لیکوال: مهاجر عزیزي
ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)
سریزه
موږ په تېره برخه کې د ساینتولوژي په دین کې د «اله» مفهوم وڅېړه او له اسلامي نظره مو ورته کتنه وکړه. هلته مو دا پوښتنه مطرح کړه، چې ایا ساینتولوژي د عبادت لپاره خدای پېژني او که نه؟ اوس د همدې بحث په دوام یوې بلې پوښتنې ته ځو، چې په هر حقیقت ‌پلټونکي انسان کې ژوندۍ ده: « که حقیقت ته د رسېدو لار وي، ایا کولای شو چې له لارښود او پیغام ‌رسوونکي پرته یې تعقیب کړو؟«
انسان د تاریخ په اوږدو کې تل د نښو په لټه کې پاتې شوی دی، چې د پیدایښت راز، د ژوند معنا او په سمه توګه د ژوند کولو په اړه پوه شي. ډېرو دینونو او ښوونځيو د دې دروني اړتیا ځواب په «پيغمبرانو» او «الهي وحې» کې موندلی دی، خو د ساینتولوژي دین په دې اړه په بشپړه توګه بېل نظر لري. دا دین د پيغمبرانو شتون او اسماني رسالت اړتیا ردوي او د ژغورنې لار یوازې د انسان د دروني ځواک په پېژندلو کې پرته ګڼي.
په دې برخه کې وړاندې تر دې چې د «نبوت» معنا ته ورشوو. لومړی د ساینتولوژي لیدلوری د انسان او حقیقت ترمنځ د هر ډول منځګړيتوب د انکار په اړه څېړو او بیا به د اسلامي، عقلي، فطري او نقلي دلایلو په رڼا کې روښانه کړو، چې پیغمبران نه یوازې د الله تعالی بر حق استازي دي، بلکې د انسان د یوې بنسټیزې او فطري اړتیا ځواب هم ګڼل کېږي.
دا خبرې او بحث یوازې د دوو لیدلورو پرتله نه ده، بلکې د بشریت د یوې ژورې پوښتنې د ځواب د پیدا کولو لپاره هڅه ده. ایا انسان په یوازې ځان کولی شي بشپړ حقیقت ته ورسېږي، که د دې لپاره د کایناتو د رب لارښوونو ته اړتیا لري؟
د ساینتولوژي فکر، عقیده او نیوکه
۲. نبوت (پیغمبران)
(الف) د نبي او رسول تعریف
د «نبي» کلمه په عربي کې له «نبي» څخه اخیستل شوې، چې معنا یې «خبر» دی. الله تعالی فرمایي: «عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ، عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ». [1]
پیغمبر د دې لپاره «نبي» بلل شوی چې خبر ترلاسه کوي او خبر ورکوي. هغه «مُخْبَر» دی؛ یعنې الله تعالی هغه ته خبر او وحې ورکړې ، لکه څنګه چې فرمایي: «قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ«[2] او همدارنګه «مُخْبِر» دی، یعنې د الله تعالی پیغام او وحې خلکو ته رسوي: «نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ»[3] ، «وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ.» [4]
خو د «رسول» کلمه په عربي کې له «ارسال» څخه اخیستل شوې، چې معنا یې «لېږل» او «استول» ده. کله چې څوک د یوې دندې لپاره لېږې، هغه ستاسې «رسول» دی. الله تعالی د سبا د ملکې له خولې فرمایي: «وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِمْ بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ.» [5] ځینې وختونه «رسول» هغه چا ته هم ویل کېږي، چې د هغه کس د خبرو او چارو د تعقیب لپاره لېږل شوی وي او د دې معنا د عربو له دې وینا څخه اخیستل شوې «جاءت الإبلُ رَسَلاً» یعنې اوښان پرله پسې راغلل.
