لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (یووېشتمه برخه)
د سیک دین عقاید او پر هغو نقد
  • په پټو (غیبو) علم او له راتلونکو پېښو خبرتیا
الف: د غیب علم تعریف او اهمیت
غیب هغه پټو چارو ته ویل کیږي، چې د انسان له حواسو او درک څخه پټ وي، لکه راتلونکې پېښې.
په دیني اصطلاح کې هغو پېښو ته غیب ویل کیږي، چې د انسان له پوهې بهر وي او یوازې خدای تعالی پرې خبر وي او که خدای تعالی وغواړي نو یوه برخه یې د خپلو پیغمبرانو په توسط ښکاره کوي.
په غیبو او تقدیر داسې ایمان، چې یوازې الله تعالی پرې پوهیږي، د ایمان له اساسي ارکانو څخه دی او که څوک د غیبو د پوهې ادعا وکړي نو د بنده ګۍ د حدودو د تجاوز له امله کافر بلل کیږي او د ایمان له دائرې وځي.
ب) د غیب علم په اړه د سیک دین د پیروانو باور
د سیک دین پیروان په دې باور دي، چې د دوی دیني پیشوایان (ګورو) له راتلونکو پېښو او پټو چارو څخه خبر دي، یعنې دوی یادو کسانو ته د غیبو  د علم په درلودو قایل دي او باور لري، چې له راتلونکو پېښېدونکو چارو څخه خبر لري.
ج) د اسلام له نظره د دې باور نقد
اسلام له الله تعالی پرته د بل هر چا له لوري د غیبو د پوهېدو ادعا په صراحت سره رد کړې ده او څوک چې د دې پوهې دعوه کوي د اسلام له نظره کافر او مشرک ګڼل کیږي. ان پیغمبران هم په خپله په مستقل ډول د غیب علم نه لري، بلکې دوی یوازې له هغو پټو چارو څخه خبریږي چې خدای تعالی یې وغواړي، دوی پرې خبر کړي.
نو په همدې اساس د غیبو علم د خدای تعالی لپاره خاص دی او له هغه پرته هېڅوک لاره ورته نه لري، البته که چېرته خدای تعالی وغواړي په یوې برخې یې څوک خبر کړي.
خدای تعالی په دې اړه فرمايي؛ «عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلَّا مَنِ ارْتَضَىٰ مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا»؛[1] ژباړه: هغه په غيبو عالم دی، په خپلو غيبو باندې څوك نه خبروي، پرته له هغه استازي څخه چې الله ځني راضي وي (او د غيبو د څه علم وركولو لپاره يې غوره کړي وي)، نو په یقیني توګه، د هغه (پېغمبر) مخکې او شا ته الله ساتونكي او څارونكي ټاكي.
دا آیت د کهانت، ستورپوهنې (نجوم) او جادو د دعوو د بطلان دلیل دی؛ ځکه د دې چارو دعوه کوونکي پرته له کومې شرعي یا عقلي نښې د غیب د علم دعوه کوي. همدارنګه دا آیت پر دې هم دلالت کوي؛ هغه انسان چې د نبوت مقام لپاره غوره شوی وي، کېدای شي د الله تعالی په اجازه د غیبو له یوې برخې خبر شي؛ خو د کا‌هِنانو او ستورپوهانو علم له ګومان، اټکل او تخمین پرته بل څه نه دی او د غیب په علم کې نه راځي. هغه علم چې ځینو اولیاوو ته ورکول کېږي او هغه کرامتونه چې د هغوی په لاس څرګندېږي، د هغو الهامونو له ډولونو څخه دي چې پرښتې یې د هغوی زړونو ته ور اچوي؛ خو دا الهام د پیغمبرانو د علومو په پرتله په ټیټه مرتبه کې دی. [2]
د دې ایت په تفسیر کې علامه قرطبي رحمه الله وايي: د دې ایت موخه دا ده، چې خدای تعالی له هغه چا پرته چې نبوت ورکوي، بل څوک په غیبو نه خبروي او داسې افراد چې خدای تعالی یې غواړي له غیبو څخه یې خبر کړي د دوی د نبوت لپاره دلیل او نښه ورکوي.
اسلامي پوهانو رحمهم الله وايي: دا چې الله تعالی خپل ذات د غیب په علم ستایلی او دا یې یوازې ځان ته ځانګړی ګڼلی دی، نو دا د دې څرګند دلیل دی چې هېڅوک پرته له هغه د غیب علم نه لري. وروسته بیا الله تعالی استثنا کړې او هغه کسان یې چې د نبوت لپاره یې غوره کړي، له دې قاعدې جلا کړي دي او د خپل غیب له هغې برخې چې غوښتلي یې دي، د وحیې له لارې هغوی ته سپارلي دي؛ او دا یې د هغوی د نبوت د رښتینوالي نښه او معجزه ګرځولې ده. خو منجمان او هغه کسان چې د دوی لارې تعقیبوي؛ لکه هغه څوک چې په ډبرو فالونه ګوري، په کتابونو کې پلټنه کوي، یا د مرغانو له الوتنې فال اخلي ـ له دې قاعدې هېڅکله مستثنا نه دي او د الله تعالی د خوښو کړو رسولانو په لړ کې نه شمېرل کېږي چې د غیب پر علم خبر شي؛ بلکې هغه دروغجن، دوکه بازان  او  پر الله تعالی کافر دي. [3]
