لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه پنځوسمه برخه)
۳- جزئي مقاصد
یعنې هغه موخې او اهداف چې شارع یې د ټولو شرعي احکامو په برخه کې تعقیبوي؛ هغه که واجبات، محرمات، مکروهات، مستحبات وي او یا هم نور[1]… دا هغه مقاصد دي چې علال فاسي یې داسې تعریفوي او وايي: «… او هغه اسرار چې شارع د هر حکم د تشریع پر مهال په پام کې نیولي دي.» [2]
دا مقاصد د ابن عاشور د بېلګو سره همغږي لري، لکه: د رهن تړون موخه د ډاډ او اطمینان ترلاسه کول دي، د نکاح تړون موخه د کورنۍ د نظام رامنځته کول او ټینګول دي او د طلاق د تشریع موخه د دوامدار زیان او ستونزو د مخنیوي لپاره دی.
فقهاء ډېری وخت په همدې ډول مقاصدو تمرکز کوي؛ ځکه دوی د شریعت په جزئیاتو کې تخصص لري او دغه موخې د خپلو اجتهاداتو او استنباطاتو په ترڅ کې څرګندوي. البته، دوی ډېر وخت د حکمت، علت، معنا او ورته نورو اصطلاحاتو څخه کار اخلي، که څه هم دا اصطلاحات په بشپړ ډول یو شان نه دي او ترمنځ یې ظریف توپیرونه شته. [3]
همدارنګه د حدیث شارحانو هم دې موضوع ته پام اړولی او هم د هغو کتابونو لیکوالانو چې په ځانګړي ډول د قواعدو او اصولو د مقاصدو په اړه لیکل شوي دي. د بېلګې په توګه، د عز بن عبدالسلام آثار او د شاه ولي الله دهلوي کتاب حجّة الله البالغة د همدې حکمتونو او علل د تفصیل په اړه خبرې کوي. [4]
مهم نکات:
-
اسانتیا او هوساینه؛ د اسلامي شریعت یو عمومي مقصد او هدف دی او پر اساس یې اسلامي احکام تشریع شوې دي، حرج او سختي د حکم د بدلون سبب ګرځي.
-
خصوصي مقاصد په ځان کې ګڼې برخې رانغاړي؛ عبادات، معاملات او عقوبات پکې ګڼل کېدای شي، لکه؛ د لمانځه ځانګړي مقاصد، روژه حج او… له ځانګړو مقاصدو څخه شمېرل کیږي.
-
جزئي مقاصد احکام را نغاړي، په جزئي احکامو کې هر شرعي حکم یې پر اساس تشریع شوی دی، لکه؛ د سود مقاصد، چې علماء یې په اړه اوږده بحثونه لري.
په دې فصل کې د شریعت د مقاصدو ډولونه تر بحث لاندې نیول شوي دي. فقهاوو د بېلابېلو اړخونو له مخې د شریعت مقاصد وېشلي او طبقهبندي کړي دي. له مشهورو وېشونو څخه یو یې په دریو برخو د شریعت د مقاصدو وېش دی چې؛ضروریات، حاجیات او تحسینیات دي.
دغه وېش د مقاصدو د ارزښت او مقام پر بنسټ ولاړ دی او د اسلامي شریعت د مقاصدو د مراتبو سلسله څرګندوي. د مثال په ډول، که د ضروریاتو مقاصد د حاجیاتو مقاصدو سره په ټکر کې راشي، نو د لوړې درجې له امله ضروریات مقاصد اړین دي او ترجیح ورکول کیږي.
د مقاصدو په بحث کې (ضروري مقاصد) خپله په پنځو برخو وېشل شوې دي، چې په لاندې ډول دي؛
۱. د دین ساتنه
۲. د نفس (ژوند) ساتنه
۳. د نسل ساتنه
۴. د عقل ساتنه
۵. د مال ساتنه
همدارنګه د شمولیت او پراخوالي له پلوه، د شریعت مقاصد په درې برخو وېشل شوي دي:
-
عامه یا عمومي مقاصد: هغه چې د ټولو ابوابو او د شریعت په عمومي چوکاټ کې صدق کوي.
-
شخصي مقاصد: هغه چې یوازې د یوه ځانګړي باب (لکه نکاح یا معاملاتو) پورې تړاو لري.
-
جزئي مقاصد: هغه چې په ځانګړو جزئیاتو او مواردو کې مطرح کېږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
- قرآن کریم.
- ابن عاشور التونسي، محمد الطاهر بن محمد بن محمد الطاهر (۲۰۰۴ م) مقاصد الشريعة الإسلامية، محقق: محمد الحبيب ابن الخوجة، قطر وزارة الأوقاف والشؤون الإسلامية.
- الريسوني، أحمد . (۱۹۹۲م). نظرية المقاصد عند الامام الشاطبي الدار العالمية للكتاب الإسلامي .
- الشاطبي، إبراهيم بن موسى بن محمد اللخمي الغرناطي، الموافقات في أصول الشریعة، محقق: أبو عبيدة مشهور بن حسن آل سلمان، دار ابن عفان.
- القشيري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج (النيسابوري (۱۳۳ هـ). صحيح مسلم، لبنان بيروت، دار الجيل.
- اليوبي، محمد سعد بن احمد بن مسعود، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالادلة الشرعية، ریاض، دار الهجر للنشر والتوزيع.
- زرکشي، بدر الدین، محمد بن بهادر، البحر المحیط في أصول الفقه، دار الکتب العلمية، بیروت، لبنان.
- غزالي، ابو حامد، محمد بن محمد، المستصفی في علم الأصول، بیروت، موسسة الرسالة.
- ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، شفاء العلیل في مسائل القضاء والقدر والحکمة والتعلیل، دار المعرفة، بیروت، لبنان.
- آمدی، ابو الحسن سید الدین، علی بن ابی، علی بن محمد، غایة المرام، ناشر: المجلس الاعلی للشئون الاسلامية.
- فخر الدین الرازی، ابو عبدالله، محمد بن عمر الرازی، مفاتیح الغیب=التفسر الکبیر، موسسة الرسالة.
- ابن حزم، ابو محمد علی بن حزم اندلسی ظاهری، الإحکام في أصول الأحکام، بیروت، دار الجیل.
- ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، مفتاح دار السعادة ومنشور ولاية العلم والارادة، قاهرة، دار الحدیث.
- محمد مصطفى زحیلی (٢٠٠٦ م) الوجيز في أصول الفقه الإسلامي دمشق – سوريا، دار الخير للطباعة والنشر والتوزيع.
- ابو داود، سلیمان بن الاشعث السجستانی، سنن ابی داود، بیروت، لبنان، المکتبة العصرية، صیدا.
- النجدي، سمیع، أهمية المقاصد الشرعية، دار الکتب العلمية، بیروت لبنان.
- [1] . محمد بن أحمد، أبو عبد الله القرطبي، (١٩٦٢ م) تفسير القرطبي، تحقيق: أحمد البردوني وإبراهيم أطفيش. القاهرة دارالكتب المصرية.
[1]. طرق الكشف عن مقاصد الشارع: ۲۸.
[2]. علال الفاسي، (بیتا) مقاصد الشريعة الإسلامية ومكارمها، الدار البيضاء، مكتبة الوحدة العربية: ٣.
[3]. أحمد الريسوني (۱۹۹۲م)، نظرية المقاصد عند الإمام الشاطبي، الدار العالمية للكتاب الإسلامي: ۸.
[4]. الیوبی، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة الشرعية: ۴۱۵.