لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱)
لنډیز
نوی یا ماډرن الحاد په حقیقت کې د هغه بهیر کیسه ده چې د روانې پېړۍ په لومړیو کې يې د یو لړ پلورل شويو کتابونو د خپرېدو او ځینو افراطي ډلو د کړنو او چلندونو په غبرګون کې د عامه افکارو ډګر ته لار وموندله.
که څه هم د دې بهیر ریښې لرغونو زمانو ته رسېږي او بنسټونه او انګېرنې يې د پخوانیو ملحدانو له انګېرنو سره یو شان دي، خو اوسنی بهیر يې د یوې ډېرې دښمنانه او منفي لارې په غوره کولو سره، د دین او ديندارو خلکو پر وړاندې په یوه تاوتریخوالي او ویجاړونکي بهیر بدل شوی دی. نوی الحاد چې داکینز، دنت، هریس او هیچنز یې د مشرانو یا د دې بهیر د بیرغ پورته کوونکو په توګه پېژندل کېږي، د علمي لاسته راوړنو او فلسفي شکونو په کارولو سره د خپلو افکارو د تبلیغ لپاره لاسونه بډ وهلي دي.
دا لیکنه د  انتقاد کوونکي لید له مخې دا نظرونه تر څېړنې لاندې نیسي او د نوي الحاد د ځانګړتیاوو په دقیقې څېړنې سره یې له کلاسیک الحاد سره بنسټیز توپیرونه څرګندوي. له دې خدای نه‌ منونکو ډلو څخه ځينې يې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره د بیولوژي په څېر علومو عمومي او نړيوال کولو ته لاره هواره کړې، په ځانګړي ډول د ارتقا او طبیعي ټاکنو نظریه ده، چې له دې نظریې څخه د خدای‌ منونکو او مومنانو پر باورونو د برید لپاره کار اخلي.
دوی د خپلو ملحدانه عقیدو د ثابتولو لپاره، د دې پر ځای چې پر استدلال تکیه وکړي یا د مومنانو پر دلایلو او شواهدو نیوکه وکړي، تاریخي پیښې او د ځینو تندلارو دیني ډلو چلندونه او کړنې د دین او خدای منلو د ارزونې لپاره معیار ګرځوي.
دغه راز ماډرن خدای‌ نه‌ منونکي پرته له دې چې لومړی خپل بنسټونه او عقیدې ثابتې کړي، پر هغو استدلال کوي او داسې ښيي چې دینی باورونه ارتقايي چارې دي او د ارتقا د نظریې له مخې یې په تجربوي او طبیعي ډول تشریح کولای شي.
دې موضوع د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ څېړونکي او پوهان دې ته هڅولي دي چې د نوي الحاد پر کمزورو بنسټونو، د عقل، دین‌ او پوهې  پر ضد لارو چارو  باندې نیوکه وکړي او هغه روښانه کړي. هغه څه چې په دې کې یو څه غیرحاضر دي هغه د الحاد عادلانه نیوکه او د دوی شکونو ته د دقیقو ځوابونو چمتو کول دي، له همدې امله دا تحقيق نوی الحاد تر څېړنې لاندې نیسي، مډرن ملحدان د انصاف او بې ‌طرفۍ په تله ارزوي او دا ثابتوي چې: (۱) طبیعت‌ پالنه لکه څنګه چې دا ملحدان پرې استدلال کوي، یوه علمي نظریه نه ده، بلکې په حقیقت کې د نړۍ‌ لید او ماورا الطبیعي لیدلوری دی.
(۲) ملحدانو په دې دریځ کې ښکاره تېروتنه کړې ده او هغه د طبیعت‌ پالنې د بېلابېلو معناوو ګډوله دي.
(۳) د دوی د نظر پر خلاف، د علم او دین ترمنځ هېڅ ډول ټکر نشته، بلکې که کوم ټکر وي هغه د طبیعت‌ پالنې او علم ترمنځ دی.
په دې لیکنه کې د توصیفي ـ تحلیلي مېتود په کارولو سره هڅه شوې چې د نوي الحاد علمي او فلسفي شکونه مطرح او قناعت‌ بښونکي ځوابونه ورته وړاندې شي.
کلیدي کلمې: نوی الحاد، طبیعي ټاکنه، د علم او دین ترمنځ ټکر، ارتقايي نظرونه.
