لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)
د انسان تنفسي سيستم (د الهي عظمت او حکمت نښه)
د الهي قدرت له سترو نښو او تدبيرونو څخه چې تل له موږ سره دي، خو د ډېر نږدېوالي له امله ورته لږ پام کوو، چې له جملې څخه يې يو هم (د ساه اخيستلو پېښه) ده. موږ د شپې په ارامه ویده کېږو، په داسې حال کې چې زموږ سږي بې وقفې په فعالیت بوخت وي، زړه مو په منظم ډول ټپېږي، د هاضمې سیستم مو بې‌ عیبه کار کوي او د بدن د تصفیې سيستم مو په حیرانوونکي دقت سره خپله دنده ترسره کوي. که دا سيستمونه زموږ ارادې ته سپارل شوي وای، ایا څوک به په دې توانېدلي وای چې یوه شېبه ویده شي؟ یا ان له بل انسان سره په ارامه کېني؟
په دې ساده خو لوی حقیقت کې د خدای جل‌جلاله د قدرت او پوهې بې ‌سارې نښې پرتې دي: “وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ.”[1] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي، ایا تاسو یې نه وینئ؟»
په بدن کې ارادي او غير ارادي کړنې
(الف) د غير ارادي کړنو حیرانتیاوې
د انسان د بدن ډېر حیاتي  فعالیتونه په غیر ارادي توګه تر سره کېږي؛ یعنې پرته له دې چې موږ یې په اړه پرېکړه وکړو یا ور څخه خبر شو، چې له دې ډلې څخه يې ځينې په لاندې ډول دي :
  • د زړه ټکان
  • د سږو منظم حرکت
  • د غذايي موادو هضمول او جذبول
  • د دننيو غدو ترشحات
  • د بدن د حرارت توازون
  • د مایعاتو د سطحې تنظیم او د زړه د ټکان دقت
دا غیر ارادي فعالیتونه د عصبي مرکزونو په یوه ټولګه کې چې په «بَصَلۀ سِیسائیه» Medulla Oblongata)) په وسیله چې د مغز د ساقې په ښکته برخه کې موقعیت لري، کنترولېږي. دا حیاتي برخه چې ورته «د ژوند عقده» ویل کېږي، د بدن د اصلي کنترولونکو مرکزونو لرونکې ده، چې په لاندې ډول دي:
  • د تنفسي سيستم د تنظیم مرکز
  • د زړه د ټکان د ادارې مرکز
  • د وینې د رګونو د انقباض او انبساط مرکزونه
  • د تېرولو او ژوولو مرکز
  • د غږ او ویلو مرکز
  • د خولې، لاړې، خوب او ویښ پاتې کېدلو د کنترول مرکزونه
  • د وینې د قند او د بدن د تودوخې د توازن ساتلو مرکزونه
  • د تناسلي هورمونونو او د حیض دورې د کنترول مرکزونه.
د دې حیاتي برخې زیان عموما د سمدستي مرګ لامل کېږي؛ ځکه چې د ژوند ټول اساسي بهیرونه په همدې ساحه کې کنترولېږي.
د ساه اخیستلو مرکز او د هغه حیرانوونکی جوړښت (د ساه اخیستلو او ساه ايستلو مرکز)
د مغز د ساقې په ښکته برخه کې دوه اصلي مرکزونه شتون لري:
د ساه اخیستلو مرکز (شُهَیق)
د ساه ايستلو مرکز (زَفِیر)
دا دواړه مرکزونه په نوبت او همغږۍ سره فعالېږي. د یوه مرکز تحریک د بل مرکز مخه نیسي او دا توازن د تنفسي سيستم بهیر منظم او باسباته ساتي او که دواړه په یو وخت کې تحریک شي، تنفسي سيستم ګډوډېږي.
د کاربن ډای اکسايډ ګاز رول
