لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)
پایله
د دې څېړنې اصلي نکات او خلاصه په لاندې ډول بیانوو؛
  • سیک دين؛ چې  بنسټ یې د پنځلسمې میلادي پېړۍ په جریان کې د «ګورو نانک» له‌خوا په هندوستان کې کېښودل شو، یو ځانګړی مذهب دی چې د اسلام او هندوېزم له ځینو ښوونو څخه الهام اخلي خو خپلواک هویت لري. یاد دین په یوه خدای باور، د انسانانو په یووالي، د مذهبي او طبقاتي توپیرونو په ردولو او د فردي او ټولنیز اخلاقو په پیاوړتیا ټینګار کوي. د دې مذهب مهمې ځانګړتیاوې عبارت دي له: د ویښتانو نه لنډول، د نشه‌یي توکو نه کارول، د رښتینولۍ او عدالت ساتل او د ښه چلند اصولو ته ژمنتیا؛ سیکان د خپلو ځانګړو نښو له مخې پېژندل کېږي، لکه اوږده وریښتان او د اوسپنې لاس‌بند په لاس کول، چې یاد موارد د خپل هویت د ساتنې لپاره مهم ګڼي
  • ګورو نانک په ۱۴۶۹ میلادي کال کې د پنجاب په سیمه کې وزېږېد. له کوچنیوالي څخه یې له زده‌کړو سره ځانګړې مینه لرله او د اسلامي او هندو ښوونو په یووالي سره یې د یوه نوي مذهب ــ د سیک آیین ــ بنسټ کېښود. هغه د ژورې روحاني تجربې وروسته د یووالي، یو خدای پرستۍ او د مذهبي او ټولنیزو تبعیضونو د ردولو پیغام خپراوه. ګورو نانک د خپلو پراخو تبلیغاتي سفرونو (اودیسې ګانو) په لړ کې ګڼو سیمو لکه؛ هند، منځني ختیځ او نورو ځایونو ته سفرونه وکړل، چې د سیک مذهب په پراختیا کې یې اساسي رول ولوباوه. د ژوند وروستیو کلونو کې هغه په کرتارپور ښار کې مېشت شو او په ۱۵۳۹ کال کې یې تر خپلې مړینې وړاندې  خپل ځایناستی وټاکه تر څو د ده لاره تعقیب کړي. د نانک مړینه له افسانو سره مله وه او د ده ډېری پیروان یې د الوهیت نښه بولي.
  • د یاد دین له بنسټګر (ګورو نانک) څخه وروسته، د دې ډلې ټول نهه ګوروګان یو په بل پسې راغلل او هر یو یې د سیک مذهب په جوړښت او پراختیا کې مهم رول ولوباوه.ګورو اَنگد د “ګورومکهې” لیکدود رامنځته کړ او د “لَنګر” نظام یې جوړ کړ، چې د برابرۍ او میلمه‌پالنې یو بنسټیز اصل شو. ګورو اَمر داس د طبقو نظام رد کړ، د ښځو د حقونو ملاتړ یې وکړ او د ټولنیز عدالت لپاره یې هڅې وکړې. ګورو اَرجن د سیکانو سپېڅلی کتاب (ادې ګرانت) تدوین کړ او د زرین معبد جوړولو کار یې بشپړ کړ، چې د سیک آیین یو مهم سمبول ګڼل کېږي.
ګورو هار ګوبیند د سیک ټولنې د دفاع لپاره نظامي جوړښت ته وده ورکړ او د روحانیت ترڅنګ یې د ځواک اهمیت هم وښود. ګورو ګوبیند سېنګ بیا سیکانو ته یو ځانګړی او خپلواک هویت ورکړ، د “خالصه” نظام یې بنسټ کېښود او د ظلم پر وړاندې د مقاومت شعار یې ورکړ، چې د سیک مذهب یو نوې پړاو پیل کړ.
له ګورو ګوبیند سېنګ وروسته، د دې مذهب روحاني مشري د سیکانو سپېڅلي کتاب (ادې ګرانت) ته وسپارل شوه او په دې توګه، سیک مذهب د یو خپلواک او ځانګړي هویت لرونکي دین په توګه پاته شو.
  • د سیک آیین سپېڅلي متون دوه کتابونه دي: (ادې ګرانت او دسم ګرانت) له دې منځه، آدي ګرنت د اصلي او تر ټولو مهم کتاب په توګه پېژندل کېږي. دا کتاب د ګوروګانو او عارفانو د سرودونو، ذکرونو او روحاني الهاماتو ټولګه ده، چې د سیکانو په منځ کې د الوهیت مقام لري او د ځانګړو تشریفاتو او درناوي سره لمانځل کېږي.
