لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه :۳)
د دې ډول الحاد په اړه څه نوي دي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې موږ کولای شو چې د نوي الحاد د څلورو مشهورو څېرو، چې په تېرو برخو کې مو پرې بحث وکړ، د اثارو او ليکنو په پام کې نيولو سره هغه ځانګړتياوې او شاخصونه پيدا کړو چې په عمومي ډول دا غورځنګ د الحاد له پخوانيو ډولونو (کلاسيک الحاد) څخه بېلوي:
(۱) پر دین او مومنانو سپک او توهينوونکی برید: ماډرن ملحدان په ښکاره او بې ادبانه ډول پر دین او مومنانو برید کوي او دا خپل ماموریت ګڼي چې هر څوک بايد پر خدای او مذهب باندې د باور کولو له خطرونو څخه خبر کړي. له همدې امله په ښکاره ډول له خدای څخه انکار کوي او پر خدای باور د دفاع وړ نه، بلکې زیانمن او تاواني ګڼي.
(۲) له عیسی مسیح عليه السلام څخه په ښکاره ډول انکار کول: ماډرن ملحدان په ښکاره ډول له عیسی مسیح علیه السلام څخه انکار کوي. دوی په دې باور دي چې زوړ عهد داسې یو خدای معرفي کوي چې کینه کوونکی او غچ اخستونکی دی او ډېر مخلوقات یې وژلي دي. همدارنګه نوی عهد، لکه د دوی د مکاشفې کتاب، عیسی علیه السلام داسې معرفي کوي چې لا ډېر کینه کښ او غچ اخستونکی دی. د دوی په اند د زوړ عهد خدای او هم عیسی علیه السلام دواړه د تلپاتې دوزخ ژمنه ورکوي؛ په ځانګړي ډول د دوی له نظره عیسی علیه السلام خلک په دوو ډلو وېشي (خپل او پردي)، دا کار ډېر خطرناک ګڼل کېږي او تل د دیني او مذهبي شخړو د ډېرېدو وړ ګرځي.
(۳) د هستۍ پېژندنې د يوازینۍ سرچينه په توګه پر علم تکيه کول: نوی الحاد په ځانګړي ډول پر پوهې او علمي لید لوري ولاړ دی. د نوي الحاد دا څلور مشران ټول علم او علم باورۍ ته ژمن دي او په دې باور دي چې وروستی قاضي باید علم او علمي موندنې وي او هر څه باید د علم په رڼا کې تشریح شي. د دوی ژمنتیا د طبیعت پالنې او مادیت پالنې له نړۍ لید سره یوه مطلقه او له څرنګوالي پرته ژمنتیا ده.
(۴) د دیني عقایدو پر وړاندې زغم نه درلودل: نوی الحاد د متوازنو دیني عقایدو او ازادو ډولونو زغم نه لري. دوی د خپلو پخوانیو اسلافو برعکس، نه غواړي چې ان هغو دیني فکرونو او منځلارو مومنانو ته هم ځای ورکړي، چې د زمانې له شرایطو سره د همغږۍ وړتیا لري. له همدې امله نوی الحاد د پخوانیو ډولونو په پرتله د زغم او بیان ازادۍ پر وړاندې سخت برید ګڼل کېږي. د دوی له نظره که د بیان ازادي د دیني بیان د مشروع او روا باورونو نظامونه هم را ونغاړي، نو دا کار ډېر خطرناک دی.
(۵) ماشومانو ته د دیني باورونو نه ښوونه: ماډرن ملحدان په ځانګړي ډول (داکینز) په دې باور دي چې مور او پلار بايد ماشومانو ته د دیني ښوونو القا ونه کړي؛ ځکه دا کار د ماشومانو له ناوړه ګټې اخیستنې سره برابر ګڼل کېږي او باید وغندل شي. څرګنده ده چې دوی ماشومان له مور او پلار څخه جلا او خپلواک هویته ګڼي او ماشومانو ته له بلوغت څخه مخکې دینې عقیدې ور زده کول ناوړه ګټه اخیستنه ګڼل کېږي.
(۶) د انسان د ازادۍ لپاره د دین له منځه تلل: نوي ملحدين په دې باور دي چې د انساني ازادۍ د ساتنې لپاره بايد دین له ټولنې څخه له منځه وېوړل شي. دوی انساني ازادي د خدای یا کلیسا له واک سره په ټکر کې ګڼي.[1]
نوي الحاد له را څرګندېدو وروسته په چټکۍ سره د رسنیو له لارې خپور او مشهور شو. که په دقت سره هغه څه ته وګورو چې مطبوعاتو او رسنيو د نوي الحاد په اړه لیکلي دي، نو درک کوو چې لیکوالانو او خبریالانو نوی الحاد په څو عمومي موضوعاتو کې تشریح کړی دی:
لومړۍ موضوع: د دې لپاره چې نوی الحاد د دین او دیني ارزښتونو پر وړاندې علمي، ژوند پوهنیز او دارویني نقد ګڼل کېږي، نو نوی الحاد د دین پر وړاندې د علمي او طبیعت پال نقد په توګه توصیفېږي.
دویمه موضوع: د نوي الحاد په اړه د نقد او ارزونې له مهمو مطالبو څخه یو دا دی چې ډېرو کسان په تحلیل کې له دیني چاپېریال څخه اخیستل شوې استعارې او تعبیرونه کارولي دي، د بېلګې په توګه د «د کافرانو کلیسا»، «په نبوت باندې پیغمبرانه برید»، «د الحاد تبلیغ»، « داکینز د الحاد ستر کاهن»، «د الحاد صلیبي جګړه»، «د الحاد مذهبي تبلیغ»، «د الحاد انجیلی ډول»، «د الحاد رسولان» او داسې نور، چې په مطبوعاتو کې له اشنا تعبیرونو څخه ګڼل کېږي. په دويمه موضوع کې نوی الحاد د یوې ایډیالوژۍ یا دین په توګه د مطبوعاتو او رسنیو له خوا معرفي کېږي.
درېیمه موضوع: ماډرن ملحدان د دین او د هغه د پیروانو پر وړاندې د جګړه کوونکو او شخړه کوونکو په توګه انځورېږي.[2]
د نوي الحاد په کړنو کې ځینې کسان د «علم» د بنسټيز عنصر پر ټینګار سربېره، په دې نوي بهیر کې دوه مهمې ځانګړنې یادوي چې همدا ځانګړنې ماډرن ملحدان له کلاسیکو ملحدانو څخه بېلوي:
بهرنۍ ځانګړتیا: د دې غورځنګ شهرت يې په لیکوالانو او د هغوی په کارونو کې دی.
داخلي او ذاتي ځانګړتیا: نوی الحاد د دیني عقایدو په اړه په خپل چلند کې په علم او علمي مېتود تکیه کوي، نه پر فلسفه.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
[1]. شهبازی و دیگران، 1395: 166-167.
[2]. همان.
