لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴)
د انسان په ژامه، ژبه او هاضمې سیستم کې د خلقت حیرانتیاوې
په اسمانونو او ځمکه کې د خلقت په اړه فکر کول او همدارنګه د انسان په خپل وجود کې تأمل چې هغه تر بل هر څه انسان ته ډېر نږدې دی، د پروردګار د پېژندنې او الله تعالی ته د رسېدو له پراخو او ژورو لارو څخه ګڼل کېږي. الله جل جلاله په قران کریم کې فرمايي: “سَنُرِیهِم ءَایٰتِنَا فِی ٱلأٓفَاقِ وَفِیٓ أَنفُسِهِم حَتَّىٰ یتَبَینَ لَهُم أَنَّهُ ٱلحَقُّ.ۗ”[1] ژباړه: «موږ به ډېر ژر هغوی ته (چې له اسلام او قران څخه منکر دي) خپلې نښې او دلایل په اسمانونو او ځمکه کې (چې لوی جهان دی) او د دوی په خپل وجود کې (چې کوچنی جهان دی) وښیو، چې هغوی ته دا روښانه شي چې اسلام او قران حق دي.»
د انسان په وجود کې له ډېرو ځانګړو الهي نښو څخه یو هم د ژامې، ژبې او هاضمې سیستم پېچلی او حیرانوونکی نظام دی، چې په بشپړه همغږۍ د انسان ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي دندې ترسره کوي. دا دقیق نظام نه یوازې له بیولوژیکي نظره حیرانوونکی دی، بلکې د الله تعالی د بې‌ ساري حکمت او قدرت روښانه نښې هم دي.
(۱) ژامه (د حرکت او ژوولو حیرانوونکې وسیله)
د انسان په خوله کې خوځنده ژامې، په ځانګړي ډول ښکته ژامه، داسې جوړه شوې چې ډول ډول او څو اړخیز حرکتونه ممکنوي. ژامې شپږ عضلې د پورته خوځېدو لپاره، دوه عضلې د ښي او چپ اړخ خوځېدو لپاره او څلور عضلې د مخکې او شاته خوځېدو لپاره لري.
د عضلو دا ټولګه د دې لامل کېږي چې ژامې شپږو لورو ته حرکت وکړي، چې له پاس، لاندې، ښي اړخ، چپ اړخ، مخکې او شاته څخه عبارت دي. د دې همغږۍ پایله دا ده چې انسان وتوانېږي خوراکي توکي په بشپړ ډول وژوي او د تېرولو لپاره یې چمتو کړي. اټکل کېږي چې انسان په اوسط ډول هره ورځ شاو خوا «۲۴۰۰ ځله» د ژوولو او تېرولو عمل ترسره کوي. سربېره پر دې خوله د تېرولو لپاره په ډېر دقیق نظام سره سمبال ده، داسې چې «په هره دقیقه کې شاو خوا سل زره حجرې په خوله کې بیا جوړېږي» چې د دې حیاتي برخې روغتیا او طبیعي فعالیت وساتل شي.
(۲) ژبه (د خوړو د همغږۍ او کنترولو مرکز)
ژبه د انسان د خولې په سيستم کې یو پیاوړی او ډېر خوځنده غړی دی، چې د «اووه لسو فعالو عضلو» په مرسته په هر لوري د خوځېدو وړتیا لري. دا څو اړخیز حرکتونه مرسته کوي چې خوراکي مواد په بشپړ ډول په خوله کې وګرځول شي او له لاړو سره ګډ شي. که ژامه د اوړو له ګډوونکي ماشین سره پرتله کړو، نو ژبه د همزن پرو په څېر ده او مواد سره ګډوي چې د تېرولو لپاره مناسبې ټوټې جوړوي.
(۳) د تېرولو حیرانوونکی بهیر