د سیکانو عبادات د همدې سپېڅلي متونو پر محور راڅرخي او لاندې موارد یې په  ورځني عبادت چارو کې شامل دي؛ د متونو تلاوت، ذکر، د روحاني سرودونو ویلو (کیرتن) او مراقبه، چې ټول د خدای په یاد او روحاني سکون متمرکز دي.
د اسلام له لیدلوري، د کوم کتاب، شی یا مخلوق عبادت یا د الوهیت مقام ورکول شرک ګڼل کېږي. اسلام یوازې الله تعالی د لمانځنې وړ بولي او هېڅ مخلوق، متن، یا شی د هغه ځای نه شي نیولی.
سربېره پر دې، د سیک آیین د ښوونو ترکیبي ماهیت، چې له اسلام او هندوېزم دواړو څخه یې الهام اخیستی، د اسلام له خاصې توحیدې عقیدې سره په ټکر کې دی. په اسلام کې د خدای د ذات حلول په مخلوقاتو، کتابونو یا مادی شیانو کې په کلکه رد شوی او هر ډول د الوهیت نسبت ورکول غیر اسلامي ګڼل کېږي.
که څه هم سیکان  د توحید یا یو خدای پاللو عقیده لري، خو د دوی دا توحید د اسلام له خالص او ناب توحید سره ژور توپیر لري. د اسلام له نظره، د سیکانو توحید نیمګړی ګڼل کېږي، ځکه چې دوی  خپل سپېڅلي کتاب آدي ګرنت ته د الوهیت مقام ورکوي او د ځانګړو تشریفاتو سره یې لمانځي، چې دا د خالص توحید له اصولو سره په ټکر کې دی. سربېره پر دې، د سیک  مذهب ځینې ښوونې د هندوېزم له عقایدو اغېزمنې شوې دي او په کې داسې مفکورې شته چې له اسلامي توحید سره په بشپړ تضاد کې قرار لري. په اسلام کې ریښتینی توحید یوازې هغه وخت پوره کېږي چې انسان په بشپړ اخلاص سره یوازې الله تعالی ولمانځي، هر ډول شریک او منځګړی رد کړي او د ټولو پېغمبرانو ښوونې ومني. له همدې امله، که څه هم سیکان ځانونه واخد خدای پرسته بولي، خو د دوی عقیده د اسلام له نظره بشپړه نه ده او د توحید له خالص مفهوم سره په بنسټیزه توګه توپیر لري.
  • د سیکانو باور د دې پر بنسټ ولاړ دی چې خدای په مخلوقاتو کې حلول کوي او د خالق او مخلوق ترمنځ واسطه لرل ضروري دي، خو دا نظر د اسلامي توحید له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی. په اسلام کې الله تعالی له هر ډول مشابهت او ورته‌والي څخه پاک ګڼل شوی او هېڅ مخلوق د هغه په ذات، صفاتو او قدرت کې شریک نه ګڼل کېږي. اسلام هر ډول منځګړیتوب او واسطه په کلکه ردوي او ټول عبادات یوازې الله ته ځانګړي کوي.
  • سربېره پر دې، د سیک آیین دا ادعا چې خدای په بشپړ ډول نشي ستایل کېدای؛ د اسلام له هغه عقیدې سره په تضاد کې ده چې د الله صفات په قران کریم او سنتو کې روښانه بیان شوي دي. اسلام باور لري چې د خدای صفات پېژندل کېږي، که څه هم د هغه ذات د بشپړ درک وړ نه دی.
همدا توپیرونه څرګندوي چې د سیکانو توحید نیمګړی دی او د شرک له عناصرو سره ګډ دی، په داسې حال کې چې اسلام پر خالص،  سپېڅلي او بې‌انحرافه توحید ټینګار کوي، چې په کې یوازې الله د لمانځنې وړ دی او هېڅ شریک، منځګړی او حلول پکې نه منل کېږي.
  • اسلام د قران کریم د آیتونو، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو او د علماوو د اجماع پر بنسټ په څرګنده توګه باور لري چې نبوت د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په راتګ سره ختم شوی او له هغه وروسته د نبوت هره ادعا باطله او کفر ګڼل کېږي. اسلام ټینګار کوي چې د نبوت مقام یوازې هغه چا ته ورکول شوی چې الله تعالی یې خپله غوره کړي وي او دا یو خالص الهي موهبت دی، نه د انسان په هڅو، ریاضت او روحاني تجربو ترلاسه کېدونکی مقام.
