کپيټلېزم (Capitalism) یا د پانګوالۍ نظام نن ورځ په نړۍ کې له مهمو اقتصادي او ټولنیزو نظامونو څخه دی چې پر شخصي ملکیت، ازاد بازار او د ګټې اخیستنې پر هڅو ولاړ دی. دا نظام پر دې اصل ولاړ دی چې خلک او شرکتونه د دولت له پراخې لاسوهنې پرته کولی شي توکي او خدمتونه تولید کړي او په سیالۍ کې برخه واخلي.
پانګوال نظام له تېرو پېړیو څخه د نړيوال اقتصاد له مهمو ستنو څخه ګڼل کېږي او لا هم يې د ګټو، زیانونو، ټولنیزو اغېزو او راتلونکي په اړه پراخ بحثونه جريان لري.
نن سبا پانګوال نظام (کپيټلېزم) د نړۍ د اقتصاد په ډګر کې یوازینی واکمن نظام ګڼل کېږي او د خپلو پانګوالو د پراخو اعلانونو په مرسته، ځان یوازینی اغېزمن او د منلو وړ اقتصادي نظام معرفي کوي؛ ان تر دې چې ډېر کم خلک دا جرات کوي چې په دې سیستم کې د بې کفایتۍ او جوړښتي ستونزو په اړه خبرې وکړي.
پانګوالي یا د پانګوالۍ نظام (کپيټلېزم) د نړۍ له مشهورو اقتصادي نظامونو څخه دی چې په هغه کې شخصي اشخاص یا سوداګرۍ د پانګې توکي لري.
د کپيټلېزم نظام تر ټولو خالص ډول ازاد بازار یا ازاده پانګوالي (Laissez-faire Capitalism) ده چې په هغه کې افراد له ټولو بندیزونو څخه ازاد دي. دوی کولی شي په خپله دا وټاکي چې چېرته غواړي پانګونه وکړي، څه تولید کړي یا وپلوري، توکي او خدمتونه په کومه بیه تبادله کړي. ازاد بازار له چک کولو او کنترولو پرته کار کوي.
هغه بازار چې کپيټلېزم د خپل ځان لپاره جوړ کړی او په هغه کې فعالیت کوي، د نورو د اقتصاي ښوونځویو له بازارونو سره توپیر لري. د پانګوالۍ د بازار اصلي ځانګړنه د اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو لپاره په هره بیه د توکو تولیدول دي. په پانګوال بازار کې ګټه لومړیتوب او د انسانانو اړتیاوې په دویمو او وروسته درجو کې ارزښت لري.
په پانګوال نظام کې حکومتونه هڅه کوي چې د ټولنې د ټولو غړو لپاره د مساوي سیالۍ شرایط برابر کړي. د کرایې او انحصار ټول ډولونه له منځه وړل کېږي چې د ودې فرصتونه په مساوي ډول ټولو ته برابر شي. وروسته دا د ټولنې غړي دي چې د خپلو مهارتونو په کارولو او د برابرې سیالۍ په ډګر کې په ګډون کولو سره ډېره یا لږه شتمني ترلاسه کوي.
په پانګوال نظام کې ټول اقتصادي فعالیتونه، لکه پانګونه، تولید، عرضه، د محصولاتو او خدمتونو پلور د دولت له لاسوهنې پرته، یوازې د ټولنې د فعالو اشخاصو له لوري په شخصي پرېکړو سره ټاکل کېږي. د توکو او خدمتونو تولید په لومړي سر کې د لا ډېرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي، نه دا چې د انسانانو اړتیاوې پوره کړي.
ازادو کاروبارونو په خپلو بېلابېلو بڼو او ټولنو کې له پخوا راهیسې شتون درلود، خو هغه ازاد کاروبارونه چې موږ یې نن ورځ په اړه فکر کوو ځانګړی ډول لري، دا کاروبارونه یوازې د پیر او پلور له ازادۍ سره تړاو نه لري، بلکې د پانګې را ټولولو او کارولو سره هم بوخت دي. دا هغه مفهوم دی چې د پانګوالۍ په نړۍ کې مطرح شو.