لیکوال: ابو عایشه
د قدریه فرقه
(لومړۍ برخه)
لنډیز
«قدریه» له هغو لومړنیو فرقو څخه ده چې د اسلام په پیلیزه پېړۍ کې رامنځته شوې وه. دې هم د نورو منحرفو فرقو په څېر د رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) او د هغه د اصحابو (رضواناللهتعالیعلیهماجمعین) د لارې خلاف، کږه لاره انتخاب کړه. له همدې امله صحابه کرامو له دې ډلې څخه خپله کرکه څرګنده کړه او د دوی عقیدې یې باطلې وبللې.
که څه هم د هغو فرقو په اړه لیکل ستونزمن کار دی، چې بنسټونه یې ړنګ شوي او په تاریخ کې یې نوم و نښان نه دی پاتې، خو پر دې موضوع تحقیق او د دغو ډلو له منځه تلل د دې خبرې لپاره قوي دلیل دی چې حق همیشه او په هر حالت کې بریالی وي. په تاریخ کې دغسې ډلې راپیدا شوي او له منځه تللې دي، خو د اهل سنت والجماعت عقاید او حق مذاهب لا هم ژوندي، ثابت او فعال پاتې دي.
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د یادې ډلې د پیدایښت او په مختلفو دورو د دې ډلې پر لوړو ژورو بحث ترسره کړو.
آر ویونه: قضا، قدر، اهل سنت، قدریه، مذاهب.
سریزه
د اسلام له لوړو او ژورو څخه د ډک تاریخ په اوږدو کې او په تېره بیا د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم تر وفات وروسته د بېلابېلو فتنو په راپیدا کېدو، داسې نوو فرقو سر راپورته کړ، چې د اهل سنت والجماعت له سمې لارې واوښتې او د سلف صالحینو له نېکو بېلګو یې پیروي ونه کړه. له حقې لارې منحرف او ګڼ شمېر خلک یې له رښتینې عقېدې واړول.
که څه هم دا ډول ډلې ډېرې دي او د ظهور علتونه یې هم متفاوت دي، خو که د معتبرو کتابونو په مطالعې سره د دغو فرقو د بنسټاېښودونکو ژوند ته نظر وکړو، نو څرګندیږي چې د ځینو انحراف تر نورو ډېر واضح، روڼ او څرګند دی. قدریه فرقه له همدغسې ډلو څخه ده چې له صراط مستقیم منحرفه شوې، ګڼ څرګند حقایق یې رد کړي او عقل ته یې پر وحې لومړیتوب ورکړی.
یوه بله ستونزه چې منحرفې فرقې ورسره مخ شوي، د حق لاره یې پرېښوده او په ناسمه لار روان شول؛ د کفارو تقلید او د هغوی له دعوتګرو سره ناسته ولاړه وه. مثلاً د جهمیه فرقې په اړه ویل شوي چې د دوی مشر ځکه دې غلطو عقایدو ته ور واوښت، چې له سَمنیه ډلې له پیروانو سره یې ناسته پاسته درلوده او همداسې په قدریه فرقه کې هم لیدل کیږي چې د دوی مشر د نصاراوو له عقایدو، افکارو او نظریاتو څخه پیروي کړې ده. (که څه هم ځینې لیکوالان باور لري چې دا ډول نسبتونه ناسم دي، ځکه دا ډلې اکثراً سیاسي وې او ډېر مخالفین یې درلودل، نو مخالفین یې پر هر څه تورنول؛ خو له دې امله چې ډېریو لیکوالانو او محققینو له دا ډول نسبتونو یادونه کړې، نو موږ هم مناسب وګڼله چې دا خبره ذکر کړو.[۱]
په دې تحقیق کې غواړو چې د قدریه فرقه لا ښه معرفي شي، د دې ډلې بنسټاېښودونکي وپېژنو، د دوی عقیدې بیان کړو او د اهل سنت والجماعت نظرونه او د هغوی د دلایلو تفصیلي تحلیل وړاندې کړو.
