لیکوال: شکران احمدي
حضرت علي کرم الله وجهه (دري ویشتمه برخه)
د جګړې پای
د مالک اشتر بریالي بریدونه، څومره چې حضرت علي رضی الله عنه خوښ او ډاډمن کړل، له هغه زیات یې حضرت معاویه رضی الله عنه اندېښمن او خپه کړ.
عمرو بن العاص رضی الله عنه، معاویه رضی الله عنه ته وړاندیز وکړ چې د وضعیت د بدلون لپاره، باید سمدلاسه خپلو لښکرو ته امر وکړي چې قرآن کریم په نېزو پورته کړي او په لوړ غږ ووایي:
“هذا کتاب الله بیننا و بینکم“
(دا د الله تعالی کتاب دی، چې زموږ او ستاسو ترمنځ به قضاوت وکړي.)
په جمل جګړه کې، حضرت علي رضی الله عنه هم د کوفې یو ځوان ته قرآن کریم ورکړی و او ورته یې ویلي و: د دواړو لښکرو ترمنځ ودریږه او هغوی د قرآن کریم حکم ته راوبوله. د “علي رضی الله عنه، د تاریخ لومړنی مظلوم“ کتاب لیکوال لیکي:
“په نېزو د قرآن کریم پورته کول د عمرو بن العاص نوښت نه و، بلکې هغه دا چال حضرت علي رضی الله عنه ته منسوب کړی و؛ ځکه چې د بصرې د جګړې پر مهال، حضرت علي رضی الله عنه قرآن کریم پورته کړی و.”
د شام لښکر د قرآن کریم نسخې د خپلو نېزو په سر کېښودې او چیغې یې کړې:
“موږ د قرآن حکم منو!”
ځینو وویل:
“ای مسلمانانو! زموږ جګړه د دین لپاره ده، نو موږ باید د قرآن حکم ته تسلیم شو او جګړه پای ته ورسوو.”
ځینو نورو وویل:
“ای مسلمانانو! د قرآن کریم حکم ته راضي شئ؛ ځکه که د شام خلک له منځه لاړ شي، نو تاسو به څنګه د رومیانو د بریدونو مخه ونیسئ؟ او که عراقیان له منځه لاړ شي، نو څوک به د ختیځ یرغلګرو مخه ونیسي؟“
کله چې د حضرت علي رضی الله عنه لښکر د شام لښکر د قرآن کریم نسخې په نېزو ولیدې، جګړه یې ودروله.
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه دا حالت ولید او ویې ویل:
“تر اوسه جګړه او شخړه وه، خو اوس دوکه او چل پیل شوی دی!”
حضرت علي رضی الله عنه خپلو لښکرو ته وویل:
“ځنډ مه کوئ! بریا به ډېر ژر ترلاسه شي.”
خو خلک له یوې خوا ډېر ستړي شوي وو او له بلې خوا یې جګړه زیانمنه ګڼله. له همدې امله، د سولې فرصت ته یې لیوالتیا پیدا کړه او خپلې تورې یې وغورځولې.
په حقیقت کې، د حضرت علي رضی الله عنه ډېری پوځیان او جنګیالي د هغه په څېر پوره تجربه او جګړهییز مهارت نه درلود، چې بریا نږدې وویني. له همدې امله، د شام د خلکو د سولې غوښتنه یې غنیمت وګڼله.
د عبدالله بن سبا د ډلې غړي، لکه مسعر بن فدکي تمیمي، زید بن حصین طایي، او یو شمېر نور قاریان – چې وروسته د “خوارج“ په نوم مشهور شول – له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره د حضرت علي رضی الله عنه شاوخوا راټول شول او ټینګار یې وکړ چې هغه اشتر د جګړې له دوام څخه منع کړي.
د لښکر ځینو کسانو حضرت علي رضی الله عنه ته وویل:
“که تاسو اشتر د جګړې له دوام څخه منع نه کړئ، موږ به شامیانو ته تسلیم شو، یا به له تاسو سره هغه څه وکړو، چې له عثمان (رضی الله عنه) سره مو وکړل!”
حضرت علي رضی الله عنه وویل:
“زما امرونه او ممانعتونه واورئ او پرې عمل وکړئ!”
جګړه یا اطاعت
حضرت علي رضی الله عنه وویل:
“که تاسو زما اطاعت کوئ، جګړه وکړئ، او که نه، لاړ شئ او هر څه چې غواړئ، ترسره کړئ!”
دوی وویل: “اشتر ته کس ولېږئ، ترڅو هغه بېرته راستون شي.”
