لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸)
د انسان په خلقت کې د پوستکي او وېښتو حیرانوونکې نښې
د پیدایښت د حیرانوونکو پېښو په منځ کې د انسان بدن د الله تعالی د قدرت، حکمت او بې ‌ساري علم ښکاره نښه ده. هره حجره، نسج او ان د بدن تر ټولو کوچنی غړی د الله تعالی د تدبیر او وجود نښه ده. پوستکی او وېښتان، چې په ظاهره ساده او عادي ښکاري، په حقیقت کې د خلقت له خورا دقیقو او پېچلو سیستمونو څخه دي. قران کریم موږ ته بار بار بلنه راکړې ده چې په خپل وجود کې د الهي ایتونو په اړه فکر وکړو: «وَفِی أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ» [1] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي ایا تاسو یې نه وینئ؟»
په دې برخه کې به موږ د پوستکي او وېښتانو په جوړښت کې درې اساسي مسالې له علمي او قراني لید لوري څخه څېړو: د پوستکي رنګ او د میلانین رول، د وېښتو سپینېدل (شیب) او د پوستکي د حسي ساتنې په توګه حیرانوونکي کارونه.
د انسان د پوستکي رنګ او د پیدایښت په تنوع کې د ملانین رول
(۱) د رنګونو په بېلوالي کې الهي ایت
الله تعلی په قران کریم کې فرمايي: «وَمِن ءَایَٰتِهِۦ خَلقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِ وَٱختِلَٰفُ أَلسِنَتِكُم وَأَلوَٰنِكُمۚ إِنَّ فِی ذَٰلِكَ لَآیَٰت لِّلعَٰلِمِینَ.» [2] ژباړه: «او ځينې د هغه له دليلونو څخه د اسمانونو او ځمکې پيدايښت او ستاسې د ژبو او رنګونو توپير دی، بېشکه په دې کې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي
د قران دا ایت موږ ته بلنه راکوي چې د رنګونو او ژبو بېلوالي ته پام وکړو. د پوستکي د رنګ توپیر یوازې یو بهرنی توپیر نه دی، بلکې د الهي حکمت او د انسان په بدن کې د جنیتيکي ترتیب دقیقه نښه ده.
(۲) د غڼې حجرې او ملانین
اوسنی علم ښيي چې د پوستکي په دويمه طبقه (اَدَمه) کې داسې حجرې شته چې ملانوسیټ نومېږي. دغه حجرې د غڼې په څېر بڼه لري او خپلې نازکې  څانګې پر خپل شاوخوا خپروي. د پوستکي په هر مربع انچ کې شاو خوا (۶۰) زره داسې حجرې موجودې دي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې د دې حجرو شمېر د سپین پوستو او تورپوستو انسانانو ترمنځ توپیر نه لري. د پوستکي د رنګ توپیر یوازې د یوې رنګیزې مادې، چې ملانین نومېږي، د تولید او غلظت په اندازه پورې اړه لري. ان د میلانین د وزن له مخې د پوستکي تر ټولو روښانه او تیاره رنګ ترمنځ توپیر معمولا له یو ګرام څخه ډېر نه وي.
د وخت په تېرېدو او د عمر په زیاتېدو سره، د ملانوسیټ حجرو فعالیت په هر لسو کلونو کې شاو خوا له(۱۰  څخه تر ۲۰) سلنه کمېږي؛ له همدې امله د عمر په لوړېدو سره د پوستکي رنګ د روښانتیا لور ته مایلېږي.
(۳) د جغرافیې او پوستکي د رنګ اړیکه