مخکې له دې چې د اهل سنت والجماعت او د قدریه فرقې تر منځ د قضا او قدر او د بندګانو د اعمالو د څرنګوالي پر اختلافاتو خبرې وکړو، غوره به دا وي چې لومړی د «قدر» او «قدریه» لغوي او اصطلاحي تعریفونه وړاندې کړو:
قدر په لغت کې:
د «قاف، دال او راء» (قدر) ريښه د یو شي د پای، کنه او وروستي برید په معنا ده؛ نو قدر د هر شي پای ته ویل کیږي. عربان وایي: «قدرُه کذا» (مبلغه)، یعنې د فلاني شي وروستی برید یا پای دا دی. همداراز، «قَدَر» (د قاف او دال په حرکت سره) هم همدا معنا لري. قدر د الهي قضا او پرېکړه په معنا ده، چې هر شی د هغه د ارادې له مخې یو ټاکلی پای او اندازه لري.[۲]
قدریه په اصطلاح کې:
قدریه په اصطلاح کې هغه ډلې ته ویل کیږي چې د الله جل جلاله له تقدیر څخه انکار کوي.
جرجاني لیکي: «قدریه هغه کسان دي چې ګمان کوي هر بنده د خپلو اعمالو خالق دی او دوی ګناه او کفر د الله تعالی له تقدیر سره نه تړي.»[۳]
ابن منظور وایي: «قدریه یوه داسې ډله ده چې د الله تعالی تقدیر نه مني. دوی هغه څه دروغ ګڼي چې الله جل جلاله مقدر کړې دي.»[۴]
د قدریه فرقې پیدایښت:
«قدریه» په کلامي فرقو کې له هغو پخوانیو او لومړنیو فرقو څخه ده، چې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې راڅرګنده شوې ده. د دې فرقې د راپیدا کېدو کره نیټه معلومه نه ده، له همدې امله پدې اړه د لیکوالانو او څېړونکو نظرونه او روایتونه سره توپیر لري؛ خو په ټوله کې څېړنې د دې ډلې د منشأ او پیل په اړه څلور مشهور نظریات راټولوي، چې لاندې به یې یادونه وکړو:
-
ډېری سرچینې دې نظر ته اشاره کوي، چې د «قدر»په اړه د بحثونو لومړنی پیلوونکی، «معبد جهني» و. جهني د صحابهوو کرامو رضیاللهعنهماجمعین د دورې په وروستیو کې په بصره کې ژوند کاوه. دا چې معبد جهني څوک و او له کومې سیمې سره یې تعلق درلود، په راتلونکو برخو کې به په تفصیل سره بحث ورباندې وکړو، انشاءالله.
-
ځینې روایتونه وایي چې د دې ډلې د فکرونو لومړنۍ سرچینه اهل کتاب یا نصارا وو. همداراز، ځینې منابع وایي چې لومړی کس چې د تقدیر په اړه یې بحث پیل کړ، د «سیسویه» یا «سوسن» په نوم یو مجوسي و چې له بصرې سره یې تعلق درلود.
محمد بن شعیب رحمهالله وایي: ما له امام اوزاعي رحمهالله څخه واورېدل چې ویل یې: «په عراق کې لومړنی کس چې د قدر په اړه یې خبرې وکړې، سوسن و. دی لومړنی نصراني و، بیا مسلمان شو، بیا بېرته نصراني شو. معبد جهني دغه نظریات له هغه څخه واخیستل او «غیلان قدري» هم د هغه له افکارو اغېزمن شو او د ده لار یې تعقیب کړه.»
د معبد جهني په اړه ویل شوي چې دی لومړنی کس و چې د صحابهوو د دورې په وروستیو کې قدر ته قائل شو، او غیلان دمشقي دا عقیده له هغه زده کړه. له دې ډلې څخه د ډېرو صحابه کرامو بېزاري ثابته ده، لکه د عبدالله بن عمر، ابوهریره، انس بن مالک، عبدالله بن اوفي رضیاللهعنهم او داسې نورو.
په صحیح مسلم کې له یحیی بن یعمر رحمهالله نه روایت دی چې وایي: «په بصره کې چې لومړنی کس په قدر قایل شو، هغه معبد جهني و. یحیی وایي: زه او حمید بن عبدالرحمن حِمیَري حج یا عمرې ته روان وو او یو له بله سره مو وویل: که د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له یارانو څخه کوم یو ومومو، نو د دې ډلې په اړه به ترې وپوښتو، چې د قدر په اړه خبرې کوي؛ نو بالآخره د عبدالله بن عمر رضیاللهعنه سره د لیدو فرضت راته برابر شو. ما ترې وپوښتل: ای ابو عبدالرحمنه! زموږ په سیمه کې یوه ډله پیدا شوې چې قرآن لولي، علم زده کوي، خو وایي چې تقدیر نشته او ټول کارونه تازه را پیدا کېږي. عبدالله بن عمر رضیاللهعنه وویل: که دا ډله مو ولیده، نو ورته ووایاست چې زه له هغوی بیزاره یم او هغوی له ما بیزاره دي. قسم پر هغه ذات چې عبدالله بن عمر پرې قسم کوي، که دا کسان د اُحد د غره په اندازه سره زر هم د الله په لار کې ورکړي، نو الله تعالی به یې تر هغې قبول نه کړي ترڅو یې چې په تقدیر ایمان نه وي راوړی.»[۵]
-
لومړني کسان چې تر معبد جهني وړاندې یې د«قدر»په اړه خبرې کړې وې، حجازیان وو. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې کعبې اور واخیست او عبدالله بن زبیر رضیاللهعنه پهکې محاصره و. په دې وخت کې ځینو خلکو وویل: دا اور د الله جل جلاله د تقدیر له مخې لګېدلی دی، خو نورو بیا انکار کاوه او ویل یې: دا اور د الله تعالی د تقدیر له مخې نه دی لګېدلی.
