Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»شل ویناوې، شل روښانه څېرې (نهمه برخه)
متفرقه دوشنبه _17 _فبروري _2025AH 17-2-2025AD

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابونصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (نهمه برخه)

د علامه عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله سیاسي څېره
علامه عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله په شام کې د یو ممتاز او ژور شخصیت په توګه پېژندل کېده، او حتی باچاهانو ورته درناوی کاوه. هغه چې د عزت او تقوا ځانګړتیاوې یې لرلې، هیڅکله به د بلنې پرته د باچاهانو ماڼۍ ته نه تله. کله چې غوښتل کېده، سلطان ته به یې په زړورتیا او بې پرېتوب مشوره ورکوله، او نظر به یې تل د اسلام او اسلامي امت په ګټه و.
د “سلطان الملک الاشرف” د ناروغۍ پر مهال، د حکومت له ارکانو څخه یو کس شیخ ته ور ولېږل شو، ترڅو هغه ته د عیادت او دعا کولو بلنه ورکړي. شیخ د دې غوښتنې په اورېدو سره، عیادت د عبادت غوره بڼه وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې دا به د دواړو خواوو په ګټه وي. د سلطان سره د لېدو پر مهال، سلطان په خوښۍ سره شیخ ته ښه راغلاست ووایه او د هغه لاس یې ښکل کړ، سره له دې چې د دوی تر منځ مخکې خوابدیتا رامنځته شوې وه.
سلطان له شیخ څخه بښنه وغوښته او ورڅخه یې وغوښتل چې خپل حق ورته حلال کړي او د هغه لپاره دعا وکړي. شیخ وویل چې هره شپه له وېده کېدو مخکې د خدای تعالی ټول بندګان حلالوي او بې شکایته ویده کېږي. هغه همدارنګه د سلطان لپاره دعا وکړه او د خدای سبحانه وتعالی څخه یې وغوښتل چې هغه ته بصیرت ورکړي، ترڅو د خدای تعالی په وړاندې سپین مخ وي.
شیخ، سلطان ته په خپلو نصیحتونو کې یو مهم ټکی یاد کړ: پر دښمنانو د سلطان غلبه او د فتح کولو لیوالتیا باید د کورنیو جګړو پر ځای د تاتارانو مقابلې ته ور واوړي. ځکه دغه کورنۍ جګړې د اسلام له دښمنانو سره د مقابلې فرصت له لاسه وړي. شیخ مشوره ورکړه چې سلطان باید خپل پام د خپل ورور پر ځای د خدای تعالی دښمنانو ته واړوي. له دې مشورې سره، سلطان سمدلاسه پوځ ته امر وکړ چې د «الملک الکامل» سره د جګړې پر ځای، د تاتارانو پر ضد تیار شي. د تاکتیک دا بدلون په چټکۍ سره پلي شو، او خلکو پوه شول چې سلطان پرېکړه کړې چې د تاتارانو سره جګړه وکړي.
بیا سلطان له شیخ څخه د نورو مشورو غوښتنه وکړه. شیخ اشاره وکړه چې په داسې حال کې چې سلطان د جګړې په حالت کې دی، د حکومت چارواکي په عیش او عشرت کې ډوب دي او پر خلکو ناسم مالیات لګوي. هغه سپارښتنه وکړه، چې سلطان دې د دې ظلمونو مخه ونیسي او د خلکو شکایتونه دې حل کړي. سلطان دغه سپارښتنې د یوه فرمان په بڼه اعلان کړې او له شیخ څخه یې مننه وکړه. هغه شیخ ته د نذر په توګه زر مصري دیناره هم وړاندې کړل، خو شیخ یې له منلو انکار وکړ او ویې ویل چې د هغه عیادت او عبادت یوازې د خدای تعالی لپاره دی.