د انسان په پیدایښت کې د الهي حکمت یوه حیرانوونکې نښه د جغرافیایي چاپېریال او د پوستکي د رنګ ترمنځ اړیکه ده. په هغو سیمو کې چې د لمر وړانګې مستقیمې او شدیدې وي، لکه استوایي سیمې، د خلکو پوستکی تیاره وي؛ ځکه ملانین داسې ځانګړتیا لري چې «زیانمنې ماوراء بنفش وړانګې جذبوي» او بدن له سختو زیانونو ساتي. برعکس په یخو او قطبي سیمو کې چې د لمر د رڼا شدت لږ وي، د خلکو پوستکی روښانه او سپین وي.
(۴) د انسان په رنګ کې بې‌ مثاله توپیر
د انسانانو د پوستکي د رنګونو توپیر د الله تعالی د عظمت نښه ده. د انسان سترګې کولی شي د یو رنګ (۸۰۰) زره بېلا بېلې درجې وپېژني. له همدې امله هېڅ دوه انسانان نشته چې د پوستکي بشپړ یو شان رنګ ولري.
رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په یوه خطبه کې وویل: «یا أیها الناس، ألا إن ربکم واحد، وإن أباكم واحد، ألا ‌لا ‌فضل ‌لعربی على عجمی، ولا لعجمی على عربی، ولا أحمر على أسود، ولا أسود على أحمر إلا بالتقوى.«[3]  ژباړه: «ای خلکو! ستاسو رب یو دی او ستاسو پلار هم یو دی. د عرب پر غیر عرب یا غیر عرب پر عرب، سور پوستی په تور پوستي او تور پوستی په سور پوستي، هېڅ غوره والی نه لري، مګر د تقوا او پرهېز ګارۍ له مخې.»
همدارنګه بل ځای کې یې فرمايلي دي: »إن الله لا ینظر ‌إلى ‌صوركم ‌وأموالكم، ولكن ینظر إلى قلوبكم، وأعمالكم.»[4] ژباړه: «بېشکه الله تعالی ستاسو څېرو او مالونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او عملونوته ګوري.»
دغه روایتونه موږ ته یادونه کوي چې د رنګونو او ظاهري بڼو توپیر د الله تعالی په نظر کې هېڅ ارزښت نه لري، هغه څه چې ارزښت لري، هغه پرهېزګاري، نېک عمل او د زړه پاکولی دی.
د وېښتو د سپينېدو راز
(۱) د وېښتانو جوړښت او د هغوی د ژوند دوره
د هر انسان په سر کې شاو خوا  له (۱۰۰ څخه  تر ۲۵۰) زره پورې وېښتان لري. د هر وېښته منځنی عمر له درې کلونو څخه ډېر دی او د وېښتانو د بیا ځلي بشپړ رغېدلو لپاره شاو خوا (۲۰۰) ورځې وخت ته اړتیا ده.
اړينه ده چې په دې هم پوه شوو چې هر وېښته:
(۱) د تغذیې لپاره شریان او رګونه لري.
(۲) د هڅونې او حرکت لپاره اعصاب لري.
(۳) د یخنۍ پر وړاندې د انقباض لپاره عضلات لري
(۴) یوه چربي غده او یوه رنګیزه غده لري.
(۲) د وېښتو سپینېدو علمي علت
څېړونکو تر اوسه پورې د وېښتو د بشپړ سپینېدو دقیق علت په پوره ډول نه دی درک کړی. ځینې څېړنې ښيي چې د وېښتو سپینېدل ممکن عصبي ـ رواني لاملونه ولري، یعنې سپینې حجرې د وېښتو په ریښه کې نفوذ کوي او د رنګیزو دانو د له منځه وړلو لامل کېږي. له همدې امله د وېښتو سپینېدل ډېر ځله له تشویش، احساساتي فشارونو او د عمرله ډېرېدو سره تړاو لري.
قران کریم هم دې حقیقت ته اشاره کړې ده: «فَكَیفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرتُم یَوماً یَجعَلُ ٱلوِلدَٰنَ شِیبًا.»[5]
ژباړه: «که تاسې کافر شئ، نو څنګه به ځان د هغې ورځې له عذاب څخه وساتئ چې ماشومان پکې سپینږیري کېږي؟»
پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم هم ویلي دي: «شیبتنی ‌هود، والواقعة، والمرسلات، وعم یتساءلون وإذا الشمس كورت.»[6] ژباړه: «د هود ، واقعه، مرسلات، عم یتساءلون او اذا الشمس كورت سورت زه سپینږی کړم.»
(۳) زړښت او الهي نښې
د عمر په زیاتېدو سره د عصبي کمزورتیا او د بدن د زړښت له امله وېښتان سپینېږي: «ٱللَّهُ ٱلَّذِی خَلَقَكُم مِّن ضَعفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعدِ ضَعفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعدِ قُوَّةٍ ضَعفاً وَشَیبَةًۚ یَخلُقُ مَا یَشَاءُۚ وَهُوَ ٱلعَلِیمُ ٱلقَدِیرُ[7] ژباړه: «الله هغه ذات دی چې تاسې يې له کمزورتيا څخه پيدا کړئ، بيا يې له کمزورۍ وروسته قوت درکړ، بيا يې له قوت وروسته کمزورتيا او زوړوالی؛ څه يې چې خوښه وي پيدا کوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دی.»
الله جل جلاله فرمايي: «أَوَلَم نُعَمِّركُم مَّا یَتَذَكَّرُ فِیهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ ٱلنَّذِیرُ»[8] ژباړه: «ايا موږ دومره عمر نه و درکړی چې (که) څوک پکې څه درس واخلي، اخيستلای شي او وېروونکي هم درغلي وو.)
امام قرطبي رحمه ‌الله د دې ایت په تفسير کې د ابن عباس رضي الله ‌عنهما له قوله وايي: «هو الشیب» [9]
ژباړه: «نذیر همغه (شیب) دی چې انسان ته د مرګ او د رب د لیدو یادونه کوي.»
پوستکی (د حس مرکز او د الهي عدالت نښه)
(۱) پوستکی او د درد احساس
قرآن کریم وايي: «إِنَّ ٱلَّذِینَ كَفَرُوا بِآیَٰتِنَا سَوفَ نُصلِیهِم نَاراً كُلَّمَا نَضِجَت جُلُودُهُم بَدَّلنَٰهُم جُلُودًا غَیرَهَا لِیَذُوقُوا ٱلعَذَابَۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِیزًا حَكِیماً.»[10] ژباړه: « بېشکه هغه کسان چې زموږ له ایتونه، نښو او پیغمبرانو څخه انکار کوي، موږ به هغوی د اور په عذاب کې واچوو او وبه یې سوځوو. هر کله چې د هغوی پوستکي وسوځول شي، موږ به یې په نورو پوستکو بدل کړو چې دوی عذاب وڅکي او الله تعالی غالب او حکمت لرونکی دی.
دا ایت هم د پوستکي د حساسیت او انسان د درد احساس د ارزښت په اړه خبرې کوي او هم په ښکاره د الهي عدالت نښې ښيي. دا ایت یو  علمي حقیقت ته اشاره کوي: «د درد د احساسولو مرکزونه په پوستکي کې موندل کېږي» کله چې پوستکی وسوځي، د حسي اعصابو تارونه له منځه ځي او انسان درد نه شي احساسولی، له همدې امله الله جل جلاله وايي چې پوستکی بیا جوړوي، چې انسان د عذاب درد وڅکي.
(۲) د پوستکي جوړښت
پوستکی له دوو اصلي طبقو څخه جوړ شوی دی:
(۱) بشره (Epidermis): د پوستکي بهرنۍ طبقه ده چې درې برخې لري (بهرنۍ، منځنۍ او لاندې برخه.)
(۲) ادمه (Dermis): د پوستکي داخلي طبقه ده چې د وینو شبکې، عصبي تارونه، د غوړ او خولې غدې او تړونکي نسجونه پکې شامل دي.
پوستکی د چاپېریال معلومات، لکه تودوخه، فشار، درد او لمس ترلاسه کوي، بدن له خطرونو څخه ساتي او د انسان په بدن کې له تر ټولو پېچلي حسي سیستمونو څخه ګڼل کېږي.
وینه او دفاعي سیستم د پیدایښت شاهکارونه
