لیکوال: ابو عائشه
شېنتو دین (برخه: ۲۵)
په شېن تو دین کې د معبدونو مقام
معبدونه د شېن تو دین له مهمو عبادتځایونو څخه دي. له معبدونو سره د خلکو اړیکه ډېره پخوانۍ ده. په شېن تو دین کې معبدونه او عبادتځایونه لرغونی تاریخ لري او خلک له ډېر پخوا څخه تر نن ورځې پورې دې ځایونو ته راځي او کامیانو ته نذرونه او ډالۍ وړاندې کوي. د شېن تویي معبدونو اعتبار د هغه کامي پر اساس ټاکل کېږي چې په هغه ځای کې ښخ شوی وي؛ که کامي د خلکو په منځ کې لوړ مقام او اهمیت ولري، نو معبد یې هم د درناوي او احترام وړ دی. د معبدونو او ایزدکدو ځای او مقام یوازې په تېرو وختونو پورې نه دی محدود، بلکې نن ورځ هم د خلکو په ژوند کې مهم ځای او رول لري.
«په هغو ځايونو کې چې د شېن تو دين معبدونه شتون لري، نن ورځ د ټولنیزو چارو، ټولنیزې هوساینې او خیریه ټولنو په ملاتړ کې مهمه ونډه لري، چې دا موضوع پر کامي ایمان پیاوړی کوي.»[۱]
شېن تويي معبدونه او ایزدکدې
ایزدکدې چې د شېن تو دین د رب النوعو (کامیانو) د عبادت ځایونه دي، د شېن تو دین او فرهنګ اصلي مادي عناصر ګڼل کېږي. په ټول جاپان کې شاو خوا (۸۰۰۰۰) لويې او وړې شېن تويي ایزدکدې شتون لري چې له لوړ تاریخي اهمیت څخه برخمنې دي. د شېن تو دين پیروان باور لري چې د ایزدانو یا رب النوعو روحونه په هغو مقدسو شیانو کې ځای پر ځای شوي دي، چې په ایزدکدو کې ساتل کېږي. د یوې ایزدکدې موقعیت د هغه ځای په طبیعي تقدس یا هغو مذهبي مراسمو پورې تړلی دی چې په تېرو وختونو کې په هغه ځای کې ترسره شوي دي.[۲]
د شېن تو معبدونه چې جینجيا یې بولي هغه مقدس ځایونه دي چې د کامیانو عبادت پکې ترسره کېږي. ډېری معبدونه په طبیعي چاپېریال کې جوړ شوي او ډېر وخت یې دروازې په سره رنګ نښه کېږي چې مقدس ځای ته د ننوتلو سمبول ګڼل کېږي. په دې معبدونو کې خلک خوراکي توکي، څښاک او نورګي ډالۍ قرباني کوي، د کامیانو درناوی کوي او له دوی د برکت، ساتنې یا نېکبختۍ غوښتنه کوي.[۳]
د شېن تو معبدونه د اوولسمې پېړۍ په نیمایي کې د امپراتور تنمو (۶۷۳-۶۸۶) او ملکه جیتو (۶۸۶-۶۹۷) په ملاتړ له لوړ مقام څخه برخمن شول. دوی لوی معبدونه د امپراتورۍ تر ملاتړ لاندې راوستل او په (۶۷۴) کال کې یې خپله د خپلو نیکونو د معبد په توګه د ایسه معبد زیارت وکړ…[۴]
د شېن تويي معبدونو د ډېروالي دلیل
یو ډېر مهم ټکی چې د شېن تويي معبدونو په اړه باید پرې پوه شو، دا دی چې په دې دین کې لکه څنګه چې کامیان «خدایان» ډېر دي، په همدې ډول یې د معبدونو شمېر هم زیات دی. ځینې معبدونه یې نه یوازې د عبادت ځایونه دي، بلکې د خدایانو مقبرې او هدیرې یې هم دي. د ایزدکدو اهمیت د هغه کامي پر اساس ټاکل کېږي چې هلته شتون لري. د غوره ایزدکدو له جملې تر ټولو غوره معبد د ایزه یا ایسه معبد دی.
د شېن تويي معبدونو او اسلامي جوماتونو ترمنځ پرتلنه
د جوماتونو او شېن تويي معبدونو په اړه مو چې څه وویل د دواړو اهمیت ترې په ډاګه کولای شو او د څېړنې په پایله کې به په دې هم پوه شوو چې دواړه ځایونه د خپل دین پیروانو لپاره کوم مقام او ارزښت لري. لاندې په لنډه توګه د دواړو دینونو د معبدونه سره پرتله کوو:
(۱) جوماتونه په اسلام کې د الله جل جلاله د عبادت لپاره جوړ شوي دي او د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر باید یوازې د الله تعالی عبادت پکې ترسره شي او هېڅوک اجازه نه لري چې له الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت پکې ترسره کړي یا داسې عمل پکې وکړي چې د دې مبارک ځای تقدس او حرمت ته زیان ورسوي. له همدې امله په جوماتونو کې د هېڅ پاچا، مشر یا معتبر شخص انځور یا عکس نه ځړول کېږي. برعکس، د شېن تو معبدونه او ایزدکدې د کامیانو په قبرونو او مقبرو جوړې شوې دي، چېرې چې د کامیانو عبادت کېږي او خلک نذرونه او ډالۍ ور وړي. له همدې امله په دې معبدونو کې د کامیانو او خدایانو مجسمې ځای پر ځای کېږي.
