لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)
الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ چې کښتۍ جوړه کړي (لکه مخکې یادونه وشوه) چې له هغه سره د مومنانو لپاره د ژغورلو وسیله وي. کله چې د کښتۍ جوړول پای ته ورسېدل، الله تعالی هغه ته امر وکړ چې له هر جنس څخه دوه ـ دوه (نر او ښځه) په کښتۍ کې واچوي. خدای جل جلاله وايي: “قُلْنَا احْمِلْ فِیهَا مِن كُلٍّ زَوْجَینِ اثْنَینِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَیهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ.”[1] ژباړه:« موږ وويل: له هر ډول څخه يوه يوه جوړه پکې سپاره کړه او خپله کورنۍ دې هم، پرته له هغو چې په اړه يې مخکې وينا شوې ده او هغه کسان هم (سپاره کړه) چې ايمان يې را وړی دی.»
الهي امر راغی او ویې ویل: “وَقَالَ ارْكَبُواْ فِیهَا بِسْمِ اللّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّی لَغَفُورٌ رَّحِیمٌ.”[2] ژباړه: «او ويې ويل (نوح عليه السلام): پکې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي او ودرېدل هم، بېشکه زما رب ډېر بخښونکی او مهربان دی.»
دا عبارت څرګندوي چې کښتۍ د الله تعالی د ارادې تابع ده، د هغې حرکت او درېدنه د الله تعالی په واک کې ده. کښتۍ د الله له ساتنې او پاملرنې لاندې ده، نه د انسانانو په واک او ځواک کې. انسانان په داسې یو څپانده سمندر کې چې څپې یې د طوفان په څېر را پورته کېږي، څه وړتیا لري چې د کښتۍ د حرکت او درېدنې واک په لاس کې ولري؟
بيا د طوفان خطرناکه او ستره صحنه را ورسېده، د دوی کښتۍ د غره په څېر څپو کې اړوي. په دې خطرناکه او د برخلیک ټاکونکې شېبه کې نوح علیه السلام پوهېږي چې د زامنو له جملې يې يو له دوی څخه جلا او له دوی سره نه دی. د زوی لپاره چې د پلار په زړه کې کوم احساس، پرېشاني او مينه وي، هغه د نوح عليه السلام په زړه کې د خپل زوی لپاره را ويښېږي او فرياد کوي. قران کریم دا صحنه په دې ډول انځوروي: “وَهِی تَجْرِی بِهِمْ فِی مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِی مَعْزِلٍ یا بُنَی ارْكَب مَّعَنَا وَلاَ تَكُن مَّعَ الْكَافِرِینَ.”[3] ژباړه: «او هغې به دوی د غره په شان څپو کې وړل او نوح خپل زوی ته ور نارې کړې چې په يوه ګوښه کې ولاړ و، زما بچيه! موږ سره سپور شه او له کافرانو سره مه کېږه.»
خو نافرمان زوی خپل اندېښمن پلار خبرې له پامه غورځوي او د ځوانۍ غرور یې دا را راسېدلي وحشتناک عظمت نه درک کوي او وايي: “قَالَ سَآوِی إِلَى جَبَلٍ یعْصِمُنِی مِنَ الْمَاء.”[4] ژباړه: «ويل يې: ډېر ژر به د غره سر ته لاړ شم چې له اوبو مې وساتي.»
بيا دا پلار چې له وحشت او الهي حکم له حقیقت څخه خبر دی، خپله وروستۍ چیغه کوي: “قَالَ لاَ عَاصِمَ الْیوْمَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِلاَّ مَن رَّحِمَ وَحَالَ بَینَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِینَ.”[5] ژباړه: «(نوح علیه السلام وول: نن د ا الله له حکم څخه څوک ژغورونکي نشته، پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وکړي او بيا يوه څپه د دواړو تر منځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونکو څخه شو.»
نه غرونه، نه سرپناه، نه هېڅ ساتونکی څوک ژغورلی شي، مګر دا چې الله تعالی رحم وکړي.
د نوح علیهالسلام د زوی برخلیک
په یوه شیبه کې صحنه بدلېږي او څپه هرڅه نیسي. الله تعالی وايي: “وَحَالَ بَینَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِینَ.”[6] ژباړه: او بيا يوه څپه د دواړو تر منځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونکو څخه شو.»
د خپل زوی په اړه خپل رب ته د نوح علیهالسلام فریاد
د هلاک شویو له هلاکت او د مومنانو له ژغورلو وروسته غږ وکړل شو: “وَقِیلَ یا أَرْضُ ابْلَعِی مَاءكِ وَیا سَمَاء أَقْلِعِی وَغِیضَ الْمَاء وَقُضِی الأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِی وَقِیلَ بُعْداً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِینَ.”[7] ژباړه: «او وويل شول: ای ځمکې! اوبه دې وزغمه(جذب کړه) او ای اسمانه بند شه! او اوبه کمې شوې، پرېکړه سرته ورسېدله او بېړۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلکو لپاره دې هلاکت وي.»
حضرت نوح علیه السلام د خپل زوی د هلاکت له امله چې د هلاک شویو له ډلې څخه و، حیرانېږي؛ نو خپل رب ته يې غږ وکړ او له هغه څخه یې د خپل زوی د هلاکت د لامل په اړه پوښتنه وکړه، سره له دې چې هغه د هغه له کورنۍ څخه و او ویې ویل: “وَنَادَى نُوحٌ رَّبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابُنِی مِنْ أَهْلِی وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِینَ.”[8] ژباړه: «نوح (عليه السلام) خپل رب ته غ وکړ، نو ويې ويل: ای زما ربه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی او ستا وعده رښتينې ده او ته له ټولو حاکمانو څخه لوی او غوره حاکم يې.»
د حضرت نوح علیه السلام دا پوښتنه له خپل رب څخه د الله تعالی پر وړاندې د اعتراض کولو موضوع نه ده (چې نوح علیه السلام به د خدای په کوم کار اعتراض وکړي) بلکې د استعلام او د حقیقت د څرګندېدو لپاره پوښتنه وه، د خپل زوی په اړه چې غرق شو. ویې ویل:”فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابُنِی مِنْ أَهْلِی.”[9] ژباړه:« او ويې ويل: زما ربه! زما زوی، زما له کورنۍ څخه دی.»
خدای جل جلاله وویل: «قَالَ یا نُوحُ إِنَّهُ لَیسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَیرُ صَالِحٍ.»[10] ژباړه:« ويې فرمایل: اې نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دی، هغه (خاوند) د بد عمل دی.)
یعني هغه د هغو کسانو له ډلې څخه نه دی چې ما یې د ژغورلو ژمنه کړې وه؛ ځکه چې ما يوازې ستا له کورنۍ څخه د مومنانو د ژغورنې ژمنه کړې وه؛ له همدې امله یې وویل: “وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَیهِ الْقَوْلُ”.[11] ژباړه:« او خپله کورنۍ دې هم، پرته له هغو چې په هکله يې مخکې وينا شوې ده.»
نو دا زوی د هغو کسانو له ډلې و څخه و چې د کفر او د خپل پلار نوح علیهالسلام د مخالفت له امله د غرقېدو حکم پرې صادر شوی و.[12]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] . هود: 40.
[2] . هود: 41.
[3] . هود: 42.
[4] . هود: 43.
[5] . هود: 43.
[6] . هود: 43.
[7] . هود: 44.
[8] . هود: 45.
[9] . هود: 45.
[10] . هود: 46.
[11] . هود: 40.
[12] . عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج2، ص248-447.
