لیکوال: خالد یاغيزهي
د تاریخ ستر انسان (درېیمه برخه)
د هجرت ورځ
نن ورځ تېرېږي؛ لکه څنګه چې پرون تېر شو، او سبا به راشي او لاړ شي. هیڅ ماشوم له خپل پلار څخه نه پوښتي چې هجرت څه معنی لري؟ او دا ورځ څه ته اشاره کوي؟ هیڅ پلار د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د هجرت په اړه خبرې نه کوي، ځکه چې اکثره پلرونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه هیڅ خبر نه دي. هغوی یوازې لږ معلومات لري، هغه هم مبهم، چې نه علمي ګټه لري او نه هم ناپوهي له منځه وړي، او هېڅ شی ترې نه لاسته راځي.
که څه هم د هرې کورنۍ د ښوونکي لپاره لازمي ده، چې په خپل کور کې د سیرت یو جامع کتاب ولري، په دوامداره توګه یې مطالعه کړي، او هره ورځ یو ساعت ورته ځانګړی کړي، ترڅو خپلې مېرمنې او ماشومانو ته یې ولولي، او هغوی د ستر پیغمبر علیهالصلاةوالسلام له سیرت څخه خبر کړي. ځکه چې د هغه سیرت او ژوندلیک د زدهکوونکي لپاره د روښانتیا سرچینه، د مصلح لپاره لارښود، د نېکې طریقې لپاره غوره مثال، او د نیکمرغۍ او ښېګڼې د ټولو څانګو لپاره پوره قانون دی.
هغه څه چې مشهور او حیرانوونکي دي دا دي، چې د یو شي سره عادت پیدا کول، د هغه حیرانتیا ختموي. موږ او تاسې د اوسپنې او فولادو د یوې غټې ټوټې الوتنې ته نه حیرانیږو، او نه هم د لین او فلزاتو کوچنۍ کڅوړې له خبرې کولو څخه؛ ځکه چې له هغه سره عادت شوي یو، سره له دې چې په خپل ذات کې حیرانوونکي دي!
همداسې، کله چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت لولو او له حیرانوونکو پېښو سره مخ کېږو، نو د عادت او تکرار له امله یې په اړه فکر نه کوو او نه هم حیرانیږو. خو که اوس واورئ، چې یو نالوستی سړی، چې هېڅکله ښوونځي ته نه دی تللی، هېڅکله یې په هېڅ علمي حلقه کې ګډون نه دی کړی، هېڅکله یې لوستل او لیکل نه دي زده کړي، او بیا هم، په یوه لیرې پراته کلي او دښته کې د نړۍ د اصلاح، د جګړې، او د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره راپاڅېږي؛ سرکښ او ظالم حکومتونه بې وسلې کوي، او هغوی د دنیا او سرکشۍ پرېښودو ته اړ باسي، ترڅو له هغه څخه پیروي وکړي، نو حتماً به ډېر حیران شئ!
او که وروسته واورئ، چې د بېوزلو او مظلومو خلکو یوه وړه ډله د دې سړي پیروي کوي، او هغه او د هغه پیروان له خورا سختو فزیکي او روحي شکنجو سره مخ کېږي، او بیا هم داسې صبر کوي، چې د بشر په تاریخ کې یې مثال نه لیدل کېږي، نو څومره به حیران شئ!
همدغه نالوستی انسان، چې هېڅ یې نه وو زده کړي، یو کتاب راوړي، چې د اساسي قانون حیثیت لري، مدني، شخصي، جزايي، او دولتي قوانین پکې شامل دي، اخلاق اصلاح کوي، تاریخ بیانوي، په زړه پورې علمي اشارې لري، د انسان روح د پاکۍ، هوښیارۍ، او عظمت لوړو پوړیو ته رسوي.
او تر دې لا حېرانوونکې دا ده، چې هېڅ انسان نشي کولی د هغه په څېر کتاب راوړي؛ ځکه چې دا کتاب د بشري بلاغت له لوړو پوړیو تېر شوی دی. د دې بلنې بریا ګړندۍ او ناڅاپي نه وه، او نه هم د هغه اور په څېر، چې په یوه شېبه کې بل شي او په بله شېبه کې مړ شي. بلکې دا بلنه د ابدیت څخه لا ابدي ده او د زمانې له جریان څخه ډېره دوامداره ده.
څوارلس پېړۍ تېرې شوې، او دا دین د ځمکې پر مخ څلوېښت زره کیلومتره سفر وکړ، او د نړۍ هر کونج ته ورسېد، خو بیا هم د خپلو پیروانو په زړونو کې د پخوا په څېر ژوندی او تازه دی.
کله چې د زمانې دوړې او ګردونه پرې کښیني، یوه ډله راپورته کېږي، او بېرته یې خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.
د داسې ستر انسان له راڅرګندېدو څخه به څومره حیران شئ؟
زما عزیزانو! دا همهغه کار و، چې محمد صلی الله علیه وسلم وکړ.
حضرت جبرائیل علیهالسلام په داسې حال کې پر هغه نازل شو، چې دی په یوه لیرې غره کې یوازې و، په یوه کوچني کلي کې، چې په یوه تنګه دره کې، د سوځېدونکو ریګونو او خطرناکو دښتو تر شا و، په داسې ځای کې، چې نه روم اورېدلی و، نه قسطنطنیه، او نه هم مداین او کسری ورته پام کاوه!
