لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)
سریزه
د قران کریم په ایتونو کې د معاد د مقام تر څېړنې وروسته، د څېړنې د بشپړېدو لپاره اړینه ده چې معاد د رسول الله ﷺ د سنت او علماوو د اقوالو له نظره هم وڅېړل شي؛ ځکه چې د رسول الله ﷺ سنت د قران کریم تر څنګ په اسلام کې دويم مهم او بنسټیز مصدر بلل کېږي. د رسول الله ﷺ احادیث د قراني ښوونو په تفسیر او تشریح کې مهم رول لري او د ډېرو ایتونو سمه پوهه د رسول الله ﷺ د احادیثو له پوهې سره تړلې ده. په دې برخه کې هڅه کوو چې د رسول الله ﷺ پر احادیثو او د لویو او پیاوړو علماوو پر اقوالو تکیه وکړو، چې په اسلام کې د معاد د باور یو روښانه او څرګند انځور وړاندې کړو او د انسان د هدایت او اخروي ژوند د لارې په بيانولو کې یې رول وڅېړو.
(الف) معاد د احادیثو له نظره
د دې لپاره چې پر معاد باور د اسلام له بنسټیزو عقایدو څخه دی، نو اړینه ده چې دا باور د رسول الله ﷺ د احادیثو په رڼا کې بیان او حقیقت یې ثابت شي. د معاد شتون د رسول اکرم ﷺ له ګڼو احادیثو څخه ثابتېږي چې دلته یې څو بېلګې راوړو:
(۱) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ قَالَ: “يَجْمَعُ اللَّهُ النَّاسَ يَوْمَ القِيَامَةِ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ، ثُمَّ يَطَّلِعُ عَلَيْهِمْ رَبُّ العَالَمِينَ، فَيَقُولُ: أَلاَ يَتْبَعُ كُلُّ إِنْسَانٍ مَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، فَيُمَثَّلُ لِصَاحِبِ الصَّلِيبِ صَلِيبُهُ، وَلِصَاحِبِ التَّصَاوِيرِ تَصَاوِيرُهُ، وَلِصَاحِبِ النَّارِ نَارُهُ، فَيَتْبَعُونَ مَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، وَيَبْقَى الْمُسْلِمُونَ فَيَطَّلِعُ عَلَيْهِمْ رَبُّ العَالَمِينَ.”[۱] ژباړه: له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «الله تعالی د قیامت په ورځ ټول خلک په یوه پراخ او هوار میدان کې را جمع کوي، وروسته رب العلمین پر هغوی تجلي کوي او فرمایي: ایا هر انسان له هغه څه پیروي څخه کوي چې په دنیا کې یې عبادت کاوه؟ نو د صلیب د خاوند لپاره یې صلیب راښکاره کېږي، د انځورونو د عبادت کوونکي لپاره یې انځورونه مجسم کېږي او د اور د عبادت کوونکي لپاره یې اور را ښکاره کېږي؛ بیا هر څوک د هماغه شي پیروي کوي چې عبادت یې کاوه او مسلمانان پاتې کېږي، وروسته الله تعالی پر هغوی تجلي کوي.»
له دې حدیث څخه په ښکاره توګه څرګندېږي چې د قیامت په ورځ رب العلمین ټول انسانان په یوه پراخ او هوار میدان کې سره راټولوي، د هغوی د اعمالو، چلند او کړنو په اړه ترې پوښتنه کوي او له هغوی څخه د دنیوي کړنو حساب غواړي. له هر انسان سره هماغسې چلند کېږي، لکه څنګه چې یې په دنیا کې عمل کاوه. هغه مسلمانان چې په دې دنیا کې یې نېکي او د الله تعالی عبادت یې کړی وي، نو د رب‌العالمین د ليدلو (رؤيت) له ستر نعمت څخه برخمن کېږي او دا د اخرت له تر ټولو سترو نعمتونو څخه دی.
(۲) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ، قَالَ: “قَالَ رَجُلٌ لَمْ يَعْمَلْ حَسَنَةً قَطُّ، لِأَهْلِهِ: إِذَا مَاتَ فَحَرِّقُوهُ، ثُمَّ اذْرُوا نِصْفَهُ فِي الْبَرِّ وَنِصْفَهُ فِي الْبَحْرِ، فَوَاللهِ لَئِنْ قَدَرَ اللهُ عَلَيْهِ لَيُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا لَا يُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ، فَلَمَّا مَاتَ الرَّجُلُ فَعَلُوا مَا أَمَرَهُمْ، فَأَمَرَ اللهُ الْبَرَّ فَجَمَعَ مَا فِيهِ، وَأَمَرَ الْبَحْرَ فَجَمَعَ مَا فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: لِمَ فَعَلْتَ هَذَا؟ قَالَ: مِنْ خَشْيَتِكَ، يَا رَبِّ وَأَنْتَ أَعْلَمُ، فَغَفَرَ اللهُ لَهُ.”[۲] ژباړه: رسول الله ﷺ وفرمایل: «یو سړی و چې هېڅکله یې هم کومه نېکي نه وه کړې؛ خپلې کورنۍ ته یې وویل: کله چې زه مړ شم، نو ما وسوځوئ، نیمه برخه خاوره مې په وچه کې او نیمه برخه په سمندر کې خپره کړئ؛ په الله قسم که الله تعالی پر ما قادر شي، نو داسې عذاب به راکړي چې د نړۍ بل هېڅ انسان ته به یې داسې عذاب نه وي ورکړی. کله چې له دنیا لاړ، نو د هغه کورنۍ هماغسې وکړل، لکه څنګه چې یې امر کړی و. الله تعالی وچې ته امر وکړ چې هغه څه چې په کې دي راټول کړي او سمندر ته یې هم امر وکړ چې هغه څه چې په کې دي راټول کړي. بیا الله تعالی هغه سړي ته وفرمایل: ولې دې دا کار وکړ؟ هغه وویل: ای زما ربه! ستا له وېرې مې دا کار وکړ او ته تر ټولو ښه پوه یې، نو الله تعالی هغه وباښه.»
