لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۰)
ماسوني درجې او د غړو طبقې
په دې بحث کې د فراماسونرۍ د غړو د نظام یوه مهمه برخه (د رهبرۍ جوړښت او د دې غورځنګ اساسي او مهم غړي) تر څېړنې لاندې نیسو. دا درجې په حقیقت کې د دې خوځښت د رهبرۍ او اداري نظام بنسټ او چوکاټ څرګندوي او د دې سازمان افراد او مسؤولین د هغوی د مقام، دندې او رول له مخې د پلانونو او نقشو د پلي کولو په بهیر کې معرفي کوي.
د فراماسونرۍ اصلي درجې
فراماسونري درې اساسي درجې لري چې په لاندې ډول دي:
(۱) «الطالب»، «العامل»، «المتمرّن» چې الطالب د زده‌کوونکي، العامل د کار زده‌کوونکي(کار اموز) او المتمرّن د نوو یا مبتدیانو د درجې په معنا دي.
(۲) «الرفیق» (ملګری)، «المعاون» (مرستیال)، «الشغّال» (ماهر کارګر)، «ابن المهنة» (د مسلک زوی) او «زمیل الصنعة» (د صنعت همکار) چې دا د منځنۍ درجې غړي ګڼل کېږي.
(۳) د دغو درجو درېیمه او تر ټولو مهمه مرحله د «الأستاذ» او «العریف» مرحله ده، چې د استاد یا سر کارګر په معنا ده. دا د «پای‌ ته‌رسېدلو» کسانو او «د لوړ مهارت څښتنانو» درجه ده.[۱]
دغو درجو په پیل کې واقعي او عملي بڼه درلوده او د بنا د مسلک په تعلیمي او صنعتي نظام کې یې د شخص مقام او ځای څرګندوه، خو کله چې فراماسونري په یوه «رمزي» نظام بدله شوه، نو په نوي جوړښت کې د فکري مقام او غړیتوب د رتبې د ښودلو په موخه دا درجې هم بدلې شوې.
له فراماسونرۍ سره د یوځای کېدو څرنګوالی او د درجو ترمنځ لوړوالی
له فراماسونرۍ سره یوځای کېدل اسانه او د هر چا لپاره ممکن نه و:
(۱) په پخوانۍ مرحله کې: په پخوانۍ مرحله کې له فراماسونرۍ سره یوځای کېدل یوازې د «منتخبو بنایانو» لپاره ممکن و او منتخب بنایان هغه کسان وو چې د «پټ‌ ساتنې» او «د رازونو د ساتلو» له امله مشهور وو.[۲]
(۲) په نوې مرحله کې: په نوې مرحله کې فراماسونري په داسې سازمان بدله شوې چې پټ او اوږد مهاله اهداف لري، له همدې امله هېڅکله خپل «توکي» او اهداف پردیو ته نه وړاندې کوي او یوازې هغه کسان مني چې ټولنیز مقام، اغېز یا د پېښو د بهیر د بدلولو توان ولري.
د «شاهین مكاريوس» په وینا: له فراماسونرۍ سره یوځای کېدل یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې «بشریت پرې ویاړي او تمدن او عمران د هغوی په مرسته ممکنېږي.»[۳]
بل شرط دا دی چې غوښتونکی باید د ماسوني ادابو سخت پابند وي او د بشپړ عزم له مخې پر دې لار قدم کېږدي. د دې شرطونو معنا دا ده چې د فراماسونرۍ غړی باید د ړانده اطاعت لپاره چمتو وي او له دین او وطن وړاندې باید ماسونرۍ ته وفادار وي.[۴]
په ډېرو لژونو (Loge)کې غړیتوب یوازې هغه وخت منل کېږي چې دوه غړي یې تایید کړي، د یو کس تایید بسنه نه کوي.[۵]
له فراماسونرۍ سره د یوځای کېدو ازموینه
د شرطونو له بشپړېدو وروسته یوه ازموینه ترسره کېږي، چې تر ازموینې یې د تمسخر او سپکاوي بڼه زیاته ده؛ په دې مراسمو کې لاندې کړنې تر سره کېږي:
(۱) د نوماند سترګې تړي.
(۲) د جامو یوه برخه یې باسي.
(۳) یوه رسۍ یې په غاړه کې اچوي او راکاږي یې.
(۴) پر غاړه یې توره (شمشیر) ږدي.
(۵) وروسته پرې د «ماسوني لوړه/ قسم» تحمیلېږي؛ د دې لوړې ماتول د «وینې له تویولو» سره برابر ګڼل کېږي.
په دې بهیر کې د نښو، عجیبو غږونو او حرکاتو په وسیله مراسم پر مخ ځي؛ د داسې خرافاتو یوه ټولګه چې هر هوښیار او د بیدار عقل لرونکی انسان یې په اورېدو پوهېږي چې تر شا یې یو پټ او شکمن هدف نغښتی دی.[۶]
د درجو لوړوالی
که شاګرد/ «الطالب» د «عُلیا» امرونه په بشپړ ډول عملي کړي، نو له یوې مودې وروسته کولای شي د «ملګري» او بیا د «استاد» درجې ته د ارتقا غوښتنه وکړي. په دې پړاو کې هم ورته ازموینې ترسره کېږي، خو ډېرې سختې او لا زیاتې عجیبي وي، لکه: د راز ساتنې لپاره قوي قسم، زیات خرافات او د یهودي عبارتونو تکرار.
دا حالت ښيي چې دا ازموینې د «القوة الخفیة» له خوا طرحه شوې دي، هغه کسان چې «د رازونو د وهم» په فریب کې لوېدلي وي تمسخر او استهزا کړي؛ په داسې حال کې چې هغوی د دې رازونو له حقیقي ماهیت څخه ناخبره پاتې کېږي او ان لوړو درجو ته په رسېدو سره به هم هېڅکله د دغو رازونو په حقیقت پوه نه شي.[7]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. تاریخ الماسونیة العام، ص: ۳۱، ۶۷.

[2]. الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العام، ص: ۳۱.

[3]. الآداب الماسونیة، ص: ۷۱.

[4]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، ص: ۲۱۱.

[5]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۸۳.

[6]. الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، ص: ۱۹۳۱، هم‌چنین: الماسونیة فی العراء، ص: ۳۰.

[7]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، ص: ۲۰۱۲۰۹.

Leave A Reply

Exit mobile version