لیکوال: ډاکټر فضل احمد "احمدي"
هندوېزم (لسمه برخه)
ب . د برهمني یا حماسي دوره (600 ق م څخه تر 2000ب م پورې)
د “براهمنه” کلمه په هندوییزم کې یو له مبهمو او پېچلو کلمو څخه دې چې د “برهمن” له نوم څخه اخیستل شوې او برهمن دعا او زارۍ، په ځانګړې توګه د دوی د ویدائي منترونو او کوډو ځواک ته اشاره لري. همدارنګه، دا کلمه د هغه چا لپاره کارول کیږي چې دعا کوي.
د برهمنانو دوره، چې په هندوییزم کې د مذهبونو د کثرت او تعدد په نوم یادیږي، د بودیزم، جینیزم او ویشنوزم له ظهور سره سمون لري. څرنګه چې “برهمنان” ورو ورو افراطیت ته تللي وو او په هر دلیل سره د خپلو ګټو د راټولولو په لټه کې وو، نو په دې دوره کې د برهمنې طبقې د واکمنۍ په وړاندې غبرګون وښود او له هغه وروسته د برهمني طبقې د تعلیماتو په وړاندې نوي جلا منطقي او عقلي طریقې را منځته شوې او د «بهاګاوات ګیتا» سپیڅلی کتاب او د «مهابهاراتا» حماسه همدغه دوره کې راڅرګند شول.
د مستشرقينو په اند، د برهمني دور د هندوییزم د پرمختګ يوه بله مرحله ده، چې د هندي فلسفې او مذهب د تکامل دويم پړاو بلل کېږي. د پخوانۍ دورې په پرتله د دې دورې توپیر او د توپیر او ځانګړتیاوې “د ویدیک فکر منظم کېدل ” او یو ډول مذهبي زوال او داسې نور بلل کیږي. د “میلوئه” نظریې له مخې، د برهمني دورې پیل له دولسمې پیړۍ څخه تر اوومې پیړۍ ( ق.م) پورې شوی و. د «موئیه ویلیامز» په وینا دا له میلاد څخه مخکې ( ق. م) د اتمې او اوومې پیړۍ ترمنځ و. دا مهمه نده چې د دې دوو مختلفو نیټو څخه کومه وه؛ بلکه، بنسټیز اهمیت په دې حقیقت کې دې چې دا دوره د ویدیک فکر د سیستماتیک او منظم کولو لامل شوه او د عقل پر بنسټ یې د دین څانګې رامینځته کړې.
ج. د هندو دوره (د 12 پیړۍ له پیل څخه تر نن ورځې پورې)
دا دوره، له ډیرو لوړو او ژورو سره، بالآخره د تفاوتونو او توپیرونو د رامنځته کېدو لامل شوه چې پر بنسټ یې دا دوره د هندو دوره بلل کیدی شي. د موئیه په وینا: “دا دوره د برهمنیزم د زوال یو انځور دې، چې ځان یې د مختلفو رب النوع او بېلابېلو الهي تجسمونو په بڼه څرګند کړ او د ټولنیزو قوانینو او محلي توپانونو په بڼه د عامو خلکو په ذهنونو کې نقش شو؛ او دا دوره د مذهبي عقایدو او دودونو یوه ټوټه شوې او مغشوش شوې ټولګه ده چې د دوی ګډ شالید سره سره په هیڅ ډول په واقعي توګه تعریف کیدی نشي.”
د برهمن دورې څخه د هندو دورې ته بدلون د هندو پوهنې یو له مهمو او بنسټیزو موضوعاتو څخه دې؛ له همدې امله، د دې بدلون او لیږد د وخت په اړه هیڅ نظري موافقه شتون نلري. د ځينو مستشرقينو د نظر له مخې، په يوولسمه پېړۍ کې د« ماسن اورسل » د نظر او په اتمه پېړۍ کې د« ګلاسنيپ» نظر دې؛ خو هغه څه چې د دغو مستشرقينو له افکارو څخه ترلاسه کیږي هغه دا دي چې په هندو مذهب کې يو ډول پرمختګ او تکامل شوی دې او هندو مذهب له څو پېړيو راهيسي د پرمختګ، ودې او خپرېدو په حال کې دی؛ خو دلته مخالف ټکی دا دی چې هندوان پخپله د تاریخي تکامل او پرمختګ په اصولو باور نه لري او په ټولیزه توګه د تاریخ او د هغې له پېښو سره بې تفاوته دي. له همدې امله، د مستشرقينو او هندو مفکرينو د مفکورې او نظر تر منځ يو ډول بېلتون او تعارض منځ ته راځي.
فرعي دورې
الف . د سوترانو دوره
دا دوره چې د ځینو لیکوالانو لخوا د هندوییزم په لویو او بنسټیزو دورو کې نه ده شامله شوې، د هغې د ټاکلې نیټې په اړه هم اختلاف شتون لري. د ځينو ليکوالانو په اند دا دوره له دويمې زېږدیزې پېړۍ څخه پيل شوه، چې فلسفي او عرفاني مواد د آيتونو او لنډو سورتونو په بڼه ولیکل شول. ښايي وويل شي چې له نورو دورو څخه د دې دورې ځانګړتيا په دې دوره کې د ديني مفاهيمو لنډه ليکنه ده. په دې دوره کې، د ویدانتا، ویشیکا، یوګا، سنکیا او می مانسا شپږ فلسفې مکتبونه منځته راغلل.
ب. د اسکولاسټیک دوره
دا دوره هم د یو څو لیکوالانو لخوا د یوې ځانګړې دورې په توګه پیژندل شوې ده. د ځینو څیړونکو په وینا، دا دوره چې د هند وروستۍ فلسفي دوره ده، تر پنځلسمې زېږدیزې پیړۍ پورې دوام وکړ، که څه هم نن ورځ د دې دورې نښې په هندوانو کې موندل کیدی شي.