په همدې اساس، د سیک مذهب  هغه نظر چې ګواکي نبوت د ریاضت، مراقبې او روحاني تجربو له لارې اکتسابي کېدی شي، د اسلام له عقیدې سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی. اسلام دا ډول مفکوره په کلکه ردوي او څرګندوي چې نبوت نه د انسان په غوښتنه تر لاسه کېږي او نه د ریاضت په پایله کې، بلکې یوازې د خدای په اراده او د هغه د غوره کولو له مخې ورکول کېږي.
  • سیکان په دې باور دي چې د انسان روح له مرګ وروسته بېرته نوي جسد ته داخلېږي او دا بهیر تر هغه دوام لري څو چې روح د رستګارۍ یا نجات درجې ته ورسېږي؛ دې عقیدې ته تناسخ ویل کېږي. خو اسلام د تناسخ عقیده په کلکه ردوي او دا د قرآن کریم، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنت او د علماوو د اجماع له څرګندو ښوونو سره په ټکر کې ده.
په اسلام کې د معاد عقیده یو له بنسټیزو اصولو څخه ده. د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې په څرګنده توګه ویل شوي چې انسانان د مرګ وروسته دې نړۍ ته نه راګرځي، بلکې د مرګ وروسته د برزخ ژوند پیل کېږي او بیا په قیامت کې د ټولو خلکو بیا ژوندي کېدل حتمي ده. هلته به هر څوک د خپلو کړنو مطابق ثواب یا عذاب ویني. سربېره پر دې، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په ګڼو احادیثو او د اسلامي علماوو په اجماعي نظر کې په ډاګه بیان شوي چې د تناسخ عقیده یو باطل، خرافاتي او د حقایقو خلاف باور دی چې د هندويیزم او نورو باطلو مذهبونو څخه سرچینه اخلي.بناءً، د سیک آیین د تناسخ باور د اسلام له اصولو سره په بشپړه توګه ناسازګار دی، ځکه اسلام د مرګ وروسته د روح بېرته دې نړۍ ته راتګ ردوي او پر اخرت، حساب، جزا او سزا ټینګار کوي، چې د خالص توحید او حقایقو سره سمون لري.
  • په اسلام کې د غیبو علم؛ یعنې د پټو چارو او راتلونکو پېښو پوهه، یوازې د الله تعالی ځانګړی حق دی او یوازې د هغه په اذن سره نبیان د غیبو له یوې برخې خبرېدلای شي. دا باور د اسلامي ایمان له بنسټیزو اصولو څخه دی. برعکس، د سیک مذهب ګوروګان د غیب د پوهې ادعا کوي او باور لري چې د راتلونکو پېښو او پټو چارو خبر ترلاسه کولای شي، خو دا عقیده د اسلام له ښوونو سره په ښکاره ټکر کې ده. اسلام له الهي وحیې پرته هر ډول د غیبو ادعا باطله او د شرک نښه ګڼي، ځکه یوازې الله د غیب پوهه لري او حتی د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم پرته له وحیې د غیب ادعا نه کوله.
  • مخکنئ برخه

سرچینې او اخځونه
  1. القرآن الکریم.
  2. الآلوسی، شهاب الدین السید محمود، تفسیر روح المعانی، دارالکتب العلمیة-بیروت، ۱۴۱۵ه.
  3. الدمشقی، اسماعیل بن عمر بن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، دارالکتب العلمیة-بیروت، ۱۴۱۹ ه.
  4. القرطبی، ابوعبدالله محمد بن احمد، تفسیر الجامع لاحکام القرآن، دارالکتب المصریة-القاهرة، ۱۳۸۴ ه.
  5. الزحیلی، وهبة، تفسیر المنیر، دارالفکر، دمشق-سوریة، ۱۴۱۱ه.
  6. البخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، دار طوق النجاة-بیروت، ۱۴۲۲ ه.
  7. النيسابوري، مسلم بن الحجاج، صحيح مسلم، دارالطباعة العامرة-ترکیا، ۱۳۳۴ه.
  8. احمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، الطبعة الاولی، الناشر: موسسة الرسالة، ۱۴۲۱ م.
  9. النیسابوری، محمد بن عبدالله الحاکم، المستدرک علی الصحیحین، الطبعة الاولی، دارالکتب العلمیة-بیروت، ۱۴۱۱ ه.
  10. الهندی، علاء الدین، کنزالعمال في سنن الاقوال و الافعال، الطبعة الخامسة، الناشر: موسسة الرسالة، ۱۴۰۵ هـ.
  11. الطحاوی، ابی جعفر، متن العقیدة الطحاویة، الطبعة الثانیة، المکتب الاسلامی-بیروت، ۱۴۱۴ هـ.