حضرت علي رضی الله عنه یزید بن هاني د اشتر پسې واستاوه، خو اشتر ونه منله او جګړې ته یې دوام ورکړ. حضرت علي رضی الله عنه ته خبر ورکړل شو چې اشتر له جګړې څخه لاس نه اخلي. ځینو حضرت علي رضی الله عنه تورن کړ چې ګواکې اشتر ته یې ویلي دي، جګړې ته دوام ورکړي.
حضرت علي رضی الله عنه وویل:
“ایا هغه ته مې په پټه خوله ویلي دي؟ مګر د هغه پسې مې کس نه دی استولی؟“
هغوی وویل:
“ته باید هرومرو هغه راوغواړې، که نه، موږ به تا له امارت څخه لرې کړو!”
له بلې خوا، د اشتر شاوخوا سیمه تقریباً له جنګیالیو خالي وه. حضرت علي رضی الله عنه، د دې خطرناک حالت او د فتنې د دروازې د پرانستلو احتمال ته په کتو، سمدلاسه اشتر راوغوښت.
اشتر، په بېصبرۍ سره راستون شو او ویې ویل:
“وروستۍ بریا ته یوازې لږ وخت پاتې دی!”
حضرت علي رضی الله عنه وویل:
“ستاسو لپاره کوم یو غوره دی: د جګړې دوام، یا د عثمان رضی الله عنه په څېر د امیرالمؤمنین وژل کېدل؟“
کله چې حضرت علي رضی الله عنه دا حالت اشتر ته بیان کړ، اشتر ډېر غمجن شو او ویې ویل:
“ای د عراق خلکو! ډېر لږ وخت پاتې و، چې تاسو بریالي شئ، خو له بده مرغه، تاسو د دوکې په لومه کې ولوېدئ!”
خو خلکو د اشتر مخالفت وکړ او ویې ویل:
“پرېږده، ای اشتر! موږ د الله تعالی لپاره له دوی سره جګړه وکړه او د الله تعالی لپاره مو جګړه بنده کړه.”
هغوی غوښتل پر اشتر برید وکړي، خو حضرت علي رضی الله عنه هغوی منع کړل.
وروسته اشعث بن قیس الکندي حضرت علي رضی الله عنه ته راغی او ویې ویل:
“ای امیرالمؤمنین! خلکو د قرآن کریم فیصله ومنله او جګړه پای ته ورسېده. مهرباني وکړئ، ما ته اجازه راکړئ، چې معاویه رضی الله عنه ته لاړ شم او د هغه د پلانونو په اړه پوښتنه وکړم.”
حضرت علي رضی الله عنه هغه ته اجازه ورکړه.
د سولې خبرې
له حضرت علي رضی الله عنه څخه د اجازې تر ترلاسه کولو وروسته، اشعث بن قیس، حضرت معاویه رضی الله عنه ته لاړ او ترې یې پوښتنه وکړه:
“په نېزو د قرآن کریم له ایښودو څخه ستا موخه څه وه؟“
هغه وویل:
“موږ او تاسو باید د الله تعالی حکم ته وروګرځو. یو کس له موږ څخه او یو کس له تاسو څخه وټاکل شي. هغوی به قسم وکړي، چې د قرآن کریم مطابق به قضاوت کوي، او دواړه خواوې به د هغوی قضاوت مني.”
اشعث بن قیس، حضرت علي رضی الله عنه ته راغی او د خبرو پایله یې ورته بیان کړه.
هغه کسان، چې له حضرت علي رضی الله عنه سره وو، وویل:
“موږ له دې نظر سره موافق یو.”
بیا له امیر معاویه رضی الله عنه وپوښتل شول، چې د دې دندې لپاره څوک غوره کوي؟ هغه عمرو بن العاص وړاندیز کړ.
په حضرت علي رضی الله عنه مجلس کې د حکم د ټاکلو په اړه بحث وشو.
حضرت علي رضی الله عنه غوښتل، چې عبدالله بن عباس رضی الله عنه د خپل استازي په توګه وټاکي، خو علماوو او قاریانو وویل:
“موږ یوازې ابو موسی الاشعري رضی الله عنه منلی شو!”
بالاخره، ابو موسی الاشعري غوره شو، او دوی ابو موسی چې په جګړه کې یې برخه نه وه اخیستې او په حجاز کې و، راوغوښت.
احنف بن قیس له حضرت علي رضی الله عنه وغوښتل، چې هغه له ابو موسی سره ملګری کړي، خو هغو خلکو، چې د امیرالمؤمنین مخالف وو، دا ونه منله.
بیا عمرو بن العاص د پرېکړه لیک د لیکلو لپاره حاضر شو.
