لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)
ج) د اسلام له نظره د یاد باور نقد
داکټر ناصر بن عبدالکریم العقل د اسلامي عقیدې د علم مخکښ عالم د علامه طحاوي رحمه الله د یادې جملې په اړه داسې وايي: دلته علم په دوو برخو وېشل شوی دی، شته علم او ورک علم.
ورک یا غیبي علم په لاندې څو ټکو کې را خلاصه کیږي؛
-
دقَدر (تقدیر) مسأله:
ټول تقدیر هغه پټ علم دی چې انسان ورسره هېڅ ډول اړیکه نه لري. بشر یې په پلټنه مکلف نه دی، بلکې یوازېنی ماموریت یې دا دی، چې په دې برخه کې په بشپړه توګه تسلیم وي. د تقدیر په اړه قرآنکریم او احادیث ډېر روښانه او ښکاره بیانونه لري، چې نه پرې زیاتونه کېدای شي او نه هم څه ترې کمېدای شي.
-
غیبي چارې په عمومي ډول
هر څه چې د الله تعالی په ذات، صفاتو او افعالو پورې تړاو لري او یا هغه غیبي خبرونه چې موږ ته د وحیې او روایت له لارې رارسېدلي دي؛ لکه د آخرت حالات، راتلونکي پېښې او هغه شیان چې د انسان د حواسو او عقل له درک څخه بهر دي، ټول د علم مفقود یا غیبي علم برخه ګڼل کېږي. انسان ته سپارښتنه شوې چې د دې په لټه کې نه شي او نه یې دې پلټنه کوي؛ ځکه چې په دغو چارو کې ښکېلتیا ځان په تکلف اچول او ګناه بلل کېږي. [1]
-
د علم مفقود دعوه کول کفر دی؛ ځکه دا د غیب د علم ادعا ده. د بېلګې په توګه، د الله تعالی د صفاتو د کیفیت په اړه پوښتنه کول کفر ګڼل کېږي، ځکه دا د الله په اړه خبرې کول دي پرته له دې چې علم پرې ولري. کله چې له امام مالک رحمهالله وپوښتل شول: «الله تعالی څنګه په عرش باندې استوا کړې ده ؟» هغه وفرمایل: «الاستواء معلوم، والكيف غير معقول، والإيمان به واجب، والسؤال عنه بدعة.»یعنې: «استوا معلوم ده، د هغې کیفیت د عقل له درکه بهر دی، په دې ایمان راوړل واجب دي او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی.» [2]
د غیب او تقدیر په اړه ژورې پوښتنې کول او بحثونو ته ننوتل د شریعت له نظره منعه دي. ډېر عالمان د دغو مسایلو څېړنه د ګمراهۍ لامل ګڼي؛ ځکه د انسان عقل د غیبي چارو ټول اړخونه نشي درک کولای او د دې موضوعاتو په اړه پلټنه انسان د توهم، ناسم فهم او حتّی د عقیدې د انحراف پر لور بیايي.
خدای تعالی هم په قرانکریم کې د دې چارو په اړه له بحثونو او پلټنو څخه منعه کړې ده، الله تعالی فرمايي: “فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا”[3] ژباړه: او تاسي هم خپله برخه مزې چړچې هماغسي وکړې لكه چې هغوى کړي وې. او په هماغسي خبرو اترو کې تاسي هم بوخت شوئ لكه چي هغوى په کښي بوخت شوي ول.
په دې آیت کې، الله تعالی موږ او ټول امتونه له دې څخه منع کړي یو چې د پخوانیو قومونو په څېر په بېګټې شخړو او بحثونو کې ځان ښکېل کړو؛ ځکه چې د قَدر په موضوع کې ننوتل د عقیدوي انحرافاتو ټولې دروازې پرانیزي.
هیڅ څوک په دې موضوع کې له ژورو بحثونو ورسته سم نه دی پاته شوی او انحراف یې کړی دی، ځکه چې د «قدر» بنسټ پر تسلیم والي ولاړ دی. نور غیبي امور هم همداسې دي، خو د قضا او قدر مسأله تر ټولو ستونزمنه او پېچلې ده او خلک ډېر په دې اړه بحثونه کوي. د دېرو امتونو د ګمراهۍ اصلي لامل همدا د قضا او قدر په مسأله کې بې ځایه پلټنه او ژور بحثونه وو. [4]
واندوینه هم په دوه ډوله ده:
-
هغه پېشبیني چې د علتونو او علم پر بنسټ ولاړه وي – دا ډول د شریعت له نظره منل شوې ده؛ ځکه چې پر منطقي او علمي بنسټ ولاړه ده.