(۲) د جوماتونو د تقدس او لوړوالي له امله په اسلام کې مسلمانانو ته سپارښتنه شوې چې خپلې دنيوي چارې په جوماتونو کې ترسره نه کړي. جومات باید د عبادت، لمونځ، ديني تعلیم، د مسلمانانو د مهمو چارو، لکه د جهاد مشورې، د الله تعالی لور ته دعوت، د جمعې او جماعت لمونځ او ځینو ټولنیزو چارو ځای وي. برعکس، په شېن تويي معبدونو کې ډېر وخت د کورنیو موسمي مراسم، جشنونه او ملي مراسم ترسره کېږي چې دا چارې د معبدونو له اصلي هدف سره په ټکر کې دي.
(۳) په ټوله نړۍ کې جوماتونه مخ پر زیاتېدو دي او مسلمانان دې مقدسو ځایونو ته د تعلیم او تربیت، د روح او روان د ارامۍ او له خدای جل جلاله سره د راز و نیاز په موخه پناه ور وړي او په دې ورځو کې اسلام د خپلو ګټورو او انساني احکامو او فرمانونو په لرلو سره په ګڼو سیمو کې د ودې او پرمختګ په حال کې دی؛ ان په جاپان کې، چې شېن تو دین یې د خلکو او حکومتي مشرانو دین دی او اوس هم ډېری خلک په دې دین عقیده لري، اسلام پکې د خلکو زړونه فتح کوي او د دې هیواد د خلکو زړونو ته لاره پیدا کوي. «د اکونوميست د راپور له مخې، اسلام اوس مهال په جاپان کې تر ټولو چټکه وده کوونکی دین دی او تر (۲۰۲۱ز) کال پورې په ټول هېواد کې له (۱۱۰) څخه زیات جوماتونه شتون لري.[۵] خو په شېن تو دین کې ایزدکدې او معبدونه په ځنګلونو، طبیعي چاپېریال او پرانستو ځایونو کې د کامیانو لپاره جوړ شوي او جوړول یې د کامي پر شتون او اړیکې پورې اړه لري. په اسلام کې بیا جومات یوازې د الله جل جلاله لپاره جوړېږي: “وأن المساجد لله فلا تدعوا مع الله أحدا.” [۶] ژباړه: «او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوک مه رابولئ.»
(۴) بل اړخ ته ټول هغه فضیلتونه چې د جوماتونو په اړه په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې ذکر شوي دي، په شېن تويي معبدونو کې نه دي ثابت. که څه هم شېن تويي معبدونه ممکن د دې دین د پیروانو ترمنځ اړیکې جوړې کړي او هغوی یو بل ته نږدې کړي، خو هېڅکله د جومات په څېر نه شي کېدلای؛ ځکه د هغوی د دعا او عبادت مراسم موسمي او د ټولو لپاره نه دي. په داسې حال کې چې د مسلمانانو عبادت په جوماتونو کې په ورځني ډول ترسره کېږي او ټول مسلمانان یې په ورتګ او راتګ کې سره مساوي دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. عبدربه، ایمان بدیع، الإسلام فی الیابان، بېتا، ص ۱۲.
[۲]. د ملتونو د ټولنې او فرهنګ تحلیلي تخصصي ویبپاڼه، د مقالې سرلیک: «شېنتو او بودا ته کتنه، په جاپان کې دوه مشهور دینونه»، د لیکنې نېټه: ۱۴۰۰.
[۳]. د «روښنايي» مجله، د لیکونکو یوه ډله، د مقالې خپرېدو نېټه: ۱۴۰۳ هجري شمسي، د مقالې سرلیک: «د آماټراسوي کیسه، د لمر ایزدبانو په جاپاني اسطورو کې».
[۴]. د جاپان فرهنګ، د انسانشناسي او کلتوري اندېښمنو لیکوالانو له خوا، د مقالې لیکواله: حمیده امیريزداني، بېتا، ص ۱۱۶.
[۵]. د شفقنا ویبپاڼه، په جاپان کې د مسلمانانو او جوماتونو د شمېر زیاتوالی، د خپرېدو نېټه: ۲۶/۲/۱۴۰۴ هـ.
[۶]. د جن سوره، آیت ۱۸.
