ليکوال: م فراهي توجگي
امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (اوومه او وروستی برخه)
ښو ته د خلکو را بلل او له بدو منع کول
قرآن کريم اسلامي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې دوه ډلې د معروف د خپرېدو او د منکر د له منځهتلو په وړاندې خنډ ګرځي:
لومړۍ ډله ابليس او شيطانان دي چې ټولنه د بدۍ او ګناه پر لور بيايي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «اِنَّما يَأمُرُكُم بِالسُّوءِ والفَحشاءِ واَن تَقولوا عَلَى اللّهِ ما لاتَعلَمون» [بقره: ۱۶۹] «الشَّيطـنُ يَعِدُكُمُ الفَقرَ ويَأمُرُكُم بِالفَحشاءِ واللّهُ يَعِدُكُم مَغفِرَةً مِنهُ و فَضلاً واللّهُ وسِعٌ عَليم» [بقره: ۲۶۸]
قرآن کریم مؤمنانو ته خبر ورکوي چې د شيطان پر قدمونو پلونه مه ږدئ؛ ځکه شیطان مو فحشا او منکر ته رابولي: «يـاَيُّهَا الَّذينَ ءامَنوا لا تَتَّبِعوا خُطُواتِ الشَّيطـنِ ومَن يَتَّبِع خُطُواتِ الشَّيطـنِ فَاِنَّهُ يَأمُرُ بِالفَحشاءِ و المُنكَر» [نور: ۲۱]
دويمه ډله خلک منافقان دي، هغه کسان چې په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، په ظاهره ځانونه د ایمان خاوندان ښکاره کوي او اسلامي ټولنه هم د مؤمنانو په سترګه ورته ګوري؛ خو په واقعیت کې یې زړونه له کفر څخه ډک وي: «المُنـفِقونَ والمُنـفِقـتُ بَعضُهُم مِن بَعض يَأمُرونَ بِالمُنكَرِ ويَنهَونَ عَنِ المَعروفِ» [توبه: ۶۷]
ښکاره خبره ده چې د آيت مقصود دا نه دی چې منافقان خلکو ته ووايي: بد کار وکړئ او ښه کار مه کوئ؛ ځکه داسې څرګند امر او نهي هېڅ اغېز نه لري. بلکې له آیت موخه دا ده چې هغوی د منکر پر مصداقونو امر کوي؛ يعنې خلک هغو کارونو ته رابولي چې په حقيقت کې بد دي، خو دوی يې د نیک او ښېګڼې په نامه وړاندې کوي. لکه څنګه چې شيطان د خلکو بد عملونه نیک ښکاره کوي: «و اِذ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيطـنُ اَعمــلَهُم» [انفال: ۴۸] «اَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سوءُ عَمَلِهِ فَرَءاهُ حَسَنـًا» [فاطر: ۸]
د بحث پايله
د پورته مطالبو، آيتونو او روايتونو د څېړنې پر بنسټ دې پايلې ته رسېږو چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر موضوع د ډېر لوی اهميت وړ ده؛ ځکه ټولنې له بېلابېلو کسانو جوړې دي او هر انسان ځانګړی فطرت او طبعیت لري. که همدا بېلابېلې کتلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له پروسې پرته چې د ټولنې د روحي او معنوي ودې او سلامتيا په برخه کې یو ټولنيز تکليف ګڼل کېږي آزاد پرېښودل شي، نو د اخلاقي او اجتماعي سقوط او انحطاط ښکار کیږي او ټولنه په ځنګل بدلیږي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې لویې او مهمې فريضې د تطبيق څرنګوالی د علم، پوهې، صبر، زغم او نېکنیتۍ پر روحيې ولاړ واوسي؛ ترڅو مخاطب د آمر او ناهي په وړاندې د سپکاوي او ذلت احساس ونه کړي، د نهايي خيرخواهۍ او د زړه له کومې د دلسوزۍ احساس وکړي او د امر منلو ته غاړه کېږدي.
همدارنګه امر بالمعروف او نهي عن المنکر د انسان د ازادۍ او اختيار خلاف نه دی، بلکې مثبت لوري ته د انسان د رهنمايي کولو يوه غوره بڼه ده. لکه څنګه چې انسان غواړي په مادي چارو کې یو څوک مرسته ورسره وکړي او لار ورته هواره کړي تر څو ډېره ګټه ترلاسه کړي او په کاروبار کې له ستونزو سره مخ نه شي، همدارنګه په معنوي او اخلاقي ژوند کې هم د نورو لارښوونې ته اړتیا لري، ترڅو ژوند يې ښکلی او ښايسته شي او په ټولنه کې د نورو د خوښې او درناوي وړ وګرځي. که چېرې انسان په ټولنه کې د ځان احترام غواړي او له اخلاقي رذيلو څخه خوندي پاتې شي نو د هغو کسانو له لارښوونو څخه باید پيروي وکړي چې خلک ښو ته رابولي او له بدو یې منع کوي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
۱. ناصرالدین، عبدالله. بیضاوی: انوار التنزیل وأسرار التاویل، معروف به تفسیر بیضاوی. دار إحياء التراث العربي، بیروت – لبنان، ۱۴۱۸ ق/ ۱۹۹۸م.
۲. أبوعبدالله محمدبن أحمدبن أبي بكربن فرح الأنصاري الخزرجي شمس الدين القرطبي (المتوفى: ۶۷۱ هـ.). الجامع لاِحکامِ القرآن و المُبَیِّن لِما تَضَمَّنه مِن السُنّه و آیِ الفُرقان. الناشر: دار الكتب المصرية- القاهرة. الطبعة: الثانية، ۱۳۸۴ ق/ ۱۹۶۴م.
۳. عبد الرحمن حسن حبنكة الميداني. فقه الدعوة إلى الله وفقه النصح والإرشاد والأمر بالمعروف والنهي عن المنكر. الناشر: دار القلم – دمشق.
۴. عبدالکریم زیدان. أصول الدعوة. رقم الطبعة: ۵. لبنان. مؤسسة الرسالة: ۱۴۱۷ ق/ ۱۹۹۶م.
۵. صحیح البخاري. محمد بن إسماعيل. الجامع الصحيح. تحقيق: محمد زهير بن ناصر الناصر. بيروت: دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ ق/ ۲۰۰۱ م.
۶. الغزالي، أبو حامد. إحياء علوم الدين. تحقيق: بدیع السيد اللحام. بيروت: دار ابن كثير، ۱۴۱۳ ق/ ۱۹۹۳ م.
- مسلمبنحجاج. صحیحمسلم. تحیقیق: محمدفؤادعبدالباقی. بیروت،دارإحیاءالتراثالعربي،بیتا.