سریزه
لومړی ثنا، ستاینه او دعا د هغه ذات لپاره چې انسان یې د عقل، فکر او تدبر په ګاڼه سینګار کړ، بیا يې د همدې قیمتي، ارزښتمنو او ګټورو ګاڼو په برکت انسان د مخلوقاتو مشر، د ټولو موجوداتو او کایناتو د پیدایښت دلیل وټاکه. ستاینه او شکر د هغه خدای لپاره چې د انسان د ازادۍ لپاره یې له بند‌ګۍ، غلامۍ او ناپوهۍ څخه د خلاصون لار وښوده، د ځان پېژندنې او خدای پېژندنې په لور یې د انسان د لارښوونو لپاره دینونه نازل کړل او په دې منځ کې یې د اسلام مبارک دین وروستی او تر ټولو بشپړ دین وګرځوه. وروسته یې د اسلام د بلنې او تبلیغ لپاره د کایناتو سردار، د اولیاوو مشر او د انبیاوو خاتم حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وټاکه، چې د خپلو نېکو اخلاقو او غوره طبیعت په وسیله، انسانان د الحاد او ګمراهۍ له کندې وژغوري او د خپل منزل پر لور یې هدایت کړي. بې ‌ساري درودونه دې د انسانیت پر لارښود پر حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وي، چې انسانان یې د اخروي نېکمرغۍ د ترلاسه کولو لپاره له دنیوي بدبختیو څخه خلاص کړل او له انسانیت سره یې د باطني پاکوالي او ظاهري ښکلا په لاره کې مرسته وکړه.
اوس د خدای په فضل سره یو بل توفیق حاصل شو، یو نوی اثر ولیکل شو او د علم او معرفت یو بل باب پرانېستل شو. هغه حقایق چې د ملحدانو او ګمراهۍ د خپروونکو په خبرو او کړنو کې پټ وو، څرګند شول او د دښمنۍ له څېرې څخه د دوستۍ نقاب لرې شو. له همدې امله د الله تعالی دربار ته په احترام سر ټیټوم.
دین او خدای ‌منل له پیل څخه تل له دین ‌ستیزۍ او خدای‌ نه ‌منلو سره مل و. په اوسني وخت کې چې بشر په حیرانوونکي ډول او چټکۍ سره د علمي او تکنالوژیکي پرمختګونو لاره وهي، د دین ‌ستیزۍ او خدای ‌نه ‌منلو په ډګر کې یو نوی فکري بهیر راڅرګند شوی دی، چې له خپل تېر سره څرګند توپیرونه لري. د پام وړ ټکی دا دی چې کله ناکله د دین او خدای ‌منلو پر ضد د مبارزې په پلمه خپله د دین ‌باورونکو ټولنه یا د ځینو افراطي ډلو چلند نورو ته په لاس ورکوي او دا کولای شي د دین ‌ستیزۍ تر ټولو خطرناک ډول وزېږوي.
نوی الحاد یو دین‌ستیز بهیر دی چې د خدای ‌منلو پر ضد د مبارزې لپاره په اوسني وخت کې د ځینو دین ‌باورونکو په چلند کې پلمې لټوي.
خو نوی الحاد څه دی او دا اصطلاح له کوم وخت څخه رواج شوې ده؟ ولې دې بهیر ته د نوي الحاد نوم ورکړل شوی او له مصطلح او رایج الحاد سره یې توپیر څه دی؟ د دې بهیر مشران او مخکښ کسان څوک دي او پر کومو بنسټونو او انګېرنو یې تکیه کړې ده؟ دا او ورته نورې پوښتنې د دې لیکنې مرکزيت او مدار جوړوي او هڅه شوې ده چې په دې برخه کې پرې بحث وشي.
الحاد د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره ملګری پاتې شوی او تل یوازې د یوه محدوده اقلیت له‌خوا خوښ شوی دی، خو نوی الحاد هغه تعبیر دی چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د یوه نظام او بشپړ باور په توګه راڅرګند شو. باید وویل شي چې نوی الحاد کومه ځانګړې علمي اصطلاح نه ده چې په علمي متونونو کې دقیق او مشخص تعریف او اوږده مخینه ولري، بلکې په وروستیو کې د یوه افراطي دین‌ ستیز بهیر په توګه مطرح شو او ډېر ژر د ټولنیزو رسنیو له لارې ټولنو ته داخل او په یوه ثابته اصطلاح بدل شو.
هغه شکونه او بریدونه چې په اوسني وخت کې د دین او خدای‌ منلو پر ضد مطرح کېږي، په حقیقت کې د لیکوالانو یو توفاني موج دی، چې د دین او ديني باورونو پر ضد د برید لپاره د فرصت په تمه وو، البته دا هم باید وویل شي چې دا مناسب فرصت ځینو افراطي دیني ډلو په خپله برابر کړ. په همدې توګه یو توفاني او ان بې‌ نزاکته بهیر راپیدا شو چې هر څه یې په وس کې دي د دین او دین‌ منونکو پر ضد  یې کاروي او د قدرت خوبونه هم په سر کې لري، چې که کله قدرت ته ورسېږي، د دین او مومنانو برخلیک روښانه کړي. د دې بهیر سرلاري او مخکښان د توحیدي دینونو او ديني باورونو په اړه یوازې په شک او بدبینۍ بسنه نه کوي، بلکې له هغوی کرکه لري او ښکاره یې اعلانوي. باید ومنو چې د نوي الحاد يو څرګند توپير له کلاسیک الحاد سره همدا کرکه او غضب دی چې د توحیدي دینونو پر وړاندې يې لري. د دوی په اند د خدای منل یوازې نامعقول نه دي، بلکې خطرناک او شر ګڼل کېږي.
دوام لري…

راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version