لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۵۱)
یوه کوچنۍ غده چې لوی او حیاتي رول لري
د انسان په مغزو کې یوازې د نیم ګرام وزن په اندازه یوه ډېره کوچنۍ غده شتون لري، چې «هېپوفېز غده» یا «الغدة النخامیة» په نامه يادېږي. دا کوچنۍ خو پېچلې او حیاتي غده شاوخوا د (۱۵۰) زره عصبي رشتو په درلودلو سره د «هایپو تلاموس» په نوم د مغز له یوې برخې سره وصل شوې ده او ډېرې زياتې حیاتي کړنې کنترول او منظموي.
(۱) د ودې هورمون او د بدن د اندازې او تناسب جوړونکې
یوه له مهمو هورمونونو څخه چې دا غده یې تولیدوي، د ودې هورمون دی، چې له (۱۸۸) امینو اسیدونو څخه جوړ شوی دی. د دې هورمون عادي اندازه باید په هر لیتر وینه کې شاوخوا (۱۰) مایکرو ګرامه وي. دا هورمون د بدن د ودې او اندازې د زیاتوالي مسوؤلیت لري. که یې اندازه کمه شي، انسان د قد لنډوالي له ستونزې سره مخ کېږي او که یې اندازه زیاته شي، نو فرد د غیر عادي لویوالي ښکار کېږي. د ودې هورمون تنظیم د نخامیه غدې او د بدن عصبي نظام لهخوا په حیرانوونکي دقت ترسره کېږي.
(۲) د شیدو ورکولو هورمون (د ماشوم لپاره د تغذیې سرچینه)
نخامیه غده د پرولکتین په نوم یو هورمون ترشحوي، چې د ښځو په سینو کې د شیدو د تولید او ترشح مسوؤلیت لري. دا هورمون له امېندوارۍ وروسته د مور په بدن کې زیاتېږي او په ځانګړي ډول له زېږون څخه وروسته تر ټولو لوړ حد ته رسېږي، چې د ماشوم د شیدو اړتیا پوره کوي. قران کریم په دې اړه داسې وايي: “أَلَم نَجعَل لَّهُۥ عَینَینِ * وَلِسَانا وَشَفَتَینِ وَهَدَینَٰهُ ٱلنَّجدَینِ”[1] ژباړه: « ایا دوی ته مو دوه سترګې نه دي ورکړې؟ یوه ژبه او دوه شوندې مو نه دي ورکړې؟ او د خیر او شر لار مو ورته ښودلې.» ځینې مفسرین په دې اند چي «النجدین» د دوو سینو په معنا دی، چې په الهي فضل سره د لارښوونې وسیله ګرځېدلې دي.
(۳) د بدن د میتابولېزم کنترول (د انرژۍ د سوځېدو کنترول)
یو بل هورمون چې نخامیه غده یې ترشحوي، هغه هورمون دی چې تایراید غدې ته امر کوي چې داسې هورمونونه تولید کړي، چې د بدن د میتابولېزم یا په انرژۍ باندې د خوړو د بدلولو بهیر تنظیموي. میتابولېزم د بدن له تر ټولو پېچلو پروسو څخه ده او بې له دې ژوند ناشونی دی. د تایراید غده د دغو هورمونونو په مرسته د بدن د میتابولېزم اندازه تنظیموي او د دې بهیر کنترول د نخامیه غدې پر غاړه دی.
(۴) د خطر په وړاندې غبرګون (د پښتورګو پورته غدو بېړنی امر)
د خطر او اندېښنې پر مهال نخامیه غده یو هورمون ترشحوي، چې د «الغدة الكُظریة» یا «ادرينال» ته امر کوي چې د سټرس هورمونونه ترشح کړي. د دې هورمونونو له ترشح سره:
-
د زړه درزا تېزېږي.
-
ساه ژوره او تېزېږي.
-
د وینې رګونه تنګېږي او ډېره وینه عضلاتو ته رسېږي.
-
ځیګر د وینې شکر خوشې کوي چې سمدستي انرژي چمتو کړي.
