لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)
حضرت نوح علیه السلام او د هغه کورنۍ
حضرت نوح علیه ‌السلام لومړنی پیغمبر و چې له ادم عليه السلام وروسته خدای جل جلاله د ځمکې د خلکو لپاره را ولېږه.[1] هغه د اولوالعزم پیغمبرانو له جملې څخه دی او الله تعالی خپل قوم ته د دې لپاره ور ولېږه چې دوی د خدای او لا شريک ذات عبادت ته را وبلي؛ بت پرستي او نور غلط معبودان پرېږدي، د قیامت پر ورځ ایمان ولري، د خلکو ترمنځ برابري ټینګه کړي او هغه غلطې مفکورې سمې کړي چې د توحید عقیدې د نشتوالي له امله د دوی په منځ کې خپرې شوې وې.
حضرت نوح علیه السلام د خپل پروردگار امر ومنه او په بشپړې پوهې یې خپل قوم دعوت کړ. هغه په دې پار د دعوت او بلنې په لاره کې له بېلابېلو طریقو او وسایلو څخه ګټه واخیسته چې قوم یې دعوت ومني. هغه د شپې او ورځې، پټ او ښکاره د دعوت هڅو ته دوام ورکړ او هېڅکله يې غفلت ونه کړ. په دې اړه الله تعالی فرمايي: “لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحاً إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ.”[2] ژباړه: « موږ نوح علیه‌ السلام د هغه قوم ته ولېږه (چې د دوی په منځ کې راپورته شوی و)؛ هغه ورته وویل: «ای زما قومه! ستاسو لپاره له الله تعالی پرته بل معبود نشته، نو یوازې د الله تعالی عبادت وکړئ. زه (ستاسو لپاره د خېر غوښتوونکی یم؛ قیامت او حساب او کتاب شته او که تاسو نافرماني وکړئ) وېره لرم چې تاسو به د یوې لویې ورځې په عذاب اخته شئ (او دوزخ ته به لاړ شئ.)»
دغه راز الله جل جلاله فرمايي:‏ “إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحاً إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ * قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ * أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ * يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاء لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ * ‏قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلاً وَنَهَاراً ‏* فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَاراً ‏* وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَاراً * ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَاراً * ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَاراً ‏* فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّاراً * يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَاراً * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَاراً.”[3] ژباړه: « موږ نوح د هغه قوم ته ولېږه او هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم د الله تعالی له عذاب څخه ووېروي، وړاندې تر دې چې پر دردناک عذاب اخته شي. نوح وویل: ای زما قومه! زه ستاسو لپاره یو څرګند خبرونکی یم. د خدای عبادت وکړئ، له هغه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ. که تاسو زما دعوت ومنئ، الله ستاسو ګناهونه بښي او تاسو ته د مرګ تر وروستۍ نېټې پورې موقع درکوي، خو که پوه شئ او د الله ټاکل شوی وخت را ورسېږي، هېڅ ځنډ به ونه شي. نوح  وویل: «ای زما ربه! ما شپه او ورځ خپل قوم ته بلنه ورکړه، خو زما بلنې د هغوی کرکه زیاته کړه، هر ځل مې چې هغوی را بللي دي چې ایمان راوړي او ته یې وبښي، دوی په غوږونو کې ګوتې اچولې دي چې د حق غږ وا نه اوري، جامې یې پر سر راکش کړې دي چې زما څېره ونه ویني او هغوی په بدکارۍ، فساد، ظلم، تاوتریخوالي او کفر کې پرله ‌پسې پاتې شوي دي؛ دوی ډېره سرکشي وکړه په تکبر او لويۍ کې ډوب شوي، بیا ما هغوی په ښکاره او لوړ غږ (د رښتینې عبادت او ایمان لپاره) را وبلل. له هغې وروسته ما هغوی ته په ښکاره او (په ټولیزه توګه) او په پټه ( په انفرادي ډول، اسماني بلنه) ورسوله او ورته ومې ویل: له خپل رب څخه بښنه وغواړئ؛ ځکه چې هغه ډېر بښونکی دی (او تاسو ته به بښنه وکړي)، (که تاسو دا کار وکړئ) نو الله به له اسمان څخه ډېر او برکت ناک بارانونه نازل کړي، له تاسو سره به په مال او اولاد کې مرسته وکړي او تاسو ته به شنه باغونه او د اوبو بهیدونکې سیندونه درکړي.»
