لیکوال: "ابورائف"

سیکولریزم «د اروپایي ټولنې او د هغې د اخلاقو سیکولر کېدل» (څلور دېرشمه برخه)

 د اروپا د ټولنې او اخلاقو سیکولر کېدل د نورو برخو په پرتله، په پراخه کچه و. دا مسئله ښایي د لوېدیځ او اروپا د زوال او سقوط ترټولو خطرناکه او اغېزمنه برخه وه؛ ځکه چې دا قضیه د دې سبب شوه چې د دین او دیني عقیدې وروستۍ نښې د دوی له ژوند څخه ورکې شي او لوېديځوال انسان د اخلاقو او ټولنیزو آدابو په ډګر کې له هر ډول دیني تعلیماتو او لارښوونو څخه آزاد او خوشې شو.
 که څه هم په تېرو پېړیو کې اروپایي ټولنې د پام وړ دیني او اخلاقي ژوند نه درلود، په داسې حال کې چې دا ټولنه او د هغې خلک په منځنیو پېړیو کې د زوال او ګډوډۍ په بد حالت کې وو چې د نړۍ په هېڅ ځای کې یې ساری نه و لیدل شوی، په تېره بيا د منځنیو پېړيو په لومړيو درېيو پېړيو کې چې تاريخپوهان يې هم د تورې دورې په نوم يادوي، خو د لوېديځ او اروپا تاريخ چې څومره تور او تیاره ښکاري، نه شي کولى له هغو خلکو د انسان توب ځانګړنه واخلي، خو هغه څه چې نن ورځ په غربي ټولنې باندې راغلي او هغه څه چې په اخلاقو او د ژوند په ډول یې اغېزمن کړي دي، بې له شکه د حیوانیت د صفاتو یوه ښکاره بېلګه ده او لوېدیځ انسان په یو “حیوان” بدل شوی چې یوازې د هوا او هوس او خپلو نفسي غوښتنو په اړه فکر کوي.
 نو ځکه ويلای شو چې د منځنۍ دورې لوېدیځوال انسان يو وروسته پاتې انسان و، خو عصري لوېدیځوال انسان د تباهۍ او هلاکت په کنده کې لوېدلی حيوان دې.
 په منځنیو پیړیو کې غربي ټولنې ځانګړي انساني اخلاق او ارزښتونه درلودل چې د کلیسا لخوا تبلیغ او پلي کېدل، که څه هم دا ارزښتونه د کره او علمي معتبرو اسنادو څخه برخمن نه وو، خو په حقایقو او منل شوو دودونو بدل شوي وو چې هیچا ترې انکار یا په اړه یې شک نه کاوه او د هغوی رعایت او پلي کول  د غربي انسان د عزت او لوړ مقام نښه وه او د هغوی نه پیروي او انکار د انسان حیثیت، شخصیت او مقام ته صدمه رسوله او هغه یې د خلکو له پام غورځاوه.
 کلیسا هم د ارزښتونو، اخلاقو او ټولنیزو لارښوونو د ساتنې دنده پر غاړه درلوده او پاپانو او مذهبي مشرانو یې باید ساتنه کړې وای، خو کلیسا د عیسوي مذهب د تحریف او په هغه کې د رامنځته شویو بدعتونو له امله یو ستر جرم ترسره کړ او په غیر ارادي ډول یې اخلاقي ستنې له منځه یووړلې. کلیسا د فضیلت او لوړ اخلاقو لپاره هغه شیان ټاکلي وو چې د انسان له وس څخه بهر وو او د عمل په ډګر کې حتی پخپله د کلیسا چارواکو هم ورته پام نه کاوه. د دې مثال د راهبانو او پاپانو لخوا په رهبانیت او برهمنتوب کې لیدل کیدی شي؛ په دې ډول چې که څه هم دوی واده نه کاوه، خو په حقیقت کې د دوی معبدونه د فسق او ناروا اړیکو مرکزونه ګرځېدلي وو  او پاپانو دومره ډېرې معشوقې او پټې ملګرې لرلې چې عامو خلکو نه درلودې.
همدارنګه کلیسا د مالونو جمع کول مکروه او بد کار ګڼل او په دې برخه کې یې دومره افراط او زیاتی کړی و  چې حتی د حلال مال حاصلول یې هم مکروه او بد ګڼل او زهد او د کړاوونو زغملو ته یې بلنه کوله.
 د خلکو بخښل او عفو ښه خبره ده، خو کلیسا په دې برخه کې خپل ملت  د ذلت او خوارۍ لوري بیولی و؛ لکه څنګه چې هغه خپلو پیروانو ته امر وکړ چې که څوک مو د مخ په ښي اړخ ووهي،  نو کین اړخ هم هغه ته په واک کې ورکړئ، او څوک چې ستاسو د کمیس پر سر ستاسو سره په شخړه اخته شو، بل هم ورکړئ!
 دا ټول اخلاقي تعلیمات په داسې حال کې وو چې په خپله کلیسا له دې احکامو او اوامرو څخه سرغړونه کوله او پر خپل ولس او رعیت یې زښت زیات ظلمونه ترسره کول، حتی په دې ډګر کې له ظالمو پاچاهانو څخه هم وتلي و او د کلیسا د احکامو او اوامر او د هغه د عمل او کړنو تر منځ عجیب تضاد موجود و.
 له دې سره سره بیا هم اروپایی ټولنه د کورنۍ نظام ته غاړه کیښوده او په عزت او ناموس او د زوجیت اړیکو په ټینګښت باور درلود. همدارنګه، دوی په انفرادي کړنو چې تر ډېره دیني رنګ یې درلود، ټینګ و او د هغوی پیروي او ساتنه یې کوله.  ویلای شو چې د سیکولریزم له خپرېدو مخکې اروپایی ټولنې تر یوه حده اخلاقو او ټولنیزو قوانینو ته درناوی درلود.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version