دا همغږي چې د اندېښنې پر مهال رامنځته کېږي، د بدن د بې ساري دقت او نظم یوه غوره بېلګه ده.
(۵) جنسي هورمونونه د نارينه او ښځينه ځانګړنو د ودې او رامنځته کېدو لامل کېږي
نخامیه غده د جنسي هورمونونو کنترولوونکي هم دي. هغه هورمونونه چې دا غده یې ترشح کوي، د نارینه توب او ښځینه توب ځانګړنې رامنځته او تنظیموي او د مثل توليد او د جنسي روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
(۶) د پوستکي رنګ تنظیمول (د مېلانین د تولید مسوؤليت)
یو بل هورمون چې نخامیه غده یې ترشح کوي، پوستکی هڅوي چې د «مېلانین» په نوم رنګینه ماده تولید کړي. دا هورمون د انسانانو د پوستکي د رنګ په ټاکلو کې رول لري او د سپین، شنه، نسواري او تور رنګ توپیرونه رامنځته کوي.
(۷) د بدن د مایعاتو توازن (د ژوند لپاره حیاتي هورمون)
نخامیه غده یو هورمون ترشح کوي چې د بدن د مایعاتو د توازن ساتلو مسوؤل دی. که دا هورمون له ګډوډۍ سره مخ شي، انسان اړ کېږي چې ډېرې اوبه وڅښي او دفع یې کړي، یو داسې وضعیت چې ژوند ډېر ستونزمنوي.
(۸) د وینې فشار (زده کړې او حافظې تنظیموونکي هورمونونه)
نور هورمونونه هم د نخامیه غدې له خوا ترشح کېږي، چې د وینې رګونو د تنګېدو، پراخېدو او همداراز د حافظې او زدهکړې د ښهوالي مسوؤلیت پر غاړه لري.
(۹) د زېږون هورمون (د پېچلي زېږون بهیر اسانوونکی)
یو له خورا مهمو هورمونونو څخه چې نخامیه غده یې ترشح کوي، د «اکسیتوسین» هورمون دی، چې د زېږون د بهیر مسوؤل دی. دا هورمون د لګن کاسې د پراخېدو، د رحم د عضلو خلاصېدو او د زېږون د پړاوونو بشپړه همغږي رامنځته کوي. خدای جل جلاله په دې اړه وايي: «ثُمَّ ٱلسَّبِیلَ یَسَّرَهُ.»[2]؛ ژباړه: « او بیا د هغه لپاره لاره اسانوي»
(۱۰) د انسان په روغتیا کې د نخامیه غدې حیاتي او حیرانوونکی رول
دا کوچنۍ غده چې نیم ګرام وزن لري او د «غدو ملکه» بلل کېږي، په انسان کې شاوخوا (۹) مهم او بنسټیز هورمونونه تولیدوي. که له دې هورمونونو څخه هر یو له ګډوډۍ سره مخ شي، د انسان ژوند له سختو او ان له دوزخي ستونزو سره مخ کېږي. خدای جل جلاله انسان دا ډول ستایلی دی: «وَخُلِقَ ٱلإِنسَٰنُ ضَعِیفا.»[3]؛ ژباړه: « او انسان کمزوری پیدا شوی دی.» سره له دې چې انسان کمزوری او محدود دی، نخامیه غده په خپل کوچني جوړښت او لږ وزن سره د بدن پر حیاتي بهیرونو بشپړ کنټرول او دقیق نظارت کوي. دا حقیقت د لوی خالق د حکمت او قدرت تر ټولو ستره نښه ده.
د هورمونونو او دننه ترشحېدونکو غدو موضوع ډېره پېچلې او حیاتي ده، کله چې انسان سهار له خوبه راپاڅي او د ورځنیو فعالیتونو پیل کوي، د خپل بدن له حیرانوونکي پېچلتیاوو څخه ناخبره وي؛ نو ځکه باید د الله تعالی د نعمتونو شکر وکړي او قدردان يې وي.[4]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. بلد: ۸-۱۰.
[2]. عبس: ۲۰.
[3]. نساء: ۲۸.
[4]. موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة: ج 1، ص 148-150.