د تېرولو بهیر د بدن له پېچلو او ډېرو دقیقو بهیرونو څخه دی، چې ګڼ غړي پکې برخه لري. د تېرولو پر مهال: «لُهاه» (د تالو په پای کې د نرم نسج یوه ټوټه ده) چې د پزې د غار لاره بندوي چې خواړه هغې ته داخل نه شي. «لسان ‌المزمار» د حنجرې او نلۍ لاره بندوي چې خوراکي مواد تنفسي سيستم ته داخل نه شي. ان هغه مهال چې انسان ویده وي او لاړې یې په خوله کې راټولې شي، عصبي سيستم په خپله او بې له دې چې انسان پرې خبر شي، دا بهیر سمبالوي. عصبي پیغامونه له خولې څخه د دماغ تنې «بُصلۀ سِیسایي (مېډولا)» ته لېږل کېږي، هلته اړین فرمان لسان ‌المزمار او لُهاه ته ورکول کېږي، چې لارې په سمه توګه وتړي او لاړې د مری پر لور ولېږل شي.
د دې پېچلي بهیر کنترول د اووم،  نهم، یوولسم او دولسم د قحفې (کرانیال) اعصابو په لاس کې دی، چې ټول د دماغو له تنې څخه تېرېږي. که دا عصبي مرکز زیانمن شي، خوراکي مواد ښايي د پزې یا حنجرې پر لور بېرته لاړ شي او وروسته سږو ته داخل شي، چې په پای کې د «ساه بندۍ او سمدستي مرګ» لامل کېږي.
(۴) مرۍ او د خوراک د لېږد بهیر
مرۍ یوه عضلاتي نل دی چې شاو خوا «۵۰ سانتي‌متره» اوږدوالی لري او خوراک له خولې څخه معدې ته لېږدوي. دا لېږدول د جاذبې په مرسته نه، بلکې د «حلقوي عضلاتو د پرله ‌پسې انقباض» په وسیله ترسره کېږي. له همدې امله که انسان پروت وي یا برعکس شي، بيا هم خوراکي مواد د معدې پر لور خوځېږي.
د مرۍ په پای کې د «فؤاد» په نوم یوه دربچه موقعیت لري، چې د یوې کلکې دروازې په څېر د معدې د تېزاب د بېرته راتګ مخه نیسي. د معدې تېزاب په اصل کې «هایډروکلوریک اسید» دی، چې که مرۍ ته بېرته راشي، د سختې سوځېدنې احساس رامنځته کوي. د دې دروازې د پرانیستلو لپاره د تېرولو فشار باید د مرۍ له عادي فشار څخه څلور چنده زیات وي. دا ټول دقیق جوړښتونه د الهي قدرتونو ښکاره نښه ده: «لَقَد خَلَقنَا ٱلإِنسَٰنَ فِی أَحسَنِ تَقوِیم.»[2]؛ ژباړه: « موږ انسان (د روح او جسم له نظره) په غوره شکل او ښکلې څېره سره پیدا کړی دی.»
(۵) لسان‌ المزمار (د ژوند مهم ساتونکی)
د دې پېچلي سيستم له مهمو برخو څخه یو «لسان ‌المزمار» دی چې د جنین له مرحلې څخه د مرګ تر شېبې پورې بې له ‌دمې او بې له کومې ‌ستړیا فعاليت کوي. د دې غړي اساسي دنده دا ده چې د دوو حیاتي لارو یعنې د هوا لار (له پزې څخه تر نل او سږو پورې) او د خوراک لار (له خولې څخه تر مرۍ پورې) په دقیق ډول کنترول او پرېکړه ترسره کړي. ان که «نیم ګیلاس اوبه» په غلطۍ کې نلۍ ته ننوځي، نو امکان لري چې انسان د «ساه بندۍ او مغز ته د اکسیجن نه رسېدو» له امله په څو دقیقو کې مړ شي. له همدې امله لسان ‌المزمار د تېرولو پر مهال د نلۍ لاره بندوي او د مرۍ لاره پرانېزي چې خوراک تنفسي دستګاه ته داخل نه شي، خو د ساه اخېستلو پر مهال بیا د نلۍ لاره پرانېستې ساتي، ان د خوب پر مهال هم دا غړی بې وقفې کار کوي، کله چې لاړې په خوله کې راټولې شي، لسان‌ المزمار د مرۍ لاره پرانېزي چې لاړې تېرې شي او بیا د ساه اخېستو لار بېرته پرانېستې ساتي.
(۶) حیرانوونکې دفاعي لارې چارې
