لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)
د فکر او تفکر په اړه د لوېدیځوالو شاهدي
پر لوېدیځ تمدن د اسلامي تمدن د اغېزو بل مهم ډګر د فکر او تفکر ډګر دی. اسلامي تمدن په دې دلیل چې پاک، سپېڅلي او له هر ډول خرافاتو، بدعتونو او فکري ککړتیاوو لرې و، وتوانېد چې په دې برخه کې پر لوېدیځ تمدن ژور او پراخ اغېز وکړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې تفکر د اسلام په مبارک دين کې د ایمان له بنسټونو څخه دی او له هغو اساسي ارکانو څخه شمېرل کېږي چې اسلامي تمدن پرې ولاړ دی؛ ځکه تفکر په اصل کې هماغه الهي کتاب دی او ټوله هستي، خلقت او قران کریم انسان بیا بیا په دې کتاب کې تأمل او فکر کولو ته رابولي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې له دې ټینګار او تاکيد سره سره بيا هم ځینې کسان عقل او تفکر ته د اسلامي تمدن له پاملرنې څخه انکار کوي. له همدې امله د ځینو کسانو د انکار په ځواب کې د ځینو انصاف لرونکو لوېدیځوالو ویناوې را نقلوو:
(۱) «اِتین دینیه[۱]» وايي: «اروپا ته د رای د ازادۍ ( فکر ازادۍ) د رامنځته کولو فضیلت چې (له بې دینۍ سره یې باید ګډ نه کړو) په مسلمان فیلسوف «ابن رشد» (۱۱۲۰–۱۱۹۸ز) پورې اړه لري او نوموړی په اندلس کې اوسېده. د منځنیو پېړیو اروپايي ازاد فکران د ارسطو پر اثارو د هغه تشریحاتو ته سخت مایل وو او دغو تشریحاتو په ښکاره اسلامي رنګ درلود. که له حقيقت څخه سترګې پټې نه کړو، نو هغه فکري بهیر چې د ابن رشد له دې شوق څخه را وزېږېد، د نوي منطقي تفکر ریښه وه؛ سربېره پر دې چې د ديني اصلاح له بنسټونو څخه هم شمېرل کېده.»[۲]
(۲) «زیګرید هونکه» وايي: «د عربي فکر بهېدونکی سېلاب چې عربي لاسونو پاک، منظم او په عالي بڼه وړاندې بهولی و، ټوله اروپا تر خپلې اغېزې لاندې راوسته. د اروپا په علمي مرکزونو کې هېڅ داسې عالم نه و چې د دې عربي خزانو پر لور یې د اړتیا لاس نه وي غځولی او یو څه یې ترې نه وي اخیستي؛ هاغسې لکه یو تږی چې پاکې اوبه څښي. هغه وخت په اروپا کې هېڅ داسې کتاب نه خپرېده چې پاڼې به یې له همدې عربي چینو نه وې خړوبې شوې او هېڅ داسې کتاب نه و چې له عربي کتابونو یې الهام نه وي اخیستی او په اصطلاحاتو، منځپانګه او فکر کې دې یې په څرګند ډول اغېز نه وي جوت.»[۳]
نوموړی زیاتوي: «د تمدني ودې په ډګر کې دومره حېرانونکې وده چې د صحرا اوسېدونکو له هېڅ څخه را پیل کړه، د بشري فکر په تاریخ کې د ژور تأمل وړ ده. د هغوی پرله پسې علمي بریاوې چې د متمدنو ولسونو مشران یې وګرځول، بېسارې دي؛ تر دې چې له هېچا سره د پرتلنې وړ نه دي او موږ دې پوښتنې ته هڅوي چې دا هر څه څنګه ترسره شول!؟»[۴]
