لیکوال: ابو نصر زرنجي
شل ویناوې، شل روښانه څېرې (لسمه برخه)
د شیخ رحمه الله ریښتینولي او زړورتیا
په همدې وخت کې، “فخرالدین عثمان“، چې د شاهي ماڼۍ مدیر او د مصر د پاچاهۍ اصلي منتظم و، د یوه جومات پر چت د ډول وهلو لپاره یوه ودانۍ جوړه کړه. د دې ودانۍ له جوړېدو وروسته، د ساز او سروز غږ پورته شو.
شیخ رحمه الله له دې پېښې خبر شو او د قاضي او د جوماتونو د تعمیر د مسئول په توګه یې د ودانۍ د ورانولو امر وکړ. همدارنګه، شیخ اعلان وکړ چې له نن څخه فخرالدین مردود الشهادت دی.
شیخ رحمه الله د قضاوت له مقامه استعفا وکړه، خو سلطان د هغه پر عزت کې کموالی را نه وست. سره له دې، هغه بېرته د قاضي په توګه ونه ټاکل شو.
د شیخ د فتوا اغېز دومره پراخ و، چې د مصر سلطان د بغداد خلیفه ته خپل استازی واستاوه. کله چې خلیفه ته د سلطان پیغام ورسول شو، هغه وپوښتل:
«آیا تا دا پیغام پخپله د سلطان له خولې اورېدلی؟»
استازي ځواب ورکړ:
«نه، ما دا پیغام د سلطان د دفتر او ماڼۍ د مسئول، فخرالدین، څخه اورېدلی دی.»
خلیفه وویل:
«د شیخ عزالدین د فتوا له مخې، د هغه شهادت مردود دی، زه د فخرالدین پیغام نه منم.»
په پایله کې، د سلطان استازی بېرته راستون شو، دا ځل یې پخپله د سلطان څخه تصدیق او پیغام ترلاسه کړ، بیا یې خلیفه ته یووړ. خلیفه دا ځل پیغام ومانه او اقدام یې وکړ.
د شیخ زړورتیا
یو له حیرانوونکو پېښو څخه دا وه، چې د اختر ورځ وه. پاچا په خپل دربار کې پر تخت ناست و.
دواړو خواوو ته د پوځ سرتېري په کتار کې ولاړ وو، او امراء به د دربار دروازې ته راتلل، بیا به یې په ځانګړو مراسمو سره سلطان ته درناوی کاوه.
په همدې خاص مجلس کې، ناڅاپه شیخ رحمه الله په لوړ غږ سلطان ته خطاب وکړ او ویې ویل:
«ای ایوبه! خدای تعالی ته به څه ځواب وایې، که له تا وپوښتي، چې: ما تا ته د مصر سلطنت درکړ، چې ته شرابخوري ازاده کړې او د شرابو پلور ته اجازه ورکړې؟»
پاچا حیران شو او ویې ویل:
«مطلب دې څه دی؟ په واضح ډول یې ووایه.»
شیخ وویل:
«په فلاني بازار کې، د شرابو پلور آزاده ده، حرام کارونه ترسره کېږي، خو ته په خپلو چارو بوخت یې!»
سلطان وویل:
«زه په دې کې څه ګناه لرم؟ دا دوکانونه د زما د پلار د واکمنۍ پر مهال د سوداګرۍ جواز اخیستی.»
شیخ وویل:
«نو ته هم له هغو کسانو څخه یې چې وایي:
“إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ”
(یعنې: موږ د خپلو پلرونو لاره تعقیبوو.)»
سلطان ډېر متأثر شو او سمدستي یې امر وکړ، چې د شرابو دوکانونه بند شي.
د شیخ شاګرد وایي:
کله چې شیخ رحمه الله د سلطان له دربار څخه راستون شو، ما ترې وپوښتل:
«دا څنګه کار و؟»
شیخ وویل:
«کله مې چې سلطان په دومره شان و شوکت کې ولید، وېریدم، چې غرور یې ونیسي او د نفس په جال کې راګیر شي، نو ما دا خبرې د هغه د اصلاح لپاره وکړې.»
ما وپوښتل:
«آیا تاسو د وېرې احساس ونه کړ؟»
شیخ ځواب ورکړ:
«په هغه وخت کې، د خدای سبحانه و تعالی جلال په ما دومره غالب و، چې سلطان راته د یو کوچني پیشوګی په څېر ښکاره شو.»
د فرنګیانو پر ضد جهاد
په هغه وخت کې، د فرنګیانو د برید خطر هره ګړۍ احساسېده.
یو ځل، فرنګیانو د منصوره ښار ته نږدې د مسلمانانو ځینې سیمې ونیولې.
شیخ رحمه الله د مسلمانانو سره په جهاد کې ګډون وکړ، او د خدای تعالی د مستجاب الدعوه شخصیت و.
ابن سبکي د “طبقات“ کتاب کې لیکي:
«د شیخ د دعا په برکت، مسلمانان بریالي شول.»
په هماغه شپه، په بحر کې سخت طوفان راغی، د فرنګیانو زیاتره بیړۍ ماتې شوې، او د دوی د لښکر زیاتره سرتېري په سمندر کې ډوب شول.
شیخ عزالدین بن عبدالسلام او د تاتاریانو پر وړاندې د سلطان هڅول
تاتاریانو پر بغداد برید کړی و، او د اسلامي تمدن وضعیت بېخي ناوړه و.
د مسلمانانو ځواک کمزوری شو، وېره او وحشت پر هغوی غالب شول.
هو! دا بدلونونه بې دلیله نه وو. مسلمانانو خپل عظمت د زوال پر لور روان لید.
-
دوی ولیدل چې د دوی د کرامت او عزت تود لمر څنګه په خاموشۍ او تیارو بدل شو.
-
د مسلمانانو ښځې د عیاشو دښمنانو لخوا بې حرمتې شوې.
-
ماشومان د څارویو په څېر د دوی مخ ته حلال شول.
-
کتابتونونه، چې د اسلامي کلتور او تمدن ښکاره نښانې وې، له منځه ولاړل.