لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۲)
په عمومي او د لېست له پلوه، د روښانتیا د ماډرن، ړانده او ایډیالوژیک ارزښت پر بنسټ د نیهیلیزم ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
(۱) د روښانتیا نیهیلیزم هيومانېستي دی. د روښانتیا د دورې نیهیلیزم په عامه توګه د بشر د فرد‌پالونکي تفسیر پر بنسټ ولاړ دی، چې انسان د نفسي سوژې په توګه ګڼي.
په بنسټیز ډول هغه تمدني جوړښت چې ماډرنه نړۍ یې د ارزښتناک نیهیلیزم پر بنسټ رامنځته کوي، په خپل اصلي او غالب اړخ کې د انسانانو د وېش او تعریف پر یو ډول نفسي اتمیزم ولاړ دی. په دې ليد کې هر انسان د ځان جوړونې د نفسي محور يو اتوم بلل کېږي، چې د نورو انسانانو له نفسي اتومونو سره په سیالۍ او شخړه کې دی.
د روښانتیا دورې په ماډرن ټولنو کې د ټولنیز ـ سیاسي نظام بنسټ د فردپالونکو حقوقي اړیکو پر سمون ولاړ دی، چې افق يې د هیومانېزم پر بنسټ جوړ شوی دی. د پوسټ ماډرن په بحران او بې ‌منطقه نیهیلیزم کې هم د فردپالونکې سوژې سازمان له منځه ځي، چې له ځان سره پراخ او بشپړ بحران را منځته کوي او د ماډرنې نړۍ د فردي او ټولنیز ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ځان څرګندوي.
(۲) د روښانتیا په اصطلاح نیهیلیزم یو روښانه او ټاکونکی مثبت اړخ لري. دا اړخ د نفسي ارزښتونو، د عامه پالونکو اخلاقياتو او د سيکولريستي ټولنيزو سياسي لارښوونو د فورمول بندۍ او نظريې جوړونې کار ترسره کوي، چې د ماډرن ایډیالوژیو په بڼه راڅرګندېږي او د اخلاقي ښوونځیو، د حقوقي او اقتصادي نظامونو د نظري موډلونو جوړولو مسوؤلیت پر غاړه لري.
(۳) که څه هم د ارزښت پر بنسټ نیهیلیزم په خپل اصلي او داخلي وجود کې د ناهیلۍ او بې ‌ګټېوالي پټ او منفي اړخ لري، خو په خپله اصلي څرګندېدو او عمل کې ډېر مثبت اړخ لري. دا د نظري او عملي بېلګو خپرونکی دی، چې ګټې ‌پالنې او سیالۍ غوښتنې ته وده ورکوي او د هوساینې، سوداګریزې واک غوښتونې او خوښۍ غوښتونکې نړۍ د پرمختګ په مفهوم کې خپلې موخې او هیلې تعقیبوي.
(۴) د روښانتیا تش په نامه نيهیلیزم د خپل انسان‌ پالونکي ماهیت له امله، انسان دنده لري چې ژوند او شتون ته معنا ورکړي. په هيومانېستي فکر کې د هستۍ نظام په خپل ذات کې نه کومه معنا لري او نه کوم لوری. هيومانېستي فکر ځان ‌غوښتونکې نفسي سوژه د نړۍ او انسان د مرکز په توګه ګڼي. انسان د ځان بنسټه نفسي سوژې په توګه یوازینی موجود دی چې کولای شي ژوند او هستۍ ته معنا ورکړي.
د ارزښت پر بنسټ نيهيليزم هڅه کوي، هغه رنځ او خفګان کنترول کړي چې د دين ستيزۍ او هيومانېستي ظلم له امله را منځته شوی، هغه رنځ او خفګان چې د الهي ولايت په انکار سره د ژوند او هستۍ لپاره هر ډول متعالې معناوې او معنوي موخې ردوي. د نيهيليزم هدف دا دی چې د سيکولر ـ هيومانېستي ايډيالوژيو او له هغو څخه د را وتلو اخلاقي ارزښتونو او ټولنيزو ـ سياسي ماډلونو په تکيه کې دغه کړکېچ په پو ډول کنترول کړي.
