لیکواله: ام عایشه

قادیانيت (شپږمه برخه)

په تېرو برخو کې، موږ د قادیاني ډلې پېژندنه وکړه او د هغوی عقیدې او باورونه مو تشریح کړل. په دې برخه کې به هڅه وکړو چې د دې ډلې په اړه د علماوو نظرونه او لیدلوري وړاندې کړو او د قادیاني ډلې په اړه لیکل شوي آثار هم یاد کړو.
د جهاد د منسوخ توب فتوا
غلام احمد قادیاني د برتانیې حکومت د خوشحالولو لپاره ډېر کارونه وکړل، چې یو له هغو مهمو او لویو کارونو څخه د هغه لخوا “د جهاد د منسوخ توب او ختم کېدو اعلان” وو.
غلام احمد قادیاني د برتانوي حکومت په ملاتړ او تایید کې اعلان وکړ چې د یاد حکومت اطاعت واجب دی او د هغه پر وړاندې بغاوت په هیڅ حالت کې جواز نلري. په لومړي سر کې، دا اعلامیه یوازې یوه مذهبي فتوا وه، چې د قادیاني په ډېرو اعلامیو کې لیدل کېده؛ خو وروسته له هغه چې د خپلو پیروانو لخوا د پیغمبر په توګه وپېژندل شو او په همدې لقب سره د برتانیې حکومت لخوا په رسمیت وپېژندل شو، په ډاګه او څرګنده توګه یې د برتانوي حکومت پر وړاندې جهاد او هر ډول نظامي فعالیت حرام او منسوخ اعلان کړ.
نوموړی په خپله یوه اعلامیه کې وايي: “له دې وروسته، جهاد ودرول شو او جګړې پای ته ورسېدې؛ لکه څنګه چې مخکې په احادیثو کې ویل شوي: کله چې مسیح راشي، د دین لپاره به جګړه حرامه شي؛ له همدې امله، له نن څخه وروسته، د دین لپاره جګړه منع ده. له دې وروسته، که څوک د جنګیالي په نوم توره پورته کړي او د کافرانو وینه په ځمکه توی کړي، نو هغه د خدای تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرمان دی.”
په بل ځای کې هغه لیکي: “زه ډاډه یم چې که زما پیروان ډېر شي، په همغه اندازه به په جهاد باور لرونکي کم شي؛ ځکه چې د مسیح او مهدي علیهما السلام په توګه پر ما ایمان راوړل، د جهاد له مسئلې څخه انکار ته اړتیا لري.”
د قادیاني ډلې په اړه د علماوو ویناوې
د دې موضوع د لا روښانه کولو لپاره، په دې برخه کې به موږ هڅه وکړو چې د هغو علماوو او دعوتګرو څرګندونې ذکر کړو، چې له دې ډلې سره پېژندګلوي او بلدتیا لري.
مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله لیکي: “په نړۍ کې ډېرې ګمراه ډلې څرګندې شوې دي او په راتلونکي کې به هم راڅرګندې شي؛ خو په دې منځ کې، د “قادیانیت” عقیده یوه استثنایي او جلا عقیده وه؛ ځکه چې د غلام احمد په بې بنسټه څرګندونو او ادعاوو کې د ډېرو تضادونو له امله، د هغه پلویان په یوې عجیبې حیرانتیا او لالهاندۍ کې وو. د غلام احمد شخصیت د دوی لپاره د یوې معما په توګه و؛ دوی نه پوهېدل چې هغه پیغمبر و که مهدي، پرښته وه که انسان، ښځه وه که سړی، مسلمان و که هندو.”
د هند ستر نامتو شخصیت او برلاسی شاعر علامه ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله وايي: “قادیانیت د اسلام لپاره یو لوی خطر او یوه ناسمه او باطله عقیده ده. دا ډله د یوې نوې ډلې د تاسیس او جوړولو لپاره یوه منظمه هڅه ده، چې اساس او مبنا یې د محمد صلی الله علیه وسلم له نبوت سره د سیالۍ پر بنسټ کېښودل شوې ده.”
په دې بیان سره، ډاکټر محمد اقبال د هند لومړی وزیر جواهر لال نهرو رد کړ، چې په خپل هیواد او همدارنګه په پاکستان کې یې د اسلام او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په مخالفت کې، دې ډلې ته پاملرنه کوله.
علامه سید ابوالحسن علي ندوي رحمه الله د قادیاني ډلې په اړه لیکي: “قادیاني توب یوه لویه دسیسه، پراخه ستونزه، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت پر وړاندې بغاوت، د اسلامي پیغام د تلپاتې والي، او د اسلامي امت د یووالي او یو موټیتوب پر وړاندې بغاوت دی.”
دا د نامتو او وتلو علماوو خبرې دي، چې د قادیاني ډلې او د هغې له مشرانو سره په بشپړه توګه بلد دي او ښه یې پېژني؛ ځکه چې دا عالمان له همغو سیمو څخه دي او له هغو لومړنیو کسانو څخه دي، چې د اسلام او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت پر وړاندې د دې دښمنانه او ګمراه خوځښت په مخالفت راپاڅېدل. دوی د قادیاني ډلې غلطیو، نیمګړتیاوو، شبهاتو او غیر منطقي بیانونو ته د ځواب ورکولو لپاره هڅې کړې دي. نو هغه څه چې قدرمن علما او پوهان د دې ډلې په اړه ویلي دي، ډېر معتبر دي، او منل یې عقلاً هم سمه
ده.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version