-
په شام کې لومړنی کس چې له تقدیر څخه منکر شو، «عمرو مقصوص» و. عمرو د «معاویۀ ثاني» ښوونکی و او پر هغه یې ژور اثر وکړ. معاویه د قدر په اړه د عمرو اقوال او نظریات زده کړل او ترې متاثره شو، تر دې چې کله خلیفه شو، نو عمرو پرې دومره تاثیر کړی و چې له خلکو یې ګوښه کړ او تر مرګه پورېیې له خلکو جلا وساته. وروسته بني امیه پر عمرو مقصوص برید وکړاو ورته ویې ویل: تا هغه فاسد کړ او ناسم نظریات دې وروښودل. وروسته یې عمرو ژوندی خښ کړ او په دې توګه له منځه ولاړ.[۶]
د قدریه فرقې په اړه احادیث
په سنن ابی داود کې راغلې دي: «الْقَدَرِيَّةُ مَجُوسُ هَذِهِ الأُمَّةِ، إِنْ مَرِضُوا فَلا تَعُودُوهُمْ، وَإِنْ مَاتُوا فَلا تَشْهَدُوهُمْ»[۷] یعنې: قدریه د دې امت مجوس دي؛ که ناروغ شي، عیادت ته مه ورځئ او که مړه شي په جنازو کې یې ګډون مه کوئ.
دا چې ولې قدریه په دې حدیث کې له مجوسو سره تشبه شوي، دلیل لري. بیهقي په خپل کتاب «الاعتقاد» کې لیکي: قدریه ځکه قدریه نومول شوي چې دوی د «قدر» باور ځان ته منسوب کړی او له الله تعالی څخه یې نفی کړی دی. همداراز، دوی له دې انکار کړی چې الله تعالی د بندګانو د اعمالو خالق دی او ځینو یې دا کار ځان ته منسوب کړی دی. له همدې امله له مجوسو سره شباهت ورکړل شوی دی.
مجوس په دې باور دي، چې دوه اصلونه (یعنې دوه خدایان) وجود لري: یو «نور» او بل «تیاره»؛ ښه او خیر د نور له لوري پیدا شوي، شر او بدي د تیارو له لوري.[۸]
عمر بن الخطاب رضیاللهعنه له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت کوي، چې رسول الله وفرمایل: «لَا تُجَالِسُوا أَهْلَ القَدَرِ وَلَا تُفَاتِحُوهُمْ»[۹] یعنې: له هغو کسامو سره خبرې او ناسته پاسته مه کوئ چې د تقدیر په اړه بحث او مباحثه کوي.
عبدالله بن عباس رضیاللهعنهما وایي، چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «صِنْفَانِ مِنْ أُمَّتِي لَيْسَ لَهُمْ فِي الْإِسْلَامِ نَصِيب: الْمُرْجِئَةُ وَالْقَدَرِيَّةُ»[۱۰] یانې: زما په امت کې دوه داسې ډلې دي چې په اسلام کې هېڅ برخه نه لري: یوه د «مرجئه» ډله او بله د «قدریه» ډله.
د قدریه فرقې د نوم اېښودنې وجه
قدریه فرقه ځکه «قدریه» بلل شوې، چې دوی قدر نفي کړی او ترې منکر شوي دي؛ نو هغه شي منسوب شوي، چې نفي کړی یې دی. قدریه ته په دې وجه قدریه وايي، چې د بندګانو اختیاري اعمال له الله تعالی څخه نفي کوي او وایي چې دا کارونه الله نه، بلکې پخپله انسانان را پیدا کوي. له همدې امله دوی ته د «تقدیر منکرین» ویل کېږي.
