ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)
د قران کریم له نظره د آزادۍ اړخونه
د الهي اديانو او بشري مکتبونو ترمنځ يو ښکاره توپير دا دی چې په غيرديني حقوقي مکتبونو کې انسان يوازې د نورو انسانانو په پرتله د حقوقي ارزښت وړ ګرځي او يوازې د نورو د حقونو د رعايت پر وړاندې مسئول ګڼل کېږي. خو په الهي اديانو، په ځانګړي ډول په اسلام کې، انسان تر ټولو لومړی د خپلو حقونو په وړاندې مسئول دی. مخکې له دې چې د نورو او یا د نورو پر وړاندې خپل حق وپېژني، لومړی بايد د خپل ځان پر وړاندې خپل حق وپېژني.
په همدې اساس د قران کریم له نظره مخکې له دې چې د فرد او ټولنې د اړيکو په ډګر کې د انسان حقوق مطرح شي، تر ټولو لومړی د خپل وجود په دروني جوړښت کې د انسان حقوق مطرح کېږي. انسان د بهرنۍ آزادۍ پر ځای تر ټولو مخکې بايد د خپلې دروني آزادۍ په اړه فکر وکړي. ځکه هغه څوک چې له درون څخه غلامان واوسي، نو هېڅکله بیروني آزادي نشي ترلاسه کولی.
دروني آزادي
په قرآن کريم کې د دې تر څنګ چې د انسان په وجود کې د روح په نامه يو الهي حقيقت شتون لري، د انسان وجود د درې بنسټونو (نفس امّاره، نفس لوّامه او نفس مطمئنه) څښتن هم بلل شوی دی. د دغو بنسټونو له جملې نفس امّاره ځکه په دې نوم ياد شوی چې تل انسان ته امر کوي او هڅه کوي چې د انسان ټول وجود او ټول اړخونه تر خپل واک لاندې راولي، ترڅو یې اراده او اختيار د غوښتنو پر خلاف را څرګند نه شي.
قرآن کريم هغه کس چې بې‌قيد او شرطه له خپل نفس امّاره څخه پيروي کوي، داسې ګڼي لکه خپل نفس امّاره يې چې د خپل معبود په توګه منلی وي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ وَأَضَلَّهُ اللهُ عَلى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلى بَصَرِهِ غِشاوَةً»
ژباړه: «آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟»[۱]
د انسان پر نفس امّاره او حيواني غوښتنو واکمن کیدل او له تسلط څخه یې ځان خلاصول، د انسان د آزادۍ هغه پړاو دی چې د انکاري آزاديو په ساحه کې راځي، يعنې د هوا او هوس د ځنځيرونو او بندونو ماتول. په دې توګه انساني ځان د خپل حيواني ځان له منګولو څخه آزادېږي او مدني ځان د خپل وحشي ځان له تسلط څخه خلاصېږي. د دې آزادۍ له تر لاسه کولو وروسته سرکښه غريزې لکه غصه، شهوت، جهل، حسد، طمع او ځان خوښونه نور د انسان پر ژوند واک نه شي چلولی. هغه انسان چې له دې بندګۍ آزاد شوی وي، د عقلاني رأيې او ارادې له مخې په ازاده فضا کې خپل مصالح او ګټې لټوي او د سعادت، تکامل، هوساينې او آسايش لاره غوره کوي.
بېروني آزادي
د انسان آزادي د نورو انسانانو پر وړاندې، د ژوند د بېلابېلو ادابو، حيثيتونو او ډګرونو په تناسب، په فردي، ټولنيزو، سياسي او نړيوالو آزاديو وېشل کېږي.
فردي آزادۍ:
له فردي آزادۍ موخه دا ده چې انسانان د خپلو متقابلو اړيکو له مخې حق نه لري چې د يو بل بدن، روح، روغتيا، مېرمنې، اولاد، ملکيت، شتمنۍ، عزت، حيثيت، مقام او همدارنګه شخصي حریم ته زیان ورسوي. هغه څه چې د مدني حقوقو په ساحه کې ځای لري او همدارنګه د جزايي او کيفري حقوقو لویه برخه جوړوي، ټول هغو فردي آزاديو پورې تړاو لري چې د اسلام له لوري په رسميت پېژندل شوي دي. د هغوی له ځينې یې په لاندې ډول دي:
۱. د ښځو او سړیو ترمنځ د ملکيت برابر حق او د هر فرد له لوري له خپلو لاسته‌راوړنو د ګټې اخيستنې حق:
لکه څنګه چې قرآن کريم فرمايي: «لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللهَ مِن فَضْلِهِ»: «او د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ.»[۲]
۲. د ښځو او سړیو د حرمت، شخصيت او ټولنيز او انساني شرافت ساتل:
قرآن کريم په دې اړه فرمايي: «يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَ لا نِساءٌ مِنْ نِساءٍ عَسى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَ لا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَ لا تَنابَزُوا بِالْأَلْقابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإيمانِ وَ مَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! يو قوم دې پر بل ملنډې نه وهي، ښايي هغوى ترې غوره وي او نه دې ښځې پر ښځو، ښايي هغوى ترې غوره وي، او يو پر بل عيبونه مه واياست او مه يو تر بله بد نومونه اخلئ، له ايمانه وروسته د فسق نوم (يادول) ډېر بد دي او څوک چې توبه نه باسي هم هغوى ظالمان دي..»[۳]
۳. د افرادو معنوي کرامت، د انسانانو د سلامت او پاکۍ اصل، او د بې‌دليله تورونو او وهمي بدګمانيو منع کول: قرآن کريم فرمايي: «يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلا تَجَسَّسُوا وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ» ژباړه: «اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، آيا له تاسي كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى مهربان دى.»[۴]
۴. د هر انسان د ژوند او حيات حق، او د دې انساني حق د له پامه غورځولو سخت ممنوعیت:
قرآن کريم فرمايي: «وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها وَغَضِبَ اللهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظِيماً»
ژباړه: «او څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.»[۵]
د قرآن کریم د آيتونو په رڼا کې د انسان د فردي حقونو موارد ډېر زیات دي، خو له همدې څو آيتونو څخه هم څرګنديږي چې د ځينو حقوقي مکتبونو د تصور خلاف، د اسلامي ليد له مخې حقوق، اخلاق، انساني ارزښتونه او ايديولوژيکي باورونه يو له بله بېلېدونکي نه دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] سوره جاثيه، آيت ۲۳

[۲] سوره نساء،  آیه:۳۲.

[۳] سوره حجرات،  آیه:۱۱.

[۴] سوره حجرات، آيت ۱۲.

[۵] سوره نساء، آيت ۹۳.

Leave A Reply

Exit mobile version