لیکوال: غیاث الدین غوري
د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)
د «دُرُوزي» فرقې د عقایدو، افکارو او باورونو اصول
د «دُروز» مذهب اعتقادي اصول د همدې فرقې له داخلي منابعو، په ځانګړي ډول د «رسائل الحکمة» له ټولګې څخه اخیستل شوي دي. یاده مجموعه د دوی د فکري بنسټ مرجع ګڼل کېږي. 
په دې برخه کې د دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه کوو:
۱. اِله (خدای)
په دُرُوزي دین کې د خدای مفهوم د یوه کلک او نه‌انکارېدونکي توحید په بڼه انځور شوی دی؛ ځکه د دوی په باور د انسان عقل د خدای د صفاتو د لویوالي له درک څخه عاجز دی. د دُروزیانو له اساسي ښوونو څخه په ډاګه کیږي چې خدای لوی، حاضر او له هر ډول صفت څخه لوړ دی.
دوی په دې دلیل چې د خدای پر وحدت ټینګ باور لري ټول صفات یې ترې حذف کړې دي. د دوی د عقیدې له مخې هیڅ داسې صفت نشته چې د خدای له ذات څخه دې بېل وي. خدای د علم، قدرت او عدالت له مخې نه بلکې د خپل ذات له مخې عالم، قادر او عادل دی. خدای «ټول وجود» دی، نه له وجود ورهاخوا کوم بل څه، او خدای په کوم داسې عرش نه دی ناست چې د هغه ذات محدود کړي. د خدای په اړه د «څنګه»، «څوک» او «چېرته» په څېر کلیمې یوه هم مصداق نه لري، خدای د درک وړ نه دی.
۲. د «حاکم بامرالله» الوهيت
د دُرُوزيانو د عقیدې تر ټولو لومړنی او تر ټولو خطرناک اصل د خلیفه فاطمې پر وړاندې د «حاکم بامرالله» د الوهيت دعوه ده. د دوی په باور خدای د حاکم په ذات کې تجلّي کړې او فاطمه پر ځمکه د خدای نښه او مظهر دی.
حمزه بن علي په خپلو «رسالو» کې حاکم د «رَبّ»، «خالق» او «القدیم» په نومونو ستایلی دی. دوی د «حاکم بامرالله» په الوهيت باور لري او عقیده لري چې بېرته راګرځي. کله چې وفات شو، نو دوی وویل چې دی غایب شوی دی او یوه ورځ به بېرته راستنیږي.
دوی په دې باور دي چې د دوی دین د ټولو پخوانیو دینونو او شریعتونو ناسخ دی، او له ټولو احکامو، عباداتو او د اسلام له دیني اصولو څخه منکر دي. د دوی ځینې معاصر مفکران هند ته د سفر کولو په مهال داسې تظاهر کوي چې ګواکې د دوی عقاید د هند له حکمت څخه اخیستل شوي دي.
دوی عقیده لري چې د تاریخ په اوږدو کې په انساني بڼه د خدای تجلّي څو وارې تکرار شوې ده او «حاکم» د خدای وروستۍ او بشپړه بڼه ده. دوی د حمزه د دعوت پر بنسټ چې له نهو پېړیو ډېر وخت پرې تېر شوی د خدای له ذاتي الوهيت څخه انکار کوي او پر ځای یې د «حاکم بامرالله» په الوهيت باور لري.
دوی همدارنګه په آخرالزمان کې د هغه په بېرته راتګ (رجعت) ایمان لري. دا ډول عقیده په ښکاره ډول د اسلامي د توحیدي ښوونو خلاف ده او د شرک او کفر مصداق ګڼل کېږي.
۳. د ارواحو پر تناسخ (د روح پر لېږد او تناسخ) باور
د دُرُوزي فرقې د عقایدو له جملې یوه یې هم د ارواحو پر تناسخ باور دی. د دوی په اند له مرګ وروسته د انسان روح له بدن څخه وځي او د بل نوي زېږېدلي ماشوم بدن ته داخلېږي.
