لیکوال: عبیدالله نورزهي
امریکا کې د اسلام نفوذ (درېیمه برخه)
د امریکا متحده ایالات
د امریکا متحده ایالات، چې یو فدرالي جمهوریت دی، ۹٬۳۶۹٬۸۸۵ مربع کیلومتره مساحت لري او د امریکا د لوېدیځې او شمالي نیمې کرې په کاناډا پورې اړونده جنوبي برخه کې موقعیت لري.
دا هېواد ۲۴۳ میلیونه نفوس لري، چې سپین، تور او سره نژادونه پکې شامل دي. همدارنګه، د یادو نژادونو ګډ نسلونه هم په امریکا کې موندل کېږي. رسمي دین یې مسیحیت دی، او ډېری خلک د پروتستانت مذهب پیروي کوي. د امریکا اساسي قانون له سیاست څخه د دین پر جلاوالي ټینګار کوي. د دې هېواد پلازمېنه د لومړي ولسمشر “واشنګټن” په نوم یادیږي.
تورپوستي، چې د څلورو پېړیو لپاره د سپین پوستو له خوا ذلیل، توهین او ځورول شوي، د دې هېواد تر ټولو مهمه مسلمانه ډله جوړوي.
اسلامي غورځنګ په ۱۹۱۳ کال کې د تورپوستو ترمنځ رامنځته شو، او همدغه کال “د اسلام د ملت جمعیت” اعلان شو، چې امریکایان یې “تور مسلمانان” بلل.
اسلام ته د تورپوستو تمایل
اقتصادي بېثباتي، بیکاري، او د توکمپالو سپین پوستو له لوري سخت فشارونه، په ځانګړي ډول د ۱۹۰۰ څخه تر ۱۹۳۰ کلونو پورې، سبب شول چې له دوه میلیونو څخه ډېر تورپوستي د امریکا له سویلي سیمو څخه شمال ته مهاجر شي.
په همدې موده کې د دیترویت ښار نفوس ۶۰۰٪ زیات شو. دغه جبري مهاجرت، چې له تاوتریخوالي سره مل و، د تورپوستو ترمنځ د سپین نژاد او د هغوی د مذهب پر وړاندې کرکه زیاته کړه، او دا چاره د هغوی د اسلام لور ته تمایل پیاوړی کولو لامل شوه.
د امریکا د بوستن پوهنتون استاد او څېړونکي “سياېريګ لینکن” په وینا:
«نن ورځ، په ټوله امریکا او افریقا کې تورپوستي له مسیحیت څخه اسلام ته مخه کوي. له همدې امله، د سپین پوستو اوښکې د مارټین لوتر کینګ (د امریکا د تورپوستو وژل شوی مشر، چې د مسیحیت د قداست په اړه یې خبرې کولې) لپاره ډېرې وې، او د هغه له مړینې وروسته تورپوستي لا زیات غوسه شول، ځکه چې لوتر کینګ، د دوی ځواک یې بې ګټې کاراوه.»
د ۱۹۳۰ څخه را وروسته د اسلام وده
د ۱۹۳۰ کال راهیسې، د تورپوستو ترمنځ د اسلام وده نوی شکل غوره کړ. د مسلمانانو تبلیغات، د اسلام د منلو آسانتیا، او د نژادي تبعیض پر وړاندې د اسلام دریځ، ټول هغه عوامل وو چې د تورپوستو ترمنځ د اسلام نفوذ ته زمینه برابره کړه.
وروسته له هغه چې یو مسلمان، چې “فراد محمد” نومېده، امریکا ته مهاجر شو او په دیترویت کې مېشت شو، د تورپوستو مسلمانانو ترمنځ یو ځانګړی اتحاد رامنځته شو. خو د هغه له ناڅاپي ورکېدو وروسته، د تورپوستو مسلمانانو د غورځنګ مشري “عالیجاه محمد” ته وسپارل شوه، او تر ۱۹۷۵ کال (د هغه د مړینې کال) پورې، ده دا مشري پر مخ یوړه.
البته، له ده مخکې، “والاس فراد” هم د دې غورځنګ په تنظیم او وده کې مهم رول لوبولی و.
د عالیجاه محمد ونډه
عالیجاه محمد، چې ۴۴ کاله د تورپوستو مسلمانانو د سازمان مشري وکړه، وکولای شول د دې غورځنګ غړي څو چنده زیات کړي، د امریکا په بېلابېلو برخو کې ګڼ جوماتونه جوړ کړي، او له افریقا او منځني ختیځ د اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي.
د دې نفوس د غړو شمېر په ۱۹۳۴ کې، یعني یو کال وروسته له هغه چې عالیجاه محمد مشري واخیسته، ۸۰۰۰ تنه و، خو په ۱۹۷۰ کې ۲۵۰٬۰۰۰ تنو ته لوړ شو.
جومات د تورپوستو مسلمانانو په جوړښت او یووالي کې مهم رول لوبولی او دغه تنظیم ښې پوځي او انضباطي ځانګړتیاوې لري.
په ۱۹۳۲ کې، د مسلمانانو لومړۍ مدرسه، چې د “اسلامي پوهنتون” په نوم یادېده، په دیترویت کې پرانیستل شوه، او دویمه یې په ۱۹۳۴ کې په شیکاګو کې تاسیس شوه.
په سیاسي چارو کې د تورپوستو مسلمانانو دریځ
په سیاسي چارو کې، د تورپوستو مسلمانانو موخه دا ده چې د اسلام له آزادو لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې، په امریکا کې خپل وطن جوړ کړي او د ځمکې له مخې له سپین پوستو څخه ځانونه جلا کړي. په ټولیزه توګه، هغوی غواړي د تورپوستو لپاره یو خپلواک تنظیم رامنځته کړي.
