لیکوال: م. فراهی توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)
نیهیلیزم او پوسټ ماډرن فکر
د پوسټ ‌ماډرن فکر په وروستیو کلونو کې د فیلسوفانو او تاریخ پوهانو له وروستي لید لوري څخه دی، که څه هم د ځینو مفکرانو په اند دا دوره پای ته رسېدلې او د نویو نظریو دوره پیل شوې ده. پوسټ‌ ماډرنیت د ماډرنیزم له نقد څخه را پيدا شوی دی، که څه هم په پیل کې یې بڼه ادبي وه، خو د فرانسې نامتو مفکرانو، لکه میشل فوکو، لیوتار، بودریار او امریکایي فیلسوف ریچارډ رورتي له خوا او په وروستیو کلونو کې د ایټالوي مفکر واتیمو له خوا نړۍ ته وروپېژندل شو. بیا هم دغه ډله مفکرین د هایدګر او نیچه تر اغېز لاندې و. هایدګر د دغو مفکرانو او نیچه ترمنځ د اړیکې کړۍ وه؛ ده لوېدیځو فیلسوفانو ته دا لاره هواره کړه چې د نیچه فکر بیا وپېژني او بیا یې ولولي. د نیهیلیزم په اړه د هغه فکري طرحې د پوسټ ماډرنیزم په وده کې ډېره مرسته وکړه.
هغوی د خدای، مابعد الطبیعت، انسان او تاریخ په اړه نوي اصول وړاندې کړل. د مطلق‌ پالنې له روایتونو سره يې مخالفت وکړ. د دوی په نظر کلاسیک تاریخ لیکنه د تکیه کولو ځای نه و او اړتیا وه چې د پېښو نوې ارزونې او تفسیر وړاندې شي. انسان هم د دې بیا ارزونې په مرکز کې ځای پر ځای کېده. د افلاطوني او نيوسکولاستیکي تفسیرونو په دینونو کې تر ټولو ژور نقدونه وشول. پوسټ‌ ماډرنیزم د استعماري تاریخ، د تورپوستو تاریخ، د ښځو تاریخ، تاریخي ابدیت او خطي تیوریو په څېر مفکورې باطلې کړې. انسان یې ازاد وګاڼه او هر ډول پای ‌پالنه یې په کار کې ناغوښتل شوې او غیر عقلاني وبلله. هېره دې نه وي چې د دوی پر لید لوري هم کلکې نیوکې وشوې. دوی د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره اړ وو چې هغه قواعد او اصول په پا م کې ونيسي چې د ماډرن او له ماډرن وړاندې نړۍ یې بنسټونه ایښي وو.
پوسټ‌ ماډرنیت د ماډرنې نړۍ د زوال او بحران دوره ده. د ماډرنيت د بشپړېدو په اصطلاح ماډرنه نړۍ د خپل زوال مرحلې ته داخلېږي. په دې مرحله کې د لوېدیځ ماډرن بنسټونه او بنسټیز اړخونه د ژور اضطراب او بې ‌ثباتۍ ښکار کېږي او یو پراخ بحران د هغې ټولې وجودي ساحې رانغاړي. د پوسټ‌ ماډرن دوره د اضطراب، بې ‌ثباتي، زوال او د ماډرن لوېدیځ د ځان‌ ویجاړونې وخت دی. په دې وخت کې د ماډرن فکر هغه بنسټیزې انګېرنې چې ډېر وخت د روښانتیا په اصطلاح په نړۍ ‌لید کې منظمې او همغږې شوې وې، تر شک او انکار لاندې راځي او یو ډول شکاکیت او نسبي‌ پالنه خپره او واکمنېږي. د پوسټ‌ ماډرن دوره د هغو جدي شکونو د راڅرګندېدو وخت دی چې د ماډرن فکر پر ارزښتونو او اصلي انګېرنو واردېږي او هغوی بې‌ اعتباره کوي.
پوسټ‌ ماډرنیت د ماډرن لوېدیځ د زوال او بحران مرحله او د دې بحران په اړه ځان ‌پوهېدنه ده. دا بحراني او بحران‌ ځپلې ځان ‌پوهېدنه د پوسټ‌ ماډرنیزم (پوسټ ‌ماډرن فکر) په بڼه راڅرګندېږي او فعلیت مومي.
د ژوندیو موجوداتو په ژوند او د هغوی د تاریخي پرمختګ په بهیر کې بحرانونه رامنځته کېږي، چې دغه بحرانونه په دوو ډولو وېشل کېدای شي:
(الف) د زوال بحرانونه
(ب) د نوښت بحرانونه.