دوی باور لري چې روح هېڅکله له منځه نه ځي، یوازې له یوه بدن څخه وځي او بل بدن ته داخلیږي. د جنت او دوزخ له مادي تصور څخه منکر دي؛ د دوی په نظر جنت د دروني رضایت او سکون نوم دی او دوزخ هغه کړاو دی چې روح یې په بل بدن کې د عذاب په ډول تجربه کوي. په بل عبارت د دوی په اند د انسان روح له مرګ وروسته له یوه بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي، د نیک انسان روح د خوشبخته انسان بدن ته لیږدول کیږي او د بد انسان روح د بدبخته انسان برخه ګرځي.
۴. د اسلامي مفهوم له مخې له آخیرت انکار: د دُرُوزي فرقې یو اصل دا دی چې له جنت، دوزخ، ثواب او عذاب څخه منکر دي.
۵. له قرآن کریم څخه انکار کوي؛
۶.‌ دوی خپل عقاید ډېرو لرغونو زمانو پورې تړي او پر فرعوني تمدن او هندي حاکمانو ویاړ کوي.
۷. تقیه (د باورونو پټول)
تقیه د دُرُوزي عقیدې له عملي ارکانو څخه شمېرل کېږي. دوی د خپل ځان، ټولنیز مقام او په اسلامي ټولنو کې د خپل نفوذ د ساتنې په موخه خپل باورونه پټوي. د مسلمانانو په حضور کې د مسلمانانو په څېر چلند کوي؛ خو کله چې د مسلمانانو له سترګو پنا شي نو بیا د خپلو ځانګړو عقایدو له مخې ژوند کوي. ډېری یې ان په ظاهره د اسلام تمثیل کوي (لکه د اسلامي نومونو کارول یا په دیني مراسمو کې ګډون کول) خو په وقعیت کې په اسلامي اصولو هېڅ باور نه لري. د عقایدو پټول او راز ساتل د دوی د دین له اساسي اصولو څخه شمېرل کیږي؛ دا عمل یوازې د تقیې له مخې نه ترسره کوي، بلکې د دوی د شریعت برخه ګڼل کېږي.
۸. دروزي فرقه د خپل منځته راتګ تاریخ ۸۰۴ هجري قمري کال ګڼي؛ هغه کال چې حمزه د حاکم الوهيت اعلان کړ.
۹. د قیامت تصور:
د دوی په باور له قیامت موخه د حاکم بېرته راتګ دی. دوی وایي چې حاکم بېرته راګرځي، کعبه به ورانوي، د ټولې نړۍ مسلمانان او عیسویان به له منځه وړي او د تل لپاره به پر دنیا حکومت کوي. مسلمانان به د دوی تر حاکمیت لاندې د جزیې په ورکولو سره تر ذلت لاندې ژوند کوي.
۱۰. دوی له ټولو پیغمبرانو او رسولانو څخه انکار کوي او (العیاذ بالله) «شیاطین» یې ګڼي. دوی باور لري چې حضرت عیسی علیه‌السلام په اصل کې د دوی داعي «حمزه» و چې په ځانګړې دوره کې یې فعالیت کاوه. د نورو ټولو ادیانو پلویان، په ځانګړې توګه مسلمانان خپل دښمنان ګڼي. د مسلمانانو وینه او مالونه مباح ګڼي او د وړتیا په صورت کې د مسلمانانو پر وړاندې خیانت او دوکه روا بولي.
۱۱. دوی په دې باور دي چې «حاکم» پنځه  پیغمبران رالیږلي دي:
۱. حمزه
۲. اسماعیل
۳. محمدالکلمه
۴. ابوالخیر
۵. بهاء
۱۲. د شریعت او اسلامي احکامو نفي
دُرُوزیان اسلامي شریعت ردوي او یوازې پر ظاهري بڼه یې ددې لپاره باور ساتي چې عام خلک پرې راضي وساتي. لمانځ، روژه، حج، زکات او د شریعت نور وجایب یې یا له منځه وړې دي او یا یې باطني تأویل وړاندې کړی دی. د دوی په باور دین یوازې د «عقلای خاص» لپاره دی نه د «عامو خلکو» لپاره. په ظاهري پر عوامو د عباداتو ترسره کول الزامي نه دي او د نخبګانو لپاره خو هېڅ معنا نه لري.
