لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)
د عقوباتو مقاصد
په اسلام کې د مجازاتو او سزاوو اصل دا دی، چې اصلي جزا د آخرت لپاره ټاکل شوې ده، نه د دې فاني دنیا لپاره؛ خو د دې لپاره چې د ژوند فضا امن او ډاډمنه وي، د ټولنې نظم ټینګ پاتې شي، د خلکو تر منځ اړیکې په سمه توګه تنظیم شي، د افرادو حقونه تضمین شي او نور هغه مفاهیم چې بشري ټولنه ورته اړتیا لري، نو اړینه ده چې د اخروي جزاګانو تر څنګ ځینې دنیوي سزاوې هم وټاکل شي. په همدې اساس، اسلامي دولت د ټولنې په استازیتوب له هغو کسانو سره چې د شریعت له قوانینو سرغړونه کوي، د حدودو او تعزیراتو په بڼه چلند کوي. دا سزاوې د خلکو د ګټو او مصلحتونو د ساتنې لپاره وضع شوې دي، ځکه چې بنسټیزې موخې یې لاندې دوې دي؛
  • عقوبات د ګناهونو د کفاري لپاره دي، لکه څنګه چې د عباده بن صامت رضی الله عنه څخه په روایت شوي حدیث کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په منځ کې وفرمايل: «بَايِعُونِي عَلَى أَنْ لا تُشْرِكُوا بِاللَّهِ شَيْئًا، وَلَا تَسْرِقُوا، وَلَا تَزْنُوا، وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ، وَلَا تَأْتُوا بِبُهْتَانٍ تَفْتَرُونَهُ بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ، وَلَا تَعْصُوا فِي مَعْرُوفٍ، فَمَنْ وَفِي مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا فَعُوقِبَ فِي الدُّنْيَا فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا ثُمَّ سَتَرَهُ اللَّهُ فَهُوَ إِلَى اللَّهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ.»[1]
له ماسره پر دې بیعت وکړئ، چې له الله تعالی سره هېڅ شریک ونه نیسئ، غلا ونه کړئ، زنا ونه کړئ، خپل اولادونه مه وژنئ، هېڅ ډول درواغ او تهمت مه جوړوئ او په نېکو کارونو کې له ما سرغړونه مه کوئ. نو که څوک له تاسو څخه پر دې ټینګ پاته شي، د هغه اجر د الله تعالی په ذمه دی. او که څوک له یادو ګناو څخه کومه ګناه وکړي او په دنیا کې پرې مجازات شي، نو دا د هغه لپاره کفاره ده. خو که څوک کومه ګناه وکړي او الله یې پرده پټه کړي، نو د هغه پرېکړه د الله په لاس کې ده؛ که وغواړي،  بښنه ورته کوي او که وغواړي، سزا ورکوي.»
عباده رضی الله عنه زیاتوي، موږ ټولو په لوړو مواردو له رسول الله سره بیعت وکړ. د ډېریو علماؤ په نظر د مجرم کس لپاره حد او سزا ورکول، د نوموړي د ګناهنو د کفارې لامل ګرځي. [2]
دغه سزاوې په حقیقت کې داسې کړاوونه دي چې موخه  یې د مجرم د جرم د تکرار مخنیوی وکړي او په عین وخت کې د نورو لپاره هم عبرت او پند شي، څو هغوی د ورته ناوړه کړنو څخه ځان وساتي.
ابن عاشور رحمه‌الله وایي: د حدودو، قصاص، سزاوو او مالي تاوانونو د تشریع هدف په درې مهمو ټکو کې راټولېږي[3]:
  1. د جنایت کوونکي تأدیب – یعنې د هغه روزنه او اصلاح.
  2. د مجني‌علیه رضایت ترلاسه کول – څو د هغه زړه سکون ومومي او د شخصي انتقام اړتیا له منځه لاړه شي.
  3. د نورو لپاره عبرت ګرځېدل
د مجرمینو تأدیب په حقیقت کې د امت د افرادو د اصلاح لپاره دی، ځکه ټولنه د تربیه او اصلاح شویو افرادو پرته منځته نشي راتلای. کله چې یو شخص جرم وکړي، باید د خپل ناوړه عمل پایلې وویني؛ همدا سزا ده چې هغه ته تأدیب ورکوي او خبردار یې ساتي.
