لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۱۱)
د روښانتیا دورې ماډرن نیهیلیزم
د تاوتریخوالي موضوع په عمومي څېړنه کې کولای شو دوه ډوله تاوتریخوالی له يو بل څخه بېل کړو:
(۱) مشروع تاوتریخوالی: هغه عمل او غبرګون دی چې د يو فرد يا ملت د ازادۍ او ژوند ساتنې لپاره ترسره کېږي او د عدالت غوښتنې موخې يا په ټوله کې مشروع او اخلاقي موخې تعقیبوي.
(۲) نامشروع تاوتریخوالی: هغه تاوتريخوالی دی چې ظالمانه ماهیت لري او په ځانګړي ډول د یو فرد یا قوم د ژوند، خپلواکۍ، ازادۍ او بشپړتیا د حق پر وړاندې کارول‌کېږي. نامشروع تاوتریخوالی په اصل کې د انسان د کمال او ودې پر ضد د فردي او ټولنیز اړخ له مخې تعصب کوي چې له ازادۍ، معنویت، عدالت او حق ‌محورۍ سره په ټکر کې دی. نامشروع تاوتریخوالی د دې لپاره چې د حق او حق‌ محورۍ ضد بڼه، غیرعادلانه او د انسان د کمال او ودې مخالف اړخونه لري، د ظالمانه او نامشروع تاوتریخوالي له ډلې څخه ګڼل کېږي.
په ماډرن او نيمه ‌ماډرن ټولنو کې د تاوتریخوالي يوه بڼه چې د روښانتيا د هیومنېستي نيهيليزم او همدارنګه د پوسټ ماډرن دورې د نيهيليزم تر سيوري لاندې راځي، د نامشروع او ظالمانه تاوتریخوالي له ډلې څخه ده. دا ډول تاوتریخوالی له ځينو اړخونو څخه د ماډرن انسان د وجودي اضطراب او خپګان په فعالو څپو او د ماډرنې نړۍ له بنسټیز تضاد څخه په رامنځته شوي پېژندونکي بحران کې ریښې لري.
نامشروع (ظالمانه) تاوتریخوالی هم له ځينو اړخونو وېشل کېدای شي يا په بل عبارت د ظالمانه نامشروع تاوتریخوالي دوه ډوله د يادونې وړ دي:
(۱) دودیز او عادي نامشروع او ظالمانه تاوتریخوالی: چې په ماډرن لوېديځ کې په عامه توګه د ګټې‌ غوښتنې، خوند غوښتنې او زورواکې قدرت‌ محورۍ له انګېزو څخه سرچينه اخلي. دا ډول تاوتریخوالی چې د ماډرنې نړۍ دودیز او عادي تاوتریخوالی بلل کېدای شي، د انسان د نفسي موضوع کچې ته له خالص حیواني موخو او انګېزو سره راټیټولو کې ریښې لري.
د هیومنېزم واکمني انسانان د فردي او ټولنیز اړخ له مخې له یو بل سره په دوامداره دښمنانه سیالۍ اچوي. دا دښمنانه سیالۍ له مادي پالنې، قدرت‌ محورۍ او خوند ‌غوښتونکو انګېزو څخه سرچینه اخلي او د ماډرن لوېدیځ د فردي او ټولنیز چلند او ټولنیز ژوند اصلي او غالبه بڼه جوړوي. د دغه ماډرنیستي عادي تاوتریخوالي نښې د تامس او هابز د انسان ‌پېژندنې په نظریاتو کې، د ماکیاولي په سیاسي فلسفه، د لیبرال‌ ـ ‌دیموکراسۍ د ایډیالوژیکې کورنۍ په افکارو، د نېچه د اخلاقو په تعبیر، د فیشته په فلسفه کې د طبقاتي مبارزې په اړه د مارکسیستي پوهې، د سوسیال ‌داروینیستانو په نظریاتو او نورو ماډرن فکري برخو کې لیدل کېږي. دغه نښې په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او انساني اړیکو، دغه راز د اخلاقو او ماډرن تمدن نورو بنسټیزو څرګندونو په اصلي جوړښتونو کې څرګندولای شو.
د نامشروع ظالمانه تاوتریخوالي له ډولونو څخه يو بل ډول « بې‌رحمه او سادیستیک تاوتریخوالی» دی. د دې ډول تاوتریخوالي تر شا محرک ځواک نفساني انګېزې دي او د دې ډلې تاوتریخوالي لوری هم ظالمانه دی، چې د عدالت‌ محورۍ او دیندارۍ له حق سره په ټکر کې دی. د دې تاوتریخوالي ځانګړنه له هغه دودیز ظالمانه تاوتریخوالي څخه چې په ماډرن نړۍ کې شته، په دې کې ده چې په سادیستیک تاوتریخوالي کې خپله تاوتریخوالی او د سادیستیک ځورونکې کړنې ارزښت پیدا کوي. د دې ډول تاوتریخوالي ترسره کوونکی یوازې له تاوتریخوالي، ځورونکي او سادیستیک چلند څخه د خوند اخیستلو لپاره  لاس پر عمل پورې کوي.
