ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالېزم بحرانونه (اوولسمه برخه)
د عقيدې ازادي
د فردي ازاديو په برخه د عقيدې ازادي تر ټولو محوري او اساسي ګڼل کېږي. له ډېر پخوا نه د یادې موضوع په تړاو د اسلام د دريځ په اړه د موافقانو او مخالفانو ترمنځ بحثونه او جدلونه روان دي. د عقیدې د انتخاب ازادي، د عقيدې ساتنه، د مذهبي شعائرو او سنتو پلې کول، او د عقيدې تبليغ او ترويج د فکر او عقيدې د ازادۍ برخې ګڼل کیږي. د عقيدې د ازادۍ په اړه چې د مسلمانو پوهانو له لوري کوم لیدلوري وړاندې شوي، په عمومي توګه (د جزئياتو له اختلاف پرته) په دوو ډلو وېشل کېږي چې هرې يوې ډلې د خپل نظر د حقانیت ثابتولو لپاره قرآني او روايي اسناد وړاندې کړې دي:
۱. اثبات‌پاله ډله: دا ډله په دې باور ده چې د عقيدې د انتخاب ازادي د بنسټيزو او مهمو انساني حقونو له جملې څخه ده او په دې برخه کې هېڅ ډول اکراه او جبر نه مني.
۲. نفي‌پاله ډله: دا ډله وايي چې د بېلابېلو افکارو او عقایدو له منځه يوازې يوه عقيده کیدلی شي چې سمه او له واقعيت سره برابره واوسي او انسان کمال او سعادت ته ورسوي. له همدې امله انسان نه شي کولای او نه بايد خپل ځانته ددې اجازه ورکړي چې هر ډول فکر او عقيده یې چې زړه وغواړي انتخاب کړي. که چېرې یو څوک داسې احساس او برداشت ولري، نو نورو ته پکار ده چې سمې لارې ته یې برابر کړي، د سم فکر لوری وروښيي او له انحراف څخه یې وژغوري.
د اثبات‌پاله ډلې قرآني دلایل 
لومړۍ ډله چې په اسلام کې د عقيدې د ازادۍ پلويان دي په دې باور دي چې:
اولاً: د فکر او عقيدې په منلو کې اکراه او جبر يو ناشونی او غيرعقلاني تصور دی؛ ځکه عقيده او باور يوه دروني او قلبي مسئله ده چې د محبت، استدلال او قناعت په پايله کې ترلاسه کیږي. د فکر او عقيدې په برخه کې اکراه او زور برعکس پایله ورکوي.
یاده ډله پر يو شمېر آيتونو، وحیاني نصوصو او روايتونو استناد کوي چې له ځينو يې دلته یادونه کیږي:
۱. “ادْعُ إِلى سَبيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جادِلْهُمْ بِالَّتي هِيَ أَحْسَنُ” ژباړه: «بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه.» [۱]
۲. “قُلْ هذِهِ سَبيلي أَدْعُوا إِلَى الله عَلى بَصيرَةٍ أَنَا وَ مَنِ اتَّبَعَني وَ سُبْحانَ الله وَ ما أَنَا مِنَ الْمُشْرِكينَ” ژباړه: «ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم.» [۲]
۳. “أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ” ژباړه: «آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي؟!» [۳]
۴. «لا إِكْراهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقى لَا ٱنفِصَامَ لَهَا» ژباړه: «په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوك چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته.» [۴]
ځينې ديني مشران د دې مبارک آيت په تفسير کې ليکي: د «لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ» جمله اجباري دين نفی کوي؛ ځکه دين (چې د علمي معارفو يوه مجموعه ده او ځينې عملي مسايل هم په ځان کې رانغاړي) د عقيدې په بنسټ ولاړ دی، او عقيده او ايمان د زړه او درون کار دی، چې د جبر او زور په دائره کې نه راځي. جبر او اکراه په ظاهري او جسمي اعمالو کې کارول کېدای شي، نه په هغو قلبي او دروني چارو کې چې ځانکړې اسباب او عوامل لري. دوی زياتوي: «هغه ډله خلک چې د جهاد سورت د آیتونو له مخې اسلام د تورې دین ګڼي؛ سم نه دي پوه شوي. پورته آيت په څرګنده ډول په ډاګه کوي چې اسلامي دیانت د وينې او تورې پر بنسټ نه دی رامنځته شوی.»
