لیکوال: دوکتور نور محمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)
د انسان په پیدایښت کې د رګونو، حواسو او ادرار سيستم حیرانتیاوې
 (الف) په حکيمانه او دقيقې اندازې سره پيدايښت
الله جل جلاله په قران کریم کې فرمايي: «إِنَّا كُلَّ شَیءٍ خَلَقنَٰهُ بِقَدَر»[1] ژباړه: «بېشکه موږ هر شی په يوه ټاکلې اندازه پيدا کړي.» دا لنډ ایت يو ډېر ژور حقیقت بیانوي او دا څرګندوي چې په خلقت کې هېڅ شی بې ‌موخې، بې ‌حسابه او تصادفي منځته نه دی راغلی. نړۍ او هر هغه څه چې پکې شته، د اتوم له کوچنۍ ذرې څخه را نیولې تر لویو کهکشاني منظومو پورې، ټول په بې ‌ساري، موخه ‌لرونکو او محاسبه شوي دقت سره رامنځته شوي دي.
خدای جل جلاله په بل ایت کې فرمايي: «خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضَ بِٱلحَقِّ وَصَوَّرَكُم فَأَحسَنَ صُوَرَكُم.»[2] ژباړه: «هغه اسمانونه او ځمکه په حق (تدبير او حکمت) پيدا کړي او شکلونه يې درکړي تاسو ته، نو ښايسته کړي يې دي شکلونه ستاسو او خاص هغه ته ور ګرځېدل دي.»
په دې ایت کې د «بِالْحَقّ» کلمه  درې معناوې لري:
(۱) ټینګوالی او دوام: د «باطل» پر خلاف چې له منځه ځي، خلقت د یو تلپاتې حقیقت پر بنسټ ولاړ دی.
(2) موخه ‌لرونکی پیدایښت: هر څه په با هدفه ډول او پرته بې ‌معنا والي پیدا شوي دي.
(3) په تقدیر کې دقت: هره پېښه له حکيمانه او دقیقې اندازې سره ډیزاین شوې ده.
ستونی (د غږ د پیدایښت یو بې ‌ساری شاهکار)
ستونی یا د غږ بکس د انسان په بدن کې یو له خورا حیرانوونکو ارګانونو څخه دی. ډاکټران وایي: که د ستوني خوله تر اوسني حالت پراخه وای، نو انسانانو به د غږ د تولیدولو وړتیا نه درلودای او که تنګه وای، نو ساه اخيستل به سخت او ان ناشوني وای، خو الهي حکمت دا غړی په داسې دقیقې اندازې سره جوړ کړی دی، چې نه په ساه اخيستنه او نه هم د غږ په وېستلو کې له کومې ستونزې سره مخ کېږو.
الله جل جلاله په دې اړه فرمايي: «صُنعَ ٱللَّهِ ٱلَّذِی أَتقَنَ كُلَّ شَیءٍ.»[3]؛ ژباړه:« دا الهي جوړښت دی چې هر څه یې ټینګ او کلک ( منظم او مرتب) پیدا کړي دي.»
د حواسو دروازې (د درک کولو حکیمانه سرحدونه)
الله تعالی نه یوازې دا چې غړي  یې په دقت سره پیدا کړي دي، بلکې زموږ د حواسو لپاره یې ځانګړي «حدونه» هم ټاکلي دي، چې ژوند مو د زغملو وړ وي. که دغو حدونو لږ بدلون موندلی وای، نو زموږ ژوند به په نه ‌زغمل کېدونکي جهنم اوښتی وای، دا حسونه په لاندې ډول دي:
د لیدلو حس: که زموږ سترګې د اوسني حالت په پرتله ډېرې حساسې وای، نو موږ به په یو ګیلاس اوبو کې په ملیاردونه میکروبونه او ژوندي موجودات لیدل او په دې سره به مو هغه څښلی نه شوای. د ماشوم نرم او ښکلی مخ به هم زموږ په نظر یوه ناصافه سطحه ښکارېده، چې له درزونو او ټپونو ډکه وي.
د اورېدلو حس: که زموږ غوږونه تر دې لږ ډېر حساس وای، د بدن د دنننیو سيستمونو غږونه، لکه هاضمې سيستم به موږ ویښ ساتلي وای.
د لمس حس: که زموږ لامسې حس تر دې ډېر شدید وای، د بدن تر ټولو کوچنی برقي بار به مو په ازاروونکې توګه حس کاوه.