(۳) «مسیو سِیدیُو» وايي: «اسلامي ټولنه هېڅکله له هغه فکري سختوالي، فکري رکود، ځوړ، روحي سختوالي او د علم او عالمانو پر وړاندې له دښمنۍ سره مخ نه شوه، څه ډول چې اروپا ورسره مخ شوه. تاریخ څرګندوي چې په اروپا کې (۳۲۰۰۰) عالمان ژوندي وسوځول شول!»[۵]
سِیدیُو زياتوي: «د اسلام تاریخ د فکري ازادۍ پر وړاندې هېڅکله دا ډول ناوړه ظلم نه دی تجربه کړی، بلکې مسلمانان په هغو تیاره پېړیو کې د علم یوازیني خپرونکي وو او د اسلام په څېر بل هېڅ دین پر ټولنه واکمن نه و او په عین حال کې یې مخالفینو ته په بشپړه توګه ازادي نه وه ورکړې.»[۶]
(۴) «کارادی فو» وايي: «عربانو د علمي څېړنو او عقلاني ژوند کچه هغه وخت لوړه کړه، کله چې عیسوي نړۍ له وحشي ژوند څخه د ځان د خلاصولو په لټه کې وه. هغوی په نهمې او لسمې پېړیو کې خپلې لوړې چارې ترسره کړې او له دولسمې پېړۍ وروسته، مراکش او د منځني ختیځ سیمې د هر علم دوست غربي لپاره د پام وړ مرکز و. په دې دوره کې لکه څنګه چې عربانو یوناني اثار ژباړلې وو اروپایانو عربي اثار وژباړل.»[۷]
(۵) د «تورات، انجیل، قران او علم» کتاب لیکوال «موریس بوکای» وايي: «موږ پوهېږو چې اسلام علم او دین دواړه د یو بل ملاتړي ګڼي او علم پالنه د دیني لارښوونو د پیل یوه برخه وه. د دې اصل عملي کول د اسلامي تمدن په دور کې د علمي پرمختګ حیرانونکې کچه رامنځته کړه او لوېدیځ له رنسانس وړاندې ترې ګټه پورته کړه.»[۸]
(۶) په مصر کې د هند پخوانی سفیر «بانیکار» وايي: «هغه وخت په هندويي مذهب د اسلام اغېز ژور و. هندويي مذهب کې پر یو خدای د عبادت فکر له اسلام څخه اخیستل شوی و. د هغه دور فکري او دیني مشرانو که څه هم خپل خدایان په بېلا بېلو نومونو یادول، خو خلک یې د یو خدای عبادت ته رابلل او څرګنده یې کړه چې یوازې یو خدای د عبادت وړ دی او خلاصون او خوشحالي باید له هغه څخه وغوښتل شي. اسلامي هند کې پر رامنځته شویو مذهبونو او دعوتونو، لکه «بهگتی ایین» (Bhagti) او «دعوت کبیر» (Kabir)» یې اعېز ښکاره دی.[۹]
د اسلامي تمدن د بېلا بېلو اړخونو له ارزونې وروسته فرانسوي تاریخ پوه «سیدیو» په پای کې وايي: «د نوي اروپايي تمدن په ټولو برخو د عربانو اغېز ښکاره دی.»[۱۰]
د یادو اعترافونو ترڅنګ په «اکسفورد اسلامي مرکز» کې د «اسلام او لوېدیځ» تر عنوان لاندې د برتانیې د ولیعهد شاهزاده چارلز خبرې را اخلو: «لوېدیځوال د اسلام په اړه ډېر غلط تصور لري او په عین وخت کې له دې حقیقت څخه هم ناخبره دي چې زموږ تمدن څومره د اسلامي نړۍ د علم او فکر له برکته پرمختګ کړی دی.
د مسلمانانو په وخت کې په هسپانيا کې یوازې د یونان او روم فکري میراث را ټولول او ساتل کافي نه و، بلکې هغوی هم تشریح کړ او هم یې وده ورکړه او د بشري علومو په ګڼو برخو ( علومو، فلکیاتو، ریاضیاتو، حقوقو، تاريخ، طب، درمل پېژندنې، نور پوهنې، کرنه، معمارۍ او الجبر ـ چې خپله عربي اصطلاح ده.) کې یې لویه برخه ور زیاته کړه.