هغه ورته وویل: “پاڅه! د قریشو په وړاندې یوازې ودرېږه! د هغوی بتان مات کړه او معبودان یې له منځه یوسه. د هغوی اختلافات په یووالي بدل کړه او ناپوهي یې په پوهه واړوه. هغوی د نړۍ اتلان او د تمدن د بیرغ وړونکي وګرځوه. کسری، قیصر، او ټوله نړۍ حق، خیر، او عدالت ته راوبوله. که هغوی ستا امر ونه مني او سرغړونه وکړي، له هغوی سره وجنګېږ، نه د دې لپاره چې ښارونه یې استعمار کړې او هغوی غلامان جوړ کړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله ظلم ته بلنه ورنه کړه، اسلام د استعمار دین نه دی، او جهاد هم یو تپل شوی جنګ نه دی. بې شکه، جهاد د حق د بلنې دفاع ده، د هغو ظالمانو پر وړاندې چې د حق لارې ته د خلکو له رسېدو څخه مخنیوی کوي، د علم، پوهې، تمدن، او نېکمرغۍ مخه نیسي.
که د ځمکې ټول خلک ستا پر وړاندې جګړه وکړي، ته د حق دفاع ته دوام ورکړه، که څه هم یوازې پاتې شې: “وَلَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ“ (الانعام: 164)؛ “پر تا له خپل ځان پرته بله ملامتیا نشته!”
په دې لاره کې ډېرې سختۍ او وېرې وې، خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه څه برداشت کړل، چې غرونه یې هم نه شي زغملای. زموږ هر یو وېره لري، که د حق خبره وکړي یا د ښو کارونو بلنه ورکړي، نو کېدای شي پاچا یې وغندي، یا یې خلک بد رد ورته ووايي، یا یې معاش کم شي، یا یې جامې څېرې شي، یا ووهل شي. خو سید البشر محمد صلی الله علیه وسلم د خپل قوم له خوا سپکاوی، ځورونه، ملنډې، او وهل زغمل. هغوی هغه ته لیونی او دروغجن وایه.
د حرب بن امیه لور، ام جمیل، به اغزي راټولول او د هغه صلی الله علیه وسلم پر لاره به یې اچول، ترڅو د کور څخه بهر راووځي او پښې یې زخمي شي. قرآن یې ورته “حَمَّالَةَ الْحَطَبِ“ (المسد: 4) نوم ورکړ. امیه بن خلف به هغه ته طعنې ورکولې، قرآن هغه “هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ“ (الهمزة: 1) وباله.
د دوی بې شرمي تر دې حده ورسېده، چې عقبه بن ابی معیط د اوښ کولمې راوړې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شا یې وغورځولې، کله چې هغه په سجده و. مشرکانو ملنډې ووهلې او ویې ویل: “له خپل رب څخه وغواړه چې یوه پرښته راولېږي، ترڅو ستا دفاع وکړي، ځکه ته زموږ په څېر بازار ته ځې او د ژوند د رزق لټه کوې!”
بل مشرک به ویل: “که ته رښتیا نبی یې، نو ولې پر موږ عذاب نه راولېږي؟” درېیم به ویل: “زه پوهېږم چې ته دا قرآن له کومه راوړې، ته یې د یمامه له هغه سړي (مسيلمه کذاب) څخه زده کوې، چې ځان ته رحمان وايي.”
دوی به پر هغه صلی الله علیه وسلم ملنډې وهلې، په لوړ غږ به خندل، او کله چې به هغه د قرآن تلاوت پیل کړ، دوی به چیغې کړې او ګډوډي به یې جوړه کړه، ترڅو خلک قرآن ته غوږ نه نیسي. خدای تعالی د دوی د خولې دا خبرې رانقل کړې:
“وَقَالُوا لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنبُوعًا﴿۹۰﴾ أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا﴿۹۱﴾ أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا﴿۹۲﴾ أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ“ (الإسراء: 90-93).
“او دوی وویل: موږ به هیڅکله پر تا ایمان رانه وړو، تر څو موږ ته له ځمکې څخه یو چینه راوباسې، یا د کجورو او انګورو باغ ولرې، او په هغه کې ویالې وبهوې، یا لکه څنګه چې ته وایی، پر موږ اسمان راښکته کړې، یا الله او ملائکې زموږ مخې ته راولې، یا د زرو کور ولرې، یا آسمان ته وخېږې، او که هم وخېږې، نو موږ به باور و نه کړو، تر څو چې موږ ته یو کتاب راونستوې، چې هغه ولولو.”
هغوی ویل: “ولې ملائکې نه راښکته کوې؟” الله تعالی د دوی ځواب داسې ورکړ:
“وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ“ (الأنعام: 9)؛
“که موږ پیغمبر یو فرشته ګرځولی وای، نو هغه به مو خامخا د انسان په بڼه رالېږلی وای، او دوی به بیا هم هماغه شبهات لرل، کوم چې یې اوس لري.”
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وعظ کاوه، نضر بن حارث به ورپسې کښېناست، د ایران د پاچاهانو کیسې به یې کولې، او خلکو ته به یې ویل: “په خدای قسم! زما خبرې د محمد له خبرو غوره دي!”
کله چې به نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قرآن تلاوت کاوه، دوی به ګډوډي جوړه کړه، ترڅو خلک قرآن ته غوږ نه نیسي. الله تعالی یې دا عمل داسې بیان کړ:
“وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ“ (فصلت: 26).
“او کافرانو وویل: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ او د تلاوت پر مهال شور ماشور جوړ کړئ، شاید چې بریالي شئ!”
ادامه لري…
سرچینې
[1] – نساء سورت /آیت: ۸۴.
[2] – اسرا سورت /آیت: ۹۰-۹۳.
[3] – فصلت سورت /آیت: 62.
[۴] – مدثر سورت /آیت: ۳۰.
[۵] – مدثر سورت /آیت: ۳۱.