لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)
(الف) اخلاقي نښې
(۱) کینه‌ او بدبیني
شیطان‌ پرستان پر دې باور دي چې د کینې او بدبینۍ ځپل انسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کوي؛ له همدې امله کینه او بدبیني باید په زړه کې ونه ځپل شي، بلکې په هر ځای او هره ممکنه وسیله باید را څرګنده شي. په همدې اساس دا ډله د غلا، قتل، جنسي تېري، شکنجې، ترهګرۍ، سپکاوي او دېته ورته نورو ناوړه کړنو ته لاس اچوي.[۱]
په شیطاني انجیل کې راغلي دي: کینه او بدبیني انسان په جسمي او روحي ناروغیو اخته کوي؛ په همدې دلیل کینه او بدبیني باید له زړه را وباسو او له هغو کسانو څخه چې مستحق یې ګڼل کېږي (دینداران) باید ونه سپمول شي.[۲]
(۲) په غیر طبیعي ډول له اصولو سرغړونه
شیطان‌ پرستان تر ټولو زیات د ټولنیزو اصولو په ماتولو، په ځانګړي ډول په جنسي مسایلو کې شهرت لري. دا ډله په جنسي چارو کې په غیر طبیعي ډول عمل کوي او وېرونکې کړنې ترسره کوي. د هغوی ځینې غیر اصولي کړنې په لاندې ډول دي:
(الف) جنسي خوند اخیستنه چې له بدني ځورونې، وهلو ټکولو او مقابل لوري ته له اذیت رسولو سره مل وي.
(ب) همجنس‌ پالنه (د نارینه له نارینه سره «لواط» او د ښځې له ښځې سره «سِحاق».)
(ج) جنسي تېری ( له ښځې سره د بې‌ هوښۍ، خوب او نشې په حالت کې زنا کول یا د تښتونې، ګواښ، وېرولو او نا بالغې نجلۍ ته د دوکې او فریب ورکولو له لارې جنسي اړیکه ټینګول.)
(د) له ماشومانو، زړو ښځو، حیواناتو او د انسان له جسدونو سره همبستري او جنسي خوند اخیستنه.[۳]
ارواپوهان د دغو انحرافاتو سرچینه د اشخاصو داخلي اضطراب بولي.[۴]
خو د اسلام له نظره دا ډول کړنې له ناوړو او لویو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. قران کریم دا ډول چلندونه د «فحشا» په نوم یادوي، چې موخه ترې هر هغه عمل دی چې عقل یې نه مني او شریعت یې ناوړه ګڼي.[۵]
لکه چې فرمايي: «وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ * إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ.» ژباړه: د قدمونو پیروي مه کوئ (شیطان پسې مه ځئ!) بېشکه چې هغه (شیطان) ستاسې ښکاره دښمن دی، بېشکه هغه (شیطان) خو تاسې ته د بدو کړنو او ګناه حکم کوي او تاسې ته د الله تعالی په اړه داسې څه وايي (په الله پورې دروغ خبرې تړي) چې تاسې پرې نه پوهېږئ.[۶]
(۳) ځان‌ غوښتنه او نفس‌ پالنه
د شیطان ‌پرستې فرقې ټول فعالیتونه د ځان ‌غوښتنې، ځان‌ محورۍ او نفس‌ پرستۍ پر محور را څرخي. په حقیقت کې له هرې ممکنې لارې د نفس اشباع کول د دې ډلې تر ټولو ستر هدف بلل کېږي.
انجیل شیطان ‌پرستې ډلې ته د «نفس د خادمانو» نوم ورکړی دی. لاوي وايي: که وغواړو چې شیطان ‌پرستان په یوه واحد نوم ونوموو، نو تر ټولو مناسب عنوان یې «د نفس خادمان» دي؛ ځکه چې د شیطان ‌پرستۍ ټول اهداف، غوښتنې او باورونه د نفسي خواهشاتو پوره کول دي.[۷]
لاوي په بل ځای کې لیکي: د شیطان ‌پرستۍ باور په حقیقت کې د مطلق غرور، ځان‌ غوښتنې او نفس ‌پرستۍ یوه بېلګه ده.[۸]
د دې ډلې بې‌ حده ځان ‌محوري او نفس‌ پرستي د دې لامل شوې چې ځینې څېړونکي یې د «خوند او ګټې مذهب» وبولي.[۹]
(ب) ټولنیزې نښې
په ټولنه کې د شیطان ‌پرستې فرقې خپرېدو ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي. څېړونکو او ټولنپوهانو د دې ډلې د سمې پېژندنې او ټولنې د خوندیتوب ‌په موخه د هغوی ځینې ځانګړنې په لاندې ډول بيان کړې دي.
(۱) د کورنۍ بنسټ ویجاړول
