Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»ډیموکراسي»اسلام او ډیموکراسي (نهه پنځوسمه برخه)
ډیموکراسي چهارشنبه _12 _فبروري _2025AH 12-2-2025AD

اسلام او ډیموکراسي (نهه پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (نهه پنځوسمه برخه)

 

د اسلام سیاسي نظام اصول
د شریعت په رڼا کې آزادي
د آزادۍ مسئله تل د تاریخ په اوږدو کې د ټولنیز او سیاسي ژوند له بنسټیزو اندېښنو څخه پاتې شوې ده. آزادي د انسانانو له اساسي هیلو او فطري اړتیاوو څخه ده؛ خو له دې سره سره، د تاریخ په اوږدو کې دا حق په مختلفو بڼو، د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو خنډونو له لارې، له خلکو څخه اخیستل شوی دی.
په اسلام کې فردي او ټولنیزه آزادي ځانګړی مقام لري؛ لکه څنګه چې د اسلام سیاسي نظام یو له اساسي اصولو څخه د شریعت په چوکاټ کې آزادي ده.
ځینو مستشرقینو، او د هغوی په تقلید، ځینو ناپوه اشخاصو چې د اسلام په اړه سم پوهاوی نه لري، اسلام په دې تورن کړی چې ګواکې دا دین له ممنوعاتو، محدودیتونو او بندیزونو څخه ډک دی. د داسې خلکو د ادعا ځواب دا دی چې حقیقت بشپړ برعکس دی؛ ځکه چې هغه آزادي، چې په اسلام کې شتون لري، په بل هیڅ دین یا نظام کې ساری نه لري.
د بېلګې په توګه، د فرانسې او متحده ایالاتو په څېر هیوادونه د ډېرو آزادیو ادعا کوي؛ خو د دې هیوادونو قوانینو ته که وګورو، د سفر، مهاجرت، ماشومانو د روزنې، او کورني مسایلو په برخه کې ګڼ محدودیتونه او بندیزونه لري. دا ډول محدودیتونه که څه هم په ټولو هیوادونو کې شتون لري، خو اسلام دا ډول بندیزونه نه لري. اسلام هیڅکله تاسو ته نه وايي چې:
  • چېرته ژوند وکړئ؟
  • چېرته ولاړ شئ؟
  • څنګه ولاړ شئ؟
  • کله سفر وکړئ؟
بلکې اسلام په څرګنده توګه وايي چې خدای تعالی تاسو پیدا کړي یاست، تاسو ته یې عقل، پوهه، او فکر درکړی، نو د نورو غلامان مه اوسئ. اسلام نه غواړي چې تاسو د حکومت له اجازې پرته د تګ راتګ، استوګنې، او د صادراتو او وارداتو په اړه مجبور شئ؛ البته، هغه توکي چې صادر یا واردېږي باید له هغو شیانو څخه نه وي چې خدای تعالی منع کړي دي.
په بل عبارت، اسلام موږ ته لارښوونې او سپارښتنې کوي، چې که عملي شي، انسان بریا او سوکالۍ ته رسېدای شي، خو که له پامه وغورځول شي، د دنیوي او اخروي زیان سره به مخ شي.
اسلام او د بیان آزادي
ایا اسلام د بیان آزادي مني؟ که مني، نو تر کومه حده؟
بې له شکه، اسلام د فکر او نظر د آزادۍ دفاع کوي او تل یې له خپلو مخالفینو څخه د دلیل او ثبوت غوښتنه کړې ده:
قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنتُمْ صَادِقِينَ
(ووايه: که رښتیني یاست، خپل دلیل وړاندې کړئ!) [۱]
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم الله تعالی امر کړی، چې مخالفین د عقل، استدلال، او نرمو خبرو له لارې د اسلام حقانیت ته دعوت کړي:
ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ
(د خپل رب لارې ته په حکمت او ښې موعظې سره بلنه ورکړه، او له هغوی سره په هغه طریقه بحث وکړه چې غوره وي.) [۲]
همدارنګه، الله تعالی له خلکو غواړي چې خبرې واوري او د هغو غوره یې ومني:
فَبَشِّرْ عِبَادِ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ
(زما هغو بندګانو ته زېری ورکړه، چې خبرې اوري او د هغو غوره یې عملي کوي.)
د بیان آزادي او اسلامي اصول