(الف) د زوال بحرانونه
د زوال بحرانونه د یوه تاریخي عالم د ژوند په هغه مرحله کې رامنځته کېږي، چې ټول امکانات او استعدادونه یې له قوې څخه واقعیت ته بدل شوي وي او د مرګ له راتګ پرته د هغې لپاره بله هېڅ هیله پاتې نه وي. د زوال  بحرانونه د منفي او شا تګ دورې لري او د نړۍ د بشپړ سقوط او زوال لپاره لاره هواروي، چې پکې پېښېږي. د زوال بحران د یو سیستم د پراختیا او پرمختګ پایله ده او د هغه شتون د شرایطو او اړتیاوو د یوې ټولګې محصول دی. د زوال بحران په دې معنا دی چې د یوه سیستم استعدادونه او وړتیاوې پای ته رسېدلې وي، د هغه سیستم د داخلي تضادونو او ټکرونو د کنترول میکانیزمونه کمزوري شوي وي او له دننه څخه یې د سقوط لپاره لاره هواره شوې وي.
د زوال بحرانونه د ځان ‌ویجاړونې رنګ لري او د زوال او له منځه ‌تلو دورې د فعالېدو لامل کېږي. کله چې یو ژوندی موجود د زوال له بحران سره مخ شي، په حقیقت کې هغه د یوې مرحلې په لور ګام اخلي چې د سستۍ، بې‌ همتۍ، کمزورۍ او معلولیت مرحله بلل کېږي. په دې مرحله کې د ژوندي سیستم د پرمختګ او حرکت بهیر نور د استعدادونو او امکاناتو د را څرګندېدو او فعلیت موندلو پر لور نه وي، بلکې د داخلي تضادونو او ټکرونو د ډېرېدو، د داخلي یووالي د کمزورۍ او د هڅونې، انرژۍ او حرکت د وړتیا د کموالي پر لور وي.
د زوال بحران په یوه ژوندي موجود کې هغه وخت را څرګندېږي چې دغه موجود د وجودي افق او د ژوند د دوام له پلوه په کړکېچ کې وي او هر حرکت چې دا یې کوي د هغه بشپړ له منځه تلل او مرګ حتمي کوي. هغه وروستۍ اضطرابي کړۍ چې مخکې مو ترې یادونه کړې وه، د زوال د بحران په مرحله کې د نیهیلیزم یوه بڼه ده چې راڅرګندېږي. په حقیقت کې کله چې د نیهیلیزم یوه بڼه خپل وروستي پړاو او د زوال بحران ته ورسېږي، نو د هغې وروستۍ اضطرابي کړۍ څرګندېږي او فعلیت مومي. هیومنېستي نیهیلیزم د پوسټ ماډرن دورې په راتګ سره د ځان‌ ویجاړونکي زوال له بحران سره مخ شوی دی، چې د هغه د وروستۍ اضطرابي کړۍ ماهیت جوړوي. د پوسټ ماډرن بحران د عصري نړۍ د قطعي زوال اساس دی. د زوال بحران په مرحله کې هیومنېستي نیهیلیزم د وروستۍ اضطرابي کړۍ بندي کېږي او په همدې توګه خپل او د ماډرنې نړۍ وروستی زوال ټاکي؛ ځکه چې د ماډرنې نړۍ په وروستي زوال کې د لوېدیځ ټول بالقوه استعدادونه او امکانات د تاریخي ماهیت په توګه بشپړتیا ته رسېږي، نو بشپړ له منځه تللو سره د لوېدیځ تاریخ هم خپل وروستي پای، مرګ او بشپړې ویجاړۍ ته رسېږي.
(ب) د نوښت بحرانونه
تخلیقي او رغنده کړکېچونه هغه دي چې د ودې او له یوې کچې څخه بلې لوړې کچې ته د تګ لار هواروي. هغه فشار او درد چې رامنځته کوي د زېږون له درد سره ورته دی. دا ډول کړکېچونه د ژوند په هغه پړاو کې منځته راځي چې لا هم امکانات، وړتیاوې او استعدادونه شته او د ودې هیله وي. که څه هم تخلیقي کړکېچونه د یوې مودې لپاره درد، فشار او ستونزې له ځان سره لري، خو په پای کې د نویو وړتیاوو او امکاناتو د را څرګندېدو لامل کېږي او د ودې نوې بڼه یا پړاو منځ ته راوړي. د نوښتګر بحران ځانګړتیا دا ده چې د یوه ژوندي سیستم د ژوند پایښت تضمینوي. مهم ټکی دا دی چې دا پایښت د سیستم د ذاتي امکاناتو د پراختیا او د بالقوه استعدادونو د فعلیت موندلو په لار کې وي. زېږنده او نوښتګر بحرانونه د هغو موجوداتو او سیستمونو ځانګړتیا ده، چې د خپل پرمختګ په بهیر کې لا بشپړ شوي نه وي او لا هم پرانیستی افق او بالقوه امکانات مخې ته ولري. د نوښګر بحران را څرګندېدل دې ته لار برابروي چې دغه استعدادونه او امکانات له قوې نه فعل ته واوړي او په حقیقت کې پلي شي.
