لیکوال: مهاجر عزيزي
ساينټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۹)
د ساينټولوژۍ عقیدې او افکارو نقد
(۵) صوتي دلیل
د ټولو حیواناتو، مرغانو او انسانانو د غاړې او غږ تارونو جوړښت تقريباً سره ورته دی، خو د هر یوه غږ جلا او بېل دی. د انسانانو ترمنځ هم د مرۍ او خولې جوړښت نږدې یو شان دی، خو غږونه یې سره توپیر لري. ځینې غږونه ښکلي او پر غوږونو ښه لګېږي او ځینې نور پر غوږونو بد لګېږي. یو شمېر غږونه د خوشالۍ او ارامۍ لامل کېږي او ځینې نور د کرکې او ستړیا لامل ګرځي. د غږونو دا حیرانوونکي توپیرونه د هغه مطلق پوه او قادر خدای جل جلاله د پوهې او قدرت یوه څرګنده نښه ده.
(۶)  حیواني (زیستي) دلیل
چرګوړی چې د هګۍ دننه بند وي، تقريبا هېڅ حرکت نه کوي، خو کله چې يې د را وتلو وخت را ورسېږي، نو د هګۍ له دننه څخه په خپلې کوچنۍ مښوکې ټک ټک وهل پیل کړي، په الهي ځواک سره د هګۍ پوستکی مات او بهر راوځي. تر دې هم ډېر حیرانوونکی د شتر مرغ بچی دی، چې هګۍ یې ډېره لويه او کلکه ده، داسې ښکاري لکه د سمنټ یا فلزي پوښ په څېر، خو بیا هم بچی په ټاکلي وخت کې له هغې څخه را وځي. دا حیرانوونکې پېښه په خپله د الله تعالی د شتون او د هغه د بشپړ قدرت روښانه دلیل دی. [1]
(۷)  د امامانو او امت د بزرګانو عقلي دلیل
د اسلام لویو امامانو هم هغو کسانو ته چې د الله تعالی له وجود څخه يې انکار کاوه، قوي، عقلاني او قانع کوونکي ځوابونه ورکړي دي او هغوی یې د حقایقو په منلو مجبور کړي دي:
(الف) یوه ورځ امام ابو حنیفه رحمه ‌الله په جومات کې ناست و. د «دهریانو» یوه ډله (هغه کسان چې د الله جل جلاله وجود نه مني) چې  د امام ابو حنيفه رحمه‌الله سخت مخالفین وو، جومات ته داخل شول. دوی تل په دې لټه کې و، چې له امام سره مناظره وکړي او هغه مات کړي. د هغوی له ډلې یو کس وویل:
ای ابوحنیفه! ستا دلیل د الله پر وجود څه دی؟
امام رحمه ‌الله ترې وپوښتل:
تر دې مخکې دې کښتۍ لیدلې ده؟ هغه وویل: هو. امام وفرمایل: که یوه کښتۍ ووینې چې د سمندر پر مخ روانه وي، خو نه کپتان ( ساروان ) ولري، نه څوک وي چې هغه وچلوي او نه یې څوک ساتنه کوي، ایا عقل دا منلای شي چې کښتۍ دې داسې په خپله په حرکت شي؟ هغه وویل: نه، عقل دا هېڅ نه شي منلای.
امام رحمه‌الله وفرمايل: «سبحان‌الله! اسمانونه او ځمکه په خپل ټول نظم او دقیقه سنبالتیا سره، لمر، سپوږمۍ او ستوري په خپلو دقیقو مدارونو کې تاوېږي، سمندرونه او وچه په یوه حیرانوونکي نظام کې پراته دي؛ نو دا ټول څنګه کېدای شي چې بې تدبیره او بې خالقه وي!؟ دا څنګه ممکنه ده؟»
بیا یې وویل: «لکه څنګه چې بې له (کښتي‌چلوونکي) بېړۍ یا کښتۍ په سمندر کې حرکت نه شي کولای، همداسې دا ستر او منظم عالم هم بې له یو پوه او توانا خالق څخه پیدا کېدای نه شي. ورپسې ټول حاضر کسان د هغه د خبرو پر حقانیت پوه شول، حق یې ومانه او توبه یې وباسله.»
(ب) له امام شافعي رحمه ‌الله وپوښتل شول: «ستا دلیل د الله پر وجود څه دی؟» هغه وویل: «د توت پاڼه.»
وویل شول: څنګه د توت پاڼه د الله د وجود دلیل شي؟ ویې ویل: «دغه پاڼه خوند، رنګ او طبیعت یې ټول یو ډول دی، خو کله چې د ورېښمو چینجی یې وخوري، ورېښم جوړوي، مچۍ یې وخوري شات ترې جوړوي، بزه یې وخوري شیدې ترې پیدا کوي او هوسۍ ترې خوږ بویه مشک جوړوي! سره له دې چې ټول یو ډول پاڼه خوري، خو پایله یې مختلفه ده. نو په دې کې شک نشته چې د دې حیرانوونکي نظام تر شا یو عالم او توانا خالق شته، چې هر څه یې په ځانګړې اندازه او مصلحت سره جوړ کړي دي.» خلکو د ده له خبرې تعجب وکړ او پر الله تعالی یې ایمان راوړ.