له بلې خوا، د انتقام غوښتنه د انسان په طبیعت او فطرت کې ځای لري. که د زیانمن شوي شخص رضایت ترلاسه نه شي، نو هغه شخصاً د انتقام اخیستو هڅه کوي، او په دې توګه ټولنه د ګډوډۍ او بې‌نظمۍ پر لور روانېږي.
په همدې اساس الله تعالی فرمايي: «وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا.» [4]
او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شي (له هغو لارو پرته چې شریعت ټاکلي) نو له شک پرته مو یې ولي یا خپلوان ته واک ورکړی (یعنی د مقتل وراث ته مو واک ورکړی، چې که قاتل وژني او یا یې هم بښي او که ترېنه دیت اخلي)، نو هغه باید په وژنه کې حدود مات نه کړي. یعنی په قصاص کې هم باید زیاتی ونشي، چې قاتل د جسد سپکاوی وشي او یا هم شکنجه شي او یا یې پر ځای بل څوک ووژل شي.
په همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدای په امانۍ (حجةالوداع) په حج کې وویل: «أَلَا كُلُّ شَيْءٍ مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيةِ تَحْتَ قَدَمَى مَوْضُوعٌ، وَدِمَاءُ الْجَاهِلِيةِ مَوْضُوعَةٌ، وَإِنَّ أَوَّلَ دَم أَضَعُ مِنْ دِمَائِنَا دَمُ ابْنِ رَبِيعَةَ بْنِ الْحَارِثِ، كَانَ مُسْتَرْضِعًا فِي بَنِي سَعْدٍ فَقَتَلَتْهُ هُذَیل.»[5]
خبر اوسئ! زه د جاهلیت ټول رسمونه، عادتونه او دودونه تر پښو لاندې کوم؛ ټولې هغه وینې چې د جاهلیت په دوران کې تویې شوي، معاف یې اعلانوم او هېڅ حساب پرې نه شته. د لومړۍ وینې په توګه زه د خپلوانو له وینې تېر یم، چې هغه د ربيعه بن حارث وینه ده؛ (البته هغه کوچنی و چې د شیدو د خوړلو لپاره د بني اسعد قبیلې ته لېږل شوی و، خو د هذیل قبیلې خلکو په ناحقه شهید کړی و.)
د مجني علیه یا هغه څوک چې ورسره جنایت شوی دی، د رضایت ترلاسه کولو او د عقدې د له منځه وړلو لپاره یې د مقتول د خپلوانو لپاره شارع د قصاص حق ورکړی دی.
ابوهریرة رضی الله عنه وايي: «وَمَنْ قُتِلَ لهُ قَتِيلٌ فَهُوَ بِخَيْرِ النَّظَرَينِ: إِمَّا أَنْ يَفْدَى وَإِمَّا أَنْ يَقِيد.»[6] ژباړه: د چا چې یو خپلوان وژل کیږي، نو د وژل شوي کس خپل یا ولي اختیار لري، چې یا له قاتل څخه دیت واخلي او یا هم قاتل قصاص کړي.
درېیمه مساله بیا هماغه د نورو لپاره د عبرت او پند درس دی، چې له دې مبارک ایت څخه یې مفهوم اخېستل شوی دی؛
«وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ.»[7] ژباړه: باید د مؤمنانو یو ډله  ( د سزا ورکوولو او درو وهلو پرمهال) شتون ولري.
ابن العربي وايي: د حدود تطبیق د نورو لپاره د عبرت درس دی، ځکه چې خبر یې خپریږي او د خلکو لپاره پند ګرځي. [8]
دا ټول درې ګونه امور د ټولنې د اصلاح لامل ګرځي، چې د بشري نسل د بقاء اصل دی. [9]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب علامة الإيمان حب الأنصار، ج ۱، ص ۱۳.

[2]. آمدی، قواعد الأحكام، ج ۱، ص ۱۵۰.

[3]. مقاصد الشريعة الإسلامية: 1/۵۰۱.

[4]. سورة الاسراء، آیه ۳۳.

[5]. صحيح مسلم، كِتَابُ الْحَجِّ، بَابُ حَجَّةِ النَّبِي صَلَّى‌اللهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ، ج۲، ص ۸۸۹.

[6]. صحيح البخارى، كتاب اللقطة، باب كيف تعرف لقطة أهل مكة: ٣/١٢٦.

[7]. سورة النور، آیه ۲.

[8]. ابن العربي، أحكام القرآن، ج ۳، ص ۳۳۵.

[9]. الیوبی، مقاصد الشريعة الإسلامية، ج ۳، ص ۵۵۰-۵۵۲.

Leave A Reply

Exit mobile version