Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)
متفرقه دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)
د نوي الحاد پېژندنه
ابن ‌منظور په «لسان العرب» کې الحاد له لغوي پلوه داسې معنا کړی دی: الحاد د لحد له مادې څخه اخیستل شوی (د لام په فتحه او ضمه او د حا په سکون سره) چې له یو شي څخه د مخ اړولو، له منځنۍ لارې څخه د ګرځېدلو او نورو اړخونو پر لور د لېوالتیا ښودلو په معنا دی.[1]
په «التحقیق» کتاب کې د دغې کلمې تعریف داسې راغلی دی: «لحد، اصل یدل علی میل عن استقامه، یقال ألحد الرجل إذا مال عن طریقه الحق والایمان.»[2] لحد د یوې کلمې ریښه ده چې له ټینګې او سمې لارې څخه د ګوښه‌ کولو په معنا دی. هر کله چې يو څوک د حق او ایمان له لارې څخه ځان ګوښه کړي، ورته ویل کېږي چې الحاد یې کړی دی. دا کلمه (الحاد) په قران کریم کې هم له حقیقت څخه د لرې کېدو، له ګمراهۍ او ناسمې لارې سره د یوځای کېدو په معنا کارول شوې ده.
قران کریم په دې اړه وايي: “إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا.”[3] ژباړه: «په رښتیا هغه کسان چې زموږ له ایتونو څخه مخ اړوي او له سمو لارو ګرځي، له موږ څخه پټ نه دي.»
په بل ځای کې په دې اړه داسې وايي: “وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.”[4] ژباړه: «او تر ټولو ښایسته نومونه (د معنا له پلوه) د الله لپاره دي، نو هغه د همدې نومونو په وسیله یاد کړئ او هغه کسان چې د الله له نومونو څخه مخ اړوي پرېږدئ، دوی به ډېر ژر د هغو عملونو سزا وویني چې تل یې ترسره کوي.»
د الحاد کلمې عامه کارونه نن سبا تر ډېره په خدای‌ نه ‌منلو کې ده، چې له اتئیزم (Atheism) کلمې سره برابره ګڼل کېږي او د (تئیزم، (Theism)خدای پر شتون باور لرلو) پر وړاندې راځي.
په بله وینا د نوي الحاد یا ماډرن ملحد ځانګړنه په حقیقت کې یو بهرنی صفت دی چې د دې لارې پیروانو خپله پر ځان نه دی پلی کړی او نه یې هېڅکله د دیني باورونو او خدای‌ ناباورۍ په نیوکه کې د نوې لارې یا نوې طریقې دعوه کړې، بلکې د ټولنې اوسني بحث دا صفت پر دوی ایښی او دوی منلی دی.
ماډرن ملحدینو یا د دې طریقې تش په نامه پلویانو د: «بې‌ دینه»، «کافر»، «بې ‌ایمانه»، «ملحد»، «بې خدایه»، «د خدای ضد»، «پر دین نیوکه ‌کوونکي» په څېر لقبونه پر ځانونو ایښي دي.
دا اصطلاح په (۲۰۰۶ز) کال کې د دې غورځنګ د درېوو مخکښو کسانو: ډاکینز، ډینیټ او هیرس له یوځای کېدو وروسته په بېلابېلو خپرونو کې د ګڼ شمېر لیکوالانو له خوا وکارول شوه او مشهوره شوه. د یادولو وړ ده چې د افراطیانو له تاوتریخوالو وروسته، په لوېدیځ کې د افراطیانو د کړنو پر وړاندې د غوسې او کرکې ستره څپه را پیدا شوه. ځینو نړيوالو ځواکونو له دې تاوتریخوالي څخه د منځني ختیځ پر وړاندې د خپلو پوځي بریدونو پلمه جوړه کړه، خو موضوع په دې سادګۍ سره پای ته ونه رسېده، بلکې بله څپه چې د مناسبې موقع په تمه وه، را څرګنده شوه او خپل ټول زور یې د دین او دیني باورونو د ځپلو لپاره وکاروه. دا په حقیقت کې هماغه څپه ده چې د نوي الحاد یا عصري ملحدانو په نوم مشهوره شوه.
د دې راڅرګندېدونکي ملحد غورځنګ مهم شخصیتونه چې په حقیقت کې د دې فکر مخکښ او معیار لرونکي دي، په لاندې ډول دي: ریچارډ ډاکینز، ډینیل ډینیټ، سام هیرس او کریسټوفر هیچنز. دا نوی را پیدا شوی غورځنګ چې دین یې خطرناک او غیر منطقي باله، تسلیم نه شو او خپلې زیانمنې کړنې یې پیل کړې. ډاکينز په ګارډین ورځپاڼې کې د ټوین ټاورونو له بریدونو څلور ورځې وروسته ولیکل: « له دین څخه ډکه نړۍ، په ځانګړې توګه د ابراهیمي ډول له بار وړونکو ټوپکونو څخه د ډک سړک په څېر ده چې د ډزو لپاره چمتو ده، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دا ټوپکونه به یوه ورځ وکارول شي.»[5]
نوی الحاد چې پیروان او منونکي یې باید په رښتیا سره «نوي ملحدین» وګڼل شي، د نړۍ ډېر مصیبتونه او ناخوښۍ د دین پر غاړه اچوي. دوی د صلیبي جګړو، د جادوګرو قتل عام، مذهبي جګړو، نه زغمل، ترورېزم او ګڼو نورو پېښو یادونه کوي او دا ټول د دین د ناکامۍ بېلګې ګڼي.
دا خدای نه منونکي سربېره پر دې چې دین او دیني نظریې یې بې‌ منطقه بللي، هڅه کوي چې خپل مخالفین د منطقي دلیل له لارې نه، بلکې د ملنډو او کرکې په وسیله مات شوي او ناکام وګڼي. د پلانټینګا په څېر منتقدین د پخوانیو ملحدینو لکه برټرینډ رسل او جان مکي په پرتله له فکري اړخه ټیټ او بې ارزښته ګڼي. له همدې امله دوی نوي ملحدین د خدای او مذهب په اړه د معاصرو بحثونو په مخ د تور داغ په توګه یادوي.[6]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. ابن­منظور: 1414ق: 3/389.

[2]. مصطفوی: 1360: 10/16.

[3]. فصلت: 40.

[4]. اعراف: 180.

[5].  Dawkins 2001.

[6].  Plantinga 2011.

الحاد د نوي الحاد پېژندنه نوی الحاد د نقد په تله کې
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)
Next Article له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۵)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱)

یکشنبه _11 _جنوري _2026AH 11-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)

پنجشنبه _8 _جنوري _2026AH 8-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD20 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.