د نوح علیه‌السلام د قوم غبرګون او پر وړاندې یې د هغه زغم
حضرت نوح علیه ‌السلام خپل قوم ته د ډېر وخت لپاره بلنه ورکړه. په دې موده کې دوی هغه دروغجن ګاڼه، له هغه سره یې سخت بحث وکړ او ډېر یې وځورو. سره له دې ټولو، نوح علیه‌ السلام د هغوی د انکار او ځورولو پر وړاندې صبر وکړ او د دوی شکونو او شخړو ته یې په قوي دلایلو ځواب ورکاوه. کله چې يې قوم له هغه څخه ناهیلی شو او له ده سره یې د مقابلې توان له لاسه ورکړ، نو هغه ته یې د وژلو ګواښ وکړ او ورته یې وویل: “قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ.”[4]‏‏ ژباړه: « دوی وویل: ای نوح! که ته دې دا خبرې او چلند پای ته ونه رسوې، نو خامخا به له سنګسار شویو کسانو څخه شې او پر تا به هماغه څه راشي چې زموږ پر نورو مخالفينو راغلي دي.»
په دې وخت کې نوح علیه ‌السلام الله تعالی ته مخ واړوه او ویې ویل: “قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ *‏ فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحاً وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِي مِنَ الْمُؤْمِنِينَ.”[5]‏‏ ژباړه: « نوح علیه‌ السلام د الله حضور ته عرض وکړ او ویې ویل: ای زما ربه! زما قوم زه دروغجن وباللم (او زما دعوت یې ونه مانه!) (اوس چې د دې ظالمانو د لارښوونې لپاره کومه لاره پاتې نه ده او زما ټولې هڅې بې‌ګټې شوې دي)، ته خپله زما او د دوی ترمنځ فیصله وکړه؛ (کافران او مشرکان له منځه وېسه)  ما او هغه مومنان چې له ما سره دي د دوی له (ځورونې وژغوره).»
بیا د نوح علیه‌ السلام قوم له هغه څخه وغوښتل چې هغه عذاب راولي چې ژمنه یې کړې او ویې ویل: ‏”قَالُواْ يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتَنِا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ.”[6]‏ ژباړه: «دوی وویل: ای نوح! تا له موږ سره بحث وکړ (چې موږ پر تا ایمان راوړو) او تا بحث دومره پراخ کړ (تر هغه ځایه چې موږ دې ستړي کړو. زموږ روحونه د دې ټولو خبرو له امله د ستړیا حد ته رسیدلي دي او موږ نور ستا د خبرو د اورېدو زغم نه لرو)؛ که ته رښتیا وایې (چې ته پیغمبر یې او که موږ پر تا ایمان ونه لرو، د الله عذاب به پر موږ راشي)، نو هغه څه چې موږ ترې ډاروې، پر موږ راوله (او هېڅ ځنډ مه کوه. بس دی خبرې ډېرې شوې، عذاب چېرته دی؟) نوح علیه السلام د هغوی په ځواب کې وویل:
«قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ اللّهُ إِن شَاء وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ.»[7] ژباړه: «نوح وویل: (عذاب د الله په لاس کې دی، زما په لاس کې نه دی) دا خدای دی چې  که وغواړي هغه عذاب به پر تاسو راولي او تاسو هېڅکله نه شئ کولای الله عاجز کړئ، نه د هغه د عذاب مخه نیولی شئ او نه ترې تښتېدلای شئ، چې ځان وژغورئ.»
وروسته تعالی نوح علیه‌ السلام ته خبر ورکړ چې ستا له قومه به نور هېڅوک ایمان نه راوړي، پرته له هغو کسانو چې له وړاندې یې ایمان راوړی دی: «‏وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلاَّ مَن قَدْ آمَنَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ.»[8] ژباړه: «ستا له قومه به نور هېڅوک ایمان نه راوړي، پرته له هغو کسانو چې تر دې دمه یې ایمان راوړی دی. نو د هغوی د کړنو له امله مه خپه کېږه. ډېر ژر به موږ د هغوی د ځورولو، تهمت او انکار سزا د دوی په لاس کې ورکړو.»
 دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج2، ص223، ج4، ص71.[1]

. الأعراف/59.[2]

. نوح/12-1.[3]

. الشعراء/116.[4]

. الشعراء/118-117. [5]

. هود/32.[6]

. هود/33.[7]

. هود/36.[8]

Leave A Reply

Exit mobile version