د بوی حس: ځینې حیوانات د انسان په پرتله په میلیونونو ځله ډېر د بوی حس لري؛ خو دا شدت د انسان د ژوند لپاره د زغملو وړ نه دی.
دا ټولې د الله تعالی حکیمانه نښې دي، چې د انسان د حواسو په خلقت کې یې په بې ‌ساري دقت کارولې دي.
د پښتورګو د اخراج سیستم او حیرانتیاوې
(الف) د پښتورګو ارزښت او د دې نعمت شکر ادا کول
پيغمبر صلی الله عليه وسلم به له بیت‌ الخلا څخه تر را وتلو وروسته ویل: «الحمدلله الذی ‌أذهب ‌عنی ‌الأذى وعافانی.»[4] ژباړه: «ټولې ستاینې د هغه خدای لپاره دي چې له ما څخه یې پلیتي لرې کړه او ماته یې روغتیا راکړه.»
پښتورګي دوه کوچني او ډېر مهم غړي دي چې په بدن کې بې‌ ساری رول لري. هره ورځ شاو خوا (۱۸۰۰) لیتره وینه د پښتورګو له لارې تېرېږي.
د پښتورګو د تصفیې کوونکو لولو (نفرونونو) لارپه دواړو پښتورګو کې شاو خوا «۶۰ کیلومتره» اوږدوالی لري. پښتورګي د بدن د اړتیا په پرتله «۲۰ ځله ډېره» د تصفیې وړتیا لري. د انسان وینه په یوه شپه او ‌ورځ کې «۳۶ ځله» له پښتورګو څخه تېرېږي.
که یو پښتورګی له کاره ولوېږي، بل پښتورګی یوازې دنده ترسره کولی شي او دا خپله د الهي رحمت او حکمت څرګنده نښه ده.
(ب) د وینې د جوړښت په تنظیمولو کې د پښتورګو دقیق فعالیت
پښتورګي وینه په حیرانونکي دقت سره فلټر کوي؛ دوی قند، پروټین او اړین منرالونه بېرته بدن ته ستنوي او فاضله مواد، لکه «یوریا، زهرجن مواد، درمل او اضافي مالګې» له بدن څخه بهر کوي. که چېرې د وینې شکر ډېر لوړ وي، نو دا په ادرار کې څرګندېږي(د شکر ناروغۍ نښه ده) او که چېرې ډېره مالګه وخوړل شي، نو پښتورګي  یې اضافي مواد بهر کوي. که پښتورګي له کاره ولوېږي، زهرجن مواد په بدن کې جمع کېږي، حافظه کمزورې کېږي، د انسان چلند بدلېږي او په پای کې د مرګ لامل کېږي.
(ج) پښتورګي د اندوکرین( دننه تویېدونکې) غدې په توګه
پښتورګي د فلټر سربېره هورمونونه هم ترشح کوي چې د وینې فشار تنظیموي، د «کم خونۍ» مخه نیسي او د بدن د مایعاتو توازن ساتي؛ که د پښتورګو په کار کې کډوډي رامنځته شي، د وینې فشار ګډوډېږي او د اوبو او مالګو توازن هم خرابېږي.
(د) د پښتورګو مایکروسکوپي جوړښت او پیچلتیا
هر پښتورګی شاوخوا «یو ملیون فلټرشوي واحدونه (نېفرونونه)» لري. که چېرې دا نېفرونونه څنګ په څنګ تنظیم شي، نو د دوی اوږدوالی به «۱۶۰ کیلومترو» ته ورسېږي. د نفرونونو داخلي سطحه له «۸ متر مکعب» څخه ډېر پراخوالی لري. د هر پښتورګي وزن شاو خوا «۷۰ ګرامه» دی، خو بیا هم داسې کارونه ترسره کوي چې ان مغز یې په بشپړ ډول د درک وړتیا نه لري. د مصنوعي تصفیې دستګاه (دیالیز) د طبیعي پښتورګي په پرتله ډېر لوی، ګران بیه او کم‌کاره ده.
(هـ) د مالګې د سطحې تنظیم او د پښتورګو اړیکه له مغز او زړه سره
د وینې د مالګې کچه باید «په هرو زرو کې له ۷ څخه تر ۸ » پورې پاتې شي. د هغې زیاتوالی یا کمښت وژونکی دی. کله چې مالګه ډیره لوړه شي نو:
(۱) مغز پښتورګو ته پیغام لېږي چې د اوبو له ایستلو څخه ډاډه وکړي.
(2) زړه د هورمون په ترشح کولو سره د «سختې تندې» احساس رامنځته کوي.