البته دا یو سلبی نسبت دی، ځکه چې نسبت هغه چاته دی، چې اثبات یې کړي، نه دا چې منکر یې وي او نفي یې کړي… نو د «قدریه» په موضوع کې هم دا لفظ پر هغو کسانو اطلاق کېږي، چې تقدیر نفي کوي.[۱۱]
قاضي عیاض رحمهالله وايي چې: له امام مالک رحمهالله نه وپوښتل شول چې «قدریه» څوک دي؟ هغه په ځواب کې وويل: «دوی هغه کسان دي، چې وايي استطاعت د دوی په اختیار کې دی، که وغواړي اطاعت کوي او که وغواړي سرغړونه کوي».[۱۲]
امام شافعي رحمه الله وايي: «آیا پوهېږئ چې قدریه څوک دي؟ هغه کسان دي چې وایي: الله تعالی تر هغه وخته څه نه دي پیدا کړي، ترڅو چې عمل پرې ونه شي او ترسره نه شي.[۱۳] یعنې تر عمل او ترسره کولو وړاندې د الله تعالی فعل نه شته.
البته نورو علماوو هم په دې اړه خبرې کړي، خو د بحث د اوږدېدو له امله یې له یادولو تېرېږو.
دوام لري…
[1]. که څه هم ځیني لیکوالان په دې آند دي، چې دا نظر ناسم دی، ځکه چې ډېری دا ډلې سیاسي وې او پریمانه دښمنان یې لرل، نو هر څه به یې چې خوښه وه، په خپلو مخالفانو پسې به یې تړل، خو دا چې دې نسبت ته ډېری لیکوالانو او څېړونکو اشاره کړې وه، نو موږ هم دلته نقل کړ.
[2]. ابن فارس، أبو الحسین أحمد بن فارس، معجم مقاییس اللغة، تحقیق: عبدالسلام محمد هارون، ۱۳۹۹ هـ. ق، ۱۹۷۹ م، باب القدر، ج ۶، ص ۶۲.
[3]. الجرجانی، علی بن محمد بن علی، التعریفات، تحقیق: إبراهیم الأبیاری، ۱۴۰۵ هـ. ق، باب القاف، ص ۲۲۲.
[4]. ابن منظور الإفریقی المصری، محمد بن مکرم، لسان العرب، ناشر دار صادر بیروت، باب قدر ج ۵، ص ۷۴.
[5]. نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، باب المعرفة الإیمان والاسلام والقدر، جلد: ۱، ص: ۲۸، شمارۀ حدیث: ۱۰۲، دارالجیل بیروت.
[6]. المهینی، د. یوسف عبدالرحیم، الأحادیث الواردة في القدریة- دراسة حدیثیة في علل الأحادیث وأسانیدها، قسم الدراسات الإسلامیة… بدولة کویت، بیتا، ص ۶۷۵- ۶۷۶.
[7]. السجستانی، سلیمان بن أشعث، سنن ابی داود، باب القدر، جلد: ۴، ص: ۳۵۷، شماره حدیث: ۴۶۹۳، دارالکتاب العربي، بیروت.
[8] . بیهقی، أحمد بن الحسین بن علی، الاعتقاد والهدایة إلی سبیل الرشاد…، تحقیق: أحمد عصام الکاتب، ۱۴۰۱ هـ. ق، ص ۲۳۶.
[9]. السجستانی، سلیمان بن أشعث، سنن ابی داود، تحقیق: محمد محیی الدین عبدالحمید، باب ذراری المشرکین، جلد: ۲، ص: ۶۴۳، شمارۀ حدیث ۴۷۲۰.
[10] . الترمذی، محمد بن عیسی بن سورة، سنن الترمذی، تحقیق و تعلیق: أحمد محمد شاکر، محمد فؤاد عبدالباقی، إبراهیم عطوة عوض، ۱۳۹۵ هـ. ق، ۱۹۷۵ م، باب ما جاء في القدریة، ج ۴، ص ۴۵۴، شمارۀ حدیث: ۲۱۴۹.
[11]. المهینی، د. یوسف عبدالرحیم، الأحادیث الواردة في القدریة- دراسة حدیثیة في علل الأحادیث وأسانیدها، قسم الدراسات الإسلامیة… بدولة کویت، بیتا، ص ۶۷۰.
[12]. الخمیس، محمد بن عبدالرحمن، أصول الدین عند الإمام أبی حنیفه رحمهالله، بیتا، ص ۲۷.
[13]. هماغه، ص ۴۰.