د عقيدې ازادي لومړنی انساني حق دی چې انسان ته د انسان‌والي په اساس ورکړل شوی دی. له همدې امله که چېرې کوم څوک له انسان څخه د عقيدې ازادي واخلي نو په حقيقت کې انساني کرامت ترې غلا کوي. که چېرې د عقيدې د انتخاب ازادي شتون ولري، نو د تبليغ او دعوت ازادي او همدارنګه له فتنې او ځورونې څخه خونديتوب هم حتمي دی. ځکه که چېرې د فکر او عقیدې د تبليغ او دعوت ازادي شتون و نه لري، نو په بهرني او واقعي ژوند کې به يوازې د فکر او عقيدې د ازادۍ تش نوم پاتې شي.
۵. “إِنَّا هَدَيْناهُ السَّبِيلَ إِمَّا شاكِراً وَإِمَّا كَفُوراً” ژباړه: «موږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي.» [۵]
دا مبارک آيت د تېر آيت په څېر د انسان په اختيار او د عقيدې په ازادۍ دلالت کوي.
۶. “وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شاءَ فَلْيَكْفُرْ” ژباړه: «او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني.»[۶]
۷. “وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿۱۷﴾ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾” ژباړه: «او هغه کسانو چې د باطل معبود دعبادت څخه یې ځان ساتلى او الله ته ورګرځېدلي، د هغو لپاره زېرى دى، نو زما بندګانو ته زېرى وركړه هغه کسان چې خبرې ته (ښه) غوږ ږدي، بيا چې كومه ډېره غوره وي د هماغې متابعت كوي، دوى هغه خلك دي چې الله هدايت ورته كړى او همدوى د سوچه عقل خاوندان دي.»[۷]
د بېلابېلو ويناوو، افکارو او نظرونو اورېدنه او د غوره نظر او فکر انتخاب چې دې آيت کې په واضح ډول یادونه ترې شوې ده د انسانانو د نظرونو او عقایدو د څرګندولو د ازادۍ پایله ده. که د بيان ازادي شتون و نه لري، نو د اهل منطق په اصطلاح د «سالبه به انتفاء موضوع» خبره ده؛ يعنې تر څو چې بېلابېل نظرونه او په ازادانه ډول د هغوی د مطرح  کولو آزادي شتون و نه لري، نو د غوره فکر او نظر انتخاب ناشونی دی. په همدې اساس پورته مبارک آيتونه د بيان له ازادۍ د ملاتړ تر ټولو ښکاره قرآني دلایل ګڼل کېږي. البته د بيان د ازادۍ حدود ځانته بېله موضوع ده.
د نفي‌پاله ډلې دلایل
د دويم نظر پلويان په دوو ډلو ویشل شوې دي او دواړه ډلې د قرآن کریم د آیتونو او وحیاني نصوصو له مخې استدلال کوي. لومړۍ ډله يې په لاندې آيتونو تکيه کوي:
۱. “إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتابَ إِلاَّ مِنْ بَعْدِ مَا جاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْياً بَيْنَهُمْ” ژباړه: «بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو د خپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته و چې علم ورته راغى.» [۸]
۲. “أَفَغَيْرَ دينِ الله يَبْغُونَ وَ لَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ طَوْعاً وَ كَرْهاً وَ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ” ژباړه: «آيا د الله له دينه پرته (بل دين) لټوي؟ حال دا چې هر هغه څه چې په آسمانو او ځمكه كې دي په خوښه او ناخوښه يې هغه ته غاړه اېښې او هغه ته ورګرځول كيږي.»[۹]