-
هغه اټکل او وړاندوېنه چې پرته له علم او اسبابو ترسره کېږي – دا ډول مردوده او باطله ده، ځکه دا د غیب د علم ادعا ده، چې یوازې الله تعالی ته ځانګړې ده.
نو له شک پرته هغه وړاندوینې او غیب چې سیکان پرې باور لري، د باطل کهانت له ډولونو څخه ده او له علمي وړاندوېنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري. ځکه علمي اټکل د وسایلو او انساني علم له لارې ترسره کیږي.
لکه د بېلګې په توګه، د هوا حالاتو اټکل کې؛ خلک د باران یا واورې د اورېدو، د باد د لوري، د تودوخې د بدلون او نورو هوا حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او د دې پر بنسټ خپل ورځني کارونه سموي؛ لکه د کور څخه وتل، سفر کول، د جامو ټاکنه او د منفي پایلو پر وړاندې ممکنه چمتووالی.
په ورته ډول د علمي اټکلونو له ډلې څخه یو هم اقتصادي برخه ده؛ لکه د بیو پورته کېدل او ښکته کېدل، د بازارونو رشد او رکود، او د اسعارو د تبادلې د کچې بدلون. د دغو معلوماتو پر بنسټ خلک خپلې اقتصادي چارې تنظیموي؛ لکه پېر او پلور، سپما کول، لګښت کول، د پیسو تبادله او د معاشونو لوړول.
په همدې ډول، د منل شوو علمي پېشبینیو له ډلې څخه د ساینسپوهانو هغه وړاندوینې هم دي چې د ځانګړو ناروغیو د درملنې د موندلو یا د نوېو ناروغیو د راڅرګندېدو په اړه کېږي. دا نوې ناروغۍ کېدای شي د ځانګړو حالاتو له امله رامنځته شي؛ لکه د اوزون د طبقې سوري کېدل، د کرهڼې په هورموني خوړو کې ککړتیا، یا د تخمونو په کيمیاوي درملو کې کارېدونکي مضره مواد. [5]
دا او ورته نور اټکلونه اړین او ګټور دي، ځکه چې د انسانانو لپاره خبرتیا ده، لکه؛ د زلزلې د یا دسیلاو د راتګ خبرتیا.
خو کوم اټکلونه چې زموږ مطلب دي، هغه د سیکانو او ځیني خرافاتي شیخانو وړاندوېینې دي، چې د الله تعالی له نازل کړو مواردو سره هېڅ تړاو نه لري.
خدای تعالی فرمايي: «قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَالله»؛[6] او همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وايي؛ «ما المسئول عنها بأعلم من السائل»؛[7]
نو ځکه، موږ ته پکار ده چې په ټوله وړتیا او ځواک سره د دغو خرافاتو پر وړاندې ودریږو؛ په ځانګړي ډول ځکه چې ډېر شمېر دجالان او فرصت طلبه، د خلکو له ساده توب او د ایمان له کمزورۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغوی شتمنۍ لوټي. دا هغه کسان دي چې د راتلونکې د پېژندلو یا د ځانګړو ناروغیو د درملنې په لټه کې د خلکو احساساتو سره لوبې کوي.
په دې اړه بېشمېره کیسې روایت شوي دي او دا کړنې د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې خپرې شوې دي. پر ټولو هغو کسانو چې د اسلام د عزت او د حق د ساتنې مینه لري، لازمه ده چې د اسلامي شعور په خپرولو، د حقایقو په څرګندولو او د خلکو د سمې لارښوونې په وسیله د دغو دجالانو او دروغجنو پر وړاندې پیاوړې مبارزه وکړي او د خالصې اسلامي عقیدې دفاع وکړي.
دوام لري…..
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. ناصر العقل، شرح العقیدة الطحاویة، ص ۵۴.
[2]. عبدالرحمن بن ناصر، شرح العقیدة الطحاویة، ص ۱۷۸.
[3]. التوبة: 69.
[4]. ناصرالعقل، شرح العقیدة الطحاویه، ص ۵۴.
[5]. بسام العموش، طائفة السیخ وموقف الاسلام منها، ص ۱۵۶.
[6]. الملك: 26.
[7]. ابوداود، ش ۴۶۹۵.