(3) د اوبو په څښلو سره، مالګه حل کېږي او پښتورګي یې له اضافي اوبو سره یوځای بهر کوي.
دا پیچلې پروسه په خپل سر رامنځته کېږي، په داسې حال کې چې انسان له هغه څخه هېڅ خبر هم نه وي.
مثانه (د بدن هوښیار ګودام)
مثانه نه یوازې د ادرار لپاره زېرمه ده، بلکې یو پیچلی عصبي سيستم هم لري، چې په ډکېدو سره، «نخاع» ته پیغامونه لېږدوي او نخاع د مثانې عضلات را ټولوي او د وتلو خوله ازاده او نرموي .
د دې حکم عملي کېدل د «مغز» له تایید سره تړلي دي، چې په مناسب وخت او ځای کې تخلیه ترسره شي، خو که چېرې ادرار ډېر زیات راټول شي او د دې خطر وي چې بېرته پښتورګو ته ور وګرځي او د وینې مسمومیت رامنځته کوي، نو نخاع د مغز له اجازې پرته د تخلیې امر ورکوي، چې د انسان ژوند خوندي پاتې شي.
مثانه کولی شي له «۱.۵ لیترو» څخه ډېر ادرار وساتي او انسان ته دا وړتیا ورکوي چې څو ساعته پرته له ستونزې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ یوسي.
په پای کې د ایماني تفسیر له مخې ویلای شو چې د انسان د بدن هره برخه، له کوچنۍ حنجرې څخه نیولې تر نازکو پښتورګو او مثانې پورې، د الله تعالی د پوهې، قدرت او حکمت ستر شاهکار دي. دا سيستمونه بې‌ وقفې، په دقیقه توګه او بې له کومې دعوې کار کوي؛ په داسې حال کې چې انسان ډېر ځله د دوی له شتون څخه غافل پاتې کېږي.
قران کریم په دې اړه وايي: «وَفِی أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ»[5] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي، ایا تاسو یې نه وینئ؟» او دغه راز: «صُنعَ ٱللَّهِ ٱلَّذِی أَتقَنَ كُلَّ شَیءٍ.»[6]؛ ژباړه: «دا الهي جوړښت دی چې هر څه یې ټینګ او کلک (منظم او مرتب) پیدا کړي دي.»
هر ځل چې موږ ساه اخلو، خبرې کوو او اوبه څښو یا له بدن څخه فاضله مواد وباسو، په حقیقت کې د الله تعالی د قدرت له ژوندیو ایتونو سره مخامخ کېږو. د دغو ایتونو پېژندنه نه یوازې زموږ ایمان زیاتوي، بلکې موږ د شکر او ژورې بندګۍ پر لور رابولي.
ستونی، حواس، پښتورګي او مثانه یوازې د بدن غړي نه دي، بلکې «د الهي پوهې ژوندي کتابونه» دي چې زموږ په وجود کې ایښودل شوي دي. د دوی په اړه مطالعه او فکر کول د الله تعالی د معرفت پر لور یوه دریچه ده او هر څومره چې زموږ پوهه د دغو سيستمونو په اړه زیاته شي، هماغومره به د الله تعالی پر وړاندې زموږ شکر کول هم ډېر شي. «أتحسبُ أنك جرمٌ صغیرٌ … وفیك انطوى العالم الأكبرُ» ژباړه: «ایا فکر کوې چې ته کوچنی موجود یې؟ په داسې حال کې چې دا لویه نړۍ ستا په وجود کې پرته ده.»
الحمد لله رب العالمین! د هغو نعمتونو لپاره چې بې‌ وقفې زموږ په وجود کې روان دي او موږ ته ژوند، توازن، شعور او انسانیت را بښي.[7]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. القمر: 49.

[2]. التغابن: 3.

[3]. النمل: 88.

[4]. سنن ابن ماجه، كتاب الطهارة وسننها، باب ما يقول إذا خرج من الخلاء، رقم الحدیث: 301، ج 1، ص 110 ت عبدالباقي.

[5]. ذاریات: ۲۱.

[6]. النمل: 88.

[7]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 182-174.

Leave A Reply

Exit mobile version