هغه مفسرین چې د دويم نظر پلويان دي پر همدې آيتونو د استناد له مخې پر نورو د سمې عقیدې په منلو کې د تورې (زور) کارول جايز ګڼي او د «اکراه» مطلب يې تشريعي ګڼلی دی. په داسې حال کې چې د عقيدې د ازادۍ پلويانو «اکراه» پر تکويني معنا سره تعبیر کړې ده، یعنې له هغې نظام او پدیدو سره ځان هماهنګ کول چې د حق پر بنسټ بنا شوي دي.
د نفي‌پالو د دويمې ډلې دلايل
دويمه ډله له هغو آيتونو او نصوصو يادونه کوي چې د دوی دريځ تاییدوي، او هغه د جهاد او قتال آيتونه دي. دوی استدلال کوي چې د جهاد سورت په آيتونو کې کفر، شرک او فتنه د جهاد د تشريع علت او عوامل ګڼل شوي دي. نو تر کومې چې یاد علتونه موجود وي، تر هغې د کفري او شرکي افکارو او باورونو پر وړاندې جګړه او قتال هم روا دی.
د قرآن کریم د جهاد د آيتونو پر اساس د یادې ډلې دا ډول استدلال د دې لامل شوی چې يو شمېر مستشرقین د عقيدې د ازادۍ د نه شتون د اثبات لپاره له همدې آيتونو استفاده وکړي.
د دغې ليدلوري د پلويانو په باور هغه آيتونه چې د انسان د اختيار او د انتخاب د حق خبره پکې ذکر شوې ده لکه د بقرې سورت ۲۰۵ آيت، د قتال او جهاد د آيتونو پر اساس منسوخ شوي دي.
هغه آيتونه او نصوص چې د فکر او عقيدې پر ازادۍ دلالت کوي تر هغې اغېزناک تمام نه شول تر کومې چې پر خلکو د حق د منلو لپاره په کافي اندازه ځواک او توان شتون نه درلود.
خو د عقيدې او بيان د ازادۍ د نظريې پلويان باور لري چې د جهاد او قتال آيتونه د عقيدې او بيان د ازادۍ پر لور يو حرکت او بيان دی. ځکه چې د دغو آيتونو د نزول شرايط او د بعثت د دورې پېښې په ډاګه کوي چۍ د جهاد آيتونه د دې لپاره نازل شوي وو چې د اسلامي فکر د خپرېدو په لار کې پرته خنډونه له منځه یوسي او له هغو مسلمانانو څخه دفاع وکړي چې په ازاد ډول او په خپله خوښه يې د اسلام حقانيت منلی و.
په هغه وخت کې مشرکانو، د اسلام دښمنانو او نوي رامنځته شوي اسلامي خوځښت هغه مسلمانان چې تازه یې اسلام راوړی و شکنجه کول او زورول، تر څو يې له خپلې نوې عقيدې واړوي، دوی همدارنګه له هرې ممکنې لارې په استفادې د قرآن کریم د آيتونو او د اسلامي فکر د خپرېدو او تبليغ مخه نيوله.
د اختناق په یوه داسې فضا کې د عقيدې او بيان حق د خوندي کولو لپاره د جهاد او قتال آيتونه نازل شول، رسول الله ﷺ او د هغه ملګرو ته يې اجازه ورکړه چې د مخالفانو له لوري رامنځته شوي بنديزونه او خنډونه له منځه یوسي.
له دې اړخه د جهاد او قتال په اړه ټول آيتونه د آزادۍ او خلاصون آيتونه دي، نه د عقيدې او بيان د ازادۍ پر ضد. په اسلامي شريعت کې د جهاد او قتال د حکم دوام هغو شرایطو پورې مشروط شوی په کوم ډول شرایطو کې چې تشریع شوې وو.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] ـ سوره نحل، آيت: ۱۲۵.

[۲] ـ سوره یوسف، آيت: ۱۰۸.

[۳] ـ سوره یونس، آيت: ۹۹.

[۴] ـ سوره بقره، آيت: ۲۵۶.

[۵] ـ سوره انسان، آيت: ۳.

[۶] ـ سوره کهف، آيت: ۲۹.

[۷] ـ سوره زمر، آيت: ۱۷ ـ ۱۸.

[۸] ـ سوره آل عمران، آيت: ۱۹.

[۹] ـ سوره آل عمران، آيت: ۸۳.

Leave A Reply

Exit mobile version