د تنفسي سيستم د ساتنې لپاره نلۍ د «خوځنده سیلیا (وړو وېښتانو) په وسیله پوښل شوې ده. دا سیلیا تل پورته خوځېږي چې ذرات او بهرني شیان له بدن څخه وباسي. دغه ذرات په حنجره کې راټولېږي او د «قَشَع» په بڼه چې جلا کېږي، خارجېږي، خو داسې عادتونه لکه د «سيګریټ څکول» دغه سیلیا فلجوي او د سږو د ناروغیو لپاره لاره هواروي. برعکس مرۍ د «پرله ‌پسې ګردو عضلو» په وسیله مجهزه شوې ده چې خواړه ان د جاذبې پر خلاف هم د معدې پر لور وړي. دا دقیق جوړښت نه د تصادف پایله ده او نه د طبیعت د کوم ړوند بهیر، بلکې د الله تعالی د هوښیار خلقت روښانه نښې دي: «وَفِی خَلقِكُم وَمَا یَبُثُّ مِن دَابَّةٍ ءَایَٰت لِّقَومٍ یُوقِنُونَ.»[3] ژباړه: «دغه راز ستاسو په خلقت کې (په دې ښکلي او منظم ډول او د دننيو پېچلو او حیرانوونکو جوړښتونو په شتون کې، د اعصابي سيستم د اړیکو تارونه، رګونه او وړې رګچې، دماغ، حجرې، د وینې جریان، ځانګړي خصلتونه، صفتونه او د هر انسان د ظاهري او باطني فطرت طبیعت) او دغه راز د هغو ژوندیو موجوداتو په خلقت کې چې خدای په ټوله ځمکه کې خپاره کړي دي (له ذره ‌بیني موجوداتو نیولې تر لویو څارویو پورې، له بېلا بېلو ځانګړتیاوو، جوړښتونو او رنګا رنګ بڼو سره) د خدای جل لاله د پېژندلو لپاره سترې نښې او قوي دلایل دي، د هغو کسانو لپاره چې ایمان لرونکي دي. «وَفِی أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ.»[4] ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي، ایا تاسو یې نه وینئ؟»
په لنډ ډول باید ووایو چې د انسان د ژوولو، تېرولو او هضمي سيستم هره حجره او هر حرکت د الهي حکمت د بې‌ ساري قدرتونو څرګندونه کوي. د ژامې او ژبې د عضلاتو له همغږۍ څخه را نیولې د لسان‌ المزمار او مرۍ تر دقیق فعالیت پورې، ټول دیوې ټاکلي موخې لپاره جوړ شوي دي چې انسان په اسانۍ سره خواړه وخوري، ساه واخلي، ویده شي او ژوند وکړي.
په دې ښکاره نښو کې فکر کول د خالق د عظمت د درک کولو او  یقین ته د رسېدو لار ده. الله تعالی له انسان څخه غواړي چې په خپل وجود کې فکر وکړي او د خلقت ایتونه په خپل بدن کې وویني: «سَنُرِیهِم ءَایٰتِنَا فِی ٱلأٓفَاقِ وَفِیٓ أَنفُسِهِم حَتَّىٰ یتَبَینَ لَهُم أَنَّهُ ٱلحَقُّۗ.»[5]؛ ژباړه: «موږ به ډېر ژر هغوی ته (چې له اسلام او قران څخه منکر دي) خپلې نښې او دلایل په اسمانونو او ځمکه کې (چې لوی جهان دی) او د دوی په خپل وجود کې (چې کوچنی جهان دی) وښیو چې هغوی ته دا روښانه شي چې اسلام او قران حق دي.»
د ژامې، ژبې، رګونو او هاضمې سيستم پیدایښت نه یوازې د انسان په بدن کې د دقت او نظم یو علمي سند دی، بلکې د خدای تعالی د شتون، پوهې او قدرت یو څرګند ثبوت هم دی.[6]
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. فصلت: 53.

[2]. التین: 4.

[3]. الجاثیة: 4.

[4]. ذاریات: ۲۱.

[5]. فصلت: 53.

[6]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 158-162.

Leave A Reply

Exit mobile version