قرطبه په لسمه پېړۍ کې د اروپا تر ټولو متمدن ښار و. ډېرې هغه ځانګړتیاوې چې اروپا نن پرې ویاړي، په اصل کې له اسلامي هسپانيا څخه سرچینه اخلي؛ دیپلوماسي، د تجارت ازادي، پرانیستې پولې، د علمي څېړنې لارې چارې، خلک پېژندنه، د ټولنیزو ادابو زده کړه، د پوښاک بدلون، بدیل طب او روغتونونه ټول له همدې لوی ښار څخه را پورته شوي دي.
له دې سره سره اسلام موږ ته را ښودلای شي چې څنګه په یو ګډ جهان کې تفاهم او ګډ ژوند ته ورسېږو، هغه څه چې مسیحیت له لاسه ورکړي او کمزوري شوي دي. اسلام د نړۍ په اړه جامع لید لري او اسلام انسان او طبیعت، دین او علم، عقل او ماده له یو بل څخه نه بېلوي. د یووالي، د نړۍ د سپیڅلتیا او د معنویت د ساتنې په اړه ژوره پوهه یواځې له اسلام څخه زده کولای شوو.»[۱۱]
د فکر او تفکر په برخه کې پر لوېدیځ د اسلامي تمدن د اغېزو د ارزونې په برخه کې لاندې سرچینې د یادلو وړ دي:
(۱) «سیدیو» «تاریخ العرب العام» شپږم باب (د عربو عمومي تاریخ) د «عربي تمدن تشریح».
(۲) د «گوستاو لوبون» د حضارة العرب اثر پنځم باب.
(۳) د «زیګرید هونکه» شمس العرب تسطع علی الغرب کتاب چې په عمومي ډول پر لوېديځ تمدن د اسلامي تمدن د اغېز په اړه دی.
(۴) همدارنګه د «جورج سارتون» مقدمه ای بر تاریخ علوم کتاب کې راغلې منابع.
پورته اعترافونه او ډېر نور هغه مطالب چې مخکې ترې یادونه وشوه، په ښکاره ډول د اسلامي تمدن د اصل، غوړېدا، برترۍ، شمولیت، تحرک، واقعیت پالنې، پراخوالي او د بشري تمدن په برخه کې د پراخې ونډې ښکارندويي کوي.
ښایي اوس وخت را رسېدلی وي چې همدا حقایق را په یاد کړو او د بیا را پورته کېدو لپاره یې وکاروو.[۱۲]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. اتین دینیه (۱۸۶۱–۱۹۲۹) فرانسوی مستشرق، رسام او نړیوال لیکوال و.
[۲]. دینیه، اتین، محمد رسولالله، مخ: ۲۶۰، ژباړه: ډاکټر عبدالحلیم محمود او ډاکټر محمد عبدالحلیم، بې تا، بې ځایه.
[۳]. شمس العرب تسطع علی الغرب، مخ: ۳۰۵.
[۴]. هماغه منبع، مخ: ۳۵۴.
[۵]. شمسي باشا، حسان، هکذا کانوا یوم کنا، مخ: ۸۳، چاپ اول، دار المنارة، جده، عربستان سعودی.
[۶]. هماغه منبع، مخ: ۸۳.
[۷]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، مخ: ۷۳۵.
[۸]. هماغه منبع، د اسلام یتحدی له وحیدالدین خان څخه، مخ: ۱۴.
[۹]. هماغه منبع، مخ: ۷۳۶.
[۱۰]. سیدیُو، موسیو، تاریخ العرب العام، مخ: ۴۰۲، عربۍ ته ژباړه: عادل زعیتر، بېتا، بېځایه.
[۱۱]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، مخ: ۷۳۷.
[۱۲]. هماغه منبع.
