لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)
  • د اسلام له نظره د تناسخ د عقیدې نقد او رد
پر بعث (بیا راژوندي کېدو) ایمان پر الله تعالی باندې له ایمان وروسته د باور مهم رکن دی، ځکه دا باور د ایمان په نورو ارکانو هم اثر غورځوي او پر بیا را ژوندي کېدو باندې د عقیدې هر ډول کمزوري، د ایمان پر نورو ارکانو باور هم اغېزمنوي. بیا را ژوندي کېدل او بعث هغه وعده ده، چې اسلام انسان ته ورکړې او پکې به ترې د دنیا د کړنو په اړه پوښتنه کیږي او دا یوازې د انساني عقل په توان نه ده تړلې چې د ثواب او عذاب پېژندنه وکړي؛ ځکه د هغې تحقق پر هغو روحاني چارو تړلی دی چې موږ یې نه پېژنو او د درک لارې یې نه شو موندلی؛ خو موږ باور لرو چې هغه هماغسې دی، څنګه چې وحیې موږ ته بیان کړی دی. خو تناسخ (د روحونو تګ راتګ) ـ لکه څنګه چې سیکان پرې باور لري ـ د اسلامي عقیدې خلاف دی؛ ځکه دا د خیالاتو او د نفس د غوښتنو پیروي او د شیطاني وسوسو منل دي او دا چې پر بعث ایمان د اسلامي عقیدې بنسټ دی، نو قرآن کریم په پراخ او مفصل ډول د هغه تشریح کړې ده او ډېر جزئیات یې په اړه بیان کړي دي، د حساب ؛ ثواب او عذاب، د جنت او د هغه درجې، د دوزخ او د هغه طبقې او  د ورته هر څه دقیق توصیف یې ذکر کړی دی. [1]
ګڼ شمېر ایتونه شته چې یاده عقیده یې باطله او رد کړې او له مرګ وروسته ژوند یې ثابت کړی دی، چې لاندې به یې اړوند ایتونه شرحه او تفسیر کړو؛
  • د قرانکریم ایتونو له مرګ وروسته د جمسونو د بیا ژوندي کېدو خبره کړې او ټینګار کوي، چې له خدای تعالی به خلک د دوی د اعمالو د پوښتلو لپاره بیا را ژوندي کړي، لکه څنګه چې خدای تعالی په دې ایت کې فرمايي:
«وَنُفِخَ فِي ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِي ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنظُرُونَ ﴿٦٨﴾ وَأَشْرَقَتِ ٱلْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلْكِتَـٰبُ وَجِاىٓءَ بِٱلنَّبِيِّـنَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ»؛[2]
ژباړه: او په هغه ورځ به شپيلۍ پو کړه شي او هغه ټول چې په اسمانونو او ځمکه كي دي مړه به را وغورځیږي، پرته له هغو څخه چې الله يې ژوند غواړي، بيا به يوه بله شپيلۍ پو کړه شي او په ناڅاپي ډول به ټول را پاڅیږي، ګوري به- ځمکه به د خپل رب په نور سره ځلانده شي، د عملنامو كتاب به كېښودل شي، پېغمبران او ټول شاهدان به را حاضر کړای شي، د خلكو په منځ کې به له حق سره سمه فېصله وکړاى شي او پر هغو به هیڅ ظلم نه وي؛
دا پېښه د یوې سترې ویجاړونکې پېښې وروسته را منځ ته کېږي، چې د نړۍ ځانګړنې بدلوي؛ ځمکه څېرېږي، غرونه خوځېږي، مړي راژوندي کېږي او د اعمالو حساب پیل کېږي، اسمانونه څېرېږي، ستوري خپرېږي او ټوله نړۍ په بشپړه توګه بدلېږي.
تناسخ د دې تصور سره بشپړ مخالفت لري؛ ځکه تناسخ پر هغې مفکورې ولاړ دی چې ګواکې ارواح په دې دنیا کې په بېلابېلو جسدونو کې په پرله‌پسې او نه ختمېدونکې توګه ګرځي. حال دا چې د الله جل جلاله دقیق نظام پر ثواب او عذاب ولاړ دی، هم په دنیا او هم په آخرت کې او نه د ارواحو په بېرته ستنېدو باور لري او نه د هغوی په بیا تجسد. [3]
  • دا ایت هم په څرګند ډول د بیا ژوندي کېدو باندې ټینګار کوي؛ خدای تعالی فرمايي؛
«حَتّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ٱرْجِعُونِ ﴿٩٩﴾ لَعَلِّىٓ أَعْمَلُ صَـٰلِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّآ ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآئِلُهَا ۖ وَمِن وَرَآئِهِم بَرزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبعَثُونَ»؛[4]