۱۳. د انسانانو طبقه‌بندي
له دیني پلوه د تېر په څېر د دُرُوزيانو معاصره ټولنه په دوو ډلو وېشل شوې ده:
الف: العقلاء (الموحدون یا روحانیان) هغه ځانګړې ډله ده چې د فرقې ټول اسرار د دوی په واک کې دي. دوی په درې کټګوریو وېشل کېږي: رئیسان، د قوم عاقلان او اجاوید. دا هغه ځانګړي کسان دي چې له دُرُوزي عقیدې څخه خبر دي او د باطني متونو د مطالعې اجازه لري.
ب: الجهّال (الجُهّال یا جسمانیان) هغه ډله ده چې د دنیوي چارو مسوولیت پر غاړه لري. دوی بیا په دوو برخو «امرا» او «جهال» وېشل کېږي. دوی د ټولنې هغه عوامه طبقه ده چې باید د اطاعت په موخه په جهل کې وساتل شي. دا ډول وېش د یو ډول شدیدې نخبه‌پالنې او فرقه‌پالنې څرګندونه کوي.
له ټولنیز پلوه دُرُوزیان له موجودو حکومتونو  متابعت نه کوي او یوازې د «شیخ‌العقل» او د هغه د استازو تابع دي.
د دوی په باور خدای عقلِ کُل پیدا کړ او د همدې عقل پر اساس یې نفسِ کُل ایجاد کړ او وروسته ټول مخلوقات له همدې نفسِ کُل څخه منشعب شول.
۱۴. د افراط ترحده تأویل:
دُرُوزیان د قرآن هر آیت او د شریعت هر حکم د خپلې طریقې له مخې تأویل کوي.
مثالونه:
  • لمونځ د پنځه وخته ریښتیني لمانځه پر ځای، له “حق” سره د روحاني نږدېوالي پنځه مرحلې ګڼي؛
  • حج د مکې سفر نه، بلکې د باطني امام پر لور یو دروني سفر بولي؛
  • زکات د مال د ورکولو په توګه نه، بلکې له زړه څخه د ناپاکو افکارو د پاکولو په بڼه تفسیروي.
دا ډول افراطي تأویل د اسلامي شریعت له عملي اړخ څخه د انکار کولو لامل شوی دی.
۱۵. هغوی د لمانځه، روژې، زکات او حج په څېر د هېڅ حکم یا عبادت پابند نه دي، بلکې د اسلام ټول اصول او شریعت په بشپړ ډول ردوي.
۱۶. له خپلې فرقې بهر د واده کولو مخالف دي. غیر هم‌کیشانو ته صدق ورکول او له هغوی سره مرسته کول حرامه ګڼي. طلاقې شوې ښځې ته اجازه نه ورکوي چې بېرته له خپل خاوند سره واده وکړي.
۱۷. دُرُوزیان د مسجد پر ځای په ځانګړو ځایونو کې چې دوی یې «خلوات» بولي، سره راټولېږي. هېچاته دې ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
۱۸. هغوی د لبنان د «حاصبيا» ښار په «خلوة‌البياضة» کې حج ادا کوي، او د سوریې د دمشق ولایت په «معلولا» کلي کې د حضرت مریم د کلیسا زیارت کوي.
۱۹. هیڅ درزي په وړوکوالي کې خپل ديني عقاید نه زده کوي او نه یې نورو ته بیانوي. یوازې هغه وخت د دین په زده کولو مکلف کېږي کله چې څلوېښت کلنۍ ته ورسېږي، ځکه د دوی په باور څلوېښت کلني د عقل عمر دی.
۲۰. باطن‌پالنه: دُرُوزیان باور لري چې ډېری هغه دیني ښوونې چې د پیغمبرانو، دیني مشرانو او آسماني کتابونو له خوا راغلي، پټې او باطني معناوې لري چې یوازې د عقل خاوندانو لپاره ساتل شوي دي. د دوی په اند ځینې ښوونې سمبولیکې او استعاري دي. د مقدسو کتابونو او دیني ښوونو فهم دوی په درې کچو وېشي:
۱.‌ ظاهري (ښکاره): هغه څه چې هر څوک یې لوستلی یا اورېدلی شي، د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ دي.