علامه قرطبي رحمه الله له ځینو علماؤ څخه روایت کوي، چې  د غیب ویونکو او کاهنانو باطل باورونه یې ننګولې دي. هغوی وايي: «کاش پوه شم چې منجم به د هغې بېړۍ په اړه څه وایي چې زر کسان په بېلابېلو حالاتو پکې سپاره وي ـ پاچا او رعیت، عالم او ناپوه، شتمن او فقیر، زوړ او ځوان ـ هر یو د بېلابېلو بختونو (طالع) او د زېږون د وختونو پر بنسټ، او د ستورو د بېلابېلو درجو سره. ناڅاپه ټول په یوه شېبه کې غرق شي. نو که منجم (چې الله دې یې خوار کړي) ووایي: د بېړۍ بخت د غرقېدو لامل شو، نو دا طالع به د ټولو هغو  بختونو پر وړاندې درېدلې وي چې د هر شخص د جلا زېږون پر اساس جوړ شوې وې او ټول به یې باطل کړي وي. نو ځکه، د موالیدو (زېږونونو) په علم کې هېڅ ګټه نشته او نه پرې د چا بدمرغي یا نېکمرغي پېژندل کېدای شي. په دې صورت کې، پرته له دې چې د قرآن مخالفت وشي، بله پایله نه لري. او په داسې حال کې د منجم وینه هم د هغه د دروغجنو دعوو له کبله حلاله ده [4]
شاعر څومره غوره خبره کوي؛
حَكَمَ المُنَجِّمُ أَنَّ طَالِعَ مَولِدِي                     يَقْضِي عَلَيَّ بِمِيتَةِ الغَرَقِ
 قُلْ لِلمُنَجِّمِ صُبْحَةَ الطُّوفَانِ هَلْ                  وُلِدَ الجَمِيعُ بِكَوْكَبِ الغَرَقِ؟
ژباړه: منجم حکم وکړ، چې زما د زېږون ورځې په اوبو کې زما د ډوبېدو پرېکړه وکړه؛ نو منجم ته ووایه، چې د نوح د طوفان په ورځ، آیا ټول خلک د ډبېدو د ستورې لاندې نړۍ ته راغلې وه؟![5]
خدای تعالی د غیبو علم ځان ته خاص کړی دی او په دې ایت کې یې پنځه غیبي امور شمېرلي، چې یوازې دی خپله ترې خبر دی.
«إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ»؛[6] ژباړه: په یقیني توګه، د هغه ساعت (قيامت) علم له الله سره دى، هماغه باران وروي، هماغه پوهیږي چې د ميندو په ګېډو كې څه روزل کیږي، هيڅ يو نفس نه پوهیږي چي سبا هغه د څه كار كوونكى دى؛ او نه څوك په دې خبر دی چې په كومه ځمکه كې هغه ته مرګ راتلونكى دى. یوازي الله په هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې تر ټولو غوره پیغمبر دی، د ټولې نړۍ لپاره مبعوث شوی او ځانته ځانګړی شریعت لري هم هېڅکله د غیبو د پوهې ادعا نه ده کړې او خدای تعالی هم دا ځانګړنه نه ده ورته خاص کړي، خو په ځینو مواردو کې خدای تعالی له خپلې ارادې سره سم ځينې غیبي چارې ورښکاره کړې دي.
نو په داسې حال څنګه کېدای شي، چې عادي او باطل مسلکه افراد لکه؛ کاهنانان، منجمان او د سیک ډلې ګوروګان د غیبو د پوهې دعوه وکړي؟! خدای تعالی د رسول الله په اړه فرمايي: «قُلْ لَا أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ…»؛ [7] ژباړه: [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: “زه تاسي ته دا نه وايم چي زما سره د الله خزانې دي. نه زه د غيبو علم لرم. همداشان فرمايي؛ «وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ»؛[8] ژباړه: دغه (محمد ص) له خپل نفسي خواهش څخه خبرې نه کوي؛دا (قُرآن) خو يوه وحيي ده چې پر هغه نازليږي.
علامه طحاوي رحمه الله د (ورکو پېښو پوهه یعنې له تقدیر او غیبي چارو څخه خبرتیا په صراحت سره رد کړې ده او څوک چې داسې ادعا کوي د کافرانو په ډلې کې یې شمېرلي دي، نوموړی په عقیدة الطحاویه کې وايي: «لِأَنَّ الْعِلْمَ عِلْمَانِ: عِلْمٌ فِي الْخَلْقِ مَوْجُودٌ وَعِلْمٌ فِي الْخَلْقِ مَفْقُودٌ، فَإِنْكَارُ الْعِلْمِ الْمَوْجُودِ كُفْرٌ، وَادِّعَاءُ الْعِلْمِ الْمَفْقُودِ كُفْرٌ، وَلَا يَثْبُتُ الْإِيمَانُ إِلَّا بِقَبُولِ الْعِلْمِ الْمَوْجُودِ وَتَرْكِ طَلَبِ الْعِلْمِ الْمَفْقُودِ.»؛[9]
ژباړه: ځکه چې علم دوه ډوله دی، یو هغه چې د مخلوقاتو په منځ کې شته او بل هغه چې ورک دی (یعنې یوازې له خدای تعالی سره دی). د شته پوهې انکار کفر دی او همداشان د ورک یا مفقود علم ادعا هم کفر دی او ایمان د شته علم له منلو او د ورک علم د غوښتنې له ترک پرته نشي ثابېتېدای.
دوام لري…..

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. جن: ۲۶-۲۷.

[2]. وهبة الزحیلی، تفسیر المنیر، ج ۲۹، ص ۱۸۲.

[3]. محمد القرطبی، تفسیر قرطبی، ج ۱۹، ص ۲۸.

[4]. همان، ج ۱۹، ص ۲۸.

[5]. همان، ج ۱۹، ص ۲۸.

[6]. لقمان: 34.

[7]. سورۀ انعام، آیه ۵۰.

[8]. النجم: ٣-٤.

[9]. العقیدة الطحاویة، ص ۵۲.

Leave A Reply

Exit mobile version