لیکوال: ابوالنصر زرنجی
شل ویناوې، شل روښانه څېرې (اوومه برخه)
د امام غزالي رحمه الله استادان او شیخان
امام غزالي رحمه الله په بېلابېلو څانګو، لکه ادب، فقه، اصول، کلام، د خلاف فن، جدل، حدیث، او روایت کې استادان او لارښوونکي درلودل. خو بیا هم، د هغه لوی پرمختګ د شخصي هڅو، لیوالتیا، او زحمت له امله و.
د فلسفې په ډګر کې، لکه څنګه چې خپله امام غزالي رحمه الله په «المنقذ من الضلال» کې ویلي، استاد یې نه درلود. د خپلې تدریسي دورې وروستۍ درې کاله (٤٨٤ تر ٤٨٨ هجري) یې د بغداد په نظامیه مدرسه کې د فلسفې تدریس ته ځانګړي کړل. په خپل فارغ وخت کې به یې د ورځې او شپې د فلسفې کتابونه مطالعه کول، او د کلام او منطق په برخه کې، چې له فلسفي اصولو سره یو ځای شوي وو، دومره مهارت ترلاسه کړ، چې په دې علم کې یې ژور تسلط وموند.
پر دې سربېره، امام غزالي رحمه الله هم د طریقت شیخان درلودل او هم د فقهې شیخان. د هغه د روایتونو د شیخانو سلسله او د ځینو احادیثو د سندونو لړۍ، چې امام غزالي رحمه الله اورېدلي، لکه د «مولد النبي» کتاب چې ابوبکر احمد بن عمرو بن ابي عاصم شيباني ته منسوب دی، په «طبقات الشافعيه» کې ذکر شوې ده. همداراز، زبیدي هم د «احیاء العلوم» په سریزه کې هغه ته اشاره کړې ده.
د امام غزالي رحمه الله استادان (په هره طبقه کې):
۱- ابو حامد احمد بن محمد رادکاني طوسي – لومړنی استاد، چې امام غزالي ورسره فقه او ادبیات زده کړل.
۲- ابونصر اسماعیلي جرجاني
۳- امام الحرمین ابوعلي جویني
۴- حافظ ابوالفتیان
۵- ابوسهل حفصي مروزي
۶- نصر بن ابراهیم مقدسي
۷- محمد بن یحیی بن محمد شجاعي زوزني
۸- ابومحمد عبدالله بن محمد بن احمد خواري
۹- الحاکم ابوالفتح نصر بن علی بن احمد حاکمي طوسي
۱۰- ابوعلی فارمدي
۱۱- ابوبکر نساج
د امام غزالي رحمه الله شاګردان:
۱- امام محیي الدین محمد بن یحیی بن ابي منصور نیشابوري – د هغه کُنیه په بېلابېلو سرچینو کې دوه ډوله «ابوسعد» او «ابوسعید» ذکر شوې ده.
۲- نجم الدین خبوشاني – معروف په ابوالبرکات
۳- امام ابوالفتح محمد بن فضل مارشکي
۴- ابومنصور محمود بن اسعد
۵- ابن برهان فقیه
۶- تاج الاسلام ابن خمیس
۷- ابومحمد انصاري
۸- مروان طنزي
۹- استاد ابوطالب رازي
۱۰- ابن عربي معافري
د امام غزالي رحمه الله د فکر او فلسفې طریقه
د نړۍ د مفکرینو په منځ کې، امام غزالي رحمه الله د فلسفې او تفکر یوه ځانګړې طریقه درلوده، چې هغه له نورو علماوو جلا کوي. موږ کولی شو د هغه فکر او فلسفه د نورو ختیځو فیلسوفانو، لکه فارابي، ابن سینا، اخوان الصفا، او همدارنګه د لوېدیځ مشهورو فیلسوفانو، لکه دیکارت، پاسکال، ولتر، هوبز، کارلایل، اسپینوزا، او ګاسندي سره پرتله کړو، ترڅو د دوی او امام غزالي رحمه الله ترمنځ توپیرونه روښانه شي.
د مصر د نامتو عالم، علامه طنطاوي رحمه الله، په کتاب «الارواح» کې، چې د ختیځ له لرغونو عالمانو سره د اروپا او امریکا د ساینسپوهانو نوي علمي کشفونه پرتله کوي، ځانګړې پاملرنه امام محمد غزالي رحمه الله ته شوې ده. طنطاوي رحمه الله د امام غزالي د «احیاء العلوم» کتاب د یوې برخې په حواله ویلي، چې د امریکا او اروپا د روحي پوهانو نوي کشفونه د امام غزالي رحمه الله له افکارو سره په بشپړه توګه مطابقت لري.
هغه وايي، د پاکو روحونو الهام، د بدو روحونو وسوسې، او د روحونو خبرې، چې ننعصر لوېدیځ پوهان ورته توجه کوي، لا له وړاندې د امام غزالي رحمه الله لخوا په ساده او روښانه ډول بیان شوي دي.