تنفس په عمده ډول د وینې د «کاربن ډای اکسایډ» (CO₂) د کچې تر اغېز لاندې وي. کله چې د (CO₂)  سطحه لوړه شي، د ساه اخیستلو مرکز تحریکېږي ساه تېزه او ژورېږي، چې د هغه کچه را کمه شي. که د (CO₂)  اندازه ټیټه شي ساه ورو کېږي یا ان بندېږي.
د بېلګې په توګه: که د (CO₂) غلظت یوازې «۰٫۲٪»  له خپل طبیعي اندازې څخه پورته لاړ شي ساه دوه چنده کېږي او که همدا «۰٫۲٪»  اندازه  کمه شي، ساه درېږي. همدا دقیق توازن د الهي قدرت څرګنده نښه ده. په داسې حالاتو کې لکه د ګازي سون توکو کارول په حمام کې، کېدای شي د کاربن ډای اکسایډ (CO₂)  غلظت په خطرناکه توګه لوړ کړي او د ساه بندېدو او مرګ لامل شي.
ارادي او غیر ارادي ساه اخیستل
انسان کولای شي په «ارادي» ډول ژوره ساه واخلي یا خپله ساه بنده کړي؛ ځکه چې د مغز له قشر څخه د ساه اخیستلو او ساه ایستلو مرکزونو ته جلا عصبي لار لري، خو بیا هم ان د بې‌ هوښۍ یا ژور خوب په حالت کې، ساه اخیستل په غیر ارادي او خپلسري ډول دوام کوي؛ ځکه چې د مغز د ساقې مرکزونه د کیمیاوي تحریکونو لکه د (CO₂)  سطحې ته ځواب ورکوي.
دا همغږي د ارادې او خپلواکۍ ترمنځ د انسان په پیدایښت کې د خدای تعالی د بې ‌ساري حکمت یوه بېلګه ده.
سږي (د خلقت د انجینرۍ شاهکار)
(الف) د سږو داخلي جوړښت
سږي دوه سفنج ‌لرونکي غړي دي چې د سینې په ګوګل کې ځای لري او د «نای» (رغامى) له لارې له بهرني چاپېریال سره اړیکه لري. نای په خپله لار کې شاو خوا (۲۳ ځله څانګې) جوړوي چې «د سږو حویصلې ‌وې» (Alveoli)  ته ورسېږي چې د سږو تر ټولو کوچني فعاله واحدونه دي.
د نای قطر شاوخوا «۵ سانتی‌متر» دی، د سږو د حویصلې قطر شاو خوا «¼ میکرون» دی، د حویصلې وو شمېر له «۳۵۰ میلیون» څخه ډېر دی؛ د ټولو حویصلې‌ وو مساحت شاو خوا «۷۰ متر مربع» (د نای د سطحې له مقطع څخه تر (۲۰۰۰)  ځله زیات دی. دا د سطحې ستر زیاتوالی د دې لپاره جوړ شوی، چې د وینې او تنفسي هوا ترمنځ د ګازونو اغېزمنه تبادله ترسره شي.
(ب) د اهداب (Cilia) رول
له نای څخه تر حویصلې‌ وې پورې په ټول مسیر کې دیوالونه د مژک لرونکو حجرو (اهداب)په وسیله پوښل شوي دي. دا مژکونه چې شاوخوا «۶ مایکرون» اوږدوالی او «۰٫۲ مایکرون» قطر لري، په دقیقه کې نږدې «له (۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ ځله) پورته خوځېږي، چې د دوړو ذرات، میکروبونه او نورې ککړتیاوې له هوايي لارې څخه باسي.
که بهرنی جسم لکه د اوبو یو څاڅکی نای ته داخل شي، «ټوخی» د یوه سخت دفاعي غبرګون په توګه پېښېږي او هوا په شاو خوا «۹۰۰ کیلو متره پر ساعت» سرعت سره بهر وځي چې هوايي لاره پاکه شي.
(ج) د سږو له تقلید څخه د علم ناتواني
تر نن ورځ پورې د طب علم د سږو په بشپړ پیوند کې ناکام پاتې شوی دی؛ ځکه چې د اهدابو د کنترول مسوؤل عصبي شبکه او د سږو مایکروسکوپي جوړښتونه بې ‌سارې پېچلتیا لري. دا خپله د الهي خلقت د نازکۍ بله څرګنده نښه ده.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

[1]. ذاریات: ۲۱.

Leave A Reply

Exit mobile version