د ماډرنیزم له پای ته رسېدو وروسته، ماډرن لوېدیځ د پوسټ‌ ماډرن دورې ته داخل شوی دی. د پوسټ‌ ماډرن دوره د پراخو زوالونو او کړکېچونو دوره ده او ماډرنه نړۍ په پوسټ‌ ماډرن کې عموما نوښتګر بحرانونه نه لري، بلکې د هغه ټول بحرانونه د زوال بڼه لري. پوسټ‌ ماډرنیزم د ماډرن لوېدیځ د پراخ زوال‌ مرحله ده چې د هیومېنستي نیهیلیزم وروستۍ اضطرابي کړۍ فعلیت مومي او ماډرنه نړۍ د خپل ځان نفي کولو پر لور ځي. د ماډرن لوېدیځ زوال په خپل ځان‌ پوهاوي کې هم انعکاس مومي. پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم چې د ماډرنې نړۍ د پراختیا په دوام، د هغه د زوال په دوران او د پوسټ‌ ماډرن په زړه کې فعلیت مومي، ځان ‌ویجاړونکی دی، دا تاریخي نړۍ او د لوېدیځ ټول تاریخ د ویجاړۍ کندې ته غورځوي. پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم د ماډرن هیومېنستي نیهیلیزم یوه بڼه ده، لکه څنګه چې د پوسټ‌ ماډرن دوره د ماډرن لوېدیځ د پراختیا یوه مرحله ده. د پوسټ‌ ماډرن فکر هم په ماهیت کې هیومېنستي فکر دی، خو د ماډرن فکر د څرګندېدو بڼه د ماډرنیزم د بشپړتیا په پړاو کې ده، له همدې امله یوه بې ‌ثباته او له کړکېچ ډکه بڼه لري او له ځینو اړخونو د ماډرن فکر پر انګېرنو د انکار هڅه کوي. په ځینو مهمو پوسټ‌ ماډرن لیدلورو کې سوبژکتیویزم او د پرمختګ فکر د ديکارتي او کانتي عقلانیت اصالت په جدي توګه تر نیوکې او شک لاندې راغلي دي. په پوسټ ‌ماډرنیزم کې د هغه خوشبینانه نړۍ‌ لید نښه نه لیدل کېږي، چې د اصطلاح له مخې د روښانتیا ځانګړنه وه. په پوسټ‌ ماډرن فکر کې د لوېدیځ ماډرن فکر په یوه ډول ځان ردوي، لکه څنګه چې پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم د ماډرن نیهیلیزم په پرتله ځان‌ ویجاړونکی اړخ لري. په حقیقت کې پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم د هیومنېستي نیهیلیزم وروستۍ فکري مرحله ده، چې د خپل تاریخي پرمختګ او ودې په پای کې ځان له منځه وړي. په پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم کې هیومنېستي نیهیلیزم او تر هغې هاخوا نیهیلیزم د لوېدیځ د داخلي ځان په توګه خپل وروستي حقیقت او تاریخي پراختیا ته رسېږي. پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم بېلا بېلې څرګندونې او ډولونه لري او نیهیلیزم د هغې اصلي ماهیت دی. په حقیقت کې ویلای شو چې د پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم اصلي بڼه د بې‌ معنا نیهیلیزم په توګه راڅرګندېږي او ان کېدای شي چې پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم  د بې‌معنا نیهیلیزم په نوم وبلل شي.
پوسټ مادرن نیهیلیزم د هغه ایدئولوژیک نیهیلیزم ډېر مهم او بنسټيز اړخونه ردوي، چې د اصطلاح له مخې د روښانتیا ځانګړنې وې. له همدې امله دا د ماډرنې لوېدیځې نړۍ ډېر بنسټیز اړخونه هم ردوي. په پوسټ ماډرن نیهیلیزم کې هر ډول ثابت او مطلق اخلاقي سیستم، ان د بشر پالنې ډول هم ردېږي، لکه څنګه چې د حقیقت ترلاسه کولو یا ثابت او مطلق حقیقت شتون امکان لري.
په پوسټ ماډرن نیهیلیزم کې ماډرن  سوبژکتیویته ( ذهنیت) له جدي شک او انکار سره مخ دی او بنسټ یې په کلکه لړزېږي. ورو ورو د شکمن نسبي لیدلوري یوه پراخه اندېښمنه بڼه د ماډرنې نړۍ پر ټولو اړخونو واکمنېږي، چې د لیبرال پانګوالې ټولنې په ډګر کې له فرد، ځان او نورو سره په اړیکو کې د یوه جدي بحران لامل کېږي. د دې حالت دوام د بېلا بېلو اخلاقي او هویتي بحرانونو د خپرېدو لامل کېږي او د دې کړکېچمنو شرایطو ځانګړې شخصي بڼه را څرګندوي. د پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم اصلي او غالبه بڼه بې ‌معنا نیهیلیزم دی چې هویت یې د بې‌ معناوالي تر نوم لاندې تشریح کېدای شي. د پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم په راڅرګندېدو او پراختیا سره، بې ‌معناوالی ورو ورو د کلتور، اخلاقو، اقتصاد، ټولنیزو او انساني اړیکو، سیاست، ټولنپوهنې، هنر، ادبیاتو او د ما‌ډرنو ټولنو پر نورو اړخونو لا ډېر واکمنېږي او د پوسټ‌ ماډرن کړکېچمن ښار په بشپړه توګه د بې‌ معناوالي تر تسلط لاندې راځي او فعلیت مومي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version