټاکلی وخت لري».
خو د هغه صلی الله علیه وسلم لور بیا څوک ورولېږه او قسم یې ورکړ چې حتماً تشریف وروړي. هغه صلیاللهعلیهوسلم راپورته شو او موږ هم له هغه سره راپورته شو او لاړو. کله چې کېناست، هلک هغه ته راوړل شو او هغه په داسې حال کې په خپله غېږه کې ونیو چې ساه یې وتله. په دې حال کې یې له مبارکو سترګو اوښکې روانې شوې. سعد وویل: «مَا هَذَا يَا رَسُولُ اللَّه؟» یعنې: «ولې ژاړې یا رسول الله؟» ویې فرمایل: «دا یو ډول رحمت دی چې الله تعالی یې هر بنده ته وغواړي، د هغه په زړه کې یې اچوي او بېشکه الله تعالی په همغو بندګانو رحم کوي، چې هغوی پر نورو مهرباني او ترحم وکړي».[[10]]
محمد صلی الله علیه وسلم پر ماشومانو ډېر زړه سواند او مهربان و. حضرت انس رضیاللهعنه روایت کړي، چې یو ځل رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د هغو ماشومانو ترڅنګ تېر شو، چې لوبې یې کولې او هغوی ته یې سلام وکړ.[[11]]
د مسلمانانو په اړه ډېر مهربان و، د هغوی احوال او وضعیت یې ډېر مراعاتاوه او د هغوی د ناراحتۍ او خپګان لحاظ یې کاوه.
ابن مسعود وايي: «رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په وعظ کې زموږ حال مراعاتاوه، چې هسې نه ستړي او زړه تنګي شو».
محمد صلیاللهعلیهوسلم له لمانځه سره پر مینې او لېوالتیا سربېره چې کله د ماشوم د ژړا غږ اورېده، لمونځ به یې لنډاوه او فرمایل به یې: « کله چې لمانځه ته درېږم، نو زړه مې غواړي چې اوږد یې کړم؛ خو کله چې د ماشوم د ژړا غږ اورم، نو له دې وېرې لمونځ رالنډوم چې هسې نه، چې مور یې ناارامه شي.»[[12]]
الله تعالی د محبوب پېغمبر صلی الله علیه وسلم زړه له حسد او کینې پاک کړی و. د هیچا په اړه یې په زړه کې بدي او کینه نه لرله. فرمایل به یې: «هیڅوک دې زما د یارانو په اړه ما ته څه نه رارسوي؛ ځکه زما خوښېږي چې کله ستاسو لوري ته درځم، نو زړه مې بشپړ پاک او صاف وي».[[13]]
هغه صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لپاره د مهربانه پلار په څېر و او د هغه په نزد ټول مسلمانان د خپلې کورنۍ د غړو په څېر وو. پر هغوی یې داسې شفقت کاوه لکه شیدې ورکوونکې ښځې چې پر هغو ماشومانو شفقت کوي چې تازه یې له شیدو بېلوي. محمد صلی الله علیه وسلم په دې پورې کار نه درلود چې الله تعالی هغوی ته څومره د مال او رزق نعمت ور په برخه کړی دی؛ خو د هغوی د پور په اړه اندېښمن و او د هغو مسؤلیت یې په غاړه اخیست او فرمایل به یې: «که له چا څخه مال پاتې کېږي، نو د وارثانو یې دی، خو که پور او مسؤلیت یې پاتې وي، نو زموږ په غاړه دی».[[14]]
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه
[1]. متفق علیه.
[2]. متفق علیه.
[3]. متفق علیه.
[4]. رواه الترمذی في الشمائل.
[5]. رواه الترمذی في الشمائل عن أنس: 372/1.
[6]. متفق علیه.
[7]. رواه الترمذی في الشمائل: 258/1.
[8]. رواه الترمذي في أبواب المناقب، باب مناقب الحسن والحسين: 327/6.
[9] . الادب المفرد للبخاري ۱۷۳مخ.
[10]. رواه البخاري كتاب المرض، باب عيادة الصبيان. وفي كتاب الجنائز، باب قول النبي صلیاللهعلیهوسلم: يعذب الميت ببكاء اهله.
[11]. رواه البخاري في كتاب الاستيذان: 2306/5.
[12]. رواه البخارى فى كتاب الصلاة باب من أخف الصلاة: 250/1.
[13]. كتاب الشفاء ۵۵مخ.
[14]. رواه البخاري في صحيحه في كتاب الاستقراض، باب الصلاة على من ترك ديناً: 845/2.