په دودیز ظالمانه تاوتریخوالي کې ماډرن بشر د نفساني واک غوښتنې د انګېزې له امله هڅول شوي تاوتریخوالي ته مخه کوي، خپلې موخې پرمخ وړي او د ګټې، ځواک او مخ په ډېرېدونکي غیر قانوني خوښۍ په لټه کې وي، خو په سادیستیک تاوتریخوالي کې موضوع یوازې د دې لپاره نه ده چې د یو موجود د کمال او ودې پر وړاندې په ظالمانه ډول قدرت وکارول شي، بلکې خبره په دې کې ده چې ظالم کس هڅه کوي دغه تاوتریخوالی ډېر له ظلم، بې ‌رحمۍ او سادیستیکې ځورونې سره مل کړي. بله دا چې هغه له دې بې ‌رحمۍ، سادیستيک چلند او د بل ژوندي موجود له کړاو او رنځ څخه یو ډول سادیستیک خوند اخلي.
د ماډرن نیهیلیزم اصلي او غالبه بڼه د دودیز ظالمانه تاوتریخوالي پر بنسټ ولاړه ده، خو کله چې ماډرنه نړۍ د زوال او کړکېچ مرحلې ته ننوتله، لوېدیځ د بې ‌تاریخۍ او د سوژوي‌ توب د بې ‌ثباتۍ له ستونزې سره مخ شو؛ نفساني ماډرن انسان د کړکېچ او ناروغۍ ښکار شو او لا ډېر د بې ‌رحمه سادیستیک تاوتریخوالي پر لور روان شو. ورځ تر بلې د سادیستیک تاوتریخوالي کچه، شمېر، ډولونه او پېچلتیاوې تر دې حده ډېرې شوې چې ویلای شو: له هغه وخته چې ماډرن نړۍ د پوسټ ماډرن زوال مرحلې ته داخل شوه، سادیستیک ظالم تاوتریخوالی په تدریجي ډول د بحران ځپلي لوېدیځ په سختو چلندونو کې پر ډېرېدو شو. دا تاوتریخوالی ورو ورو د پوسټ ماډرن بحران ځپلي ښار په غالبه بڼه بدلېږي. دا د بشپړې ناروغۍ هغه څرګندونه او نښه ده چې ماډرن لوېدیځ د خپل ژوند په وروستۍ دوره کې ورسره مخ شوی دی.
هغه تاوتریخوالی چې د اسلام سپېڅلي دين په ځینو مواردو کې روا ګڼل شوی، مشروع تاوتریخوالی دی چې د دیني خپلواکۍ، ناموس، فرد یا اسلامي امت د ساتنې لپاره ترسره کېږي، خو د ماډرن نیهیلیزم تاوتریخوالی له ‌ذات څخه ویجاړونکی، نامشروع، ظالمانه او شیطاني تاوتریخوالی دی چې د پوسټ ماډرن د زوال او کړکېچ په دوران کې د بې ‌رحمۍ او سادیستیک کیفیت بڼه خپلوي او په تدریجي ډول د پوسټ ماډرن د ځپل شویو ښارونو په فردي او ټولنیزو چلندونو کې د غالبې بڼې په توګه راڅرګندېږي.
ماډرن ایډیالوژیکي ارزښت‌ ورکوونکی نیهیلیزم په بېلابېلو بڼو د لوېدیځ د کیسه ‌ییزو اثارو په منځ کې له اوولسمې پېړۍ وروسته څرګند شوی دی. د بېلګې په توګه کولای شو د دني دیدرو راهبه رومانونه، د ماکسیم ګورکي، د مور په نوم اثار، د جورج اورول اثار، د ایوان تورګنیف د پلارانو او زامنو په نوم اثار او ان د ژان پل سارتر رومان (تهوع) یادولی شو.
د (تهوع) رومان دا ځانګړتیا لري چې د ارزښت‌ ورکوونکي نیهیلیزم رومان په توګه، په همدې حال کې د پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم ځینې اړخونه، سرچینې او مضامین هم له ځان سره لري. په هغه طوفاني فضا کې چې پوسټ‌ ماډرن نیهیلیزم، نیوسوفیست او بې ‌معناوالی یې رامنځته کړی، که څه هم بې ‌واکه او بې ‌ثباته دی، خو هڅه کوي چې د ویجاړېدونکي ماډرن نیهیلیزم له یوې بڼې څخه ساتنه وکړي او دا څرګنده ده چې په دې بېځایه هڅه کې له ناکامۍ سره مخ دی.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version