د سولې پرېکړه لیک او د جګړې له ډګره راستنېدل
د عمرو بن العاص رضی الله عنه له راتګ سره، سمدلاسه لاندې پرېکړه لیک چمتو شو:
**”د دې پرېکړه لیک له مخې، د علي بن ابي طالب رضی الله عنه او د کوفې خلکو، او همدارنګه د معاویه بن ابي سفیان رضی الله عنه او د شام خلکو لخوا، یو یو کس د حکم او پرېکړه کوونکي په توګه ټاکل کېږي.
موږ د الله تعالی کتاب د خپل قاضي او پرېکړه کوونکي په توګه منو، او اقرار کوو، چې موږ به د الله تعالی د کتاب په حکم او لارښوونه کې هېڅ شی اضافه یا کم نه کړو.
موږ له سورت الحمد څخه تر سورت الناس پورې، په ټول سپېڅلي قرآن ایمان لرو، او ژمنه کوو، چې د قرآن کریم احکامو ته به غاړه کېږدو، او له هغه څه به ډډه وکړو، چې قرآن یې منع کوي.
دواړه حکمین، ابو موسی (عبدالله بن قیس) الاشعري او عمرو بن العاص، باید د هغه څه مطابق قضاوت او پرېکړه وکړي، چې دوی یې په کتاب الله کې ومومي. که دوی د کوم مسئلې حکم په قرآن کریم کې ونه مومي، نو باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو سره سم عمل وکړي.”**
له دې وروسته، له دواړو حکمینو څخه اقرار او تعهد واخیستل شو، چې دوی به الله تعالی حاضر او څارونکی ګڼي، د الله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق به قضاوت کوي، او امت به د جګړې، فساد، او تفرقې په فتنه کې نه ښکېلوي.
د حکمیت هوکړه او لاسلیک
بیا دواړو پرېکړه کوونکو ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شو. دوی د حکمیت لپاره د روژې میاشت وټاکله، خو که وغواړي، د دوه اړخیزې هوکړې له مخې یې ځنډولی شي.
د ۳۷ هجري قمري کال د صفر میاشتې په ۱۳مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ هوکړه وشوه، چې حضرت علي او معاویه رضی الله عنهما باید د روژې په میاشت کې د پرېکړه کوونکو د غونډې ځای دومة الجندل ته حاضر شي. که په ټاکلي وخت کې راټول نه شول، د حکمیت پایله به راتلونکي کال په “اذرح“ کې، چې دومة الجندل ته نږدې یوه سیمه ده، اعلان شي.
د دې ترڅنګ، دا هم هوکړه وشوه، چې هرکله ابو موسی الاشعري له کوفې او عمرو بن العاص له دمشق څخه د اذرح په لور حرکت وکړي، نو له دواړو اړخونو، یعني د حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما لخوا، به د هر حَکم سره څلور سوه کسان مل وي، چې ټول اته سوه کسان کېږي.
دا اته سوه کسان به د ټولو مسلمانانو استازیتوب کوي، او دواړه حکمان به د هغوی په حضور کې د خپلې پرېکړې پایله اعلان کړي.
د حکمینو مصئونیت ته ژمنه
د پورتني پرېکړه لیک له تصویب وروسته، حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما هر یو له خپل لښکر څخه ژمنه او تعهد واخیستل، چې د پرېکړې له اعلان وروسته به حَکمان خوندیتوب او مصئونیت لري او د هغوی ژوند او مال به خوندي وي.
دواړو خواوو پوځونو په خوښۍ سره دا ژمنه ومنله.
د پرېکړه لیک لاسلیک کوونکي
پورتنی پرېکړه لیک په دوو نسخو ترتیب شو.
د حضرت علي رضی الله عنه له لوري، لاندې کسانو د شاهدانو او ضامنانو په توګه لاسلیک وکړ:
-
عبدالله بن عباس
-
اشعث بن قیس کندي
-
سعید بن قیس همداني
-
رقاء بن سمي بجلي
-
عبدالله بن محل عجلي
-
حجر بن عدي کندي
-
عبدالله بن طفیل عامري
-
عقبه بن زیاد حضرمي انصاري
-
یزید بن حجیة تیمي
-
مالک بن کعب همداني
دغه راز، د حضرت معاویه رضی الله عنه له لوري، لاندې لسو کسانو د شاهدانو او ضامنانو په توګه لاسلیک وکړ:
-
ابوالاعور
-
عمرو بن سفیان
-
حبیب بن مسلمة
-
زمل بن عمرو عذري
-
مخارق بن حارث زبیدي
-
وائل بن علقمه عدوي
-
علقمه بن یزید حضرمي
-
حمزه بن مالک همداني
-
عبدالرحمن بن خالد بن ولید مخزومي
-
سبیع بن یزید حضرمي انصاري