د شیطان ‌پرستۍ په فکري هندسه کې کورنۍ هېڅ ارزښت او مقام نه لري. له کورنۍ څخه خلاصون د دې ډلې د تفکر محور دی او یو بل ته تل د واده نه کولو او بې ‌اولادۍ سپارښتنه کوي او د کورنۍ د بنسټ ړنګول واجب ګڼي.[۱۰]
د شیطان ‌پرستۍ غړي چې کله یوې ټاکلې او له مخکې تعریف شوې مرحلې ته ورسېږي، باید له خپلې کورنۍ سره ټولې اړیکې پرې کړي.[۱۱]
دا ډله د کورنۍ پر وړاندې هېڅ مسوؤلیت نه احساسوي او کورنیو اړیکو ته درناوی بې‌ معنا ګڼي. له همدې امله د دې فرقې غړي له محارمو، لکه مور، خور، ترور او عمه سره زنا د خوښې وړ کار ګڼي او شیطان ته د لا زیات نږدې کېدو لپاره له خپلو ملګرو سره یو ځای دې ناوړه عمل (له محارمو سره زنا) ته لاس اچوي.[۱۲]
په ځینو شیطاني مراسمو کې د شیطان د نږدېوالي لپاره پلار له خپل زوی سره لواطت کوي او خپل محارم د نورو په واک کې ورکوي.[۱۳]
دا ډول افکار او کړنې د شیطان ‌پرستۍ له ‌خوا په بشپړ ډول د کورنۍ د ویجاړېدو څرګندونه کوي. د دې فرقې د غړو د جذب بهیر له کورنۍ سره د اړیکو پر قطع کولو ولاړ دی. د دې ډلې له دوکه شويو کسانو څخه یو یې وايي: شیطان‌ پرستې ډلې ته په ورتګ مې ښځه، اولادونه او ټول مالونه له لاسه ورکړل.[۱۴]
د کورنۍ پر ویجاړولو او ړنګولو د دې ډلې ټینګار څرګندوي چې د شیطان ‌پرستۍ تر شا اصلي لوبغاړی نړیوال صهیونیزم دی؛ ځکه د صهیونیزم د مشرانو د پروتوکولونو له مخې د کورنۍ ویجاړول او ړنګول د هغوی له اساسي پروګرامونو څخه دي، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې.[۱۵]
(۲) سرکشي او له ټولنې سره مخالفت
د منل شويو ټولنیزو ارزښتونو پر وړاندې تمرد او سرکشي او له ټولنې سره مخالفت د شیطان‌ پرستۍ له نورو مهمو ځانګړنو څخه دي. شیطان‌ پرستان په پرله‌ پسې ډول له اخلاقو، عادتونو، رواجونو او ټولنیزو معیارونو سرغړونه کوي.
د دې کړنو له لارې په عملي توګه څرګندوي چې له هر هغه څه سره مخالفت لري چې د تقدس، ارزښت او حرمت رنګ او بوی ولري او یا پکې د کلتور، فرهنګ او دین نښې ولیدل شي. د دې تمرد او سرکشۍ ریښه د دې ډلې له منحرفو افکارو سرچینه اخلي؛ یعنې باید پر ځان ‌بسیا او منفرد وي او د نورو د افکارو له منلو سرغړونه وشي.[۱۶]
په شیطاني انجیل کې راغلي دي: «له هماغه پیل څخه د نړۍ د واکمن کلتور پر وړاندې پاڅون وکړه، د انسانانو قوانین له ننګونې سره مخ کړه او خدای محوره پروګرامونه تر نیوکې لاندې راوله.»[۱۷]
لاوي په بل ځای کې وایي: «هغه افکار او نظریات چې پخوا زموږ د نیکونو د ژوند، ازادۍ او هڅو بنسټ و، نن د ورانۍ، غلامۍ او زموږ د سپکاوي او بې ‌عزتۍ سبب شوي دي.»[۱۸]
شیطان ‌پرستان په نېک تعامل، زغم، بښنې، ښه چلند او له نورو، په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره پر متقابل درناوي باور نه لري، بلکې تل د اړیکو په له منځه وړلو ټینګار کوي.[۱۹]
(۳) پر وطن او وطن ‌دوستۍ بې ‌باوري
شیطان ‌پرسته ډله یوازې د شیطان پر ځواک باور لري او وایي: په پای کې همدا شیطان دی چې پر ټوله ځمکه واکمني کوي، نو د شیطاني دولت د جوړولو لپاره باید هڅه وشي او د اوسنیو حکومتونو له ټولو جغرافیوي چوکاټونو په ځانګړي ډول د وطن‌ دوستۍ د احساس پر وړاندې باید بې ‌باوري رامنځته شي.[۲۰]
د شیطان ‌پرستانو یوه مشهوره نښه افعي (مار) دی چې د ځمکې پر کره را تاو شوی دی، چې پر ټوله نړۍ د شیطان د واکمنۍ څرګندونه کوي.[۲۱]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. خالد، محمد عمر، «ضلال عبده الشیطان»، د کلیة الدعوة الإسلامیة مجله، ۱۹مه ګڼه، ۲۰۰۵م، دوهمه برخه، مخ ۵۹۷.