پر همدې بنسټ پیغمبران «رسولان» بلل شوي دي؛ ځکه چې هغوی د الله تعالی له لوري رالېږل شوي دي: «ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا» [6] یعنې هغوی د الله تعالی له لوري د یوه ټاکلې پیغام لپاره ګمارل شوي دي، چې باید هغه په سمه توګه ورسوي، تطبیق او څارنه یې وکړي. [7]
هغه تعریف چې د ډېرو علماوو له لوري منل شوی او غوره ګڼل شوی، په لاندې ډول دی: «رسول هغه څوک دی چې د خدای جل جلاله له خوا له نوي شریعت سره استول شوی وي او نبي د پخواني شریعت پیروي کوي او هماغه احکام خلکو ته رسوي او خپروي.» [8]
(ب) له نبوت څخه منکرې شوې ډلې 
له نبوت څخه منکر شوې ډلې د علامه ماوردي له نظره په درې ډوله[9] ، خو په عمومي توګه په څلور ډلو وېشل کېږي:
لومړۍ ډله: دهريان بې دینه او له خدای جل جلاله منکر دي. دوی په دې نظر دي چې نړۍ پخوانۍ ده او دا هر څه طبیعت اداره کوي. نو څوک چې پر الله تعالی باور نه لري معلومه خبره ده چې د خدای تعالی له استازي (رسول) څخه هم انکار کوي.
دویمه ډله: براهمنان (د برهمن پیروان) دي، چې د الله پر یووالي باور لري او وايي چې نړۍ پیدا شوې ده، خو د يیغمبرانو له رالېږلو څخه انکار کوي او نبوت باطل ګڼي. دا خلک د بهر (بهرمن) په نوم د یوه شخص پیروان دي. له دوی څخه یوه کوچنۍ ډله منحرفه شوه او ویې ویل چې هغه کس په حقیقت کې حضرت ادم علیه‌السلام، د انسانانو پلار دی. ځینو وویل چې حضرت ابراهیم علیه‌السلام دی او ځینو نورو بیا یوازې د دغو دوو پیغمبرانو نبوت ومانه او د نورو پیغمبرانو علیهم‌الصلاة‌والسلام له نبوت څخه یې انکار وکړ. ډیری براهمنان له دې نظر سره مخالف دي، دوی په مجموع کې د ټولو پیغمبرانو له نبوتونو څخه انکار کوي.
درېیمه ډله: هغه فیلسوفان دي چې په ښکاره ډول له نبوت څخه انکار نه کوي، خو په حقیقت کې د خپلو ویناوو او عقایدو له لارې هغه ګڼي، دوی وايي: الهي علوم( وحې او د پیغمبرانو علیهم‌الصلاةوالسلام علم علم) هغه وخت تر لاسه کېدای شي چې انسان په فلسفي او ریاضي علومو کې کمال ته ورسېږي او هر څوک چې طبیعت یې د دغو علومو لپاره چمتو وي، کولی شي چې دغه پوهه تر لاسه کړي.
څلورمه ډله: د سانتولوژي ډله ده. دوی د خدای جل جلاله د وجود یا پر هغه د ایمان په اړه کوم ځانګړی او روښانه نظر نه لري، بلکې دا خبره د انسان شخصي تجربې ته پرېږدي؛ خو نبوت او پیغمبري په بشپړه توګه ردوي او د هغې پر اړتیا باور نه لري.
په لاندې برخه کې د نبوت موضوع د سانتولوژي له نظره څېړو او بیا یې د اسلامي ښوونو پر بنسټ نقد کوو.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. سورۀ نبأ: آیات 1-2.

[2]. تحریم: 3.

[3]. حجر: 49.

[4]. حجر: 51.

[5]. النمل: 35.

[6]. مؤمنون: 44.

[7]. منابع: لسان العرب، ج ۲، ص ۱۱۶۶-۱۱۶۷؛ المصباح المنیر، ص ۲۶۶؛ الرسل والرسالات، ص ۱۳.

[8].  تفسیر آلوسی، ج ۷، ص ۱۵۷.

[9]. ماوردی، اعلام النبوة، صفحۀ ۳۶.

Leave A Reply

Exit mobile version