په عمومي توګه، د بیان آزادي د فکر او نظرونو د پراختیا او غوړېدو لامل کېږي. نو له همدې امله، د آزاد فکر کولو پراختیا هم مهمه ده. انسانان باید وکولای شي، چې په رښتیني ډول، په آزاد چاپېریال کې فکر وکړي. د بیان آزادي د فکر د آزادۍ تابع ده؛ ځکه چې د آزاد فکر کولو لپاره مناسبه فضا او شرایط نه وي، د ودې امکان هم نشته.
څرنګه چې د آزادۍ مفهوم یو اصلي اسلامي مفهوم دی، نو دا یوه تېروتنه ده، که تصور وکړو، چې لویدیځ موږ ته د ټولنیزې آزادۍ مفکوره راکړې ده. البته، دا طبیعي ده، چې بې قید او شرطه ازادي د هیڅ مذهب یا فکري مکتب لخوا نه منل کېږي؛ حتی هغه کسان، چې دا ډول ادعاوې کوي، په عمل کې، د انسان پر ازادۍ محدودیتونه لګوي. د بېلګې په توګه، د هولوکاسټ د پېښې په اړه، نن د بیان پر آزادۍ د بندیزونو شاهدان یو.
په اسلام کې، د بیان آزادي هم یوازې هغه مسایلو پورې محدوده ده، چې منطقي وي. د بېلګې په توګه:
لومړی: د فکر او بیان آزادي د نورو د ګمراه کولو له آزادۍ سره توپیر لري
ایا یوه وینا ګمراه کوونکې ده؟ دا خبره د ټولنې اوسنیو شرایطو پورې اړه لري؛ یعنې:
  • د خلکو د پوهې او معلوماتو کچه
  • د مختلفو نظریاتو د وړاندې کولو چاپېریال
نو د غلط بیان د ویلو شرایط، د غلط بیان ویلو له څرنګوالي سره توپیر لري. ځینې باطلې خبرې هر وخت ګمراه کوونکې نه وي، خو که چیرې یوه وینا خلک ګمراه کوي، نو اسلام دا ناروا بولي او اسلامي اصول یې د خپرېدو مخه نیسي.
که یو ویناوال په یوه ځانګړې فضا او شرایطو کې، داسې وینا وکړي، چې د خلکو یوه ډله ګمراه کړي، نو دا هم د اسلام له نظره منع ده. د دې بندیز دلیل دا دی، چې آزادي د افکارو د ودې، هدایت، او د ټولنې د پرمختګ لپاره ده، خو هغه ازادي، چې د افکارو د ګمراهۍ لامل شي، د فکري رکود او وروسته‌پاتې‌والي لامل هم ګرځي.
دوهم: د بیان آزادي باید له اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي
په لویدیځو ټولنو کې، د ګټې او زیان معیارونه یوازې مادي ارزښتونه دي؛ خو په اسلام کې، اخلاق تر ټولو مهم دي. له همدې امله، څوک نشي کولی د بیان آزادۍ په نوم، بداخلاقۍ ته وده ورکړي.
دریم: شخړو او اختلافاتو ته لمن وهل منع دي
د ټولنې لپاره تر ټولو مهم شی، سوله، امنیت، او ثبات دی، ځکه چې پرمختګ پرته له امنیته ناممکن دی. له همدې امله، د اسلام له نظره، د بیان آزادي باید خلک ونه وېروي، یا تاوتریخوالی او ګډوډي رامنځته نه کړي.
الله تعالی په سورة الاحزاب کې فرمایي:
لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ
(که منافقان، د زړه ناروغان، او هغه کسان، چې وېره خپروي، له خپلو کړنو لاس وانخلي، نو موږ به تا پر دوی مسلط کړو.)
په دې آیت کې، “مرجفون“ هغه کسان دي، چې په پرله‌پسې ډول خلک وېروي. قرآن فرمایي:
لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ (که دوی له دې کړنو لاس وانخلي، موږ به تا د دوی پر ضد ودروو.)
دا د آزادۍ پوله ده! بیان ازاد دی، خو که دا ازادي د ټولنې د سولې، ثبات، او سالم ژوند ګډوډولو ته وکارول شي، نو اسلام یې نه مني.
څلورم: د بیان آزادي باید د امنیت ګډوډونکې او د سیاسي نظام د ګټو پر ضد نه وي
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ثبات او سولې اهمیت دا دی، چې یو ځواکمن او باثباته سیاسي نظام جوړ شي، چې خلکو ته امنیت ورکړي.
نو که د بیان آزادي دا امنیت له خطر سره مخ کوي، نو دا په اسلام کې منع ده.
دوام لري…

[۱]. نمل: ۶۴.

[۲]. نحل: ۱۲۵.

[۳]. زمر: ۱۷-۱۸.

Previous Articleشل ویناوې، شل روښانه څېرې (اوومه برخه)
Next Article الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.