  12. الرازی، محمد بن عمر الملقب بفخرالدین، معالم أصول الدین، دارالکتاب العربی-لبنان.
  13. العقل، ناصر بن عبدالکریم، شرح العقیدة الصحاویة، بی‌جا.
  14. البراک، عبدالرحمن بن ناصر، شرح العقیدة الطحاویة، دار التدمریة، ۱۴۲۹ ه.
  15. مجموعة من المؤلفین، موسوعة الملل والأديان، الناشر: موقع الدرر السنیة، ۱۴۳۳ ه.
  16. جامعة المدینة، الأديان الوضعیة، الناشر: جامعة المدینة، ۱۴۳۳ ه.
  17. مجموعة من المؤلفین، الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة، الطبعة الرابعة، دارالندوة العالمیة للطباعة و النشر، ۱۴۲۰ ه.
  18. الشلبي، رءوف، الادیان القدیمة فی الشرق، دارالشروق.
  19. الشهرستانی، ابوالفتح محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، دارالمعرفة، بیروت، ۱۹۸۲م.
  20. السحیل، نادر بن صقر، طائفة السیخ عرض ونقد، الناشر: جامعة الملک سعود، ریاض-السعودی، ۱۴۲۵ ه.
  21. الطریحی، محمد سعید، السیخ عقائدهم وتاریخهم، دارنینوی للدراسات والنشر، سوریه-دمشق، ۱۴۳۰ ه.
  22. الآلوسی، همام هاشم، السیخ فی الهند صراع الجغرافیا والعقیده، الطبعة الأولی، الدارالدولیة للاستثمارات الثقافیة، ۲۰۰۱ م.
  23. العموش، بسام، طائفة السیخ وموقف الاسلام منها، بی‌جا، ۲۰۰۳ م.
  24. الخطیب، محمد، تناسخ الارواح، اصوله وحکم الاسلام فیه، الناشر: جامعة الاردنیة، ۱۹۹۲ م.
  25. الکیک، مصطفی، تناسخ الارواح، الاسکندریة، ۱۹۷۱م.
  26. امین، احمد، ضحی الاسلام، لجنة التألیف والترجمة، القاهرة، ۱۹۳۸م.
  27. عبدالحمید، د. عرفان، الفلسفة الاسلامیة (دراسة ونقد)، موسسة الرسالة، بیروت، ۱۹۸۴م.
  28. ابوالهیثم، الاسلام فی مواجهة الباطنیة، دارالصحوة، القاهرة، ۱۹۸۵م.
  29. السامرائی، د. عبدالله سلوم، الغلو والفرق الغالیة فی الحضارة الاسلامیة، دار واسط للنشر، بغداد، ۱۹۸۲م.
  30. البوطی، د. محمد سعید رمضان، کبری الیقینیات الکونیة، دارالفکر.
  31. عطار، احمد عبدالغفور، الدیانات والعقائد فی مختلف العصور، مکة المکرمة، ۱۹۸۱م.
  32. ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، الفرقان بین اولیاء الرحمن واولیاء الشیطان، دارالبیان-دمشق،
  33. اوئن کول، ویلیام، سیک‌ها و معتقدات مذهبی و رویۀ آنان، ترجمه محمود فیروزنیا، بی‌جا.
  34. محمد الشیبانی، الهندوس والسیخ، بی‌تا، بی‌جا.
  35. هیوم، رابرت ارنست، ادیان زنده جهان، ترجمه: عبدالرحیم گواهی، انتشارات مرکز پژوهش ادیان، تهران، ۱۳۸۶.
  36. قراپی، فیاض، ادیان هند، انتشارات دانشگاه فردوسی، مشهد-ایران، ۱۳۸۴.
  37. ن. فخر (۱۳۹۳)، سفر به دل ادیان، بی‌جا، بی‌تا.
  38. الاشقر، عمر بن سلیمان، الرسل والرسالات، مکتبة الفلاح للنشر والتوزیع-کویت، ۱۴۱۰ ه.
  39. قاضی عیاض، الشفاء بتعریف حقوق المصطفى، دارالفیحاء-عمان، ۱۴۰۷ ه.
  40. الانصاری، ابن منظور، لسان العرب، دار الکتاب العربی- لبنان.
  41. الفیومی، المصباح المنیر فی غریب الشرح الکبیر، المکتبة العلمیة-بیروت.
  42. مجمع اللغة العربیة، القاهرة، المعجم الفلسفی، عالم الکتب، بیروت، ۱۹۷۹م.
  43. مجمع اللغة العربیة، المعجم الوسیط، دار عمران، بیروت، ۱۹۷۹م.

Leave A Reply

Exit mobile version