د امام غزالي رحمه الله وفات او دفن
امام غزالي رحمه الله څه د پاسه ۵۴ کلن و، کله چې بغداد ته د نظامیه مدرسې د تدریس لپاره وروغوښتل شو. هغه یو کال مخکې له خپل مرګ څخه یو لیک ولیکه، خو د بغداد نظامیه مدرسه کې یې د تدریس وړاندیز ونه مانه او په طوس کې پاتې کېدل یې غوره کړل.
هلته یې د صوفیانو لپاره یوه خانقاه او د شاګردانو لپاره یوه مدرسه پرانیسته، او خپل وخت یې د الله تعالی عبادت او د خلکو خدمت ته ځانګړی کړ.
هغه په همدې چارو بوخت و، چې د ۵۰۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۴مه نېټه، د دوشنبې په سهار، د طوس په طابران سیمه کې، چې د هغه د زېږېدو ځای و، وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. له همدې امله، د هغه د زېږېدو او دفن ځای د فردوسي د هدیرې ترڅنګ و.
د مرګ په شېبو کې، د امام غزالي رحمه الله وروستۍ خبرې دا وې، چې خپلو ملګرو ته یې وصیت وکړ، چې په خپلو اعمالو کې خلوص او اخلاص مراعات کړي.
ابن جوزي رحمه الله لیکي:
ابوحامد غزالي رحمه الله د ۵۰۵ هجري قمري کال، د جمادي الاولی په ۱۴مه، د دوشنبې په ورځ وفات شو.
(البته، په اصل کې دا جمادي الآخرة وه، لکه څنګه چې ابن اثیر او نورو مؤرخینو هم ورته اشاره کړې ده).
امام غزالي رحمه الله د وفات نه مخکې، د هغه یوه ملګري ترې وصیت وغوښت.
هغه ځواب ورکړ:
«اخلاص کوه!»
او همدا خبره یې څو ځله تکرار کړه، تر هغه چې وفات شو.
د امام غزالي رحمه الله د وفات صحنه
ابو القاسم اسماعیل حکیمي (وفات: ۵۲۹ هـ)، چې د امام غزالي له ټولګیوالو، ملګرو، او مینهوالو څخه و، د هغه د وفات پر مهال، د ابو تمام دا دوه بیتونه ولوستل:
عَجِبْتُ لِصَبْرِي بَعْدَهُ وَهْوَ مَيِّتٌ
وَكُنْتُ امْرَأً أَبْكِي دَمًا وَهْوَ غَائِبُ
عَلَى أَنَّهَا الأَيَّامُ قَدْ صِرْنَ كُلَّهَا
عَجَائِبُ حَتَّى لَيْسَ فِيهَا عَجَائِبُ
ژباړه:
زه له هغه وروسته په خپل صبر باندې حیران یم،
زه هغه سړی وم، چې د هغه په غیاب کې مې له سترګو وینې راتلې.
خو اوس ټولې ورځې عجیبې شوې،
ځکه چې نور په هغو کې هېڅ حیرانتیا نشته!
د امام غزالي رحمه الله مقبره
د امام غزالي رحمه الله مقبره تر اوومې هجري پېړۍ، یعني د سبکي تر زمانې، د «طبقات الشافعیه» د لیکوال پورې، مشهوره وه، او عام خلک به یې زیارت ته تلل.
سبکي وايي:
«وَ مَشْهَدُهُ بِهَا يُزَارُ بِمَقْبَرَةِ الطَّابَرَان»
(یعني د هغه مزار په طابران کې د ټولو لخوا زیارت کیږي.)
ابن سمعاني، چې ابو سعید عبدالکریم بن ابوبکر نومېده (وفات: ۵۶۲ هـ)، وايي:
ما د طابران له ښاره بهر د امام غزالي رحمه الله د قبر زیارت وکړ.
ابن جوزي رحمه الله په خپل کتاب «الثبات عند الممات» کې د ابوحمید غزالي د ورور، امام احمد غزالي، له قوله روایت کوي:
زما ورور، ابوحمید، د دوشنبې په سهار، اودس وکړ او لمونځ یې وکړ.
بیا یې کفن وغوښت، هغه یې ښکل کړ، په سترګو یې کېښود، او ویې ویل:
«سَمْعاً وَطَاعَةً» (یعني وامې ورېدل او اطاعت یې کوم.)
له دې وروسته، قبلې ته مخامخ پرېوت، او روح یې تسلیم کړ.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.
لنډه دا چې امام غزالي رحمه الله په ۴۵۰ هجري قمري کال (چې د ۱۰۵۸ میلادي کال سره سمون لري) وزېږېد او په ۵۰۵ هجري قمري کال (د ۱۱۱۱ میلادي کال مطابق) وفات شو.
ادامه لري…