د شام باچا په دربار کې زړورتیا او جرأت
د ملک صالح اسماعیل ځای‌ناستی (ابو الخبش)، د ملک صالح نجم الدین ایوب، د مصر باچا پر وړاندې، چې پر شام د احتمالي برید په اړه اندېښمن و، له فرنګیانو څخه یې مرسته وغوښته، او په بدل کې یې د صیدا، سقیف، او څو نورو کلاګانو ښارونه د انعام په توګه د هغو په نامه ثبت کړل.
دې عمل فرنګیان دومره زړور کړل چې دمشق ته د ننوتلو لپاره یې د وسلو پېرودل پیل کړل. شیخ د دې کار څخه ډېر ناخوښه و، ځکه فرنګیان به پر همدغو وسلو بریدونه وکړي، کوم چې یې له مسلمانانو اخیستي دي. د وسلو پلورونکي، چې په دې معامله کې شکمن وو، له شیخ څخه یې فتوا وغوښته. شیخ په ښکاره وویل چې پر فرنګیانو د وسلو پلورل حرام دي، ځکه مسلمانان پوهېږي چې دا وسلې به د دوی پر ضد وکارول شي.
شیخ د سلطان له دیني بې غورۍ او د مسلمانانو له ذلت او بې عزتۍ ډېر په قهر شو.
شیخ، د دې پر ځای چې سلطان ته د جمعې په خطبو کې دعا وکړي، چې دا د درباري امامانو دود و، د دواړو خطبو په پای کې به یې په دې الفاظو دعا کوله: «اې خدایه! د اسلام او د اسلام له ملاتړو سره مرسته وکړه، ملحدان او د دین دښمنان ذلیل او تباه کړه.» مسلمانانو هم په پوره اخلاص سره آمین ویل.
د سلطان جاسوسانو دا خبره دربار ته ورسوله، او د شیخ عزالدین د نیولو حکم صادر شو. شیخ سمدستي ونیول شو، زنداني شو، او بیا قدس ته جلاوطن شو.
په دې وخت کې د حمص والي، سلطان صالح اسماعیل الملک المنصور، او د فرنګ باچاهانو پلان درلود چې د خپلو ځواکونو سره مصر فتح کړي او قدس ته ننوځي. صالح اسماعیل، چې تل یې له شیخ څخه کرکه درلوده، او په عین وخت کې یې د هغه د زندان کېدو له امله ګواښ هم احساساوه، خپل دستمال یې خپل یوه ملګري ته ورکړ او ورته ویې ویل: «دا دستمال شیخ ته ورکړئ، او له هغه څخه په زارۍ وغواړئ چې ما ته د بښنې لپاره راشي، ترڅو زه په عزت سره هغه پخواني مقام ته وروګرځوم. که هغه زما پیغام ونه مني، ونیسئ یې او زما څنګ ته په یوه خیمه کې یې زنداني کړئ.»
د سلطان استازی، د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ له پلان سره، شیخ ته ورغی، او په پای کې یې ورته وویل: «یوازې د سلطان د لاس ښکل ته راشه، هر څه به سم شي، زندان او جلاوطني به په بښنې بدله شي، او ته به بېرته خپلو پخوانیو مقامونو ته وروګرځې.»
د شیخ تاریخي ځواب، چې د سرو زرو په لیکلو وړ دی، دا و:
«والله یا مسكين! ما أرضاه أن يقبل یدي فضلاً أن أقبل یده، یا قوم أنتم في وادٍ وأنا في وادٍ، والحمدلله الذي عافاني مما ابتلاکم به.»
ژباړه: «اې بدبخته! په خدای قسم، زه په دې حتی راضي نه یم چې سلطان زما لاس ښکل کړي، څه ورسېږه دې ته چې لاړ شم د هغه لاس ښکل کړم. اې خلکو (جاهلانو!)، ستاسو لاره بله ده او زما لاره بله ده. د الله تعالی شکر ادا کوم، چې زه یې ستاسو له ناپاکې لارې وژغورلم.»