د انسان په بدن کې له (۲۵) میلیونه څخه زياتې سرې حجرې (Red Blood Cells) دي، چې هره یوه له ستړیا پرته لېږدونکی رول لوبوي؛ دا حجرې اکسیجن حجرو ته رسوي او کاربن ډای اکسایډ بېرته باسي. د هرې سرې حجرې عمر شاو خوا (۱۲۰) ورځې دی او په دې موده کې له (۱۱۵۰) کیلومترو څخه ډېر په بدن کې حرکت کوي او له (۶۰۰) لیتره ډېر اکسیجن لېږدوي.
د سرو حجرو د توليد اصلي مرکزونه په لاندې ډول دي:
(۱) د هډوکي مغز (Bone Marrow): په ځانګړې توګه د ستوني او ټپې هډوکو کې.
(۲) ځیګر او ټپې(Liver & Spleen) : ( په اضطراري شرایطو کې.)
سربېره پر دې په پښتورګو کې داسې حساس مرکز شته چې د وینې حجم په دوامداره توګه څاري او د هورمونونو پیغامونه لېږدوي، چې د وینې د حجرو تولید سمبال کړي. دغه دقیق او همغږی نظام د الله تعالی د قدرت څرګنده نښه ده: «وَفِی أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ» [11] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي، ایا تاسو یې نه وینئ؟»
په پای کې باید وویل شي چې پوستکی او وېښتان یوازې د ښکلا وسیله نه ده، بلکې د الهي ځواک او حکمت څرګندې نښې هم دي. د رنګونو له بېلولي او د ملانین له رول څخه نیولې تر زړښت پورې، د پوستکي له جوړښت او حس له مرکزونه څخه را نیولې د وینې د تولید تر دقیق نظام پورې، ټول ښيي چې انسان په بې‌ ساري نظم او د خدای تعالی د حکمت له مخې پیدا شوی دی.
هو! «فَوَیلٌ لِّمَن جَحَدَ هَذِهِ الْآیاتِ…» ژباړه: «نو افسوس پر هغه چا چې له دې نښو څخه انکار کوي.»
په همدې اړه شاعر په ډېر ښکلي ډول ویلي دي:
فوا عجباً كیف یعصى الإلهُ   ***   أو كیف یجحدهُ الجاحدُ
وفی كلّ شیءٍ له آیةٌ            ***   تدلّ على أنّه واحدُ
ژباړه: «څومره حیرانوونکې ده چې څنګه انسان د الله نافرماني کوي او څنګه انکار کوونکي له هغه انکاروي! او په هر څه کې د هغه نښه شته، چې شاهدې ورکوي هغه یوازینی ذات دی.[12]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. ذاریات: ۲۱.

[2]. الروم: 22.

[3]. مسند أحمد، ‌‌حديث رجل من أصحاب النبي صلى‌الله‌عليه‌وسلم، رقم الحدیث: 23489، ج 38، ص 474 ط الرسالة.

[4]. صحيح مسلم،‌‌ ‌‌كتاب البر والصلة والآداب، باب تحريم ظلم المسلم، وخذله، واحتقاره، ودمه، وعرضه، وماله، رقم‌الحدیث: 2564، ج، ص 11.

[5]. المزمل: 17.

[6].  سنن الترمذي، ‌‌أبواب تفسير القرآن عن رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم، ومن سورة الواقعة، رقم الحدیث: 3581، ج 5، ص 490.

[7]. الروم: 54.

[8]. فاطر: 37.

[9].  القرطبي، أبوعبدالله، محمد بن أحمد الأنصاري، الجامع لأحكام القرآن، ج 7، ص 276، تحقيق: أحمد البردوني وإبراهيم أطفيش، الناشر: دار الكتب المصرية-القاهرة، الطبعة: الثانية، 1384هـ-1964م.

[10]. ذاریات: ۲۱.

[11]. ذاریات: ۲۱.

[12].  فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 182-188.

Leave A Reply

Exit mobile version