ژباړه: (دا خلك به له خپلو کړو وړو څخه لاس وانخلي)، تر دې پوري چې كله له دوی څخه كوم يوه ته مرګ راشي، نو وبه وايي: “اې زما ربه! ما همغې دنيا ته بېرته ولېږه چي زه ورڅخه راغلى يم؛ هيله مند يم چي زه به اوس و شا ته پرېښي دُنيا كي ښه عمل وکړم.” – هیڅكله نه، دا خو یوازي يوه خبره ده چي هغه یې بې ځایه وايي. او د دې ټولو (مړه كېدونكو) په مخ کي د دوهم ژوندانه تر ورځي پوري يوه پرده خنډ ده.
دا مبارک آیتونه په څرګنده توګه ښيي چې قرآن کریم د هغو کسانو د دنیا ته د بېرته ستنېدو هیله، له مرګ وروسته، په بشپړه توګه پرې کړې ده او هغه یې ناشونی ګڼلې دی. لکه څنګه چې د «کلا» (هېڅکله) کلمه د بېرته ستنېدو غوښتنې په ځواب کې پر یوه ناممکن حالت دلالت کوي او په قرآني اصطلاح کې دا هماغه تناسخ بلل کېږي.
ابن کثیر رحمه‌الله د دې آیت په تفسیر کې وایي: «دا آیت د هغه کس حال بیانوي چې مرګ حال دی، له مرګ څخه وېرېږي او له الله تعالی د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي څو خپل اعمال سم کړي، خو نور د اصلاح لپاره وخت نه وي پاتې [5]
  • خدای تعالی په دې ایت کې له مرګ وروسته بېرته دنیا ته را ستنېدل مردود ګڼلي او وايي:
«وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَـٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَآ أَخَّرْتَنِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ * وَلَن يُؤَخِّرَ ٱللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَآسءَ أَجَلُهَا ۚ»؛[6]
ژباړه: كومه روزي چې موږ تاسي ته درکړې ده، له هغې څخه (د الله ج په لار کي) لګښت وکړئ، مخکې له دې چې ستاسي څخه د چا د مرګ نېټه راشي او په هغه وخت کې هغه ووايي: “اې زما ربه! ولې دي ما ته لږ نور مهلت رانکړ چې ما خيرات کړی واى او په صالحانو کښي شامل شوى واى – پداسي حال کښي كله چې د يو چا د عمر د پوره کېدو وخت رارسیږي، نو الله هغه ته هیڅكله نور مهلت نه وركوي. )
  • په بل ځای کې فرمايي: «وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ ۚ»[7]
  • له لاندې ایت څخه هم نړۍ ته د بیا راتګ د نفیې مفهوم اخېستل کیږي؛ «فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ، وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ، وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَٰكِن لَّا تُبْصِرُونَ، فَلَوْلَا إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ، تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ، فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ، فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ، وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ أَصْحَابِ الْيَمِينِ، فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ، وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ، فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ، وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ».[8]
 همداشان د یاسین په سورت کې په واضح ډول بیان شوی، چې له مړینې وروسته نړۍ ته هېڅ ډول بیا راتګ نشته او نه هم تجسد شته. «وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ، وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ،»[9]   او همداشان راځي؛ «أَفَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ»[10]
په پورته مبارکو آیتونو کې داسې دلایل شته چې یاده نظریه (تناسخ) باطل ګڼي او د قرآني اصولو سره یې په ټکر کې بولي؛ هغه اصول چې د اسلامي عقیدې بنسټ جوړوي. موږ دا هم زیاتوو چې د بعث موضوع دومره ستر اهمیت لري چې هېڅکله د اټکل او ګومان پر بنسټ نه شي ولاړېدای؛ ځکه دا د ایمان له سترو  ارکانو څخه ده. د دې لپاره چې د الله تعالی حجت پوره شي، باید دومره څرګند او ټینګ وي چې د وختونو په اوږدو کې په پوهېدو کې هېڅ اختلاف پکې رامنځته نه شي. او دا ځانګړنه په هغو استدلالونو کې چې د تناسخ پلویان یې د خپلې نظریې د ثبوت لپاره وړاندې کوي، په بشپړه توګه له منځه تللې ده. [11]