د دې ځواب په اورېدو، د سلطان استازي وویل: «بیا نو ستاسو د نیولو او بندي کولو امر لرم.»
شیخ وویل: «خپل رسالت په خپله خوښه ترسره کړه.»
شیخ د سلطان د خیمې څنګ ته په یوه خیمه کې بندي و، او د قرآن تلاوت به یې کاوه. سلطان به یې له خیمې څخه د تلاوت آواز اورېده. یوه ورځ، سلطان د فرنګ باچاهانو ته وویل: «آیا غواړئ چې د شیخ تلاوت واورئ؟»
هغوی وویل: «هو.»
سلطان وویل: «تاسو پوهېږئ، چې دغه د مسلمانانو تر ټولو ستر عالم دی (هذا أكبر قسوس المسلمين)، او ما هغه ځکه بندي کړ، چې تاسو ته د ځینو کلاګانو په ورکولو یې اعتراض وکړ. ما هغه د جمعې د امامت او نورو مقامونو څخه لرې کړ، له دمشق څخه مې جلاوطن کړ، قدس ته مې ولېږه، او بیا مې زنداني کړ.»
عیسوي باچاهانو وویل: «که دا سړی زموږ له عالمانو څخه وای، نو موږ به یې د پښو اوبه د برکت لپاره څښلي وای.»
ډېر وخت تېر نه شو، چې د مصر څخه تښتېدلی پوځ بېرته راستون شو، صالح اسماعیل ماته وخوړه، او عیسوي لښکر سره وپاښه. شیخ په ښه روغتیا مصر ته راستون شو.
د تېرېدو پر مهال، د شیخ مخ د کرک ایالت ته شو. د کرک والي وړاندیز وکړ، چې شیخ دې په دغه ښار کې پاتې شي. شیخ وویل: «دا کوچنی ښار زما پوهه نه شي زغملی.»
مصر ته د شیخ راتګ
په مصر کې سلطان الملک الصالح نجم الدین، شیخ ته ښه راغلاست ووایه او د الوجه القبلي د قضا او د یوه ویجاړ شوي جومات د ترمیم دنده یې ور وسپارله. کله چې سلطان، صالحیه مدرسه پرانیسته، شیخ یې د شافعي فقهې د تدریس لپاره وټاکه. شیخ هم دا دروند مسئولیت په پوره جدیت سره ادا کړ او خلکو ته یې ډېره ګټه ورسوله.
د مصر شیخان او سلاطین
په مصر کې د شیخ عزالدین په ژوند کې ډېر انقلابونه وشول. کله چې دی مصر ته راغی، هلته د ایوبي کورنۍ واکمنه وه. په دې دوره کې، چې د صلاح الدین ایوبي خپلوان پاچاهان وو، له الملک الصالح څخه وروسته نجم الدین ایوب د الملک المعظم نورالدین شاه ځایناستی شو. د حکومت مشري بیا د ترکانو باچاهانو ته ورسېده، چې ټول یې د شیخ مریدان وو، نو د شیخ درناوی یې پر خپل حال وساته. په ځانګړې توګه، د ترکي نژاد مشهور مصري سلطان الملک الظاهر بیبرس د شیخ له وینا ډېر متأثر و او درناوی یې ورته درلود.
په بغداد کې د عباسي سلطنت له ړنګېدو وروسته، د شیخ په مشوره، د وروستي خلیفه تره، معتصم ابو القاسم احمد (چې المنتصر یې لقب و)، د ۵۵۹ هجري قمري کال کې په عزت او وقار سره په مصر کې د خلیفه په توګه وټاکل شو. لومړی، شیخ عزالدین له هغه سره بیعت وکړ، بیا الملک الظاهر بیبرس، ورپسې قاضي القضات تاج الدین او نورو خلکو هم بیعت وکړ.
ادامه لري…
Previous Articleامریکا کې د اسلام نفوذ (درېیمه برخه)
Next Article شل ویناوې، شل روښانه څېرې (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD7 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.