ليکوال: غياث الدين غوري
د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)
د دروزيانو کتابونه او متون
دروزيان د «رسائل الحکمة» تر عنوان لاندې د مقدسو ليکنو يوه ټولګه لري. یاده ټولګه ۱۱۱ رسالې لري او ویل کیږي چې د حمزه، بهاءالدين او تميمي له لوري لیکل شوې دي.
۱.‌ الرسائل الحِکمیّة (حاکمانه رسالې)
د دروزيانو تر ټولو مهم عقيدوي ماخذ ګڼل کېږي چې د دې فرقې رسمي او فکري ښوونې پکې ذکر شوې دي.
د یادو رسالو مضامين په لاندې ډول دي:
  • د «حاکم بامرالله» د الوهيت دعوت؛
  • د ارواحو د تناسخ تأييد؛
  • د شريعت تأويل او د دين د ظاهري بڼې نفي؛
  • د انسانانو د طبقه‌ بندۍ اصول او د تقيې وجوب.
«رسائل الحکمیه» په حقيقت کې د دروزي مذهب د ملا تیر جوړوي.
هغوی د «المنفرد بذاته» تر عنوان لاندې یو بل مصحف هم لري.
۲. «کتاب النقاط و الدوائر»
د دې کتاب مؤلف بهاءالدين النقاش دی. په دې اثر کې پېچلي فلسفي او رمزي مفاهيم مطرح شوي دي، لکه:
  • د خالق او مخلوق تر منځ اړیکه؛
  • د هستۍ په عالم کې د عددونو مقام؛
  • د انسانانو معنوي درجې او په کائناتي نظام کې یې ونډه.
یاد کتاب تر ډېره د هغو کسانو لپاره لیکل شوی چې د دروزي فرقې له عقایدو او باورونو سره بلد دي، ډېر په سختۍ مفهوم ترې اخیستل کیږي، او یو ډول رمز او رموز لري. ځينې مؤرخان یاد اثر حمزه بن علي ته منسوبوي، خو ځینې نور يې بیا د عبدالغفار تقي‌الدين البُعقلي اثر ګڼي، البُعقلي هغه څوک و چې په ۹۰۰ هجري قمري کال کې ووژل شو.
د دروزيانو د نورو مهمو آثارو له جملې يو بل یې «ميثاق ولي‌الزمان» دی چې د حمزه بن علي له لوري ليکل شوی او د دروزيانو له اصلي متونو څخه شمېرل کېږي. په دې کتاب کې په واضح ډول د دروزي عقيده بيان شوې ده.
دوی د «النقض الخفي» په نوم يو بل کتاب هم لري، حمزه په دې کتاب کې ټول شريعتونه، په ځانګړي ډول د اسلام پنځه واړه ارکان باطل اعلان کړي دي.
«أضواء على مسلك التوحيد» بل کتاب دی چې د دروزي فرقې توحيدي عقاید پکې څېړل شوې دي. یاد کتاب د ډاکټر سامي مکارم له لوري ليکل شوی دی.
۳. «الدعوة و التبشیر»
الدعوة و التبشیر کتاب د تبليغي ښوونو يوه ټولګه ده چې د دروزيانو د دعوت په لومړيو کې د خلکو ترمنځ خپرېده.
یاد کتاب د څو موخو لپاره لیکل شوی.
یو دا چې خپل مذهب ته نوي پيروانو را جذب کړي.
دویم دا چې د «حاکم» شخصيت لوړ وښيي.
او دریم هم دا چې خپل باطني عقاید خپره کړي.
خو نن سبا ډېر پټ ساتل کېږي او يوازې ځانګړو کسانو ته یې د لوستلو اجازه ورکول کېږي.
د نوو کسانو د منلو اصول
دروزيان له دې عقیدې سره د نوو کسانو  د یوځای کیدو په برخه کې ډېر سخت شرايط لري:
  • فرد د اوږدې مودې لپاره تر ازموينې او څېړنې لاندې ساتل کیږي؛
  • د سکوت او تقيې ژمنه ترې اخیستل کیږي؛
  • د هر ډول مخالفو کتابونو له لوستلو او يا مخالفو علماوو سره له اړیکو جوړولو باید ډډه وکړي؛
  • په هیڅ صورت باید د فرقې رازونه افشا نه کړي.
همدا کړنلاره د دې لامل شوې چې د دروزيانو د عقایدو په اړه پوهیدل ډېر ستونزمن شوې دي.
د ښوونې او روزنې طریقه
د دروزيانو ښوونه او روزنه پټه، طبقه‌بندي شوې او يوازې تر ځانګړو حلقو محدوده ده. غيرموحد کسان (عوام) عقيدوي متونو ته د لاسرسي حق نه لري.
يوازې ځانګړي غړي (عقلای دروز) کولای شي متون ولولي او تدريس يې کړي.
ليکوال په دې برخه کې ټينګار کوي چې پورته طریقه د اسلام له طريقې سره په ټکر کې ده، ځکه اسلام د علم او دين په زده‌ کولو او خپرولو کې د روښانتيا، شفافيت او عامه دعوت پر بنسټ ولاړ دی.
د دروزيانو د متونو ځانګړتياوې
د دروزيانو متون له رمزي، استعاري او تأويلي الفاظو ډک دي. دوی د «الحدّ»، «المثل»، «المبدأ»، «التناسخ»، «العقل»، «السبیق» او «اللاحق» کلیمو ته بېلې او ځانګړې معناوې ورکړې دي.
ډېری مفاهيم د بهرني لید له مخې مبهم او نامعلوم ښکاري، او د درک لپاره یې د دروزيانو د دروني فکري نظام پېژندنه ضروري ده.
لنډيز:
دروزي مذهب د داسې متونو په اساس رامنځته شوی چې په قصدي ډول پېچلتیا پکې رامنځته شوې ده ترڅو د عامو خلکو له لاسرسي څخه لرې وساتل شوي. د خپلو عقایدو پټ ساتل د دوی د انحرافي او فرقه‌پاله ماهيت څرګندونه کوي. د اسلام برعکس چې په ښکاره ډول د علم او خپلو عقایدو د خپرولو پر بنسټ ولاړ دی، دروزي مذهب پر اسرارپالنې او نخبه‌پالنې ټينګار کوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version