(ج) له امام احمد رحمه ‌الله څخه وپوښتل شول: «ستاسو دلیل د الله پر وجود څه دی؟»
هغه ځواب ورکړ: «یوه صافه د چرګې هګۍ.» ویې ویل: څنګه هګۍ د الله پر وجود دلیل کېږي؟ امام رحمه‌ الله وفرمايل: « په دې کې دننه هېڅ درز نشته، بهرنۍ برخه یې سپین دی او دننه ژېړه ده؛ نه چا رنګ کړې او نه چا جوړه کړې ده. د وخت په تېرېدو سره، له همدې ساده او وړې هګۍ څخه یو کوچنی چرګوړی راوځي چې ښې سترګې لري او ښکلې وزرونه لري! ایا دا د پوه او ځواکمن الله کار نه دی؟»
(د) هارون ‌الرشید له امام مالک رحمه ‌الله څخه وپوښتل: «څه شی د الله تعالی پر وجود شاهدي ورکوي؟»
امام رحمه ‌الله ځواب ورکړ: «د غږونو او ژبو توپیر او د لهجو بېلابېل والی.» بیا یې زیاته کړه: «لکه څنګه چې غوږ بېلابېلې نغمې اوري، نو داسې خدای شته چې دا ټول توپیرونه یې پیدا کړي دي. هغه چا چې په ځمکه کې اوسپنه، مالګه، بوره او مړه مواد پیدا کړي او په انسان کې یې عقل، درک او بېلابېلې ژبې ایښي دي. بېشکه یو پوه او ځواکمن خالق شته.» [2]
(ح) اسلام د توحید دین او د جوړو شويو دینونو د ارزونې معیار
د اسلام له نظره، له الهي دین پرته چې د اسلام په نوم د الله تعالی له لوري د  انسانانو د لارښوونو لپاره نازل شوی، بل هېڅ دین اعتبار او مشروعیت نه لري. د حضرت موسی او حضرت عیسی علیهما السلام شریعتونه په پیل کې بې تحریفه او د اسلام له ښوونو سره سم وو، نو منل کېدل، خو وروسته له دې چې بدل او تحریف شول؛ د اسلام د بشپړ شریعت له نازل کېدو سره، دغه دینونه د «یهودیت» او «نصرانیت» په نوم وپېژندل شول او اعتبار یې له لاسه ورکړ.
د اسلام لارښوونو پر اساس، د دې دواړو دینونو پیروان د اسلام له راتګ وروسته، چې هغه یې رد کړ، کافر او مشرک ګڼل کېږي. اوس چې پخواني اسماني دینونه د الله تعالی په نظر کې نه دي منل شوي، نو څنګه کولی شي غیر اسماني دینونه او د بشر جوړ کړي ښوونځي لکه هندویيزم، بودیزم او ساينټولوژي د نړۍ د خدای په نظر کې منل شوي وي؟
الله تعالی فرمايلي دي: “إن الدین عندالله الإسلام”[3] ژباړه: «په رښتیا چې د الله په نظر کې قبول شوی او منونکی دین  اسلام دی.»
په دې ایت کې الله تعالی خبر ورکوي، چې له اسلام پرته د هېڅ چا دین نه مني. له « اسلام» څخه موخه د الله تعالی د پیغمبرانو علیهما ‌السلام تعقیبول دي، چې هر وخت مبعوث شوي وي. د دې پیغمبرانو علیهما ‌السلام سلسله په پای کې د حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه‌وسلم په بعثت ختمه شوه. له هغه وروسته، ټولې لارې چې د الله تعالی پر لور رسیدل غواړي، یوازې د پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د دعوت او شریعت له لارې ممکن دي. هر څوک چې د ده له بعثت وروسته له اسلام پرته د الله پر وړاندې بل دین وړاندې کړي، دین به یې و نه منل شي.
لکه څنګه چې الله تعالی په بل ایت کې وايي: “ومن يبتغ غير الإسلام دينا فلن يقبل منه [وهو في الآخرة من الخاسرين]”[4] ژباړه: « او هر څوک چې د اسلام پرته بل دین غواړي، هېڅکله به و نه منل شي او په اخرت کې به له زیانمنو کسانو څخه وي.»
په پایله کې الله تعالی په دې ایت کې په ښکاره توګه وايي یوازینی دین چې د هغه لپاره د قبولېدو وړ دی، اسلام دی. نور جوړ شوي دینونه، لکه ساینټولوژي، هېڅ اعتبار نه لري، بلکې د ابراهیمي دینونو څخه نه دي، ژوندۍ نه دي، منحرف دي او الحادي بڼه لري.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

[1]. رضاء الحق، العصیدة السماویة، ج ۲، ص ۱۷۹.

[2]. فخرالدین الرازی، تفسیر  مفاتیح الغیب، ج ۲، ص ۳۳۳-۳۳۴.

[3].  آل عمران: ۱۹.

[4]. آل عمران : 85.

Leave A Reply

Exit mobile version