خو سره له دې، تورپوستي مسلمانان په داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې په سیاسي او اداري چارو کې هیڅ نفوذ نه لري، او حتی د پولیسو چارواکي یې تر سخت سیاسي فشار لاندې نیسي.
د سپین پوستو د پټ سازمان ظلمونه
“د سپین پوستو پټ سازمان”، چې په لنډه توګه د K.K.K (کوکلس کلان) په نوم یادېږي، د تورپوستو پر وړاندې وحشیانه کړنې ترسره کړې.
دغه سازمان نه یوازې د مسلمانانو غونډې منع کړې، بلکې د سختو شکنجو مرتکب شو، لکه د بدن غړي پرې کول او د تورپوستو مسلمانانو پر بدن د اوسپنې ویلي کول.
د مالکم ایکس ترور
مالکم ایکس، چې د تورپوستو مسلمانانو له مشرانو څخه و، د ۱۹۶۵ کال د فبرورۍ په ۲مه، د دغه سازمان د کسانو له خوا ترور او ووژل شو.
د CIA (سي آی اې) جاسوسي سازمان هڅه وکړه، چې د هغه د وژنې پړه د “اسلامي ملت سازمان” ته منسوبه کړي، خو څه موده وروسته، چې حقایق روښانه شول، څرګنده شوه چې د ده د وژنې اصلي عامل همدا یاد شوی سازمان و.
د ۱۹۹۲ د تورپوستو مظاهرې
په ۱۹۹۲ کې، په ټوله امریکا کې د تورپوستو مظاهرو تاوتریخوالی بڼه خپله کړه.
د پراخو لاریونونو دا څپه هغه مهال پیل شوه، چې د لاس انجلس محکمې د پنځو پولیسو له ډلې، چې د یوه تورپوستي په وهلو او ځورولو تورن وو، یوازې یو یې محکوم کړ، او څلور نور پولیس، چې رادني کینګ نومي تورپوستی یې سخت وهلی و، له محاکمې خلاص شول.
دا تاوتریخوالی لومړی په لاس انجلس کې پیل شو، بیا نورو ایالتونو ته هم وغځېد. نه یوازې تورپوستي، بلکې ځینې سپین پوستي هم د امریکا له حکومت څخه ناراضه شول، او د تورپوستو ترڅنګ ودرېدل.
دغه خوځښت، د امریکا د هغه تصویر بربنډولو کې مهم و، چې ځان د بشري حقونو ملاتړی ګڼي او خپله خاوره د سولې او سوکالۍ سمبول معرفي کوي.
په امریکا کې د لومړنیو مسلمانانو استوګنه
په ۱۸۵۵ کې، حاج علي نومي یو سوریایي مسلمان، د آریزونا په دښته کې د اوښانو د ساتنې او پالنې لپاره امریکا ته ولاړ، او وروسته د سوریایانو یو کاروان هم د هغه پسې امریکا ته مهاجر شو.
د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، یو شمېر مسلمانان، چې په ختیځه اروپا، په ځانګړې توګه پخوانۍ یوګوسلاویا، آلبانیا، او پولنډ کې اوسېدل، د مارکسیستانو تر فشار لاندې امریکا ته کډوال شول.
خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د نړۍ له ډېرو مسلمان مېشتو سیمو، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ، هندوستان، او مالایا څخه د کډوالۍ نوی موج پیل شو، او د دې مهاجرت په جریان کې د پام وړ ډلو اسلام ومانه.
د امریکا د اسلام وده د پوهانو له نظره
پروفیسور رانیرهارو، چې په امریکا کې د داسمورت کالج د الهیاتو استاد دی، په دې باور دی:
«په ۱۹۳۲ کې، د “اسلام ملت” په امریکا کې راڅرګند شو. له ۱۹۵۰ کلونو وروسته، هغه مسلمانان چې امریکا ته مهاجر شوي، زیاتره مسلکي مهارتونه لري او لوړې زده کړې یې کړې دي.»
ادامه لري…
[۱]. Americas’ Little Main stream. by Harvey Arden. National Geographic Mrs 1977 *pa:355.
[۲] . مايکل برګن، ژباړه: فرشيد مزيناني، د محمد علي کلی ژوندلیک، ۶۵۵ مخ، تهران – موج خپرونه.
[۳] . د امریکا د تور پوستي غورځنګ مشر مالکم ایکس د ۱۹۲۵ کال د مې په ۱۹مه د امریکا په بنراسکا کې په یوه مسلمانه او غریبه کورنۍ کې زیږیدلی و، په څلور کلنۍ کې یې کور د توکمپالو سپین پوستو ډلو له خوا وسوځول شو. هغه په ۱۳۳۱ کال کې «د تورپوستانو پټ غورځنګ» سره یوځای شو او په دیترویت او فلادلفیا کې د مسلمانانو لپاره د جوماتونو په جوړولو بریالی شو. د ۱۳۴۳ لمریز کال په پسرلي کې د افریقايي او امریکايي تورپوستو د یووالي د تنظیم په هدف د عاليجاه محمد له غورځنګ څخه جلا شو.
[۴] . الیکسي هیل، ژباړه: غلام حسین کشاورز، مالکوم ایکس، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۲.
[۵] . مایکل برګن، ژباړه: فرشید مزیناني، د محمد علي کلی ژوندلیک، ۷۴۳ مخ، تهران – موج خپرونه.