  • د خدای تعالی په («وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ) وینا کې ثابته شوې، چې له مرګ وروسته انسان ته د برزخ ژوند شته او هلته انسان له نعمتونو برخمن کیږي او یا هم عذاب ویني.
دا مطلب د قرانکریم په نورو ایتونو او احادیثو کې هم په زیاتې کچې پرې ټینګار شوی دی. ګڼ صحیح احادیث په دې ټینګار کوي، چې د مسلمان د دروح لپاره پوښتنه او عذاب حتمي دي او له دې پرته خطاب، نعمت او عذاب معنی نه لري. هلته روح د خپل صاحب لپاره مشغول وي، چې یا یې شفاعت کوي او یا یې هم په وړاندې ګواهي اداء کوي[12]. لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي: «كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ»[13]
ډاکټر عبدالله السامرایي د هغو تناسخ‌پالو په ادعا نیوکه کړې چې د قبر عذاب د تناسخ د رښتیونولی دلیل بولي او په وړاندې یې ډېر منطقي ځواب وړاندې کوي او وايي: «هغه ادعا چې ځینې د تناسخ پلویان یې کوي او د قبر عذاب د تناسخ د صحت نښه ګڼي، په بشپړه توګه باطله ده؛ ځکه د اسلام د قبر د عذاب انځور او د تناسخ د دنیايي جزا انځور تر منځ هېڅ تړاو نشته. اسلام د روح عذاب په هغه ژوند کې ثابتوي چې له دنیوي ژوند څخه جلا دی او هغه ته “برزخ” وايي؛ خو د تناسخ نظریه ادعا کوي چې د روح عذاب د دې په بېرته ستنېدو سره بل جسم ته په همدې دنیوي ژوند کې رامنځته کېږي. ان که ځینې د تناسخ پلویان ووایي چې روح ښايي د بل جسم ته له داخلېدو مخکې د تزکیې پړاوونه تېر کړي، بیا هم د قبر عذاب انسان له لویو ګناهونو نه پاکوي؛ بلکې تر بعث وروسته به یو ځل بیا په دوزخ کې عذاب شي. دا تصور په بشپړه توګه د تناسخ‌پالو له لید سره په ټکر کې دی؛ ځکه هغوی پر بعث ایمان نه لري او جزا هغه شان چې په قرآن کریم کې راغلې—که د جنت نعمتونه وي او که د دوزخ عذاب—نه مني؛ خو په د تناسخ په نظریه کې ګواکې د روح جزا؛ بېلابېلو جسمونو ته د روح په انتقال سره ترسره کیږي. [14]
 داکټر رمضان البوطي د دې ناسم باور د رد په اړه وايي: (دا شونې نه ده، چې یو روح دې له خپل صاحب څخه جلا او په بل جسم کې استوګن شي، تر څو نوی چلن تجربه کړي، هېڅ عاقل نشي کولای چې له مړینې وروسته د پوښتنې او عذاب او تناسخ سره راجمعه کړي، ځکه دا دواړه په څرګند ډول یو له بل سره تناقض لري، په یوه اړخ ایمان د بل هغه د انکار په معنی دی[15].)
د تېرو بحثونو پر اساس د رحونو تناسخ یو داسې باور دی، چې د خواهشات او عقل یې بنسټ دی او هېڅ ډول شرعي او نقلي اساس نه لري.
کومې ډلې چې د تناسخ د عقیدې باورمن دي، د دې لپاره هېڅ ډول استدلال نشي وړاندې کولای، چې عقل یې ومني، نو شرعي دلیل خو بیخي نه لري. نو د تناسخ په کومې عقیدې چې سیکان باور لري یو کفر او خرافاتي عقیده ده، چې له نورو باطلو ادیانو څخه یې اغېز اخېستی.
دوام لري…..

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. تناسخ الارواح، أصوله وحکم الإسلام فیه، ص ۲۲۱.

[2]. الزمر: ۶۸-۶۹.

[3]. الاسلام فی مواجهة الباطنیة، أبوالهیثم،ص ۴۷، ۴۸.

[4]. المومنون، آیه ۹۹-۱۰۰.

[5]. تفسیر ابن کثیر، ج ۵، ص ۴۹۳.

[6]. المنافقون، ۱۰-۱۱.

[7]. الانعام، ۲۸.

[8]. الواقعة: ۸۳-۹۴.

[9]. یس: ۴۵-۴۶.

[10]. یس: ۳۱.

[11]. تناسخ الارواح، أصوله وحکم الإسلام فیه، ص ۲۳۳.

[12]. همان، ۲۳۳.

[13]. المدثر: ۳۸.

[14]. د. عبدالله السامرائی، الغلو والفرق الغالیة، ص ۱۳۱.

[15]. کبری الیقینات الکونیة، ص ۳۱۵.

Leave A Reply

Exit mobile version