۲.‌ باطني (پټ): هغه څه چې یوازې د لټون او ژور فکر له لارې د زده کړې وړ دي، او څوک چې د تفسیر او معنا په لټه کې وي ورته رسېږي.
۳.‌ د پټو پټ (اناګوګ): دا هغه څه دي چې یوازې د ډېر کمو رښتینو پوهانو لپاره د لاسرسي وړ دي، هغه کسان چې په سمه توګه د نړۍ طبیعت درک کولی شي.
په همدې دلیل دُرُوزي فرقه د «باطني فرقو» له ډلې څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې دوی په تقیه، باطن‌پالنې او پټ ساتلو باور لري.
۲۱. د دُرُوزي فرقې رسمي عبادت یوازې د پنجشنبې په شپو ترسره کېږي. په دې شپو کې د ټولنې ټول غړي سره راټولېږي. لومړی د محلي چارو په اړه خبرې اترې کوي او تر هغې دوام ورکوي چې هغه کسان چې د دین له اسرارو څخه ناخبره دي («جهال» یا ناپوهان) رخصت شي. وروسته یوازې هغه کسان پاتې کېږي چې «عقال» (روښانفکران او د دیني متونو پېژندونکي) دي، څو دیني متنونه ولولي او مطالعه یې وکړي.
لنډیز
دُرُوزیان د خپل مذهب ریښې له هغو پخوانیو فلسفي او عرفاني روشونو سره تړلي ګڼي چې په بېلابېلو تاریخي دورو کې یې شتون درلود. لکه څنګه چې «کمال جنبلاط» د خپل کتاب «أضواء على مسلك التوحيد – الدرزية» په سریزه کې لیکي:
«زموږ په اند د توحید لاره د حکمت او عرفان له هغو لارو بېله نه شي ګڼل کېدای، کومې چې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې موجودې وې. دغه لارې چارې د لومړنیو موحدانو د ژوند برخه وه، له لرغوني مصر، هند، ایران، تبت، د دښتو شاتینیو سیمو، بابل، آشور، یونان، د مدیترانې ټاپوګانو او ساحلونو، وروسته په اسلام، له هغې مخکې په لومړني مسیحیت او آن تر هغې هم وړاندې (لکه څنګه چې د فلسطین د مرده سمندر په غارونو کې لیدل شوې دي) بڼه اخیستې وه. همدارنګه هغه عرفاني مذهبونه چې په ټوله لرغوني نړۍ کې خپاره شوي وو. حکمت په هیڅ زمان او مکان کې له یوه او بله نه جلا کیږي.»
 د جنبلاط په نوم یو دروز متفکر یوازې په دې خبره بسنه نه کوي؛ بلکې د یاد مذهب ریښې د هند له حکیمانو  سره تړي، دی وایي: «د هغو حیرانوونکو شیانو له جملې یو یې چې په دغو نسخو کې مو وموند، دا و چې د توحید دا لاره د هند او سند له حکیمانو سره تړاو لري. موږ تل په دې باور وو او اوس هم یوو چې حکمت په هر ځای او هر وخت کې یو شان دی؛ د هغه اصل نه بدلېږي، ځکه حقیقت یو دی، کشف یې یو دی، او د انسان روح او عقل هم یو دي.
موږ د هند له حکیمانو سره د موحدینو له اړیکې خبر وو، دوی هغوی ستایلي او د ځینو مبارکو څېرو یادونه یې کړې ده. په ځانګړي ډول مو د «بَلوهر حکیم» د کتاب کیسه تعقیب کړه، هغه کتاب چې د موحدینو تر منځ مشهور دی او د هغوی د نصیحتونو له کتابونو څخه شمېرل کېږي. موږ پوه شو چې موحدین په دې سیمو کې پر حقه دي، ځکه د انساني حکمت باطني او ظاهري نړیواله بڼه ورسره ده.»
د دروزي مذهب په اړه کوم لنډیز چې وړاندې شو نه یوازې د اسلام پر وړاندې، بلکې د عقل او منطق پر وړاندې خورا عجیب بغاوت دی، او د افراط او انحراف تر ټولو جدي بڼه ګڼل کیږي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version