دا حدیث په ډېر روښانه ډول څرګندوي چې د الله تعالی لوري ته د بندګانو بېرته ور ستنېدل حق دي او له الله تعالی هېڅ کوچنی او لوی شی پټ نه دی. الله تبارک و تعالی پر هر څه قادر دی او هر څوک چې وغواړي، هر ډول چې وغواړي، حساب و کتاب ورسره کولای شي؛ که څه هم د انسان د وجود ذرې خاورې شوې وي او په فضا کې خپرې شوې وي.
(۳) عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ قَالَ: “لَا يُؤْمِنُ عَبْدٌ حَتَّى يُؤْمِنَ بِأَرْبَعٍ: يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ بَعَثَنِيَ بِالْحَقِّ، وَيُؤْمِنُ بِالْمَوْتِ، وَبِالْبَعْثِ بَعْدَ الْمَوْتِ، وَيُؤْمِنُ بِالْقَدَرِ.”[۳] ژباړه: حضرت علي رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریمﷺ وفرمایل: «هېڅ بنده تر هغې مؤمن نه دی چې پر څلورو شیانو ایمان ونه لري: د دې ګواهي ورکړي چې له الله تعالی پرته بل معبود نشته او دا چې زه د الله رسول یم او هغه زه په حق سره رالېږلی یم، پر مرګ ایمان ولري، له مرګ څخه وروسته پر بیا ژوندي کېدو ایمان ولري او پر تقدیر ایمان ولري.»
(۴) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ‌اللَّهُ‌عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ: «ما بَيْنَ النَّفْخَتَيْنِ أَرْبَعُونَ». قَالُوا: يَا أَبَا هُرَيْرَةَ! أَرْبَعُونَ يَوْمًا؟ قَالَ: أَبَيْتُ. قَالُوا: أَرْبَعُونَ شَهْرًا؟ قَالَ: أَبَيْتُ. قَالُوا: أَرْبَعُونَ سَنَةً؟ قَالَ: أَبَيْتُ. ثُمَّ يُنْزِلُ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيَنْبُتُونَ كَمَا يَنْبُتُ الْبَقْلُ. قَالَ: وَلَيْسَ مِنَ الإِنْسَانِ شَيْءٌ إِلَّا يَبْلَى إِلَّا عَظْمًا وَاحِدًا وَهُوَ عَجْبُ الذَّنَبِ، وَمِنْهُ يُرَكَّبُ الْخَلْقُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»[۴] ژباړه: له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «د دوو نفخو ترمنځ فاصله څلوېښت ده.» خلکو وپوښتل: اې ابوهریره! څلوېښت ورځې؟ هغه وویل: نه پوهېږم. ویې ویل: څلوېښت میاشتې؟ ویې ویل: نه پوهېږم. ویې پوښتل: څلوېښت کاله؟ ویې ویل: نه پوهېږم؛ بیا الله تعالی له اسمانه اوبه را نازلوي، نو خلک د واښو په څېر را ټوکېږي. بیا یې وفرمایل: د انسان له وجوده هېڅ شی نه پاتې کېږي، ټول له منځه ځي، مګر یو هډوکی پاتې کېږي چې هغه (عَجْبُ الذَّنَب) دی او د قیامت پر ورځ له همدغه هډوکي څخه بېرته خلقت پیلېږي.»
(۵) عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ‌اللَّهُ‌عَنْهَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّكُمْ تُحْشَرُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلًا». قَالَتْ عَائِشَةُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! الرِّجَالُ وَالنِّسَاءُ يَنْظُرُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ؟ قَالَ: «يَا عَائِشَةُ، إِنَّ الْأَمْرَ أَشَدُّ مِنْ أَنْ يُهِمَّهُمْ ذَلِكَ»[۵]. ژباړه: له حضرت عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل: «تاسې به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او نامختون راپاڅول کېږئ.» حضرت عائشه رضي الله عنها وپوښتل: ای د الله رسوله! ایا سړي او ښځې به یو بل ته ګوري؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «ای عائشې! هغه ورځ به دومره سخته او وېروونکې وي چې څوک به دغو خبرو ته پام نه شي کولای.»
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. ترمذي، محمد بن عیسی، سنن ترمذي، ټوک ۴، مخ ۲۷۲، د حدیث شمېره: ۲۵۵۷.

[۲]. نیشابوري، ابو حسین، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ټوک ۴، مخ ۲۱۰۹، باب: في سعة رحمة الله، د حدیث شمېره: ۲۴، دارالجیل – بیروت.

[۳]. ترمذي، محمد بن عیسی، سنن ترمذي، باب: ما جاء في الإیمان بالقدر خیره، ټوک ۴، مخ ۲۰، د حدیث شمېره: ۲۱۴۵.

[۴]. بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، باب: يوم ينفخ في الصور فتأتون أفواجًا، ټوک ۶، مخ ۱۶۴، د حدیث شمېره: ۴۹۳۵.

[۵]. احمد بن حنبل، مسند أحمد، ټوک ۵۳، مخ ۱۰۶، د حدیث شمېره: ۲۴۹۹۷، مؤسسه الرسالة، تحقیق: شیخ شعیب الأرنووط.

Leave A Reply

Exit mobile version