په حقیقت کې د روښانتیا ایډیالوژیکي نیهیلیزم هڅه کوي چې د هيومانېستي فلسفې له ښوونو، مفاهېمو او له مشهورو ماډرنيستي مفکورو څخه په ګټې اخیستلو سره، یو ډول دنیوي او سيکولریستي موضوعي معناوې او موخې را منځته کړي. د دې موخه دا ده چې د خپل لید له مخې د بشر د ماډرن ژوند ستر کړکېچ، یعنې د بې ‌معنا والي بحران له منځه یوسي.
البته دا هڅې او معنا جوړونې که څه هم د یوې مودې لپاره د زورورو اعلانونو په مرسته او د داسې دعوو په وړاندې کولو، لکه «علمي» او «عقلي» ګڼل، د دیني پوهې او حقایقو «باطل» بلل، تر یوې کچې د لوېدیځو خلکو د غولولو او بوخت ساتلو په برخه کې تر اتلسمې او نولسمې پېړۍ پورې بریالۍ وې، خو کله چې د نوې نړۍ کړکېچ ژور شو او پوسټ ماډرن پړاو ته له ننوتلو سره يې د فکرونو کړکېچ ډېر شو، د انسان ‌محوره فکر بنسټیزې شخړې بربنډې شوې؛ په ځانګړي ډول د بې ‌عقلۍ ژورتیا او د دغو ایډیالوژیو دروغجنې ژمنې ښکاره شوې، نو د سيکولر ـ انسان‌ محوره ایډیالوژیو غولوونکی او اراموونکی رول د خپل ضد په بڼه واوښت. کله چې د دوی خیالي، بې‌ بنسټه او بې‌ ګټې اصول او موخې څرګندې شوې، د معنا د نشتوالي کړکېچ او د بشر ستونزه، چې د هستۍ لپاره د «معنا جوړولو» هڅه وه، په لا ډېرو سختو بڼو را څرګنده شوه، تر دې چې نن ورځ د پوسټ ماډرن نیهیلیزم یوه څرګنده نښه اضطراب، ګډوډي، سرګرداني او پراخ بې‌ معناوالی دی.
په حقیقت کې د روښانتیا تش په نامه نیهیلیزم په بشپړه توګه د یو اغېزمن او بشپړ سیکولرـ بشرپالنې معنا د رامنځته کولو په هڅه کې ناکام شوی دی.
(۵) د روښانتیا نیهیلیزم د راڅرګندېدو او پراختیا یو مهم اړخ د لویو او پراخو بوروکراتيک ـ تخنیکي ادارو او سازمانونو جوړول دي.
په حقیقت کې ماډرن ټیکنوکراسي او بیوروکراسي د را څرګندېدو له ډګرونو څخه دي او د روښانتیا نیهیلیزم د پراختیا په دویم پړاو کې د ماډرن نیهیلیزم یوه بنسټیزه برخه ګڼل کېږي. د روښانتیا په نامه نیهیلیزم د هغو ګڼو شعارونو چې د «ازادۍ»، «د فرد حقونه»، «د بشر حقونه» او ورته نورو په اړه ورکوي، په حقیقت کې یو کاغذي‌ مقررات محوره زورواکی جوړښت لري، چې د زور او سخت عسکري نظم یوه بڼه یې د ټولنیزو او سیاسي ټولواکو نظامونو په څېره کې د انسان د نوي ژوند په ټولو برخو کې خپره کړې ده. همدې ځانګړتیا د بحران د پراخوالي او ژوروالي په اضافه کولو سره، د هغه د زوال او په پای کې د بشپړ له منځه تللو لپاره زمینه برابره کړې ده.
(۶) ارزښت‌ پالونکی نیهیلیزم د رنسانس له نیهیلیزم او دغه راز د لوېدیځ له پخوانیو ماډرنو بڼو څخه ډېر، لوېدیځ بشر د پرديتوب او له‌ ځانه د پریدیتوب ښکار کړی دی. د تش په نامه روښانتیا نیهیلیزم په دوره کې د ماډرنې نړۍ د ظلم په منځ کې د بشر د ځان جلاوالي دردناکه پروسه د ماډرنیت تر بند لاندې نړۍ کې، په ځانګړې توګه په ماډرن امپریالیستي لوېدیځ کې، یوه نړیواله ستونزه او اندېښنه شوه چې له ځان او نورو سره یې د ټولنیزو او انساني اړیکو ریښې نورې هم کمزورې کړې.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version