[۲]. لاوی، آنتوني، انجیل شیطاني، مخ ۶۴.

[۳]. عکاشه، احمد، الطب النفسی المعاصر، قاهره: مکتبة الأنجلو المصریة، ۱۹۸۸م، مخ ۳۴۱.

[۴]. هماغه، مخ ۳۳۷.

[۵]. البیضاوي، ناصرالدین، انوار التنزیل وأسرار التأویل، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۲۰۰۲م، ج۱، مخ ۹۹.

[۶]. بقره: ۱۶۸–۱۶۹.

[۷]. لاوي، آنتوني، انجیل شیطاني، مخ ۷.

[۸]. هماغه، مخ ۵۱.

[۹]. القداس الأسود، ۲۰۰۶م، https://www.arabgate.com.

[۱۰]. الخنجیري، ناصر، «ظاهرة عبده الشیطان»، د الرافد فلسطین مجله، ۲۰۰۳م، لومړی کال، لومړۍ ګڼه، مخ ۳۷.

[۱۰]. الباش، حسن، عبده الشیطان وحرکات انحرافیة أُخری، مخ ۹۷.

[۱۲]. السعودی، محمد فراس، مَن هُم عبده الشیطان، مخ ۴۷؛ الباش، حسن، عبده الشیطان وحرکات انحرافیة أُخری، مخ ۹۷.

[۱۳]. الزوبی، ممدوح، عبده الشیطان، مخ ۱۲۶.

[۱۴]. هماغه، مخ ۱۲۸.

[۱۵]. النویهض، عجاج، پروتکل‌های بزرگان صهیون، بیروت: دار استقلال، ۱۹۹۶م، مخ ۲۲۳.

[۱۶]. الزوبي، ممدوح، عبده الشیطان، مخ ۱۱۲.

[۱۷]. لاوي، آنتوني، انجیل شیطاني، مخ ۳۰.

[۱۸]. هماغه، مخ ۳۱.

[۱۹]. عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، مخ ۴۸۳؛ الزوبي، ممدوح، عبده الشیطان، مخ ۱۱۲.

[۲۰]. د لیکوالانو ټولګه، موسوعة عالم الأدیان، ج ۲۴، مخ ۱۷۱؛ الزوبي، ممدوح، عبده الشیطان، مخونه ۶۷–۶۸.

[۲۱]. هماغه، مخونه ۶۷–۶۸؛ د لیکوالانو ټولګه، موسوعة عالم الأدیان، ج ۲۴، مخ ۱۷۱.

Leave A Reply

Exit mobile version